د تلويزيوني خپرونو بيا پيليدو خوښي رامنځ ته کړه

د يو څو ګړيو تلويزيوني پروګرام ښايي ډير څه نه وي خو د افغاني ليدونکو له پاره چى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يي نه شو کولى د تلويزيون ننداره وکړي هرکلي وړ بدلون دى.

د تلويزيوني خپرونو بيا پيليدو خوښي رامنځ ته کړه

د يو څو ګړيو تلويزيوني پروګرام ښايي ډير څه نه وي خو د افغاني ليدونکو له پاره چى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يي نه شو کولى د تلويزيون ننداره وکړي هرکلي وړ بدلون دى.

Monday, 21 February, 2005

د لويديځ د معيار په پرتله د جلال آباد تلويزيون هيڅ هم نه دى، خو د طالبانو د کلونو سخت دريزه حکومت او واکمنۍ د تيرولو وروسته د يوه داسى کلتور له پاره ليوالتيا ډيره زياته ده ځکه د ورځى د څو ګړيو محدودو خپرونو خلک د تلويزيون ليدو ته راجلب کړي دي. دا چى ډير کلونه هيڅ تلويزيون نه و، د دوو ګړيو خپرونو چى پکښى د موسيقۍ او د جګړى د وخت زړى ډرامى دي د خلکو د اوږدى ځوريدنى او د ژوند سخت کړاو ته د آرامتيا زيرى ورکوي.


د طالبانو تر نسکوريدو وروسته د تلويزيون پر مخ لمړى تصوير د مريم شکيب و چى د ماشومانو د تلويزيوني پروگرام پخوانې وړاندى کوونکى وه، او د هغى مخ، نور نو په چادري پټ نه وو.


د جلال آباد په ختيځ ښار کى چى د پاکستان د خيبر ايجنسۍ ته ترى سړک تللى داحمدشاه مجروح په نامه يو اوسيدونکى وايي: له ډيرو کلونو وروسته موږ کولى شو تلويزيون ننداره کړو. موږ په دى وياړو چى د خپل ملي تلويزيون پر پاڼى موسيقي او تفريحي پروګرامونه ووينو.


که څه هم د هيواد د نورو دولتي ادارو په شان دولتي خپروونکي په کافي اندازه پيسى نه لري او دا به وخت اخلي چى دوى پر خپلو پښو ودريږي.


داسى اټکل دى چى د هيواد نژدى ٢٧ مليونه نفوسو لپاره يوازى يو لک تلويزيونونه شته دي.


د ننګرهار د تلويزيون نوم هم د دغه ولايت له نوم څخه اخيستل شوى چى د جلال آباد ښار يي ايالتي پلازمينه ده. اتلس کاله وړاندى هغه مهال چى د ببرک کارمل حکومت واکمن وو او په اويايمو کلونو کى د شورويانو له خوا واک ته رسول شوى وو، دغه تلويزيون د څلورو ګړيو له پاره خپرونى درلودى.


مجاهدينو په تلويزيوني خپرونو بنديزونه ولګول، خو دا خپرونى هغه مهال په ټپه ودريدى چى طالبان واک ته ورسيدل. د طالبانو تر ماتى وروسته د ننګرهار لپاره سيمه اييز قومندان حاجي عبدالقدير پخپله د تلويزيوني دستګاه د بيا پرانيستنى مراسم پر ځاى کړل.


د تلويزيوني دستګاه مشر عبدالصمد مومند وويل: اوس موږ د ورځى دوى ګړۍ خپرونى لرو چى پکښى موسيقي، خبرونه، ډرامى او ځينى روزنيز پروګرامونه هم دي.


زموږ پروگرامونه د تخنيکي او مالي ستونځو له امله محدوده دي چى له بهرنيو خپرونو سره نه شي پرتله کيدى. خو هر څه به د وخت سره سميږي.


د خپرونى په دغه دوه پوړيزه ودانۍ کى راډيويي دستګاه هم ځاى لري. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر راډيويي پروګرامونو د تلويزيون په پرتله محدوديتونه لږ ووځکه چى د هوا په څپو د غږ په خپريدو څه ځانګړې محدوديت نه و، که څه هم پر ښځو، راډيويي ډرامو او موسيقۍ بنديز لګيدلې و. د طالبانو د حکومت په وروستيو ورځو کى هغوى راډيويي شبکه د امريکايانو پر ضد د تبليغاتو له پاره کاروله.



>که څه هم د کارکوونکو شمير اوس مخ په زياتيدو دى، خو ډير کارکوونکي ضروري او لازم مهارتونه نه لري، ځکه چى د طالبانو د رژيم له امله ډير ماهرين د هيواد پريښودو ته اړ شول چى کمبود يي ډير احساسيږي.


په ننګرهار کى يو شمير پخواني کارکوونکي پدى وروستيو مياشتو کى بيرته خپلو دندو ته راستانه شوي چى په ډيرى مينى خپرونى برابروي. د دوى دا کار د تنخواه د تر لاسه کولو له پاره نه بلکى د خپرونو سره د مينى له امله دى ځکه دوى دومره پيسى نه لري چى خپلو کارکوونکو ته تنخواه ورکړي.


د راډيويي خپرونو مسول عبدالروف رودوال له هغه راهيسته له دغى دستګاه سره کار کوي چى د لومړي ځل له پاره يي بنسټ ايښودل شوى و. هغه وايي موږ ته تنخواه ګانى نه دي راکړل شوي او په کور کى ماشومان لرو. د سهار له خوا په راډيو کى کار کوو او وروسته په نورو دندو پسى ځو، او په دى توګه موږ خپل ژوند پر مخ بيايو.


په داسى حال کى چى رودوال د دغى دستګاه د راتلونکي په اړه ډاډمن دى، په افغانستان کى د خپرونو او تفريح بحث لا پاى ته نه دى رسيدلى. د دغه ښار يو قومندان عبدالغفار په دى وروستو کى هڅه وکړه چى پر ويډيويي لوبو بنديز ولګوي، خو د خلکو د تينګ مخالفت له امله د دغه کار مخه ونيول شوه.


Pakistan, Afghanistan
Support our journalists