د ولايتي بيارغاونې ډلې ولې اړتياوې نه شي پوره کولاى

نړيوال پوځ د هغه کارونو په سرته رسولو کې پاتې راغلي دي، چې غير حکومتې نړيوالې موسسې يې په عادې توګه سرته رسوي.

د ولايتي بيارغاونې ډلې ولې اړتياوې نه شي پوره کولاى

نړيوال پوځ د هغه کارونو په سرته رسولو کې پاتې راغلي دي، چې غير حکومتې نړيوالې موسسې يې په عادې توګه سرته رسوي.

Wednesday, 2 March, 2005

په ٢٠٠١ کال د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته افغانانو له بل هر وخت څخه ډېره ښه موقع تر لاسه کړه، چې له لسيزو اوږدو جګړو او ورانيو څخه ځانونه راوباسي.


مرستندويو ټولنو د بېوزلي هېواد د بيړنيو اړتياوو د له منځه وړلو لپاره خپلې مرستې سمبال کړې. دا داسې يوه دنده وه، چې هېواد ته د زيات شمېر کډوالو د راتګ او خپلو ټاټوبو ته په هېواد کې دننه د يو زيات شمېربېځايه شويو کورنيو د راستنېدو او د کلونو کلونو وچکالۍ ځپليو خلکو ته د مرستو د رسولو له امله ډېره پېچلې وه.


په عين وخت کې په افغانستان کې نړيوال پوځې ځواکونه په داسې يو هېواد کې د سولې او امينت د ټينګولو لپاره له ننګونې (چلينجونو) سره مخامخ شول، چې د يو شمېر جنګ سالارانواو قوماندانانو تر منځ سره وېشل شوى، د اپيمو په پراخې سوداګرۍ بوخت دي او لا تر ننه يي نړيوال ترهګر په لمنه کې لوبې کوي.


له داسې يو حالت سره نړيوال پوځي ايتلاف په افغانستان کې د ٢٠٠٢ کال په پيل کې، لومړىد ملکې چارو او بيا د ولايتي بيارغاونې د ډلو له لار ې د بياودانولو په کار بوخت شو.


له ٢٠٠٢ کال څخه را په دې خوا غيرحکومتي موسسې د څرنګوالي (کيفيت) اغېزمنتوپ او امنيتي لاملونو له مخې له دغه کار سره خپل مخالفت څرګند کړ. په داسې حال کې چې غير حکومتي موسسې په افغانستان کې د سولې د ټينګېدو په اړوند د نړيوال پوځي ځواک شتون او ارزښتمن رول پېژني او ددې موخو لپاره د پوځي ځواکونو او بېلا بېلو ملتونو له خوا د خطرونو او تلفاتو منلو ته د قدر په سترګه ګوري، خو زياتره د ولايتي بيارغاونې د ډلو د کار لاره ناسمه بولي.


د ولايتي بيارغونې ډلې ټولې يو خېل نه دي. خو لاندې ګډ ټکي لري:


١- پوځ کار غړند پرمخ بيايي. حکومتي موسسې هم په افغانستان کې او هم په نورو پرمختلونکو هېوادونکو کې د لسګونو کلونو کاري تجربو له مخې د بيارغاونې د تلپاتي کار د سرته رسولو لپاره د ښواو په ځاى کارونو د تر سره کولو له امله ښه نوم ګټلى دى.


د ښوونځيو او کلينيکونو جوړول، د څاګانو کندل او د اوبو لګولو د سيستم بيارغاول په يوازې سر دومره ګټه نه لري، تر څو په ټولنه کې د هغوى د ساتنې او څارنې او سمې ګټې اخيستنې لپاره لازم ځواک رامنځته نه شي او هغه پياوړى نه شي. غير حکومتي موسسې په داسې يوې روحيې کارکوي، ترڅو خلک ځانونه د جوړو شويو پروژو خاوندان وبولي. هغوى په ګډه د کارونو پلانونه جوړوي، خلک تر روزنې لاندې نيسي او د پيسو لږه اندازه او د کار لپاره داړتيا وړمحدود وسايل او لوازم چمتو کوي.


د ولايتي بيارغاولوډلې نه دومره وخت لري او نه د روزلو امکانات، چې خلک په ښه پلان شوي او بشپړ پراختيايي بهيرکې شريک کړي. د ولايتي بيارغاولو ډلې د چټکو ګټو اخيستلو لاره او چلن زياتره د ودانولو د هغو کارونو په اړه نتېجه ورکوي، چې د په پام کې نيول شوې موخې پرته د يوې بلې هغې لپاره کاريږي. کله چې پمپونه خراب شي، څاګانې هم له کاره لويږي. د اوبو خوړ سيستم د شتمنو خلکو د ځمکو لپاره کاريږي او داسې نور.


دا حقيقت چې د پوځ تر لارښوونې لاندې پروژې د خلکو ګډون ته اړتيا نه لري او خلک يوازې په سرسري توګه په پراختيايي بهيرکې شريکيږي، ددې مانا لري، چې په نتيجه کې خلک د جوړو شويو پروژو د ملکيت او خپلولۍ لږ احساس کوي.


غير حکومتي موسسې د پروژو د جوړولو په هغو لارو چارو غور کوي، چې ښځې او د لږه کيو ډلې دواړه په هغوى کې ګډون ته وهڅوي تر څو وکړاى شي، د ټولنې له پرمختيايي سرچينو څخه په برابره توګه ګټه واخلي.


د ولايتي بيارغاونې ډلې د هغوى په خلاف زياتره د هغه چا مهارتونه او تجربې کاروي، چې ښې ارادې لري، خو په پرمختيايي کارونو باندې پوره نه پوهيږي او د سيمې له فرهنګ او ژبې په اړه ډېر لږ معلومات لري. کله چې يوه موسسه په سمه توګه د سيمه ييزو ځواکو له خپل منځي اړيکو څخه خبره نه وي. نو داسې پروژو ته به لومړيتوب ورکوي او پلي کوي به يي، چې ګټه يې په ډېره اسانۍ د دوديز ځواک خاوندانو ته ورسيږي. پر دې برسېره د ولايتي بيارغاونې د ډلو او غير حکومتي موسسو تر منځ همغږي نه شته او ددې همغږۍ نشتوالىد تکراري پروژو او ګډوډو پلانونو د رامنځته کېدو لامل کيږي.


٢- د ولايتي بيارغاولو ډلې ددغه کار لپاره له هغو سرچينو څخه کار اخلي، چې د امنيت لپاره ځانګړې شوي دي. په افغانستان کې امنيت او بياودانولو دواړو ته زښته زياته اړتيا شته او لا تر اوسه په سمه توګه ترلاسه شوي نه دي. افغانستان امنيت او برابرۍ (عدالت) ته اړتيا لري او مرکزي حکومت په دې اندازه کمزورى دى، چې په جنګ سالارانو او د نيشه يي توکو په قاچاق وړونکو باندې واک نه لري، چې ځايي خلک ترهوي.


د دولت د جوړولو تر څنګ د بيارغاونې او ودانولو کارونه مخ په خرابېدونکي امنيتي حالت خورا کړکېچن کړي دي. پوځ په اصل کې د جګړې د ګټلو او دامنيت د ټينګولو لپاره روزل کيږي. هغه وخت او وسايل، چې پوځ يې د بيارغاولو په کارونو باندې لګوي، هغه سرچيني دي، چې د خلکو لپاره د اړتيا وړ امنيت د رامنځته کولو لپاره نه کارول کيږي.


سرته رسېدلو څو سروېګانو په ګوته کړې ده، چې افغانان تر هر څه زيات د امينت د ټينګولو غوښتنه کوي. که چېرته پوځ په افغانسنتان کې د خلکو د "زړونو" د لاس ته راوړلو مينه وال وي، نو بايد امنيت ورته ټينګ کړي، هلته چې نظم او قانون نه شته او لا اوس هم ټوپک واک چلوي. له هغې سره بايد جوښت د خلکو د فرهنګ او دود په خلاف د لټون او بېځايه نيولو او بندي کولو کلکه مخه ونيول شي. د پوليسو او ملي اردو د جوړولو لپاره نړيوالې پوځې مرستې او ملاتړ او د عمومي بېوسلې کولو پروګرام هغه څه دي، چې غير حکومتي موسسې يي تود هرکلى کوي.


د معاشونو او د مرستو په اړوند مهمه خبره داده، چې د ولايتي بيارغاونې د ډلو کارونه هغوى ته د ورته متبادلو بيارغاوونکو موسسو په پرتله خورا ګران دي. چا به نه وي اوريدلي، چې د ولايتي بيارغاونې ډلو دې کارونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي وي. له دې امله يوشمېر ټاکلي قراردکوونکي له هغې څخه ناوړه ګټه اخلي.


٣- د ولايتي بيارغاونې ډلې د پوځي او بشري کارونو تر منځ کرښه تته کړې ده. د ٢٠٠٢ کال د مارچ د مياشتې را په دې خوا په افغانستان کې د بياودانولو په هڅو کې ښکېل د غير حکومتي موسسو له ٣٥ څخه زيات کارکوونکي او په لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي. دا د طالبانو او مجاهدينو له کلونو څخه را په دې خوا د وضعې خرابوالى ښيي، هغه چې د خيريه موسسو کارکوونکو ته د ناپېيلو کارکوونکو په سترګه کتل کېدل او ټولو خواوو يې د کارونو درناوى کاو. له واک څخه د طالبانو په راوروسته لنډې مودې کې د بهرني پوځي ځواک شتون د بېوسلو خيريه موسسو لپاره لوى خطر رامنځته کړى دى. همدارنګه له جګړې څخه راوروسته حالت لپاره د نورو خطرونو د رامنځته کېدو وړانديز هم کېداى شي.


کله چې يو پوځي کارکوونکى په ملکي (غير پوځي) جامو کې کار ته ځي (هغسې چې د ناتو د ګډې مرستې يو شمېر ملکي – پوځي ډلو د ٢٠٠٢ کال په لومړيو کې دا کار کاو) او د غير حکومتي موسسو په څېر په سپينو موټرونو کې وګرځي او د غير حکومتي موسسو د فعاليتونو په څېر فعاليتونه پر مخ يوسي، نو د هغوى تر منځ بېلوونکې نښه له منځه ځي او دواړه په يوه ليکه کې ودريږي.


په افغانستان کې امنيت او پراختيا يو له بل سره تړلي دي. څومره چې امنيت له پامه غورځيږي، نو هغومره به د بيارغاونې کارونه غړند روان وي او افغانان به په زياتېدونکې توګه له هغې کړيږي. په هغه اندازه چې امنيت او د بياودانولو کارپوهان خپل ځواک او مسلکي تجربې وکارولاى شي، نو افغانستان ته به يې په هماغه اندازه زياته ګټه ورسيږي.


پال بارکر په افغانستان کې د پاملرنې د موسسې مشر دى.


Frontline Updates
Support local journalists