داوباماپلان د افغانانو د بې باورۍ لامل شو

افغان شنونکي او يو شمېرلوړپوړي چارواکي د اوبا په نوې پوځي تګلارې قانع نه دي.

داوباماپلان د افغانانو د بې باورۍ لامل شو

افغان شنونکي او يو شمېرلوړپوړي چارواکي د اوبا په نوې پوځي تګلارې قانع نه دي.

Friday, 8 January, 2010
.



د افغانستان د بهرنيوچارو وزير،رنګين دادفر سپنتا په کابل کې يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل چې د اوباما د دسمبر د لومړۍ نېټې اعلان د سيمې لپاره د اهميت وړ دى. هغه وويل: "اوباما يو ځل بيا افغانستان ته د هغه هېواد پر ژمنو په څرګنده ټينګار وکړ. دا هغه څه وو، چې افغانان ورته سترګې په لار وو. په تېره بيا له افغانانو سره مرسته چې مسؤوليت پر غاړه واخلي اود بهرنيو ځواکونو وتلوته لاره هواره شي."



هغه همدانګه د متحده ايالتونو د احتمالي وتلو د نېټې هرکلى وکړ او ويې ويل: "اتلس مياشتې يو اوږد مهال دى. موږ بايد د افغانستان د امنيت او حکومت کولو بهيرګړندى کړو."



د ملي دفاع د وزارت وياند، جنرال ظاهرعظيمي پر پښو باندې د ځايي ځواکونو د ودرېدو لپاره نوموړې موده کافي ونه بلله او ويې ويل چې ددې کار لپاره له څلورو څخه تر پنځو کلونو پورې وخت ته اړتياده.



هغه وويل: "موږ هغه مهال خپله اردو خپلواکه ګڼلاى شو، چې هوايي او هوايي مدافع ځواکونه مو سمبال وي... دمګړۍ موږ په خپله اردو کې يو ټانک هم نه لرو، له دې امله پرخپلو پښو باندې د ودرېدو لپاره وخت ته اړتيا شته."



"سره له دې چې افغانستان به په راتلونکې کې د ٢٤٠ زرو يوه اردو ولري، خو د ګاونډيو هېوادونو او د سيمې د توازن او انډول له مخې به د نړيوالو پوځونو په نشتوالي کې کافي نه وي."



په افغانستان کې پوځي او سياسي شنونکي هم د متحده ايالتونو تګلاره تر پوښتنې لاندې نيسي.



نورالحق علومي د محمد نجيب الله د واکمنۍ پر مهال، چې په ١٩٩٦ کال کې د طالبانو له خوا ووژل شو د اردو يو جنرال او اوس د پارلمان غړى دى، وايي د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري، بايد د سياسي هوارۍ په لارو چارو هم غور وشي.



نوموړي د افغاني پوځونو د پياوړي کولو او د القاعدې او ترهګرۍ د ماتولو په اړه د متحده ايالتونو د پلانونو هرکلى وکړ، خو ويې ويل چې په دې پلانونو کې د حکومت کولو موضوع ته ګوته نيول شوې نه ده.



علومي وويل: "په نوې تګلارې کې د افغانستان مدني او سياسي انستيتونو ته بيخي پام نه دى اوښتى. تر هغه چې صادق او رښتيني اشخاص په حکومت کې برخه وانخلي او د خلکو په ملاتړ او مرستې يوه سالمه اداره رامنځته نشي، يوازې په پوځي لارې ستونزه نشي هوارېداى."



همدارنګه هغه د خپلو پلانونو لپاره پر پاکستان باندې د متحده ايالتونو پر ډډې لګولو نيوکه وکړه، ويې ويل: "په نوې ستراتېژۍ کې پاکستان ته ډېر امتياز ورکړ شوى دى. په ستراتيژۍ کې نه دي ويل شوي چې د ترهګرۍ ځالې به هرچېرته چې وي، ويجاړې شي. زياتره دا ځالې د [پاکستان د استخباراتي خدمتونو] آى ايس آى او پاکستاني اردو له خوا کنتروليږي. په ستراتيژۍ کې يوازې دا راغلي چې موږ به په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ په وړاندې وجنګيږو... په دې کې د ترهګرۍ اصلي ځايونو ته ګوته نېول شوې نه ده."



سربېره پر دې علومي د متحده ايالتونو له خوا په مستقيم ډول له واليانو سره د مرستې کولو لاره هم يوه نيمګړتيا وبلله. هغه وايي چې دا کار د افغانستان د ملي ګټو مخالف عمل دى. هغه وويل: "دا کار به دموکراسي له منځه يوسي او د افغانستان مرکزي حکومت به کمزورى کړي. که چېرته امريکا يو، والي او يا ځايي قوماندان غښتلى کړي، نو دا کار به دنوموړي سيمى له د (١٠٠٠٠) نورو بې دفاع خلکو لپاره به جفا وى چې دهمدې واليانو او محلى قوماندانانو له لاسه له کړاو سره مخا مخ دي "



سياسي شنونکى، عبدالحميد مبارز امريکايي ستراتيژي يوه بشپړه څېړل شوې ستراتيژي نه بولي او تمه لري چې په هغې بيا کار وشي.



هغه له علومي سره موافق دى، چې د واليانو او ځايي قوماندانانو تقويه کول يوه ستره غلطي ده او هېواد د ټوټه کېدو له خطر سره مخامخ کوي، وايي: "که دا کار وشي، نو په افغانستان کې به ٢٦٠ خپلواک دولتونه او ٢٦٠ ولسوالۍ رامنځته شي. دا موضوع به په باوري توګه د متحده ايالتونو ستونزې لا پسې زياتې کړي او افغانستان به له نسکورېدو سره مخامخ کړي. دا داسې يو کار دى چې افغانان يې مخالف دي."



د حکومت د نه مرکزيت سيستم د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پرمهال د مات شوي نوماند، عبدالله عبدالله پاليسي وه. مبارز وويل: "عبدالله هماغه شى غوښته، چې نن يې متحده ايالتونه غواړي، لکه انتخابي واليان، پارلماني سيستم، انتخاب شوي ولسوالان او نور. [ولسمشر حامد] کرزى د يو مرکزي حکومت پلوى دى."



"دا څرګنده ده چې خلکو کرزي ته رايه ورکړې. دا ددې معنا لري چې خلک مرکزي حکومت غواړي. که متحده ايالتونه نور څه غواړي او مرکزي حکومت نه غواړي، دا ددې معنا لري چې هغه د افغانستان د خلکو د ارادې او ګټو مخالف عمل کوي."



همدارنګه مبارز پر پاکستان باندې د متحده ايالتونو په ډډې لګولو اندېښنه څرګنده کړه، ويې ويل: "امريکايانو په تېرو اتو کلونو کې د پاکستان له غولوونکو تګلارو او دوه مخۍ څخه هيڅ درس نه دى اخيستى. هغوى لا اوس هم پر پاکستان حساب کوي. له بده مرغه په تګلارې کې د پاکستان په اړه په ځانګړي ډول هيڅ نه دي ويل شوي."
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists