د زيتونو فارمونه د اوبو په تمه

يو مهال دا صنعت په غوړېدا و، خو اوس يې وضعه خواره ده.

د زيتونو فارمونه د اوبو په تمه

يو مهال دا صنعت په غوړېدا و، خو اوس يې وضعه خواره ده.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار  ليکنه

د ننګرهار سويل ختيځ  ولايت يو مهال د زيتونو زرګونو هکتاره باغونه درلودل، خو اوس يې د اوسيدونکو په ويناد اوبو او برښنا کمښت، د ځمکې غصب او جګړې په ګډه دا صنعت ويجاړ کړی دی.  

يو مهال دې دولتي فارمونو په يوه فصل کې اته زره ټنه زيتون توليدول، خو د طالبانو د رژيم له ړنګېدو راوسته لسو کلونو کې له دې فارمونو څخه يوازې ۱۴۰۰ ټنه زيتون په لاس راغلي دي. پروسږکال د زيتونوتوليد له نيم ټن څخه يو څه زيات و.   

د زيتونو فارمونه په ۱۹۶۰ کلونو کې د ننګرهار په کانال کې جوړ شول چې د افغانستان د ختيځو ولايتونو عمده عايداتي سرچينه بلل کېده. اويا کيلو متره اوږدې ويالې د ښېرازۍ په هغو کلونو کې نوموړو فارمونو ته د اړتيا وړ اوبه چمتو کولې او ځايي کروندګرو خپل زيتون او نورې مېوې بهر ته صادرولې.   

اوس د چارواکو د وينا له مخې د کانال سيستم او شاوخوا کروندې د درونټې د برښنا د توليد د بند د خراب حالت له امله، چې په ۱۹۶۴ کال کې د کابل د سيند دپاسه جوړ شوی دی،  له پامه لوېدلي دي.

ويالې ته د اوبو د پمپولو او خېژولو لپاره برښنا ته اړتيا ده. د بند انجينران وايي هغومره برښنا چې بايد توليد شوی وای، نه توليديږي. اوس نوموړی بند ۶۵ سلنه برښنا توليدوي.

د ننګرهار د کانال د پروژې رئيس، زيارت ګل راحل وويل: «باور وکړه، په ډېره سخته د اوونۍ پنځه ساعته برښنا ترلاسه کولای شو.»      

د ننګرهار د برښنا د رياست مرستيال، محمد شجاع وويل، کانال ته د درونټې د برښنا د بند د برښنا د نه توليد لامل دادی چې د هغې د فعال ساتلو لپاره پوره اوبه نشته. هغه وويل د بند له درېو توربينونو څخه يې يوازې يو توربين فعال دی.

هغه وويل: «موږ د اوبو له نشتوالي سره مخامخ يو. ستونزه داد ه چې د کانال رياست په يوه وخت کې هم اوبه غواړي او هم برښنا. موږ نشو کولای د هغوی دواړه غوښتنې په يوه وخت پوره کړو.»   

د متحده ايالتونو د نړيوالې پراختيا ادارې وويل، د توربينونو د چلولو جنراتورونه کمزوري او د ودرېدو له خطر سره مخامخ وو، پروسږکال مو هغه ترميم او نوی کړل. نوموړې ادارې وويل په پام کې ده چې د  ۲۰۱۲ کال تر نيمايي پورې د ترميم پاتې کارونه بشپړ شي. 

د ننګرهار د زيتونو د فابريکې رئيس، عزت الله وويل، د [زيتونو] فابريکه نه يوازې د اوبو د کمښت له امله، بلکې د اوږدې  جګړې او د فارمونو د نه څارنې له امله هم له ځوړ سره مخامخ ده. 

ددې ولايت په فارمونو کې، چې له پاکستان سره په پوله پروت دی،  د زيتونو اووه سوه زره ونې موجودې وې. هغه وويل، په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي اتحاد له يرغل وروسته د جګړې په کلونو کې درې برخې ونې وچې شوې. په نوموړو فارمونو کې يو مهال ۱۲۰۰۰ تنه په کار بوخت وو او اوس يوازې ۸۰۰  تنه پکې کار کوي. 

عزت الله وويل: «نه دومره اوبه نشته، چې د زيتونو ونې پرې اوبه شي او نه دومره خلک، چې د فارمونو څارنه وکړي. نورې ستونزې خو لا پر ځای پريږده. کانال ددې سيمې لپاره د پام وړ سرچينه وه، له دې امله بايد حکومت دا ويجاړه زړه پروژه ورغاوي.»  

د هغې د رغاولو په  لار کې  يو ستر خنډ دادی چې د فارم ځمکې غصبې شوي او ونې يې وهل شوي دي.

راحل وويل، د ننګرهار د کانال له ۱۴۰۰۰  هکتاره ځمکې څخه اوس ۱۱۰۰هکتاره ځمکه پاتې ده. هغه وويل: «پاتې ځمکه په ناقانونه ډول اخيستل شوې ده.» 

د سيمې اوسيدونکي، نقيب احمد هغه وختونه ياد کړل چې پلار يې د زيتونو په فارمونو کې کار کاوه. هغه وويل، له هغه وروسته چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت رانسکور ش‍و، ورځچارو (فرصت طلبو)  پر حکومتي ځمکو ګېډې واچولې او د زيتونو ونې يې ووهلې.

په پايلې کې د ننګرهار اوسيدونکو ته سخته شوه چې [په خپله سيمه کې] د زيتونو توليد شوي تېل پيدا کړي

محب الله ويل، هټۍ ته لاړ چې د خپل پلار د پښو د خوږ  د درملنې لپاره د زيتونو تېل واخلي، خو په بازار کې يې د زيتونو پاکستاني او ايراني تېل پيدا کړل. د زيتونو فابريکې ته لاړ، خو له دروازې بېرته راوګرځول شو.

هغه شکايت وکړ: «کارکوونکي  پيتاوي ته ناست دي. فابريکه له څو کاله راهيسې له کاره لوېدلې . اوس هسې تش په نامه د زيتونو د تېلو فابريکه ده.» 

به سيمه کې د ضياء الرحمان عرب په نامه يو هټيوال وويل، هغه کله ناکله خلکو ته درواغ وايي، چې د زيتونو تېل يې بهرني نه، بلکې وطني دي.

Drugs
Frontline Updates
Support local journalists