د وريښمو د لاري بيا راژوندي کيدل

د وريښمو پر پخوانۍ لار باندي د يوه سړک جوړول ښائي د هيواد د اقتصاد د بيا رغونى په لور يو ګټور ګام وى.

د وريښمو د لاري بيا راژوندي کيدل

د وريښمو پر پخوانۍ لار باندي د يوه سړک جوړول ښائي د هيواد د اقتصاد د بيا رغونى په لور يو ګټور ګام وى.

د هندوکش د غرونو د ليرو پرتو برخو ديوه لوي سيند په يوه (٧٠٠٠) متره جګه دره کى د يوه سړک غزول ښائي د نوي عصر يوه نوي لار وى.


د پيړيو راهيسي سوداګر مالونه د چين څخه افغانستان او بيا و مرکزى اسيا او اروپا ته پر همدى لار وړي او له همدى امله د وريښمو د لاري په نامه ئي شهرت موندلى دى چى د چين څخه ور باندى ډير وريښم راوړل کيدل.


اوس د بدخشان د ولايت خلک چى همدا ولايت افغانستان د چين سره نښلوي، په دى هيله دي چى بيجينګ به د خپلو زياتو صادراتو د ليږلو دپاره د همدى پخوانۍ لاري په بيا آبادولو کى مرسته وکړى.


پر همدى لاره د بدخشان د واخان تر ولسوالې پورى ګاډي تلاى شىچى دوي ورځي وخت نيسى او وروسته د افغانستان او چين تر منځ پر پوله تر پامير پوري د يوي اوونۍ د آسانو او قچرو لار ده.


د بدخشان د ولايت په مرکز فيض آباد کى د سړکونو د ادارى او سمبالونى د چارو مدير فضل احمد اماج وويل: د واخان او پامير تر منځ د يوه سړک جوړول د ملګرو ملتونو په دري کلن پلان کى شامل دى.


د بدخشان والي سيد محمد امين طاريق په دى عقيده دى چى همدا نوى سړک به د هيواد د همدى ليرى پراته ناداره ولايت د اوسيدونکو له پاره د يو څه اقتصادي پرمختګ سبب شى. ده وويل: که د چين حکومت همدا سړک جوړ کړي، نو د سيمي خلکو ته به تګ او راتګ ډير آسانه شى. هغه زياته کړه: اوس د فيض آباد څخه واخان او پامير ته تګ ډيرى ورځى وخت نيسى، خو که همدا سړک جوړ شو، نو د سيمى خلک به د يوه آرام ژوند خاوندان شى.


همدارنګه دبدخشان والى دا په ګوته کړه چى يو نوى پول به داشکاشم ولسوالۍ د تا جکستان او د پاکستان ديو نوى جوړ شوى سړک سره وصل کړي او بيا به د نړۍ د خوراکي موادو مؤسسه همدى ليري پروت ولايت ته غنم په اساني سره راوړا ي شي.


بخشي چى دبدخشان د سړکونو دادارىسره کار کوي، وويل: موئږ په پرله پسى ډول د حکومت څخه د همدى سړک په جوړولو کى د مرستى غوښتنه کوو. هغه زياته کړه: په تخنيکي ډول د مرکزي واخان څخه تر کندو پورى د همدى سړک جوړول يو اسانه کار دى، ولى چى دا سيمه هواره ده، خو د کندو څخه بيا تر پامير پورى د همدى سړک جوړول يو ډير ګران کار دى. ده وويل: موئږ (١٢) تنه کارګر، يوه عراده شاول او يو عراده بيلډوزر لرو او که زموئږ سره د همدى سړک په جوړولو کى مرسته و نه شوه، نو موئږ به پخپله د هغه په جوړولو پيل وکړو.


په همدى نوي سړک سره به د بدخشان څلور ولسوالۍ بارک، وادوج، اشکاشم او واخان د ولايت د مرکز فيض آباد سره وصل شى. نور سړکونه چى د زيبک په ولسوالۍ کى تيريږي او د تاجکستان تر پولى پوري رسيږى، همدارنګه به د همدى نوي سړک سره يو ځاي کړه شى.


خواجه عبدالروف په فيضِ آباد کى د سامان الاتو د يوه عمده پلورنکي دوکان مالک دى او هر ځل د چينائي سامان الاتو د رانيولو دپاره (٤٠٠) کيلومتره ليري مقابل لوري مزارشريف ته ځى. هغه وويل: که همدا نوى سړک جوړ شو، نو زه به د چينائي سامان اﻻتو د رانيولو دپاره راساً چين ته ځم. ده زياته کړه: اوس چينائي سامان اﻻت د ايراني او پاکستاني سامان اﻻتو په پرتله ارزانه دي او که زه وکړاى شم چى هغه راساً د چين څخه راوړم، نو به ئى بيه نوره را ټيټه شى.


دسامان الاتو يوه بل عمده پلورنکي احمد ظاهر دا خبره ومنله چى د همدى نوي سړک په جوړيدو سره به د چينائي سامان الاتو په بيه کى ډير ټيټوالى راشى او و ئي ويل: هغه چينائي سامان الات او چاى چى موئږ د مزارشريف څخه بدخشان ته راوړو، بيه ئي له دى امله جګه وى، چى هغه د چين څخه لومړي پيښور، بيا کابل او بلاخره مزارشريف ته راوړل کيږي.


په کابل کى د فواعد عامى د وزارت يوه جګ پوړي مامور ډاکټر محمد يعقوب د دجنګ او سولى راپور ورکونکى ټولنى ته وويل: حکومتي مامورانو او چينائي کارپوهانو د فيض آباد او واخان تر منځ د سړک سروى پشپړه کړيده.


خو داسى ښکاري چى چينايان نه غواړي د همدى پروژى په هکله ډيرى خبرى وکړي. په کابل کى د چين د سفارت د سوداګرۍ او اقتصادي چارو مسؤل لو چينګ جين د دجنګ او سولى راپور ورکونکى ټولنى ته وويل: د چين او فيض آباد تر منځ د يوه نوي سړک جوړول ډير مهم کار دى، خو موئږ اوس د هغه په هکله کوم پلان نه لرو.


خو په عين وخت کى په فيض آباد کى داسى ګڼ شمير آوازى خپرى دي چى ولى د امريکا متحده ايالتونه او چين جلا جلا د همدى نوي سړک د جوړولو په باب زياته علاقه لرى. د فيض آباد يوه اوسيدونکي وويل: متحده ايالتونه له دى امله د بدخشان په جګو سيمو کى د يوي پوځي اډى جوړول غواړي چى د چين، روسى او افغانستان څارنه وکړى، خو که چين همدا نوى سړک جوړ کړي، نو هغوى به خپلى پولى ته نژدى د يوى امريکائي پوځي اډى د جوړولو مخه ونيسي.


دانش کړوخيل دجنګ او سولى د راپور ورکونکى ټولنى يو خبريال دى.


Frontline Updates
Support local journalists