د ژبو تعادل په لويه جرګه کى متناسب نه دى،

د دانش کړوخيل ليکنه

د ژبو تعادل په لويه جرګه کى متناسب نه دى،

د دانش کړوخيل ليکنه

د پکتيا ولايت ٤٥ کلن يار خان وزير په ډاګه کړه چى د پکتيا ولايت هر وګړى په دري نه پوهيږي، که ټولې خبرى په پښتو نه ژباړل کيږي لږ تر لږه دې هغه مهمى خبرى په پښتو وژباړل شي.

د لويي جرګى د مشرتابه لپاره چى انتخابات تر سره شول هر څه په دري ويل کيدل، يو شمير استازيو هغه مهال هم څرګنده کړى ده چى موږ په دري نه پوهږو.

د ارزګان اوسيدونکى اسداله د جرګې د مشتابه د ټاکنى په اړه څرګنده کړه چى زه د ژبى له امله د جرګى د مشرتابه په ټاکنو پوه نه شوم نو خپله رايه مى خالي واچوله. د مشرتابه اعلان په دواړو دري او پښتو ژبو شوى وو.

اکثر استازي په دى فکر دي چى يو موټى افغانستان دى ته اړ دى چى مخالفتونه تر شاه کړي. خو ځينى بيا هم کلکه لمن ورته وهي.

يوه استازي تاج محمد وردک وويل: هر ځاى داسى خلک شته چى غواړي ملي يووالي ته زيان ورسوي، دزى د ژبى په نوم دا ستونځه پنځوي، د هيواد پنځه زره کلن تاريخ کى کله هم چا د ژبى يا مذهب په نوم اختلافو ته زړه نه ښه کړى، او داسى بايد ونه کړي.

ده زياته کړه، دغه عناصر بايد د ژبى په نوم اختلافاتو ته پکې ونه وهي، ځکه چى دا له شرمه ډک کار دى.

په افغانستان کى خلک د قومونو او سيمو پر بنسټ د ژبو ملاتړ کوونکي دي. له لويه سره د غونډو ډلو تعليم يافته په دري پوهيږي . خو پښتو هم رسمي ژبه ده ځکه چى پښتانه د افغانستان اکثريت دي.

د برهان الدين رباني په واکمنۍ کى له ١٩٩٢-١٩٩٦ کلونو پورى دي ژبى ته پاملرنه ډيره کيده ، بيا چى طالبان واکمن شول دوى هر څه پښتو کړل. د کابل ښار يو شمير اوسيدونکي وايي چى طالبانو بع د دى له پاره ځنيو کسانو ته ښکنځل او وهل کول چى دري ژبي به ول.

حامد کرزى په دواړو ژبو دري او پښتو فصيح خبرى کولى شي. دى هڅه کوي چى په خپلو ويناوو کى انډول وساتي.

د جرګۍ د اکثرو ټاکل شويو استازو مورنۍ ژبه دري نه ده، د کومو چى سيمه اييزه ژبه دري نه ده دوى په دري ښه نه پوهيږي.

د بلخ ولايت يوه استازي حاجي عبدالوکيل وويل، زه څه ناڅه پښتو پوهيږم، خو دا څرګنده ده چى يو شمير استازي په دري نه پوهيږي . که په دواړو ژبو خبرى وشي وخت به ضايع شي نو غوره به دا وي چى يوازى مهم اطلاعات په دواړو ژبو وړاندى شي.

سره له دى چى نړيوال او ملګرو ملتونو ګڼ څارونکي په جرګى کى برخه وال کړي دي خو د ژباړى آسانتياوى نه شته.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists