د ټولو خلکو سترګې د ټاکنو په لور کږې دي

په زرګونه څارونکي هم خوښ او هم ناخوښه دي چې د پارلماني او ولايتي شوراګانو هر ګام څاري.

د ټولو خلکو سترګې د ټاکنو په لور کږې دي

په زرګونه څارونکي هم خوښ او هم ناخوښه دي چې د پارلماني او ولايتي شوراګانو هر ګام څاري.

د څارونکو د خپلې خوښې لښکر ځانونه نومولي او شمېره يې پسې لوړيږي، خو د پارلماني او ولايتي شوراګانو د ټاکنو په عادلانه والي کې لېوالتيا او ناباوري دواړه سره ملګري دي.


تر اوسه د 34 زرو په شاوخوا کې کورنيو او 491 بهرنيو څارونکو ته اجازه ورکړ شوې ده. هغوی په ټاکنو د چلوټۍ څارنه کوي. خو داسې اندېښنې هم شته، چې يو شمېر څارونکي ښايې په رښتينې توګه رايه ورکوونکي وډا روي، چې ((ناسمو کانديدانو)) ته رايي ورکړي.


دا راتلونکې څارونکې د وږي تر 27 دوه ورځې دمخه د ټولټاکنو د سمون په ګډې څانکې ځانونه راجستر کړي، چې د عملياتو مشر يې ريچارد اتووډ، توقع لري، د ټاکنو د پيل تر ماښام پورې ښايي ددې څارونکو شمېره لوړه لاړه شي.


هغه وويل: ((په افغاني ټولټاکنو کې شفافيت زموږ يو اصل جوړوي.))


څارونکي د کانديدانو، سياسي ګوندونو، د ځايي غير حکومتي ډلو او د نړيوالې ټولنې له خوا نومول شوي دي. يو شمېر افغانانو د تېرکال د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کې ورته رول لوبولی و، په داسې حال کې 491 نړيوال څارونکي د نورو هېوادونو د ټاکنو د تجربو لرونکي کسان دي.


د ټاکنو د سمون ګډه څانګه او ځينې څارونکي وايي، چې د هغوی په ګومارل کېدو به د چلوټۍ مخه ونيول شي. سياسي څېړونيک محمد حسن ولسمل وويل، چې د بې شمېره څارونکو شتون به په اصل کې د ټاکنو په يو شمېر ځايونو کې چلوټۍ ته لپاره لاره پرانيزي.


ولسمل، چې د افغان ملي جرېدې چلوونکی هم دي، وايي: ((دومره ډېرو څارونکو ته اړتيا نه شته.))


هغه ادعا وکړه، چې څارونکي په يو شمېر ولايتونو، په تېره بيا په لېرې پرتو هغو کې، د ځايي ملېشو په ګټه دي او د رايې ورکولو مرکزونو څارنه به کوي. هغه زياته کړه، څارونکي به ونه شي کولای ډېرو لېرو ځايونو ته لاړ شي. چېرته چې به ځايي ملېشې خلک په زوره رايې ورکولو ته اړباسي.


ولسمل وايي: ((هغه څارونکي چې د ځايي قوماندانو سره اړيکي لري، ددې توان به ونه لري، چې په صداقت د ټاکنو او رايې ورکول بهير وڅاري.))


د ټولتاکنو د سمون ګډه څانګه په پام کې لري، چې 26 زره رايو ورکولو په مرکزونو کې څارونکو ته د ليږدولو وسايل چمتو کړي، چې وکړای شي د 34 ولايتونو د رايو ورکولو له ټولو مرکزونوڅارنه وکړي.


که څارونکي وغواړي د (ووټونو) له بکسونو سره تللای شي، خو يو شمېر زيات يې خپل د لېږدونې وسايل کاروي. په ځينو ځايونو کې به دا يو ستونزمن او له ربړ څخه ډک کار دی، چېرته چې د ځمکې د ناهمواروالي له امله د ووټونه بکسونه په څارويو باندې لېږدول کيږي.


اتووډ وويل، څارونکي به ددې دوړتيا ولري، چې له پيل څخه تر پايه پوري د ووټونو د مرکزونو څارنه وکړي. د بکسونو له رارسيدو، بيا د تشو بکسونو دازمايلو او د پايلو ترڅرګنېدو پورې به څارنه وکړي. هغه زياته کړه، که هغوی وغواړي نو د شپې هم پاتې کېدای شي.


دا کار به د څارونکو د انرژۍ او ځواک پورې اړه ولري، ځکه ښايي تر څو اوونيو پورې پايلې څرګندې نه شي.


يو شمېر ازاد څارونکي د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د ټولنې (FEFA) له خوا ګومارل شوي دي او يو شمېر نور يې د افغانستان د مدني ټولنې (CSF) او د امريکاد متحده ايالتونو د ملي دموکراتيکو انستيتوت (NID) له خوا روزل شوي دي.


د CSF له خوا روزل شوي يو څارونکي، امام کاظمي ای ډبليو پي ار ته وويل، زه بايد د رايې ورکولو په مرکز کې تر هغه دمخه حاضر واوسم، چې د ټاکنې په ورځ د رايو ورکولو بکسونه راوړل کيږي ترڅو د رايې ورکولو دمخه د بهير څارنه وکړم.


هغه وايي، د رايې ورکولو دمخه به وګورم چې ايا د رايې بکسونه خالي دي او که نه. او له ټاکنو وروسته به څارونکي نور مواد او د رايو ورکولو پاتې شوې پاڼې وګوري او ددې ډاډ به تر لاسه کړي، چې د ووټونو بکسونه د هغوی تر سترګولاندې تړل شوي دي.


هغه وويل: ((زه ډاډه يم، چې د ټول بهير څارنه به وکړای شم او ان د يوې ډېرې کوچنۍ اشتباه رپوټ به ورکړم.))


د پروېز په نوم د مزار شريف يو بل څارونکی، چې د NID له خوا روزل شوی وويل: ((زه ډاډه يم، چې رايې د ورکولو په مرکزونو کې د څارونکو په شتون به هيڅوک د چلوټۍ امکان ترلاسه نه کړای شي.))


په افغانستان کې FEFA مشر، محمد عظيم عظيمي د هغو خلکو په ډلې کې دی، چې عقيده لري، د ځايي ملېشو له خوا د رايې د ورکولو ډارول پای ته رسيدلي دي.


هغه وايي: ((د پارلماني ټولټاکنو څارنه د ولسمشرۍ تر ټولټاکنو خورا اسانه ده، ځکه د بېوسلي کولو او ملکي ژوند ته د ورستنولو بهير لا له وخته پای ته رسيدلای دی. ... او ځايي قوماندانان دومره ځواک نه لري، چې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پر مهال يې درلود.))


په تېرو تاکنو کې FEFA په 100 ولسواليو کې د بهير څارنه کړې وه. سږکال به هغه په ټولو 219 ولسواليو کې دوه ، دوه تنه څارونکي، يوه ښځينه او بل نارينه وګوماري.


عظيمي وايي: ((له شک پرته د ټاکنو د څارونکو په وړاندې ننګونې شته، لکه لوژستيکي ستونزې او د ځينو ولسواليو خام او خراب سړکونه، خو .. موږ به هڅه وکړو ترڅو د رايې ورکولو ټول مرکزونه وڅارو.))


د عظيمي هم اندی، سياستوال د جمهوريت د ګوند مشر، صبغت الله سنجر دی، چې په کابل کې ولسي جرګې ته کانديد دی.


سنجر وويل، که چېرته څارونکې خپلې دندې په پوره رښتينولۍ سره سر ته ورسوي، نو ټاکنې به رڼې (شفافې) وي.


هغه وويل: ((موږ نور له قوماندانانو څخه نه ډاريږو. اوس ددې وخت رارسيدلای، چې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړو.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists