د ژورناليزم د پوهنځيو په تدريس کې عمومي بدلون

.د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړ شوي کنفرانس کې پوهنتونونو پر يوه نوي او گډ ښوونيز نصاب هوکړه وکړه

د ژورناليزم د پوهنځيو په تدريس کې عمومي بدلون

.د آی ډبليو پي آر له خوا په جوړ شوي کنفرانس کې پوهنتونونو پر يوه نوي او گډ ښوونيز نصاب هوکړه وکړه

Opening of the Kabul Journalism Conference, August 26. (Photo: IWPR)
Opening of the Kabul Journalism Conference, August 26. (Photo: IWPR)
IWPR country director Noorrahman Rahmani address the Kabul Journalism Conference, August 26. (Photo: IWPR)
IWPR country director Noorrahman Rahmani address the Kabul Journalism Conference, August 26. (Photo: IWPR)
Wednesday, 11 September, 2013

د آی ډبليو پي آر په کوربه توب په کابل کې جوړ شوي کنفرانس په افغاني پوهنتونونو کې د ژورناليزم د تدريس لپاره [د ښوونيز نصاب] يو نوی چوکاټ تصويب کړ. [د کنفرانس] برخه وال وايي وړانديز شوی ښوونيز نصاب  تدريسبه  د متمدن عصر له غوښتنو سره اړوند او د کار په بهير کې د ژورنالستانو په وړاندې پرتې ننگونې له منځه يوسي. همدا راز به دا نصاب دا وړتيا ولري چې د هېواد په کچه د ژورناليزم د پوهنځيو تر منځ واټنونه رالنډ کړي.       

د اگست د ٢٦ –٢٨ نېټې د کابل ژورناليزم کنفرانس، چې د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت په همکارۍ او د متحده ايالاتونو په مالي مرسته جوړ شوی و، د برخه والو له خوا د ژورناليزم د پوهنځيو لپاره د يو نوي ملي ښوونيز نصاب د بنسټيزې طرحې پر تصويب پای ته ورسېد.

د ښوونيز نصاب چوکاټ، چې د افغانستان د ژورناليزم د پوهنځيو د تدريس د معياري کولو په موخه طرح شوی و، د روان کال په پيل کې د آی ډليو پي آر په کوربه توب د دوو غونډو په بهير کې تسويد شو. په دې غونډو کې سيمه ييزو پوهانو او د هغوی د متحده ايالتونو سيالو انډيوالانو گډون کړی وو. 

په کنفرانس کې د کابل، بلخ، هرات، خوست، ننگرهار، کندهار، بغلان، بدخشان، لغمان او کاپيسا د لسو پوهنتونونو دېرشو تنو پروفيسرانو او استادانو او همدا راز د متحده ايالاتونو څلورو پوهنځيو استازو، چې په کابل کې د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته د افغان ژورناليزم د پوهنځيو په پراختيايي پروگرام کې کار کوي، گډون کړی وو. د متحده ايالتونو موسسې له نبراسکا، سان جوزې، اريزونا او بال ستيټ انډيانا څخه عبارت وې.  

د حکومت له خوا د لوړو زده کړو معين، گل حسن وزيري او د ولسمشر له ادارې څخه د لوړ پوړو چارواکو د گومارلو د بورډ مشر، محمد هاشم عصمت الهي گډون کړی وو. همدارنگه د کابل پوهنتون رئيس، حبيب الله حبيب هم برخه اخيستې وه.

گډ ښوونيز نصاب ته اړتيا ددې حقيقت له مخې رامنځته شوه چې د لوړو زده کړو درسي توکو له رښتينې نړۍ سره سم تړاو نه درلود، په ځانگړې توگه په هغه ننگوونکي چاپېريال کې، چې افغان ژورنالستان پکې پر فعاليت بوخت وو.

د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مشر، نور رحمان رحماني د کنفرانس په پرانيستونکې وينا کې وويل: "له افغان ژورنالستانو سره له تېرې لسيزې راهيسې زموږ د کاري تجربې له مخې د ځايي خبريالانو په وړاندې گڼ خنډونه پراته وو. هغوی زياتره د زورواکو او مخالفو وسله والو ډلو له مستقيم فشار، د منابعو له کمښت او د مسلکي ملاتړ له نشتوالي سره مخامخ وو." 

د بغلان د ژورناليزم د پوهنځي رئيس، همايون رهياب يادونه وکړه، نورو پوهنځيو گډ ښوونيز نصاب رامنځته کړی، خو د ژورناليزم پوهنځي له دې بهير څخه وروسته پاتې و.

هغه وويل: "د ژورناليزم هر پوهنځي ځانته د فردي نظرياتو او يا هم د سيمه ييز چاپېريال پر بنسټ جلا ښوونيز نصاب جوړ کړی دی."

د هغه يوه ملگري، د هرات پوهنتون د ژورناليزم او ډله ييزې مفاهمې د پوهنځي رئيس، نعمت الله سروري د "ژورناليزم د پوهنځيو او د هغوی د تدريسي مضامينو تر منځ د پراخ توپير"په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل: "نوی تصويب شوی ملي ښوونيز نصاب به نوموړو ننگونو ته ځواب ووايي. دا نصاب به د ژورناليزم د پوهنځيو نظري او درسي ميتودونه سره متحده کړي او په دې توگه به د افغانانو تر منځ د ملي يووالي د پياوړتيا لامل شي."

د نوي ښوونيز نصاب د وړانديز شوو موضوعگانو په سيورې کې به د ژورناليزم پوهنځي دوه څانگې ولري؛ نگه يا خاص ژورنالېزم او عامه اړيکې. راتلونکو خبريالانو ته د رغنده زمينې د چمتو کولو په موخه به هغوی د دې اختيار ولري چې د سياسي پوهنو، اقتصاد، دفاع، روغتيا څارنې او چاپېريال، هنر او سپورټ له پنځو څانگو څخه په يوې هغې کې اختصاصي زده کړه وکړي. د ښِوونيز نصاب منځپانگه به داسې جوړه شي چې هر پوهنځی د خپلې اړتيا او وړتيا له مخې د پورته څانگو په غوره کولو کې واک ولري، پرته له دې چې ټولې هغه پرې په زوره وتپل شي.

د ننگرهار پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي د رئيس، ببرک مياخېل د وينا له مخې به په پايله کې "د ژورناليزم غوره بنسټ"رامنځته شي.

مياخېل زياته کړه: "د ژورنالېزم تدريس به د وخت او بازار اړتياوو ته ځواب ووايي. زيات شمېر ژورنالستان، کورسونه او اهداف به ولرى، چې تر دې دمه مو نه درلودل."

تيري هايفيتز، چې د انډيانا د راديو د خبري څانگې مسؤول او همد ارنگه د بال سټيټ په پوهنتون کې د تيلې کمونيکيشن استاد دی، وويل، هغه لومړی د افغانستان د ژورناليزم د ټولو پوهنځيو د يوه گډ ښوونيز نصاب د نظر په اړه شکمن و، خو "د کنفرانس وروستۍ لاسته راوړنې د هغه [نظر] بدل کړ."

هغه وويل: "تصويب شوی ښوونيز نصاب غښتلی دی. تر ټولو مهمه دا چې هغه انعطاف منونکی دی. د لږو منابعو لرونکي پوهنځي د پراخو منابعو لرونکو پوهنځيو په څېر د هغې د ټولو موادو پر پلي کولو مکلف نه دي. د حل لاره يوازې د هغې ټکي په ټکي پلي کول نه دي. کېدای شي هر پوهنتون يې د خپلو شونتياوو په چوکاټ کې پلی کړي. دا هم د اهميت وړ ده چې د افغانستان د ژورناليزم د نوي پروگرام موازنه برابره شي. هغوی ددې وړتيا درلوده چې تر دې دمه په سرته رسول شوو کارونو وپوهيږي. هغوی اوس کولای شي د ژورناليزم د تاسيس شوو پوهنځيو له تجربو گټه واخلي. هغوی اوس د رامنځته شوې شبکې غړيتوب ترلاسه کولای شي."

د هرات د پوهنتون استاد، فيصل کريمي وويل کنفرانس د ژورناليزم د تدريس په لاره کې يو "انقلاب"رامنځته کړ.

هغه وويل: "دا پروگرام د ژورناليزم د پياوړتيا په لوري يو ډېر بريالی خوځښت دی. له هغه  څخه، چې مو فکر کاوه، ډېر څه زده کړل. موږ د ژورناليزم د استادانو، د رسنيو د استازو او خبريالانو په ډگر کې د شپېتو تنو گډون کوونکو د سپارښتنو او نظرياتو په رڼا کې د ښوونيز نصاب دا چوکاټ رامنځته کړ. موږ اوس ويلای شو چې په سيمه کې تر ټولو بډای ښوونيز نصاب لرو... د دې نصاب پلي کول به اوس په دې هېواد د يو ستر بدلون لامل شي."

د کنفرانس گډون کوونکو د لوړو زده کړو د وزارت د معين، محمد عثمان بابري د هغه وړانديز ملاتړ وکړ، چې وايي، د ښونيز نصاب د منځپانگې د تشکل او پلي کولو لپاره دې د ژورناليزم له گډون کوونکو پوهنځيو څخه يوه کمېټه جوړه شي. دا ١٧ –کسيزه کمېټه به د [لوړو زده کړو] له وزارت، چې په پای کې د نوموړي ښوونيز نصاب د تصويب او منلو واک لري او امريکايي سيالو پوهنځيو سره په گډه کار وکړي. دا کمېټه به دنده ولري چې په سر کې تسويد شوي اسناد يو ځل بيا وگوري او د شونتيا تر کچې د اړوندو علمي موسسو ځانگړۍ اړتياوې په گوته کړي.

وروستنۍ موضوع به دا وي چې د نوي ښوونيز نصاب د پلي کولو لپاره د منابعو او سرچينو موجوديت يقيني کړي، هغسې چې دمخه يې د څو تنو افغان استادانو له خوا يادونه شوې وه. د کاپيسا ولايت د البيروني پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد، فردين عيار وويل: "په داسې حال کې چې زه دا [ښوونيز نصاب] د ژورناليزم د ډگر د برخه والو يوه لويه ډالۍ بولم، د هغه ننگونو په اړه انديښنه هم لرم چې ښايي نوی رامنځته شوی ښوونيز نصاب ورسره د پلي کېدو پر مهال مخامخ شي. د دې نوي ښوونيز نصاب عمده تمرکز پر عملي کار دی. دا کار پرمختللو نرم افزارو او د راډيو او ټلويزيون سټديوگانو ته اړتيا لري. د ژورناليزم زياتره پوهنځي اوسمهال د دې منابعو له کمښت سره لاس او گرېوان دي." 

[کابل] کنفرانس او غونډې د زياترو گډونوالو لپاره يو نوی فرصت و چې د يوه ميز شاوخواته راټول شي او خپل نظر او مفکورې له يوه بل شريکې کړي.

د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد، ذبيح الله حيدري وويل: "دا د افغان ژورناليزم په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د ژورناليزم د ډګر استادان تر يوه چت لاندې راغونډيږي. موږ نېکمرغه يو چې په هېواد کې د ژورناليزم يوولس پوهنځي او څانگې لرو، خو نوموړي پوهنځي گوښه او د يوه او  بل له پرمختگ څخه ناخبره دي... لنډه دا چې کنفرانس د ژورناليزم د پوهنځيو تر منځ د دوه اړخيزو اړيکو تشه له منځه يوړه. اوس به هغوی په خپلو کې د ښه او رغنده تفاهم او همکارۍ لاره پرانيزي."

هغسې چې رحماني يې يادونه وکړه، عمومي هدف د داسې ژورنالستانو د يوې ټولگې رامنځته کول دي، چې وکړای شي د پوښتنې اومحاسبې لپاره خپله مشري په سمه توگه وساتي.

رحماني وويل: "په ژورناليزم کې د مسلکي او با کيفيته معيارونو رامنځته کول به د زور پر گدۍ ناستو افرادو ته د خلکو پام ورواړوي؛ له ټولنو سره به د هغوی د اختلافونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي او د پياوړي او دموکراتيک پرمختگ لاره به هواره کړي. خلک نشي کولای له باوري، رښتينې، با اعتباره، وړ او مناسب ژورناليزم پرته رغنده پريکړې وکړي."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists