د ايچ آی وي او ايدس (HIV/AIDS) په هکله د خولې پټولو دسيسه

د روغتيا د ډګر چارواکي د ايچ آی وي د چټکې خپرېدا له امله ډاريږي، خو نه پوهېدنې او انکار په هغې ورېځې خپرې دي.

د ايچ آی وي او ايدس (HIV/AIDS) په هکله د خولې پټولو دسيسه

د روغتيا د ډګر چارواکي د ايچ آی وي د چټکې خپرېدا له امله ډاريږي، خو نه پوهېدنې او انکار په هغې ورېځې خپرې دي.

. دا درويشت کلن ښايسته ځوان له خپل تره کره اوسيږي او مرګ ته سترګې په لار دی. د هغه له زيات خپګان څخه داسې بريښي، چې ګوندې هغه ناروغ دی. خو د هغه شاوخوا ټول خلک، آن د هغه تره، په دې نه پوهيږي، چې هغه د ايدز په ناروغۍ اخته دی.



نجيب وايي: ((که څوک خبر شول، نو ټول قوم به مې وشرميږي.)) نجيب د هغه رښتيانی نوم نه دی. کله چې هغه سګريټ لګوي، نو لاسونه يې رېږدي. هغه وايي: ((زه پوهيږم، چې نه جوړېږم. همدلته به اوسيږم. له دې امله به مې مور او پلار زما د مړينې کړاو ونه زغمي.))



نجيب څه ناڅه 14 مياشتې مخه ناروغ شو. هغه پرله پسې تبه لري، سر يې خوږېږي او په نس ناستې اخته دی. هغه وايي: ((ما ډېر درمل وکړل او تاويزونه مې واخيستل. خو هيڅ ګټه يې ونه کړه.))



په پای کې هغه يو ډاکټر ته ورغی. ډاکټر يې وينه معاينه کړه او ورته يي وويل، چې په ايدس باندې اخته دی.



نجيب په دې اند دی، چې هغه په پاکستان کې د بدلمنو ښځو سره له يوځای کېدو وروسته په ايدس باندې اخته شوی دی، چې له تېرو 16 کلونو راهيسې يې له خپلې کورنۍ سره هلته استوګنه درلوده.



هغه وايي: ((دوه کاله دمخه مې له دوو نجونو سره ناروا اړېکې لرلې. هغوی ويل، چې له ما پرته له بل چا سره نه دي نژدې شوي. خو وروسته راته څرګنده شوه، چې دا د هغوی مسلک دی.))



په افغانستان کې لږ خلک ايچ آی وي پېژني. د روغتيا يو شمېر کارکوونکي ګوته څنډي، چې په دې وايروس باندې پټه خوله پاتې کېدل ښايي د ددغه ناورغۍ د لا خپرېدا لامل شي.



د ملګرو ملتونو د نړيوالې روغتيا مشره دکتور سيويل حسينوا، چې په افغانستان کې د 2003 کال څخه را په دې خوا له ايچ آی وي څخه د خبرتيا او مخنيوي په برخه کې کار کوي، وايي: ((افغانستان د ايدس له ناتار سره د مخامخ کېدو په حال کې دی.))



نوموړې زياته کړه: ((د ثبت شويو پيښو شمېر لږ دی، خو دا ناورغي په خورا چټکتيا خپريږي. خلک په دې هکله خبرتيا نه لري. زيات شمېر لاملونه، لکه په نېشې باندې د اخته کسانو د پيچکارۍ د ستنو کارول او له بهر څخه راستنيدونکي کډوال له دې کار سره مرسته کوي.))



د عامې روغتيا د وزارت د ايچ آی وي او ايدس د ناروغۍ د مخنيوي د څانګې رئيس، دکتور زلمی خان احمدزی وايي، تر ننه پورې په هېواد کې د ايدس 51 پېښې ثبت شوي دي. په دې شمېر کې 17 تنه يې ښځې دي.



خو د روغتياد وزارت سلاکار دکتور عبدالله فهيم دوينا له مخې رښتينې شمېره ډېره لوړه ده. د هغه د اټکل له مخې څه ناڅه اوسمهال په افغانستان کې د 1500 تنو په شاوخوا کې خلک په ايچ آی وي باندی اخته دي. هغوی يا په دې ناورغۍ باندې له اخته کېدو خبر نه دي او هم يا هم له شرمه څه نه وايي.



هغه وايي: ((ايچ آی وي / ايدس په ډېره چټکۍ خپريږي.))



احمد زی وايي، زياتره هغه کسان په دې ناورغۍ اخته دي، چې په بهر کې اوسيدلي دي. د طب د ډګر کارکوونکي وايي، د افغانستان د دوو لسيزو جګړو په مودې کې له ايران او پاکستان څخه هېواد ته راستنيدونکو کډوالو له ځان سره بهرنۍ لارې چارې او ناروغۍ راوړي.



احمد زی وايي، د ايچ آی وي / ايدس په ناورغۍ کې نور مرسته کوونکي لاملونه عبارت دي، له: هغه ستنې، چې د نيشه يي توکو د کارکوونکو له خوا په ګډه کارول کيږي، په جراحۍ کې د ککړو توکو کارول، جنسي اړيکي، د وينې اخستل او د سلمانيانو په هټيو کې د چټلو چړو کارول. په دې وايروس اخته ميندې د شېدو ورکولو له لارې دا وايروس خپل ماشوم ته ليږدوي.



نوموړي وويل: ((دا ناروغي په پيل کې کومې نښې نښانې نه لري. کولای شي يو څوک له دوو څخه تر لسو کلونو پورې ووژني.))



حکومت د نړيوالو موسسو په مرسته د يوې تګلارې د پلې کولو په هڅو لګيا دی. نړيوال روغتيايي پروګرام د خلکو د معلوماتو د زياتولو په موخه د ورکشاپونو پنځه کلن پلان تر لاس لاندې نيولی او طبي کارکوونکو ته په بهر کې روزنه ورکوي.



د عامې روغتيا وزارت په ملي کچه د ايچ آی وي د مخنيوي پروګرام چمتو کړی، خو د اړتيا وړ بودجې له نشتوالی سره مخامخ دی. د عامې روغتيا وزير دکتور محمد امين فاطمي د جنورۍ په مياشت کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې هېواد يې د ايچ آی وي او ايدز په واندې د مبارزې لپاره نژدې 15 مليونو ډالرو ته اړتيا لري.



نوموړي وويل: ((نړيوال بانک د مرستې ژمنه کړې، خو هغوی دا پيسې په دريو کلونو کې راکوي. ))



د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د اسلامي څېړنو د مرکز غړی، عبدالولي بصيرت د ايچ آی وي او ايدس په وړاندې اسلامي ارزښتونو ته مراجعه اساسي لاره بولي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((ويروس د نيشه يي توکو د کارونې او جنسي اړيکو له لارې يو بل ته ليږدول کيږي. اسلام 1400 کاله مخکې په دې عملونو بنديز لګولی و. ددې کړنو سرته رسوونکو ته هم په دې نړۍ او هم په اخرت کې جزا ورکول کيږي. که چېرته دا بنديزونه عملي شي، موږ به هېڅکله د ايدس او نورو ناروغيو نوم هم وانه اورو.))



د خلکو ترمنځ د ايچ آی وي او ايدس په هکله د معلوماتو ورکړه لا تر اوسه ډېره غړنده روانه ده.



د کابل ښار يو تن اوسيدونکی، محمد نادر نوموړې ناروغي په افغانستان کې له نوې رامنځته شوې دموکراسۍ سره مل يوه ستونزه بولي.



هغه وايي: ((دا دوه درې کاله کېږي، چې د ايدس نوم اورو، په همدومره موده کې دلته دموکراسي راغلې ده. د ښځو آزادي موږ په دې ناروغۍ اخته کوي.))
Frontline Updates
Support local journalists