د ټاکنو په کې هر څه چې ګمان يې نه کيږي، هماغسې کيږي

يو شمېر کانديدان د تخنيکي لاملونو له مخې د رايو ورکولو له پاڼو څخه ایستل شوي دي، په داسی حال کې چې نور له تاوتريخوالي سره د ادعا شويو تړاونو له مخې له ټاکنو څخه بې برخې شوي دي.

د ټاکنو په کې هر څه چې ګمان يې نه کيږي، هماغسې کيږي

يو شمېر کانديدان د تخنيکي لاملونو له مخې د رايو ورکولو له پاڼو څخه ایستل شوي دي، په داسی حال کې چې نور له تاوتريخوالي سره د ادعا شويو تړاونو له مخې له ټاکنو څخه بې برخې شوي دي.

سامعه سادات له کابل څخه 65 کيلومتره وړاندې د پروان په ولايت کې يوه پېژندل شوې مېرمن ده. له ټاکنو څخه د مخه په يو غير رسمي رايې اخيستنې کې دا څرګنده شوې وه، چې له هټيوالو څخه نيولي، بيا ټاکنو ته سترګې په لار او آن نورو کانديدانو ته د کمپاين کارکوونکي چمتو دي، د پروان ولايت د پوهنې پخوانۍ رئيسې ته رايې ورکړي.


اوس يوه ستونزه شته او هغه داچې هغه نوره يوه کانديده نه ده.


د سادات نوم د ټاکنو د شکايتونو د ا ورېدلو د کميسون (ECC) له خوا له حکومتي دندې څخه په بشپړ ډول په ګوښه کېدو کې د پاتې راتګ له ا مله د رايې د ورکولو له پاڼې څخه ايستل شوی دی.


د پروان ولايت د پوهنې درئيسې په توګه له پوست څخه ګوښه کېدل د ناندريو سر نه دی. د ECC له خوا د سپتمبر د لومړۍ نېټې په پرېکړې کې راغلي دي: ((هغه په کار پورې د اړوندو وسايلو کارولو ته دوام ورکوي او په رسمي غونډو کې ګډون کوي.)) او ((دا ددې مانا ورکوي))، چې هغه خپلې دندې ته دوام ورکوي.


سادات د هغو 28 تنو کانديدانو په لړ کې وه، چې يوازې شپږ ورځې وروسته ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ته د رايو له ورکولو دمخه له نورو کانديدانو سره يوځای له لست څخه وايستل شوه.


د هغې په لېرې کېدو د ايستل شويو کانديدانو لست 45 تنو ته ورسېد، چې د بېلا بېلو


لاملونو له مخې د ټاکل کېدو وړ نه وو بلل شوي. له دې ډلې څخه په 32 تنو باندې له ((ناقانونه وسله والو ډلو سره د تړاو له امله)) بنديز لګول شوی و، د ملېشو زياترو قوماندانانو دمخه خپل نومونه ټاکنو ته ليکلي و.


د سادات په ګډون، نور اووه تنه له حکومتي څوکيو څخه د نه لاس په سر کېدو او له خپلې څوکې څخه په بيړه د نه جلاکېدو له امله له لست څخه وغورځول شول.


نور پاتې د بېلابېلو لاملونو له مخې، د ټاکنو د اصولو د ماتولو په ګډون، له لست څخه غورځول شوي و.


د ECC د مشر، ګرنت کيپين د وينا له مخې کميسون ته د ټاکنو په بهېر کې نژدې 2000 شکايتونه رارسېدلي و. هغه وويل، دا شمېره هره ورځ پسې زياتيږي. په شکايتونو غور کيږي او د وړاندې شويو شواهدو له مخې پرېکړه کيږي.


خو زيات شمېر خلک په دې اند دي، چې ECC خپله دنده سرته نه ده رسولې. يو شمېر وايي، چې د هغوی رول زياتره يوه سمبوليکه بڼه لري او له دې پنځو تنو څخه جوړه شوې څانګه سياسي اراده نه لري او تر اختلاف لاندې کانديدان له ټاکنو بې برخې کوي.


د زياترو افغانانو لېوالتيا دې ته ده، هغه کانديدان له لست څخه وايستل شي، چې د کورنۍ جګړې په تر ټوله ناوړه حالت کې يې ستر رول لوبولی دی.


د مشهورو تنظيمي مشرانو او د ملېشو د قوماندانانو، لکه حاجي محمد محقق، عبدالرب رسول سياف او محمد يونس قانوني نومونه په لست کې پاتې دي. په همدې توګه لږې پېژندل شوې څېرې، چې وسله وال پوليس به يې د خپلو کورنو د ساتنې لپاره ګومارل او يا د ټاکنو له اصولو څخه په سرغړونې يې د کمپاين په لګښت باندې له ټاکلې اندازې څخه زياتی پيسې لګولې دي.


ECC تر هغه ګام نه پورته کوې، ترڅو شکايت ورته نه وي رسېدلای. بار د هغه چا په اوږو پروت دی، چې هغه (شکايت) وړاندې کوي او د هغې لپاره د اړتيا وړ شواهد او اسناد راټولوي.


کيپين په يو مطبوعاتي کنفرانس کې، چې له لست څخه د زياترو ايستل شويو کانديدانو نومونه يې اخيستل، وويل: ((د ECC دنده د شکايتونو کره کول دي، چې د ټاکنو قانون يې لارښوونه کوي، نه د کانديدانو د شمېر چاڼول. ))


هغه ټينګار وکړ، چې د هر شکايت او لګول شويو تورونو ردولو ته چانس ورکول کبږي. هغه وويل: ((د هر شخص يا موسسې په هکله چې شکايت وړاندې کيږي، له ځان څخه د دفاع حق ورکولو کيږي.))


سادات آی ډبليو پي آر ته وويل، داسې نه ده: ((ما سره هېڅکله هم د ټاکنو (ولايتي)


کميسون اړيکې نه دي نيولي. ما ته دومره وخت رانه کړ شو، چې خپل نوم پاک کړم. ))


نوموړې داسې عادي ادعا نه وه کړې، چې د پروان په ولايت کې دې د هغې سيالان هغه ومني او هغه دې د کانديدانو په لست کې پاتې شي.


هغې په خپګان وويل: ((داسې يو شمېر کانديدان شته، چې هغه زما دښمنان دي، هغوی کميسون ته پيسې ورکوي او هغوی زما په نوم باندې خط راکاږي.))


ECC د هغې په ادعاګانو باندې له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.


د ECC اصول زياتره څارونکي په خپل اختيار کاروي. يو شمېر کانديدان بايد د جګړې په جنايتونو يا نورو سرغړونو تورن شوی وای. د هغې په پام کې نيولو سره ((په کار پورې د اړوندو وسايلو کارول)) هغومره لويه خبره نه نه ده، چې د يو چا دې له ټاکنو څخه د بې برخې کولو لامل شي.


د ECC د کميشنر، جاني اليسن سيتان په وينا، سرغړونه پخپله د نه وړتيا کوم دليل کېدای نه شي. هغه وايي: ((که سرغړونه د ټاکنو په بهير پورې تړاو ونه لري، نو مناسبه داده، چې څارنوالۍ ته واستول شي.))


له دې امله زيات شمېر خلک وايي، چې ولې تر اوسه عبدالهادي دبير ټاکنو ته ولاړ دی.


عبدالهادي دبير د خپل کور دودانولو په سر له پوليسو سره په يوې وسله والې نښتې کې درې تنه پوليس ټپيان کړل او يو څه موده يې په بند کې تېره کړه. د کورنيو چارو د وزارت وياند، لطف الله مشعل دا تاييد نه کړای شوه، چې ګوندې دبير لا تر اوسه په بند کې دی. هغه وويل: ((هغه بايد لږ تر لږه تر شپږو مياشتو پورې په بند کې وې.))


سيټان وويل د بل يو کانديد وژل له حده وتلې خبره ده. هغې وويل: ((که يو کانديد بل کانديد مړ کړي، نو دا کار به د (ټاکنو) د چلن له اصولو څخه سرغړونه وي.))


له لست څخه دنومونو ناوخته غورځولو دا ستونزه رامنځته کړه، چې په څه ډول بايد


رايه ورکوونکي خبر شي.


د رايو ورکولو څلوېښت مليونه پاڼې تياري چاپ شوي او ويشل شوي دي. دا به شوني نه وي، چې دا ټول نومونه له لست څخه وايستل شي. دهغې په ځای به ECC د رايو د دورکولو د مرکزونو څخه بهر داسې لستونه ځوړند کړي، چې د مړو شويو کانديدانو او هغو کانديدانو نومونه په کې وليکل شي، چې د ټاکنو وړتيا نه لري.


په دې لست کې به عکسونه نه وي. ځکه د ECC د وياند جوشا رايټ د وينا له مخې ((داسې اندېښنې موجودې وې، چې عکسونه ښايي خلک وهڅوي، چې له لست څخه غورځول شويو کانديدانو ته هم رايه وکړي.))


خو په داسې يو هېواد کې چې په سلو کې له اويا څخه زيات خلک يې په ليک او لوست نه پړهيږي، د لست او خبرتيا ليکنه ښايې هغومره اغېزمن کار نه وي.


د ټولټاکنو د سمون د ګډې څانګې وياند، سلطان احمد بهين وايي: ((هغه خلک چې په خپله په ليک لوست نه پوهيږي، که وغواړي نو تر څنګ به يې څوک وي، چې هغه پوه کړي.))


دا به څنګه وي، چې د کانديد په عکس باندې سره چليپا راکښل شي؟ بهين وويل: ((دا کار په افغاني فرهنګ کې ښه نه ګڼل کيږي.))


دهغې پر ځای داسې خطر شته، که چېرته مخکې له مخکې له لست څخه د دغو خلکو د ايستلو په اړه معلومات ورنه کړل شي، نو ښايي زيات شمېر رايه ورکوونکي داسی وانګيري، چې ګوندې د رايې د ورکولو حق ځنې اخيستل شوی دی.


دا خبره په پروان کې ده، چېرته چې سامعه سادات د ښځو اونارينه دواړو لپاره د سترګو اغزی دی.


د چاريکار د ښار اوسيدونکي نفيس خان وويل: ((زه به سامعه سادات ته رايه ورکړم. زه هغه پېژنم. هغې زموږ د ماشومانو او زموږد خلکو لپاره کار کړی دی. زه ډاډمن يم هغه به زموړ لپاره په پارلمان کې هم کار وکړای شي. زه په هغې ايمان لرم.))


اغا محمد وويل، هغه لا تر اوسه د خپلې رايې ورکولو په اړه پرېکړه نه ده کړې. خو د خپلې خوښې کانديده لري. ((سامعه تر ټولو ښه ده. هغې ټول ښوونځي ودان کړل. او زده کوونکو ته کتابونه او پنسلونه ورکوي.))


اغا محمد د ملېشو د يو پخواني قوماندان له خوا ګومارل شوی، چې د ټاکنو لپاره د هغه له پيسو څخه کار واخلي.


د پروان ولايت يو بل اوسېدونکي ضد او نقيض خبرې کوي. هغه سادات خوښوي، خو د يو بل کانديد لپاره کار کوي. پنځه ويشت کلن محمد شفيق په خندا وويل: ((که ما دوه رايې درلودای، نو ما به (هم) سامعې ته رايه ورکړې وه.))


د پروان ولايت يو بل کانديد، خادم الدين الله يارد څو تنو په ډلې کې دې، چې له لست څخه له ايستل شويو کانديدانو څخه خبر شوی. هغه وويل: ((ما اوريدلې و، چې هغه له خپل دفتر څخه ناسمه ګټه اخلي. دخپل کمپاين لپاره د ښوونځي موټر کاروي. آن د


ښوونځيو قلمونو او کاغذونو په څېر څېزونه کاروي .))


خو هغه زياته کړه په لست کې داسې نور زيات خلک شته، چې بايد ايستل شوی وای. ((دا سل په سلو کې يقيني ده))


الله يار د پروان په ولايت کې له سيالانو څخه شکايت وکړ، چې له پوليسو څخه د نورو خلکو په ډارولوکې کار اخلي، د هغوی پوسترونه شلوي او يو ځای خو يو تن باډي ګارډ (ساتونکي) داکار کړی دی.


د الله يار لپاره د کمپاين يو کارکوونکي وويل: ((هره شپه (کانديد) د پوليسو 16 څخه تر 18 پورې موټرې د هغه د کور شاوخوا ته ولاړې وي. د هغه ساتنه او څارنه کوي.))


له هغه څخه پوښتنه وشوه، چې ولې بايد يوه ښځه مازې د پنسل يا قلم د کارونې په تور له کانديدو څخه وايستل شي، په داسې حال کې چې هغه بل کانديد د پوليسانو ټوله څانګه کاروي، خادم الدين يوه فيلسوفانه خندا وکړه.


((کانديد غښتلی دی. سامعه کزورې ده. هغه هېڅ نه شي کولای.))


Frontline Updates
Support local journalists