د وړيا غرمنۍ کمپاين

هغه مهال چې ولسمشريز لاريونونه د بلخ ولايت ته رسيږي، پيسې خبرې کوي.

د وړيا غرمنۍ کمپاين

هغه مهال چې ولسمشريز لاريونونه د بلخ ولايت ته رسيږي، پيسې خبرې کوي.

Friday, 14 August, 2009
. دا خبره هغه مهال بدله شوه، چې دا پنځوس کلن کروندګر په دولت آباد کې له خپل کلي څخه د بلخ ولايت مرکز، مزارشريف ته روان شو.



هغه په خندا وويل: "ما يو موټر وليد چې د يو کانديد په عکسونو پوښل شوى و. ما ورته لاس ونيو چې له ځان سره مې ښار ته يوسي. هغوى راته بلنه راکړه چې يوه ورځ د هغوى د کمپاين له ډلې سره مل شم . هغوى راته وويل د غرمې ډوډۍ به هم درکړو."



جمعه خان له دې معاملي خوښ شو او له هغوى سره سپور شو. ټول سهار يې د کمپاين په لاريون کې تېر کړ.



نوموړي وويل: "ما بايد اوږدو خبرو او زښتو ډېر ژمنو ته غوږ نيولى واى. ما چيغې وهلې، زنده باد فلانى، مره باد فلانى! بيا يې له ځانه سره خپل دفتر ته يوړم او ډېره ښه ډوډۍ يې راکړه. له هغې وروسته په خپل کار پسې لاړم."



جمعه خان ته آن د هغه کانديد نوم ياد نه و، چې چيغې يې ورته وهلې. هغه يو غښتلى سړى و او لنډه ږيره يې درلوده. ناڅاپه يې د نامشهورو کانديدانو له ډلې څخه د هدايت امين ارسلا پوستر په مخه راغى.



هغه وويل: "هغه سړى دا و!"



د جمعه خان په څېر کيسې، په داسې حال کې چې افغانستان د اګست شلمې ټولټاکنو ته نژدې کيږي، خورا زياتې دي. ددغه مهال حضور د حقيقي ملاتړ په څېرارزښت لري. د ٤١ کانديدانو شمېر ٣٧ ته راکښته شو. خو د لومړي سر څلور تنه ؛ حامدکرزى، عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزى او رمضان بشردوست رښتينى اغېز پرې ايښى دى.



پاتې نوماندې توقع نه لري چې آن د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورننوتى شي. د هغوى دا ګڼه ګوڼه او هر ځاى ځلېدل به په راتلونکو څو ورځو کې هغوى د غبطې حالت ته يوسي.



توقع ده چې د اوسنيو نوماندو دېرش هغه به د ټاکنو په ورځ کوم ځاى ونه نيسي او خپل ملاتړ به له مخکې څخه اعلان کړي. زيات شمېر هيله لري چې د هغوى احتمالي رايه ورکوونکي به د يوې ښې دندې، يو لوى وزارت، ولايت، يا د ښه عايد لرونکي پوليسو د ماموريت په وړاندې وکاروي.



رايه ورکوونکي د وړيا ډوډۍ ترڅنګ له کمپاين څخه ګنګس بريښي.



د مزارشريف اوسيدونکي يو ٢٥ کلن ځوان عبدالمالک وويل: "هره ورځ د يو يا بل نوماندي په ملاتړ لاريونونه روان دي. که د عبدالله په ملاتړ يوه ورځ لاريون کيږي، نو بله ورځ د هغې دوه هومره د کرزى په ملاتړ لاريون کيږي."



هغه زياته کړه، غونډې مازې يوه ننداره ده، نه حقيقي ملاتړ.



هغه وويل: "کمپاين کوونکي له خلکو غواړي چې د هغوي نوماندي ته رايه ورکړي. خو يو يې هم د هېواد د ستونزو د هوارولو لپاره يو رښتينى پروګرام نه لري. دا چې کوم لورى دى، هغوى يوازې د اوسني حکومت غندنه يا ستاينه کوي."



په هر ډول اصلي پرېکړه به د ځايي مشرانو په لاس کې وي، چې د خپلو معيارونو له مخې خپل انتخاب کوي.



د بلخ په ولايت کې د عبدالوکيل په نامه يو قومي مشر وويل: "رايه ورکوونکي شخصيت، وړتيا يا کرکتر په پام کې نه نيسي. پرځاى يې هغوى د قومي، ژبنيو يا سيمه ييزو او تنظيمي اړيکو پر بنسټ رايه ورکوي. په حقيقت کې د خلکو رايې د هغه څو تنو په لاس کې دي، چې ځانونو ته قومي مشران وايي. هغوى دخلکو پرېکړې ترې اخيستې. هغوى د خلکو رايې د تجارتي اموالو په څېر پلوري."



زيات شمېر ژورناليستان وايي، د بلخ ولايت رسنيو هم دې کار ته لاس اچولى او د خلکو د پام د اړولو لپاره زياتې پيسې غواړي.



د آريانا د خپلواک تلويزيون خبريال، محمد بشير انصاري وايي: "تلويزيون واقعيتونه نه منعکسوي. که يو خبريال ته کوم نوماندې پيسې ورکړې، که سل نفر هم ورته ونه وو راغلي، وايي چې په لاريون کې يو زر تنو ګډون کړى وو."



هغه زياته کړه، بيې توپير کوي. خو زياتره ژورناليستان غواړي نسبتا ښې پيسې واخلي.



انصاري وويل: "يو نوماندى ښايي د تلويزيون په پرده د ځان د څرګندولو لپاره يو خبريال ته سل يا دوه سوه ډالره ورکړي."



د ٦٠٠ ډالرو په پرتله چې د طلوع او آريانا په څېر تلويزيونونه يې د يوې دقيقې په وړاندې اخلي، نو د ژورناليستانو په وينا دا يوه ارزانه بيه ده.



د افغانستان رسنۍ د تېرو څو کلونو په بهير کې په سياسي بهير کې په داسې يوې لارې ورګد شوي چې زياتره شنونکي يې اندېښمنوونکي بولي. لويو سياسي څېرو خپل تلويزيوني ستيشنونه جوړ کړي. پخواني ولسمشر، برهان الدين رباني نورين تلويزيون تاسيس کړى، په داسې حال کې چې د ولسمشر اوسني مرستيال په دې وروستيو وختونو کې د "نګاه" په نامه تلويزيون جوړ کړى، جنرال عبدالرشيد دوستم د آينې تلويزيون په لاس کې لري، په داسې حال کې چې سناتور او د کرزى ملاتړى حاجي محمد محقق د "فردا" په نامه تلويزيون لري.



د طلوع تلويزيون په څېر خپلواک تلويزيون هم شته، خو تمايل يې ډېر زيات د سياسي ملاتړو په لوري دى.



انصاري وويل: "د کمپاين په لاريونونو کې هغه رسنۍ ګډون کوي چې د هغې تر شا يي سياسي ډله ولاړه وي او يا په هماغه قوم پورې اړونده وي او يا ورته پيسې ورکړ شوې وي. د هغو کانديدانو د لاريونونو او غونډو هيڅ خبرونه نه خپريږي، چې پيسې نه لري."



له دې ټولو دسيسو سره سره زياتره رايه ورکوونکي په دې بهير خپل باور له لاسه ورکوي. هغوى ډاريږي چې درغلي، بهرنۍ لاسوهنه او د ځايي مشرانو امرونه به د خلکو د غورواي پر ځاى د يو لوبي معنا ولري. زيات شمېر خلک وايي چې په پاى کې به ډېر لږ رښتينى بدلون د افغانستان په برخه شي..



د بلخ د پوهنتون يومحصل جاوېد وويل: "کرزى چې څنګه وغواړي د [ټاکنو] پايلې بدلولاى شي. د هغه د کورني اونړيوال شهرت له مخې به هيڅوک د هغه موقف ورڅخه وانه اخيستى شي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists