د ټولټاکنو په اړه څرګندونې
د افغانستان د ټولټاکنو په هکله د معلوماتو د چمتو کولو يوازيني مرکز ته هره ورځ په سلګونه رايه ورکوونکي تليفونونه کوي.
د ټولټاکنو په اړه څرګندونې
د افغانستان د ټولټاکنو په هکله د معلوماتو د چمتو کولو يوازيني مرکز ته هره ورځ په سلګونه رايه ورکوونکي تليفونونه کوي.
هغه د يو عادي کور په څېر برېښي، خو ته به وايي، چې د هغې د تر ځمکې لاندې پوړ خونه ، چې کړکۍ نه لري، د سترو عملياتو يو مرکز دی. له ودانۍ بهر د افغاني او بهرنيو ساتونکو شتون ددې مانا ورکوي، چې دا ودانۍ هاغسې هم نه ده ، لکه څنګه چې ښکاري.
دا په هېواد کې د ټاکنو په هکله د معلوماتو د ورکولو يوازينی مرکز دی. دا مرکز ددې لپاره جوړ شوې، هغو زرګونو افغانانو ته د وږي د مياشتې په وروستيو کې د راتلونکې پارلماني او ولايتي شوراګانو د پلان شويو ټولټاکنو په هکله معلومات چمتو کړي، چې اړتيا ورته لري.
دا نوی جوړ شوی مرکز د کابل د يوې ودانۍ په تر ځمکې لاندې پوړ کې په يوې نوې رنګ شوې خونې کې پروت دی او يوازې د 180 شمېرې تيلفون له لارې ورسره اړيکي نيول کېدای شي.
له واکه راپرځول شويو طالبانو د راتلونکو ټولټاکنو د ګډوډولو لوړه کړې او د هغوی د جنګياليو او د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونو او د افغاني اردو او پوليسو له ځواکونو سره جګړې د امنيت د ټينګولو اړتيا په ګوته کوي. لږ لږ تر لږه تراوسه په ولايتونو کې د ټولټاکنو پنځه تنه کارکوونکي تر بريد لاندې راغلي او وژل شو يدي.
د آی ډبليو پي آر د خبريال د کتنې پر مهال يو لړ احتياطي ګامونه اخيستل شوي و او د کتنې ځای له دغه کور څخه وړاندې ټاکل شوی و. له هغې وروسته د يو شخصي موټر په واسطه د ټاکنو د کارکوونکو په ملګرتيا د کږلېچنو سړکونو له لارې هغه کور ته يوړل شو او له ښې لټونې (تالاشۍ) وروسته پرېښودل شو، چې د پاټکو[زينو] له لارې د ځمکې لاندې خوني ته لاړ شي.
دمرکز مسوول، عبدالمنان دانش وويل، دا مرکز په تېره مياشت کې پرانيستل شوی او له هغه مهاله ورته د ورځې د 500 په شاوخوا کې تليفونه راتلل.
نوموړي وويل: ((اوس د تيلفونونو شمېره زياته شوې ده او د ورځې له 700 څخه تر1500 پورې تيلفونونه راځي.)) هغه د تليفونونو د شمېرې د زياتوالي او زياتو تليفونونو ته د اړتيا لامل د تليفون د 180 شمېرې څخه د خلکو خبرتيا وښووله.
ددې مرکز يوه ښځينه کاروونکې، ناديه سلطاني وايي، د مرکز له پرانيستلو څخه را په دې خوا موده کې د پوښتنو بڼه بدله شوې ده.
هغه مهال چې خلکو د رايې ورکولو د کارت د ترلاسه کولو لپاره نومونه ليکل، زياتې پوښتنې به د هغې د څرنګوالي په هکله کېدې. اوس زياتره تليفونونه يوازې د رايې د ورکولو د څرنګوالي په هکله کيږي.
هغه يو شمېر خلک، چې له يو کارت څخه يې زيات کارتونه لاس ته راوړي، پوښتي، آيا هغوی کولای دا ټول کارتونه وکاروي او يا لږ تر لږه ويې پلوري. هغوی ته په زغرده وويل شول، چې ددې کار اجازه نه شته.
که يو تليفون کوونکی داسې يوه پوښتنه وکړي، چې د معلوماتو ورکوونکي ورته ځواب و نه شي ويلای، نو هغوی ددې مرکز د دوو سلاکارانو له ډلې څخه له يو څخه پوښتنه کوي او که چېرته سلاکاران هم و نه پوهيږي، نو پوښتنه د ټولټاکنو د تنظيم ګډې څانګې ته استول کيږي.
له ناديې پوښتنه وشوه، آيا تراوسه داسې کومه پوښتنه رامنځته شوې، چې له هغې سره يې ځواب نه و، ويې وويل: ((هوکې، د ملې اردو سرتېرو له موږ څخه وپوښتل، هغوی ته د رايو ورکولو کارتونه په يو ولايت کې ورکړ شوي، خو اوس د امنيت د ټينګولو لپاره په بل يو ولايت کې دي، نو هغوی به څنګه رايې ورکړای شي؟))
هغې وويل: ((موږ دا پوښتنه ځواب نه کړای شوه.)) هغې زياته کړه، موږ دا پوښتنه د ټولټاکنو د تنظيم ګډې څانګې ته واستوله، چې تراوسه يې ځواب نه دی راغلی. کله چې ځواب تر لاسه کړي، نو تليفون کوونکي ته به يې ځواب ووايي.
دانش وايي، د تليفون د کرښې يوه تر ټوله ښه ګټه نالوستو خلکو ته د تولټاکنو په اړه د معلومات چمتو کول دي، چې له دې پرته يې له ورځپاڼو او يا پوسترونو څخه نه شي تر لاسه کولای.
په افغانستان کې د نالوستو خلکو سمه شمېره په لاس کې نه شته. د ملګرو ملتونو د مېشتولو (اسکان) ادارې لس کاله وړاندې دا شمېره د نارينه وو لپاره په سلو کې 52 او د ښځينه وو لپاره په سلو کې 86 ښوولې وه. په2001 کال کې د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام د ټول نفوس په سلو کې 64 شمېره ښيي.
دانش وايي، د معلوماتو د ورکړې لاره دوه اړخيزه ده. لومړی له تليفون کوونکو څخه پوښتل کيږي، چې له کوم ځای څخه تليفون کوي او د تليفون شمېره يې څنګه تر لاسه کړې ده. له هغې وروسته بلنه ورکول کيږي، ترڅو خپله پوښتنه وکړي.
ټولې پوښتنې د هرکلي وړ نه وي. له هغه ځايه چې د 180 په شمېرې باندې په وړيا توګه (له لګښت پرته) تليفون کېدای شي او د هېواد په هرځای کې تر لاسه کېدای شي، نو يو شمېر خلک له دې امله هغه په ناسمه توګه کاروي. ناديې آی ډبليو پي آر ته وويل، کله چې يو شمېر ځوانان وپوهيږي، له يوې ښځې سره خبرې کوي، نو د نه منلو وړ وړانديزونه کوي.
ناديه وايي: ((يو شمېر کورنۍ شته، چې موږ ته له تليفون کولو څخه وروسته تليفون خپلو ماشومانو ته ورکوي. او داسې يو شمېر ځوانان شته، چې د مرکز ښځينه کارکوونکو ته د تليفون کولو پرمهال، له هغی څخه پوښتنه کوي، چې څو کلنه يې، چېرته اوسيږې او داسې نورې، چې د منلو وړ نه وي.))
دانش وايي، د مرکز کارکوونکو ته د دندې له پيل څخه دمخه اته ورځنی روزنيز کورس جوړ شوی او د هرې شنبې په ورځ ورته د يوې ورځې لپاره نوې روزنه ورکول کيږي. هغوی ټول په پښتو او دري دواړو ژبو باندې پوهيږي.
ناديه وايي: ((موږ په سلوکې پنځه نوي پوښتنو ته ځوابونه وايو او په سلو کې پنځه پاتې نورې د ټولټاکنو دتنظيم ګډې څانګې ته استوو.))
دا مرکز به د وږي د مياشتې په 27 د ټولټاکنو له پای ته رسېدو وروسته هم پرانيستی وي او د ټاکنو د پايلې په اړه به د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وايي.
دانش آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه ډاډمن دی، چې خلک د هېواد په زياترو سيمو کې د 180 شمېرې تليفون په هکله معلومات لري. خو په پلازمينې کابل کې يو زيات شمېر خلک هم د تليفون د شمېرې او هم پخپله د مرکز د شتون په هکله خبرتيا نه لري.
د کابل استوګن، 20 کلن سيدعابد 180 شمېرې تليفون ته زنګ ووهواو د ولسي جرګې د مانا په هکله يې ځينې وپوښتل . هغه وويل: تر دغه مهاله ((راته چا د تليفون د شمېرې په هکله څه نه و ويلي. زه د ټاکنو په هکله هيڅ معلومات نه لرم. زه به بيا بيا له هغې معلومات وغواړم.))
د يو شمېر معلوماتو ورکول ددې مرکز مسووليت نه دی. د کابل يو ترکاڼ 19 کلن خليل د رايې ورکولو يو کارت لري او د کارونې لاره يې زده ده. خو په داسې يو ښار کې چې 400 تنه پارلماني ټولټاکنو ته ولاړ دي، هغه لا تر اوسه هم يوه ساده غولوونکې پوښتنه لري. هغه پوښتنه کوي، چې : چاته بايد رايه ورکړ شي؟