د تنگلاسو افغان ځواکونو په وړاندې سخته دنده

.د يو شمېر شنونکو په وينا اردو له کلاشينکوف پرته نورو تجهيزانو ته اړتيا لري چې له پر ځان ويسا طالبانو سره پرې جگړه وکړای شي

د تنگلاسو افغان ځواکونو په وړاندې سخته دنده

.د يو شمېر شنونکو په وينا اردو له کلاشينکوف پرته نورو تجهيزانو ته اړتيا لري چې له پر ځان ويسا طالبانو سره پرې جگړه وکړای شي

Future army officers at Afghanistan’s military academy in Kabul. (Photo: ISAF)
Future army officers at Afghanistan’s military academy in Kabul. (Photo: ISAF)

په کابلکې ازاد  خبريال، عبدالواحد فرامرز ليکنه

يو شمېر شنونکي شکمن دي، گوندې افغان امنيتي ځواکونه، چې امنيتي مخکښ رول پر غاړه اخلي، د طالبانو  زياتيدونکو بريدونو په وړاندې د مقاومت جوگه نه دي. 

ناتو د جون  مياشتې په ١٨ په کابل کې د پوځي عملياتو مسؤوليت په رسمي ډول د يوې غونډې په ترځ کې [افغان امنيتي ځواکونو ته] وسپاره، چې ولسمشر، حامد کرزي او د ناتو سکرترجنرال، اندريس فوغ –راسموسن پکې گډون کړی وو.  

د ياغيانو له خوا د روان تاوتريخوالي په ترڅکې د همدې ورځې په سهار درې تنه هغه مهال د سړک د غاړې په يوې بمې چاودنه کې ووژل شول، چې ظاهرا د سياسي مشر، حاجي محمد محقق د وژلو په موخه ځای په ځای شوی و. محقق دغه مهال د موټرونو په يوه کتار کې له هغه ځايه د تېرېدو په حال کې و.

ياغيانو د جون  مياشتې په ٢٥ د جمهوري رياست پر ماڼۍ او هغې ته څېرمه د سي آی ای پر مرکز بريد تر سره کړ. په دې بريد کې له اوږدې جگړې وروسته ټول بريد کوونکي او درې تنه ساتونکي ووژل شول. 

د "امنيتي چارو د لېږد"په بهير کې دا پنځم او وروستی پړاو دی، چې په ٢٠١١ کال کې پيل شوی و. فوغ راسموسن وويل، د ناتو ځواکونه اوس ترشا کيږي، خو خپل روزنيز او مشورتي رول ته به دوام ورکړي. 

په غونډې کې د امنيت د ليږد د چارو مسؤول، اشرف غني احمدزي د [امينت د لېږد د] بري ستاينه وکړه، ويې ويل: "دمگړۍ د افغانستان د ټولو برخو امنيت د ملي پوليسو، اردو او ملي امنيت  ځواکونو په لاس کې دی. د يو شمېر سيمو امنيتي حالت د نړيوالو پوځونو له وتلو وروسته ښه شوی دی."

يو شمېر شنونکي له دې خبرې سره موافق نه دي. د پارلمان  دفاعي کمېټې مشرې، شکريې بارکزۍ وويل، [د امنيت] لېږد له وخت نه وړاندې و، ښايي دې کار له اتو څخه تر لسو کلونو پورې وخت نيولی وای او د دې ډاډ ترلاسه شوی وای چې ملي وسلهوال ځواک پر خپلو پښو د ودرېدو وړتيا موندلې ده.

هغې وويل: "نني طالبان هغه طالبان نه دي چې شپږ، اووه کاله دمخه وو. هغوی غښتلي او ښه سمبال شوي، ښه جگړه ييزه وړتيا لري. په سياسي ډگر کې هم خوار پياوړي شوي دي. په دې وروستيو کې [په قطر] کې د دفتر پرانيستل د هغې ښه بېلگه ده."

نوموړې زياته کړه: "له دې امله افغان وسله وال ځواکونه ښايي پر عصري وسلو ښه سمبال شي، چې له طالبانو سره مقابله وکړای شي، خو دا کار ندی شوی. زما په اند اوسني وخت کې د امنيت  مسؤوليت لېږد منفي پايلې ولري. د افغان امنيتي ځواکونو په وړاندې ستره ننگونه د جگړې  ډگر کې د کارېدونکو اړينو وسايلو نشتوالی دی."

د دفاعي چارو شنونکي، عبدالواحد طاقت وويل، د پاکستان له وروستيو بريدونو داسې لاسوندي ترلاسه شول چې افغان سرتيري د خپل هېواد د دفاع وس نه لري. (د افغان او پاکستاني واحدونو ترمنځ د نښتې په اړهد زياتو معلوماتو لپاره وگورئ:افغاني طالب جنگيالي د ټوپکونو خولې د پاکستان لوري ته اړوي.)

طاقت وويل: "بهرنيانو امنيتي مسؤوليت تش لاسو [سرتېرو] ته و لېږدولو. افغان ځواکونه د کلاشينکوف په څېر پر ډېرو عادي وسلو سمبال دي."

د افغان ملي اردو لوی درستيز، جنرال شېرمحمد کريمي وايي طالب جنگيالي سخته جگړه کوي، ځکه په راتلونکي کال کې د ناتو د سرتيرو د وتلو له امله زړور شوي دي.

هغه وويل: "تر اوسه د هغوی تاکتيک چريکي جگړې وې. جبهه يي بريدونه او مقابله د هغوی نوی ميتود دی."

هغه وويل، له دې سره سره "په عمل کې افغان امنيتي ځواکونو هغوی ته په هره جبهه کې ماتې ورکړې، چې دا کار زموږ د ځواکونو وړتيا او د دښمن کمزورتيا په گوته کوي."

پخوانی جنرال او د دفاعي چارو ماهر، نورالحق علومي وويل، لويديځو مرستو تر يوې محدودې کچې پورې اردو ځواکمنه کړې ده.

هغه وويل: "موږ د خپلې خاورې د ساتنې او پولو ته د گواښونو د غبرگون لپاره درنو وسلو، توپخانې او زغره لرونکو گاډو ته اړتيا لرو."

پر درنو وسلو سربېره افغان اردو جنگي الوتکې، د لوړ تخنيک رادار سيستم او څارنيز تجهيزات نه لري. افغان ولسمشر، حامد کرزي هند ته په خپل وروستي سفر کې له هندي چارواکو غوښتنه وکړه چې افغانستان پر وسلو سمبال کړي.

د اردو استخبارت يو بل کمزوری ټکی دی. په دې اوونۍ کې د ولسمشر پر ماڼۍ بريد دا په گوته کوي چې مخکنۍ خبرتيا موجوده نه وه. 

له نشه يي توکو سره د مبارزي پخواني وزير، جنرال خدايداد وويل: "دا د زياترو هغو هېوادونو لپاره خورا مهم ډگر دی چې په کورني اخ وډب کې ښکېل دي، خو په افغانستان کې هغې ته ډېره لږه پاملرنه هم نه ده شوې. [استخباراتي] ادارې لوړظرفيت نه لري."

د دفاع د وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي دا نه مني چې ځمکني ځواکونه ښه تجهيز شوي نه دي.

هغه وويل: "افغان وسله وال ځواک د اړتيا وړ وسايل لري. د هوايي ځواکونو په اړه يو څه ستونزه شته، خو د دفاع وزارت زيار باسي [هغه له منځه يوسي.] موږ په دې وروستيو کې له روسيې څخه يو شمېر نوې الوتکي پېرودلې دي."

د وسله وال ځواک ټوله شمېره اوس نژدې ٣٥٠ زرو تنو ته رسېدلې، خو د شنونکو په وينا دا مازې يوه شمېره ده. د روزنې او جگړه ييزو وسايلو په څېر د مورال په اړه هم پوښتنې شته دی.

لويديځو هېوادونو له بنسټه د افغانستان د ملي اردو په جوړولو کې مرسته وکړه، د زړو مليشو د بې وسلې کولو هلې ځلې وشوې او هڅه وشوه نوی ځواک د هېواد له بېلابېلو قومونو څخه جوړ شي. 

د جنرال خدايداد په څېر تبصره کوونکي ادعا کوي چې دا کار بريالی نه و.

خدايداد وويل: "دا يوه تنظيمي او سيمه ييزه اردو ده، له ټاکلو ډلو ټپلو او افرادو سره تړاو لري. نشي کېدای هغه يوه ملي اردو ونوموو. په دې معنا چې دا ځواکونه د اوږدې مودې لپاره د جگړې وس نه لري."

د دفاع وزارت وياند، عظيمي وويل، د وېشل شوې اردو په اړه خبرې يو تش "پروپاگند"دی.

بارکزۍ وويل، د اردو مخه د طالبانو په وړاندې د يو سياسي ديد د نشتوالي له امله هم ډب شوې ده. 

څرنگه چې جگړه دوام لري، حکومت هڅه کوي د سولې د عالي شورا له لارې له ياغي ډلو سره [د سولې] خبرې پر مخ يوسي. د يو موازې بهير په توگه طالبانو له امريکايانو سره د خبرو اترو لپاره په قطر کې يو دفتر پرانيستی دی. په دې وروستيو کې د دې دفتر په پرانيستل کېدو، چې د يو موازي حکومت له ټولو موازينو سره برابر و، د کرزي غوسه راوپاروله او له واشنگټن سره د يو درز د رامنځته کيدولامل شو.  

هغې وويل: "د دوست او دښمن د سم او څرگند تعريف په اړه د ولسمشرۍ اشتباه په ډگر کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ د بې باورۍ يوه فضا رامنځته کړې ده. هغوی هره ورځ سرونه ښندي، خو د افغانستان واکمنان وسله وال مخالفين د "ناراضو ورونو"په نامه يادوي. سرتيري د جگړې په اړه په شک کې لويږي." 

عبدالواحد فرامرز د آی ډبليو پي آر له خوا په کابل کې يو روزل شوی خبريال دی.

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists