د واورو وروستيو اورښتونو د خلکو خوښي او ناخوښي دواړه رامنځته کړي

په داسې حال کې چې وروستيو اورښتونو او واورو د تېرو کلونو د وچکاليو په له منځه وړلو کې مرسته کړې ، خو يو شمېر نور خلک د هوا د سړښت او د وارو له ډېريو څخه تنګ شوي دي.

د واورو وروستيو اورښتونو د خلکو خوښي او ناخوښي دواړه رامنځته کړي

په داسې حال کې چې وروستيو اورښتونو او واورو د تېرو کلونو د وچکاليو په له منځه وړلو کې مرسته کړې ، خو يو شمېر نور خلک د هوا د سړښت او د وارو له ډېريو څخه تنګ شوي دي.

Wednesday, 16 November, 2005

د تېرې اوونۍ وروستيو واورو د افغانستان په ځينو سيمو کې د ورانۍ او ويجاړتيا لامل شوي او د داسې يوهېواد د اوسېدونکو له بېلا بېلو غبرګونونو سره مخامخ شوي،چې په وروستيو کلونو کې د طبيعت او انسان په لاس رامنځته شوي ناورينونو ځپلي دي.


وروستيو واورو او اورښتونو د تېرو کلونو د وچکالۍ له امله د اوبو وچې شوې زېرمې بيا ډکې کړي او آن په ښارونوکې يي د برښنا له زياتوالي سره مرسته کړې ده. يخې هوا او سړې وريا د بې کوره خلکو او په کمپونو کې د استوګنو کډوالو ستونزې څو برابره زياتې کړي دي.


د اوبو لګولو د وزرات د هايدرولوجۍ درياست د رئيس، سلطان محمد محمودي په وينا د ځمکې لاندې او د ځمکې په مخ د اوبو کچه په سلو کې له پنځوسو څخه تر اتياوو پورې لوړه شوې. په هېواد کې د اوبو عادي زېرمې ٧٥ مليارد مکعب متروته رسيږي.


محمودي وايي، وروستي اورښتونه له کروندګرو سره، چې د هيواد د استوګنو ډېرى جوړوي او همدارنګه له ښاري اوسيدونکو سره زياته مرسته کړې ده. نوموړى وايي، چې څه ناڅه څلوېښت زره څاګانې په ښاري او کليوالي سيمو کې د وروستيو کلونو وچکالۍ له امله وچې شوې دي.


ددغه واورو د ويلي کېدو په پايله کې به ښايي د برښنا توليدزيات شي، چې د اوبو د توربينونو په واسطه توليديږي.


د اوبو او برښنا د وزارت مرستيال ، محمد يونس نواندېش آي ډبليو پي آر ته وويل: "د وروستيو دوو ورځو واورې سمله لاسه زېرمې نه ډکوي، خو د پسرلي په موسم کې د هوا په تودېدو به واورې ويلي او د اوبو زېرمې به زياتې شي." نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د هغه وزارت به وکړاى شي، د راتلونکي کال په اوږدو کې خلکو ته ٢٤ ساعته برښنا چمتو کړي.


خو يو شمېر نورو خلکو ته له تېرو پنځو کلونو راهيسې د دومره زياتې واورې اورېدل ستونزې راپيدا کړي دي.


له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي کډوال د استوګنې ځايونه نه لري. هغوى تر خيمو لاندې اوسيږي، چې د واورو د اورښت له امله په ځمکه رالوېدلې دي. واړه او زاړه د يخنۍ له امله نا روغه شوي. ځکه کورنۍ يي بېوزلې او د کورونو د تودولو توان نه لري.


ماه ګل، د کابل ښار په لوېديځ کې د دوو سوو کډوالو کورنيوپه يو کمپ کې، په يوې خيمې کې له خپلې کونډې نږور او پنځو لمسيانو سره اوسيږي. ماه ګل وايي: "زموږ خيمه په نيمه شپه کې راپرېوته او د زياتې يخنۍ له امله مۍ لمسيان سينه بغل شول. زه هم ناروغه شوم. موږ کوم خوندي ځاى نه درلود، چې په کې واوسيږو." هغې ژړل او د حکومت له بې پروايۍ يي سر ټکولو، چې هېڅ مرسته يي ورسره ونه کړه. هغه وايي: "هېڅوک د چا پروا نه ساتي، چې که ته مړ يي يا ژوندى. هېڅوک له هېچا سره مرسته نه کوي."


په کمپ کې د هغې ګاونډيو د هغوى خيمه بېرته ودروله. يو ټکسي چلوونکي هغوى تر روغتون پورې وړيا ورسول.


نويد، د دويم ټولګي يو زده کوونکى، چې پلار يي د مياشتې په ١٣ سوه افغانيو (٢٦ امريکايي ډالرو) خپله لس کسيزه کورنۍ چلوي، آى ډبليو پي آر ته وويل: "زما واوره نه ده خوښه، ځکه ساړه مې کيږي. ته ګوري، چې زه بېوزلى يم. پلار مې ډېر لږ معاش لري. زما جامې نرۍ دي. زه ناروغ يم. موږ دومره پيسې نه لرو، چې د ځان درمل پرې وکړو."


د کابل پوهنتون د داخله ناروغيو استاد، پوهاند عبدالحنان براعي، چې په يو روغتون او شخصي درملځي کې هم کار کوي، وايي، سينه بغل، ذکام، تبه او نورې تنفسي ناروغۍ د واورې له اورېدو راهيسې څه ناڅه په سلو کې دېرش زياتې شوي. نوموړى زياتوي، کېداى شي، د وروستيو واورو او ساړو له امله يو شمېر ناروغان مړه شوي وي.


براعي وايي، لکه څرنګه چې خلک بېوزلي دي او د خپلو کورونو دتودولو توان نه لري، نو له دې امله يو زيات شمېر، په تېره بيا کوچنيان اوزاړه، په تنفسي ناروغيو اخته کيږي.


سره له دې هم براعي وايي، چې د واورې اورېدل د هېواد په گټه دي. هغه وايي: "د واورو اورښت د کر کيلې لپاره هيلې ژوندۍ کوي. ژوند په اوبو ولاړ دى." براعي وويل، چې تېرې وچکالې د هېواد ونې او ځنګلونه له مينځه وړي، چې په تېره بيا په لويو ښارونو کې د هوا د ککړتيا مخه نيسي. تود او وچ موسم په هوا کې دوړې او خاورې زياتې کړي دي، چې سږيو ته زيان رسوي او د نفس تنګۍ په څېر ناروغۍ رامنځته کوي. که چېرته واورې د هېواد د چاپېريا ل له پاکوالي سره مرسته وکړي، نو د رامنځته شوو ستونزو په پرتله به يي ګټه زياته وي.


يوازې د کابل په ښار کې ، څه ناڅه څلور سوه ونې وروستۍ واورې ماتې کړي دي، چې د اوبو دنشتوالي له امله يي سمه وده نه وه کړې. سيمه ييزو اوسيدونکو ماتې شوې ونې د سون د موادو لپاره په بيړه خپلو کورونو ته وچلولې. حکومتي چارواکي خلک هڅوي، چې سږکال د واورې د اورښت له امله هر يو، يو يو نيالګى کينوي. د هغې تر څنګ داسې خلک هم شته، چې د نورو له زيان او اړمنۍ څخه ګټه پورته کوي.


يو تن همايون نومى، د کابل ښار د زرنګار پارک په کټارو باندې کورتۍ پلوري. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل، چې هغه په دوو يخو ورځو کې دوه سوه جاکټونه پلورلي دي. هغه جاکټونه چې پخوا به يي دانه په ١٥٠ افغانيو پلورل، په دغو ورځو کې په نژدې ٢٥٠ افغانيو وپلورل. يوموزه پلورونکي محمد ايوب وويل، هغه په يوه ورځ کې٢٠ جوړې موزې وپلورلې. هغه وايي: زما د دکاندارۍ په موده کې دا ماته تر ټولو خوشحاله ورځ وه."


د واورې اورښت د يو لنډې مودې لپاره خلکو ته يو څه ستونزې پيدا کړې وې.


د هېواد پوهنتونونو ته دکانکور آزموينې، چې د زده کوونکو په ژوند کې لويه پېښه ده، څوورځې وځنډېډې، ځکه د کانکور پوښتنې په خپل وخت ولايتونو ته ونه شواى رسېداى. د کابل هوايي ډګر د راتلونکو الوتکو په وړاندې د دوو ورځو لپاره تړلى پاتې شو. د حاجيانو د لويو ډلو راستنېدل او د اختر له رخصتيو څخه د راتلونکومسافرينو الوتنې شاته ولوېدې. د هېواد لوي لارې له کابل څخه جلال آباد او مزار شريف په لوري د لنډې مودې لپاره تړل شوي وې. د جلال آباد د نري سړک دواړو لوريو ته په سلګونو موټرې بندې پاتې وې. زياتره دفترونه د کارکوونکو د نه رارسيدلو له امله تش وو.


له دې هر څه سره بيا هم يو شمېر خلکو د واورې له اورېدو خوند اخيست. د حکومت يوه ماموره مېرمن حفيظه وايي: "کله چې له موټر پلې شوم، يو څو قدمه وروسته وښويېدم. په هغه ځاى کې د چايو يو پلورنکي زما لوېدل و ليدل. هغه ماته وويل: ګرانې خورې، تور چاى څکې که شين!" په هغه مهال ماته ته دا خبره دومره د ټوکو څرګنده نه شوه. هغه زياتوي: "له يو ساعت وروسته مې چې د هغه سړي خبره په زړه شوه، نو له ځان سره مې زيات وخندل."


Frontline Updates
Support local journalists