د ټول ټاکنو مامورين د رايو د شمېرلو په کار لګيا دي

څارونکي او سياسي استازي د ووټونو پاڼې تر څارنې لاندې نيسي، جې د څارويو په واسطه له ليريو ځايونوڅخه د شمېرلو لپاره راوړل کيږي.

د ټول ټاکنو مامورين د رايو د شمېرلو په کار لګيا دي

څارونکي او سياسي استازي د ووټونو پاڼې تر څارنې لاندې نيسي، جې د څارويو په واسطه له ليريو ځايونوڅخه د شمېرلو لپاره راوړل کيږي.

د ملي اردو ټولي د شګو د بوجيو تر شا د هغه ودانۍ څوکۍ کوي، چې اغزن مزي ترې راتاو شوي دي.


د مزارشريف په ښار کې دا ټينګه ساتنه ددې لپاره کيږي، چې د افغانستان د عادلانه ټولټاکنو له کار سره مرسته وشي. سرتيري ددې لپاره ځای په ځای شوي دي، تر څو د ووټونو د شمېرونکو ستونزمنې دندې لپاره امنيت ټينګ کړي.


د ووټونود شمېرنې دا مرکز د هېواد په 34 ولايتونو کې د اوو مرکزونو له ډلې څخه يو دی. د بلخ پوهنتون د جمنازيوم په ودانۍ کې د شمېرنو لپاره بېلا بېل ځايونه چمتو شوي، چې له بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل اوفارياب له ولايتونو څخه راوړل شوي ووټونه په کې وشمېرل شي.


د ولسمشرۍ د ټولټاکنو وروستۍ شمېرنې لا تر اوسه نه دې څرګندې شوي، خو د ټولټاکنو د تنظيم د ګډ دفتر د سيمه ييزې څانګې د اټکل له مخې په ټولو پنځو ولايتونو کې د ټاکنو لپاره ټولو يو عشاريه پنځو مليونو تنو برخه اخيستې، چې نومونه يې ليکلي وو.


مزارشريف ته د رايو دورکولو له 726 ستيشنونو څخه د ووټونو د بکسونو راوړل يو ستونزمن کار دی، چې په خرو، آسونو او آن پر شا راوړل کيږي.


اوسمهال مامورين يوازې د رارسېدونکو ووټونو کاغذونه چک کوي. د شمال د زون لپاره د ټولټاکنو د تنظيم د ګډ دفتر مسوول، محمد نظري وايي، چې شمېرنه به داکتوبر له شلمې څخه دمخه پيل نه شي.


د بهير د شفافيت د ډاډمنتيا په خاطر د ولسمشرۍ لپاره د کانديدانو او سياسي ګوندونواستازي او پنځه نړيوال څارونکي حاضر دي. د شمېرلو مامورين لومړى د ووټونو بنډلونه ګوري، د هغوی شمېره د رايې ورکولو د ستيشنونو له شمېرې سره چک کوي، بيا يې يو له بل سره يې ګډوي، تر څو څوک ونه پوهيږي، چې په هر يو ستيشن کې خلکو چاته رايې ورکړي دي او د وروستۍ شمېرنې لپاره يې چمتو کوي. دا ټول ستونزمن کار په لاسونو تر سره کيږي.


د مزارشريف د شمېرنی په مرکز کې د زياترو کانديدانو استازي راضي دي، چې بهير تر دې دمه عادلانه روان دی. يوازې د حاجې محمد محقق استازو ګوته ونيوه، چې هغوی ته په لومړي سر کې مرکز ته د ننوتلو اجازه نه وه ورکړ شړې. : د محقق يو استازي، محمد عبدو وويل: ((هغه مهال چې د ټولټاکنو د ورځې (داکتوبر نهمې) په پای کې بکسونه د شمېرنې مرکز ته ليږدول کېدل، د محقق استازو ته اجازه نه وه ورکړ شوې، چې مرکز ته ننوزي.)) خو نظري وايي دا داستازو خپله اشتباه وه. هغه وويل: ((د محقق استازو په تګلارې عمل ونه کړ. (د ټولټاکنو د تنظيم له ګډ دفتر څخه بايددمخه د ننوتلو اجازه تر لاسه شوى واى) خو سره له هغې يې په ننوتلو ټينګا رکاو. په مرکز کې ولاړو امنيتي افسرانو هغوی ته د ننوتلواجازه نه ورکوله.))


د ولسمشر حامد کرزي استازو، حاجې عبدالمومن خيرخواه او فضل الدين خرمي او د پياوړي سيالي کوونکي محمد يونس قانوني استازو په ترترتيب سره د بهير د سرته رسولو له څرنګوالي څخه خپله خوښي څرګنده کړه. خرمي وويل: ((ما تر اوسه د بکسونو په چک او لېږدونه کې کومه د پام وړ بېنظمي نه ده ليدلې. د ټولټاکنو دفتر د ستونزو د راولاړېدو پر مهال زموږ وړاندېزونه او انتقادونه منلي دي.))


خرمي يادوونه وکړه، چې سياسي استازو يو شمېر ستونزې ولېدلې، لکه د ټاکنو په ورځ سهار دوخته د شمېرنو مرکز ته د ورننوتلو ستونزه وه، خو هغه ډېر ژر له منځه لاوه.


لکه د کابل، هرات، کندوز، جلال اباد، ګردېز او باميانو د مرکزونو په څېر، چې کله دلته د شمېرنو کارپای ته ورسيږي، نو پايلې به د وروستۍ شمېرنې لپاره مرکز ته واستول شي. که د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره دويم ځلي ټاکنو ته اړتيا رامنځته نه شي، توقع ده، چې وروستۍ پايله به د اکتوبر په دېرشمه نېټه اعلان شي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists