دامريکا د خلکو د زړونو د ګټلو پيسې طالبانو ته ځي

سهيلي ولايتونو کې امريکايي ويشل شوې پيسې زياتره د طالبانو په لاس ورځ

دامريکا د خلکو د زړونو د ګټلو پيسې طالبانو ته ځي

سهيلي ولايتونو کې امريکايي ويشل شوې پيسې زياتره د طالبانو په لاس ورځ

Tuesday, 27 February, 2007
. پيسې د پلونو، څاګانو، د څښلو د اوبو، اوبو لګولو او په نورو زيربنايي پروژو باندې د لګولو لپاره وېشل شوې وې، ترڅو ځايي افغانان باور پيدا کړي، چې ګوندې د بهرنيانو شتون په ټول هېواد، په تېره بيا د هغوی په سيمه کې، د خلکو په ګټه دی.



هغه مهال چې د اکتوبر د مياشتې په سر کې امريکايي پوځونو د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ کې پيسې ووېشلې، نو هغه سيمه يي په دې ګومان پرېښوده، چې ګوندې هغه يي د ځان کړې ده.



د هغوی د زړونو او فکرونو د لاسته راوړلو کمپاين د طالبانو په وړاندې د لوی بريد يوه برخه وه، چې د سپتمبر په نيمايي کې د افغانستان له ملي اردو سره په ګډه يي د د غرني قهر په نوم تر سره کړې و.



خو هغه سرچينی، چې د طالبانو د نفوذ د لږولو لپاره ترې ګټه اخيستل شوې وه، سرچپه پايله ورکړه. د اندړو په والسوالۍ کې ځايي خلکو په بېلابېلو ځايونو کې ای ډبليو پي ار ته وويل، له هغه ډېر ژر وروسته چې ايتلافي ځواکونه له سيمې ووتل، پيسې د طالبانو لاسونو ته ورغلې، ترڅو د بهرنيانو په وړاندې په جهاد کې ترې ګټه واخلي.



د کلي يو مشر، عبدالجليل وويل: ((د امريکايانو پيسې حرامې دي. موږ بايد هغه د خپل ژوند د سمولو لپاره ونه کاروو. له دې امله مو پرېکړه وکړه چې طالبانو ته يي ورکړو. کوم ډېر ښه شی، چو موږ په دې پيسو کولای شو، هغه دا دی، چې طالبانو ته يي ورکړو، ترڅو د جهاد لپاره ترې کار واخلي.))



جليل وويل، د جوماتونو په غونډو کې ملايانو خلکو ته د تبليغ له لارو وويل، چې د بهرنيانو د غوړه مالۍ مرستې ونه مني او خپل بغاوت (جهاد) ته دوام ورکړي. مشرانو خبره ومنله. طالبان راوغوښتل شول او پيسې ورته ورکړ شوې.



د لشکو په نوم د يو بل کلي مشر، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يي خبرې کولې، ای ډبليو پي ار ته وويل، کليوال په دې ښه پوهېدل، چې د طالبانو له خوښې پرته دا پيسې نه شي کارولای.



هغه وويل: ((د شپې له خوا طالبان له موږ سره وي. هغوی پياوړي دي. هغوی خپل اصول وضع کوي او که څوک يي ونه مني، سزاورکوي. يوه ورځ امريکايي عسکرو موږ ته د يوې ودانۍ د جوړونې لپاره پنځوس زره افغانۍ راکړې، خو ماښام طالبان راغلل او له موږ يي وپوښتل چې په دې پيسو څه کوو. موږ ورته وويل، چې څه ستاسو خوښه وي. هغوی پيسې واخيستې او لاړل.))



ددې سړي په وينا يو څه وخت وروسته امريکايان راغلل، چې وګوري په هغه پيسو څومره کار پر مخ تللای دی. له کليوالو څخه ځواب ورک شو، ورته يي وويل، هغه پيسې ورڅخه طالبانو وړي دي.



هغوی وويل: ((عسکر خپه شول او ويي ويل، چې د طالبانو په وړاندې به ورسره نوره مرسته ونه کړي.))



د نغدو پيسو او نورو توکو ويشل په هغو سيمو کې چې د طالبانو ملاتړ په کې زيات و، د جنګي علملياتو يوه برخه وه. دا حقيقت چې ګوندې مرسته د (نيواکګرو) د عسکرو له خوا وېشل کيږي، د هغوی د خپګان لامل شوه.



د ودانولونورې پروژې چې د بسپنه ورکوونکو له خوا تموليږي او قراردايان ي جوړوي، بريالۍ دي. سره له دې چې د غزني په څېر ځايونو کې، پلي کوونکي شريکبانډي زيات ډاريږي او د ياغيانو د ټينګار په وړاندې بېوسي کيږي او مرسته شوې پيسې او پروژی پرېږدي.



په غزني کې د ولايتي بيارغاونې د ډلې وياند، لاري فالکين هاوزن د ستونزو د شتون خبره ومنله او زياته يي کړه چې داسې پيښې کمې او کله ناکله وي.



هغه ای ډبليو پي ار ته وويل: ((د اندړو ولسوال راته وويل،چې دا کار يوزې په يو کلي کې شوی دی.))



د نوموړې ولسوالۍ ولسوال محمد رحيم ديشووال وويل، چې په دې کار کې يو شمېر کلي ښکېل دي او هغه هم دا چې د مرستې پيسې له کليوالو څخه په زوره اخيستل شوي، نه دا چې هغوی په خپله خوښه ورکړې وي.



هغه وويل: ((موږ ته د يو څو کليو څخه داسې رپوټونه رارسيدلي دي. طالبانو له خلکو څخه د مرستې ويشل شوي توکي په زوره اخيستي. دا ددې ښکارندويي کوي، چې څنګه هغوی بېوزلي خلک په خپله شکوي او نور خلک هم نه پريږدي، چې له هغوی سره مرسته وکړي.))



ای ډبليو پي ار ته په دې هکله رنګارنګ رپوټونه رسيدلي، چې څنګه طالبان له خلکو د مرستو توکي په زوره اخلي. د يو کليوال له خولې د ترهې او هڅونې ګډو هڅو د اندړو د ولسوالۍ په خلکو دومره اغېز کړی، چې له ايتلافي پوځونو سره د مرستې خبره ردوي.



غزنی د جنګياليو په داسې يو ټاټوبي اوښتی، چې له هغه ځای څخه نورو سيمو ته خپريږي او ځي او راځي. د اندړو ولسوالۍ د غرني قهر د پوځي عملياتو مرکز و. ددې عملياتو موخه د سهيلي ولايتونو د طالباني کېدو د مخنيوي د يوې هڅې په توګه پلي شوی و.



د اندړو د ولسوالۍ چارواکي د خپلې ولسوالی له مرکز څخه بهرته ازادانه تګ راتګ نه شي کولای او پوليس ډاريږي، چې له لويي لارې څخه هاخوا ګام کيږدي. جنګياليو د ولسي خلکو په مرسته د استخباراتو يوه ښه منظمه شبکه رامنځته کړې، په کوچنيو لارو کې ماينونه ښخوي او په هغو حکومتي کاروانو باندې بريدونه کوي، چې له دې لارو څخه تيريږي.



له ټولو څخه زياته داندېښنې وړ خبره داده، چې ورځ په ورځ له ياغيانوسره زړه سوی زياتيږي او لامل يي د بيارغاونې غړندوالی، په حکومتي ادارو کې بډې او فساد او د امنيت لاپسې خرابيدل دي.



طالبانو دې ولايت ته له څو تيرو مياشتو راهيسې لاره موندلې ده او اوس په دې هڅو بوخت دي، چې د خپلې بڼې عدالت بېرته هلته پلی کړي.



په غزني کې وسله والې غلاوې زياتې شوې او جرمونه مخ په لوړه روان دي. طالبانو د بسم اله خان په نوم د يو مشهور بانديت د وژلو تور په غاړه اخيستی، چې د کابل - کندهار په لويه لار له يو څو نورو انډيدالانو سره ووژل شو.



د اوړي پرمهال طالبانو په کليو او بانډو کې شبنامې خپرې کړي او خلک يي منع کړي و، چې خپلې موضوعګانې حکومتي محکمو ته وړاندې نه کړي. پرځای يي هغوی د خلکو د شکايتونود اورېدلو لپاره خپلی محکمې جوړې کړي دي. داندړو د ولسوالۍ خلک وايي چې ځايي خلک د هغوی دا کار ستايي.



طالبان په جوماتونو يا کورنو کې د شورا ګانو له لارې د خلکو شکايتونه اوري او د شريعت له لارې پرېکړې کوي. څنګه چې طالبان په هرځای کې وسله وال سړي لري، نو خلک دا بهير چټک، عادلانه او له زور او فساد خالي ګوري.



د غرني قهر پوځي عملياتو موخه داوه، چې سيمه له طالبانو څخه پاکه کړي، خو په ځينو حالتونو کې د غزني د يو شمېرخلکو په وينا يي وضعه نوره هم پسې ناوړه کړه.



يو شمېر خلک شکايت کوي، چې ددوی د امينت لپاره د ملي اردو ګومارل شوي سرتيري کليو ته له راتګ سره سم د هغوی مالونه لوټوي. په ځايي خلکو باندې د ملي اردو د سرتېرو زور او زياتي او له ايتلافي پوځونو سره دښمني له طالبانو سره دخلکوزړه سوی زيات کړی دی، چې خلک ورته د افغان حکومت له اردو سره د مرستندويانو په سترګه ګوري.



د اندړو د ولسوالۍ يو وتلي ديني عالم، مولوي عبدالحکيم د نومبر په مياشت کې د اختر د لمانځه پرمهال په خپل اوږده تبليغ کې په هغو خلکو پړه واچوله چې له ايتلافي پوځونو څخه يي د پيسو او نورو توکو مرسته ترلاسه کړې وه.



هغه د لوډسپيکر له چوپولو څخه وروسته، چې د سړک پر غاړه يي څوک غږ وانه اوري، د خلکو يوې لويې ډلې ته وويل: ((زموږ خلکو ته دا مرسته ددې لپاره ورکول کيږي، چې له هغوی څخه ملاتړ وکړي او د هغوی تيری پر ځای وبولي. هغه خلک به خدای هيڅکه ونه بښي، چې له هغوی سره مرسته کوي.))



د طالبانو د ملاتړ د کچې معلومول ګرانه خبره ده، خو ځينې شواهد دا په ګوته کوي، چې له هغوی سره زيات ملاتړ شته. د لږ و ډېر يو ساعت په بهيرکې چې د ای ډبليو پي ار خبريال د طالبانو د منځنۍ کچې له قوماندان سره خبرې کولې، څو څو ځلې هغه ته تليفون راغی. نوموړي قوماندان ويل، چې دا تليفونونه ورته عادي خلکو کړي او استخباراتي معلومات يې ورته ورکول.



نوموړي قوماندان وويل، کله چې ايتلافي ځواکونه يو کلي ته ننوزي، ځايي خلک د ګرځنده تليفونونو له لارې طالبانو ته خبر ورکوي. له هغې وروسته طالبان يا مورچل نيسي او يا د هغوی د بېرته ستنېدو په لاره کې ماينونه ښخوي.



د اندړو اوسيدونکو د ای ډبليو پي ار خبريال ته وويل، چې ايتلافي ځواکونو په کلي کې د مرستو د ويشلو پر مهال طالبانو خلک له ليري ترهول چې د بهرنيانو د مرستو اخيستلو ته زړونه ښه نه کړي.



د بخشي د کلي يو اوسيدونکي، نصرالله خان وويل، طالبان جومات ته راغلل او خلکو ته يي ګوته وڅنډله که چا له سرتيرو څخه پيسې يا نوره مرسته واخيسته او چېرته طالبانو په بهرنيو ځاوکونو باندې ځانمرګي بريد وکړ، نو ګناه به يي په خپله غاړه وي.



د طالبانو د وينا له مخې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو ډله کلي ته ځي، ټول هغه مالونه چې کليوالو ته يي ورکړې، د خلکو ترمنځ له ويشلو مخکې ترې اخلي او يا اور ورته اچوي. هغوی دا ټول شيان د خلکو د سترګو په وړاندې سوځوي او هر څه له منځه وړي.



نوموړي وويل: ((هيڅوک نه څه ويلای شي او نه هغوی له دې کار څخه منع کولای شي.))



د غزني په يوې ولسوالۍ کې د طالبانو استازی، ملا نصير کاکړ وويل، چې هغه او د هغه تر قوماندې لاندې يو شمېر وسله والو سړيو ته کليوال پناه ورکوي او هغوی ته په خپله خوښه ځای او خواړه چمتو کوي.



نوموړي ای ډبليو پي ار ته وويل: ((موږ ټول هغه شيان سوځوو، چې بهرني سرتېري يي د خلکو د زوړنو د راوړلو لپاره په هغوی ويشي. موږ له هغوی څخه هغه پيسې هم اخلو چې هغوی ته ورکړ شوي وي. دا زموږ د مشرتابه لارښوونه ده.))



ملا نصير وويل، داپيسې د وسلو، چاودېدونکو توکو، موټر سايکلونو او ګرځنده تليفونو د پيرودلو لپاره په کاريږي.



هغه وويل: ((موږ اجازه نه لرو له هغه پيسو څخه يو پول هم د ځان لپاره وکاروو.))



د غرني قهر عمليات اوس د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ کې پای ته رسيدلي دي او طالبان لوړه کوي، چې هغوی لا پسې پياوړي شوي دي. زيات شمېر يي د تودو عملياتو په ترڅ کې له ولسوالۍ ووتل. څنګه چې غزني يوه هواره سيمه ده او غرونه او ځنګلونه نه لري، هغوی دا غوره ګڼي ددې پرځای چې له سمبال غليم سره مخامخ جګړه وکړي، ماينونه ښخ کړي او د خرپ او ترپ بريدونه وکړي.



د اوسيدونکو د وينا له مخې وضع مخ په (ښه کېدو) ده، په دې مانا چې دادی يو ځل بيا طالبان کنترول تر لاسه کوي.
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists