د ټينګو امنيتى تدابيرو سره سره د حملې امکانات

رحيم ګل ساروان، وحيدالله اماني او شهاب الدين تره خيل

د ټينګو امنيتى تدابيرو سره سره د حملې امکانات

رحيم ګل ساروان، وحيدالله اماني او شهاب الدين تره خيل

طالبانو د لويې جرګې دوران کې د حملې ګواښ کړى،کوم چې په راډيو ګانو او ورځپاڼو کى نشر شوى دى.


د کابل ښار په شان ځاى ته چې ډيرې غونډۍ او د پټيدو ځايونه ولري هرڅوک چې د حملى قصد ولرى په اسانۍ ننوتلاى شي . اوتر اوسه د يکشنبې ترورځې پورې په دغه کمربند کې سوري شته.


د راکټونو حملې چې تير کال يى څو ځله د کابل ځمکه اوکورونه ويشتلي دي، تر اوسه پورى دې ښار ته يوګواښ دى ځکه چې دغه وسله تر ليرې پورې ويشتل کولاى شي . حکومتى چارواکو ويلى چې د شنبې په شپه يې د بګرام د هوايى ډګر سره ٢٠ د راکټ ګولۍ کشف کړې دي.


د شنبې په ورځ د ارګ په ختيځ کى يو بمب وچاوديد او دې ته ورته پيښه دوه اونۍ وړاندې د کانټينينټل هوتل خوا ته وشوه چې د نژدې کورونو ښيښې يې ماتې کړې. په دې چاودنو کې د مرګ ژوبلې رپورټ ندى ورکړل شوى.


د لويې جرګې خيمه چې په پولي تخنيک کې درول شوې د دريوامنيتي کمربندونو پواسطه تړل شوې ده: لومړۍ کمربند چې د لويې جرګې د خيمې سره تړلې ده، دويم کمربند چې د خيمې څخه بهر يوه محفوظه سيمه ده ، او دګاټى ديوال چې په کلونو زوړ دى.


يوکمربندچې برجونه لري وسلوال کسان په کې ليدل کيږى، او دويم په وسلو سمبال ګاډو په واسطه ساتل کيږى.


لومړنىکمربند د امريکايي ، الماني او د افغانستان د نوى ملي اردوځواکونو له خوا چې بهرنيونظامى مشاورينوروزلي دي ساتل کيږي ، ملى پوليس چې دوى هم په تيرو کلنو کى روزل شوي د ملي اردود ځواکونو سره په ګډه د بهرني کمربند ساتنه کوى.


د لويې جرګې د ټولو امنيتى تدابيرو پلان او برابرول د کورنيو چارو د وزيرعلي احمد جلالي په غاړه دي، د تيرې لويې جرګې چې په جون ٢٠٠٢کې جوړه شوى وه امنيتى تدابير يى د استخباراتو او دفاع وزارت په غاړه وه چې د شمال اتحاد د ځواکونو په واسطه اداره کيدله.


د کورونيو چارو وزارت د پوليسو چارو رئيس هارون اصفى آى ډبليو پى آر ته وويل: (( لويې جرګې ته په نهايي ډول امنيت نيول شوې . ملى اردو، ملى پوليس، دايتلاف ځواکونه او آيساف شپه او ورځ لويىجرګې ته امنيت نيسى)) هغه د لويې جرګې د امنيت ساتونکود شميرې او ځاى په باره کې نه غواړي څه ووايي .


د ملى اردو د لومړي کنډک مشر بريد جنرال محمد کريم وويل چې د هغه ٥٤٠ کسيزه کنډک د پولي تخنيک دچاپيريال ساتنه کوي – او دوى يواځى نه دي.اصفى زياته کړه چې دتيرې لويې جرګې په نسبت دې لويې جرګې ته ډير زيات امنيتي تدابير نيول شوي دي ځکه چې دا ځل پوليس ښه منظم او روزل شوي دي او مخابراتي سيستم بهتر شوى دى .


((لويې جرګې ګواښ ته موجود دى )) اصفى دا خبره ومنله ((خو عملي جامه نشي اغوستى او مونږ ټول ګواښونه شنډ کړي))


سره له دې د يکشنبې په ورځ چې د لويې جرګې د پيل ورځ وه ددې امکانات و چې ترهګري د امنيتى پوستو څخه د هغو لارو او کوڅويا غونډيو پواسطه چې د لويى جرګې او کانټيننټل سيمې ته نژدې پرتې دي تير شي .


مطبوعاتي کارتونه چې د کانټننټل اولويې جرګې ته څيرمه عمومى سرک باندې د تلوراتلولپاره د يکشنبې په ورځ ځينى مطبوعاتي ډلو ته بى تصويره ورکړل شوي وو فوتوکاپيانې يې هم ويشل شوي چې د غلط استعمال امکانات يې ډيرکړي .


د کانټيننټل دننه ، يو رپورټر په ازادانه ډول پخلنځاى او نورو برخو ته تلاى شي بى له دى چې څوک يې ودروى يا يې و پوښتي. او د هوټل څخه مطبوعاتى مرکز ته په تلو هم څه بنديز نشته .


يوه افغان ښځينه رپورټره چې مطبوعاتي کارت يى نه درلود او د ملل متحد په موټر کې سوره وه _ بې له دې چې ددى اجازت نامه وګورى د لويې جرګې خيمې ته نژدې ورسيده. چې د همدې ځاى څخه بيرته وګرځول شوه.


د کابل د پلټنې په ځايونو کې ښځينه مسافرين بې د تلاشۍ څخه تيريږي .


پوليسوپه کابل کې ځينې ځايونو په تلو جرمانه لګولې . د ښار لور ته په لويو سرکونو کى د پلټنې په ځايونو کې پلټنه د معمول څخه سخته کړيده. ولى د آى ډبليو پى آر راپوترانو د جلال آباد او کندهار په سرکونو د پلټنې په ځايونو کى د موټرچلوونکو څخه د پيسو اخيستل په خپلو سترګو ليدلى دي .


د جلال اباد په لاره پوليس د موټرو په لټه کې و ولې هغو موټرو چې پيسې به يى ورکولې پلټنه به يى نه کيدله .


د کندهار په تلاشى ځايونو کې،د موټرونوتلاشى نه کيده، ولىپوليسوبه ډيره غټه جرمانه کيښودله.


شيرمحمد چې د کندهار په سرک د پلټنى د ځاى څخه تير شو آى ډبليو پىآرته وويل چې هغه بايد ٥٠٠ افغانۍ پوليس ته ورکړى واى(( زه د موټر ټول اسناد لرم ، او دوى يواځې ددې پوښتنه وکړه چې ولىما موټر بى ځايه ودراوه)).


يو بل موټروان ٤٠ افغانۍ پدې سبب جرمانه شو چې په غلطه لار تللاى و .


محمد آصف دترافيکي پوليسو مشر د دندې د تر سره کولو په وخت وويل: (( مونږ موټروانان جرمانه کړل تر څو ورته قانون وښيو، ځکه چې موټروانان په خپلو ليکو نه ځى، او همدارنګه دوى خپل موټر په خپل ځاى نه ودروي))


د ښار په لويديځه دروازه کې د لاريو موټروانان هم ورته شکايتونه لري . ددې برسيره پوليس حتىد ښار دننه د ټکسى ډرايورانوڅخه ددې په وجه پيسې اخلي چې د دوى اسناد مشکلات لري .


بيا هم ملى پوليسو او ملى اردو په مهمو پلټن ځايونو کې چې لويې جرګې او کانټيننټل ته نژدې وو پلټنه کوله او داسې نه ښکاريده چې د خپلې دندې په دوران کې رشوت اخلي.


رحيم ګل سروان، وحيدالله امانى او شهاب الدين تره خيل په کابل کى ازاد ژورنالستان دي چې د لويې جرګې په اړه د رپورټ ورکولو په ځانګړې پروژه کې ګډون لري .


Frontline Updates
Support local journalists