د طالبانو تکتيک خپلې موخې ته ورسېد

د رايو ورکولو مرکزونه په زياترو سهيلي سيمو کې د ياغيانو د ډار او تاوتريخوالي له امله ټينګ تړلي وو.

د طالبانو تکتيک خپلې موخې ته ورسېد

د رايو ورکولو مرکزونه په زياترو سهيلي سيمو کې د ياغيانو د ډار او تاوتريخوالي له امله ټينګ تړلي وو.

. د هېواد په جګړې ځپلې سهيل کې ډېر لږ شمېر خلک رايو ورکولو ته راوتلي وو.



طالبانو او نورو مخالفې ډلو په تېرو اونيو کې د ګواښونې او ډار ډېر اغېزمن کمپاين پلى کړ. هغوى ګواښ کړى و هر چا، چې د هغوى په اند، په کفري ټولټاکنو کې ونډه واخيسته، غړي به يې پرې شي او و به وژل شي.



[د ټاکنو پر مهال] له رايه ورکوونکو څخه غوښتل کېدل چې خپله ګوته په هغه رنګ کې غوټه کړي، چې تر څو ورځو لپاره پاتې کيږي، ترڅو له يو ځل څخه د رايه ورکوونکو د زياتې رايې ورکولو مخه ونيول شي. طالبانو په ډاګه ګواښ کړى و، چې په رنګ شوې ګوته به پرې کړي.



د مطيع الله په نامه د غزني يو اوسيدونکي وويل: "زه په خپلې ٤٥ کسيزې کورنۍ کې يوازينى سړى يم چې رايه مې ورکړه. اوس اندېښمن يم. ګوته مې په رنګ ده او کېداى شي طالبان سزا راکړي. "



خو زياترو رايه ورکوونکو ته دا کومه موضوع نه وه. په داسې حال کې کېداى شي رنګ د څو ورځو لپاره پاتې شي، له يو شمېر ولايتونو څخه رارسيدلي رپوټونه وايي، چې يو شمېر خلکو خپلې ګوتې په ټوټو، اوبو او د خولې په لاړو پاکې کړې وې.



په هرات کې يو ژورنالست وويل: "رنګ معياري نه و. يو ډول يې ډېر ژر پاکېده."



د ٧٠ کلن غلام احمد په نامه يو هراتي رايه ورکوونکو خپله پاکه شوې ګوته نېولې وه. هغه وويل: "په پنځو دقيقو کې پاکه شوه."



د درغليو د مخنيوي يو بل ميکانيزم د رايې د ورکولو د کارت سوري کول و. د رايې ورکولو پرمهال د رايه ورکوونکو د رايې ورکولو کارت سورى کېده ترڅو د هغوى د بيا رايې ورکولو مخه ونيول شي.



ددې کار لپاره پېرودل شووماشينونو سم کار نه کاوه. په يو شمېر ولايتونو کې هغوى

بيخي له سوري کېدو تېر شول او په يو شمېر نورو ځايونو کې د ټولټاکنو کارکوونکو د رايې ورکولو کارتونه په قيچي سوري کول.



د رايې ورکول سم نه و. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، کاى آيدې په دې وروستيو کې افغاني ټولټاکنې "په نړۍ کې ... تر ټول پيچلې ټولټاکنې" ګڼلې وې.



په داسې يو هېواد کې چې جګړه په کې روانه ده، د دموکراسۍ لږه تجربه لري، قومي بې اتفاقي په کې ده، په فساد کې ډوب دى، نړيواله ټولنه د ټولتاکنو لګښت ورکوي او د رايې د ورکولو د بهير څارنه کوي، د رايې ورکولو د عادلانه ټاکنو په اړه زياتې اندېښنې رامنځته شوي دي.



دا اندېښنې پرځاى وې. د رايه ورکوونکو شمېره په پرتله ييز ډول شمال کې لوړه وه، په داسې حال کې چې په جګړې کې د ښکېل سهيل په ډېرو برخو کې ډېره ټيټه وه.



د هلمند ولايت د چهل متره ولسوالۍ د رايې د ورکولو د مرکز مشر، نصير احمد، د ټاکنو د ورځې په سهار وويل: "موږ په دې مرکز کې د ٤٢٠٠ رايه ورکوونکو توقع درلوده. خو دادى لس نيمې بجې دي او تر اوسه ٨٣ تنه راجستر شوي دي."



آن دلته وضعه د نورو ځايونو په پرتله ډېره ښه وه، چې د طالبانو د ګواښونو له امله په کې د رايې ورکولو مرکزونه ټينګ تړلي وو. د وردګو، غزني، لوګر او لوديځ هرات او همدارنګه هلمند او کندهار کې استوګنو د خپلو رايو د ورکولو هيڅ امکانات نه لرل.



د وردګ ولايت يو اوسيدونکي وويل: "د جلرېز په ولسوالۍ کې راکټي بريدونه وو. ټول ځايونه تړلي وو. همدارنګه سيدآباد او جغتو درواخله، هلته جګړه ده. هرڅوک په خپل کور کې پاتې دى."



د ورځې په سهار د وردګو پر ولايتي مرکز، ميدان ښار باندې پنځه راکټونه پرېوتل.



راکټونه د طالبانو له خوا د رايه ورکولو د مخنيوي په موخه توغول شوي و. په شمال کې دکندوز په ولايت کې سهار دوخته څلور راکټونه راغلي وو. دوه يې د رايو ورکولو يو ستيشن ته نژدې پرېوتي وو. په کندهار کې ١٤ او په هلمند کې اته بريدونه شوي وو.



د افغان حکومت له خوا په خبرونو باندې د بنديز له امله جزييات په لاس کې نشته خو داسې بريښي چې د رايې له ورکولو سره په تړاو کې د شلو تنو په شاوخوا کې وژل شوي وي.



ادعا شوو بينظميو هم د ټاکنو بهير تر سيورې لاندې راوستى. له ناماسب کمياين څخه نيولې د زياتو درغليو ادعاګانې رامنځته شوي دي.



د ټولټاکنو د قانون له مخې کمپاين د رايې ورکولو له ورځې څخه ٧٢ ساعته دمخه بنديږي، خو د رايو ورکولو په څو ستيشنونو کې د کمپاين کارکوونکو خپل کمپاين ته دوام ورکړى وو.



تر ناوخته پورې، د ٤١ نوماندو په ډلې کې، يوازيني واقعي نوماندان برحال ولسمشر حامد کرزى او د هغه د بهرنيو چارو پخوانى وزير، ډاکټر عبدالله دى.



د رايو د ورکولو د يو مرکز مشر وويل: "د لښکرګاه د رايو ورکولو په ټولو مرکزونو کې د کرزي نوي پوسترونه ځړول شوي و. ما په دې هلکه د ټولټاکنو خپلواک کميسون ته خبرورکړ، خوهغوى وويل چې د هغې په اړه څه شى نشي کولاى."



د افغانستان په شمال کې د مزارشريف د رايې ورکولو په يومرکز کې هغه مهال سوک څپړه رامنځته شوه چې د کرزي ملاتړو د کرزي عکسونه او پاڼې رايې ورکوونکو ته په ليکه کې ولاړو کسانو ته ورکړل. په پاى کې کمپاين کوونکي له مرکز څخه وايستل شول.



همدارنګه د کرزي او عبدالله د دواړو ملاتړو رايه ورکوونکي په موټرو کې د رايو ورکولومرکزونو ته لېږدولي دي.



د جان محمد په نامه د دشت شور يو اوسيدونکي وويل: "زه له کوره راووتم، سرويسونه ولاړ وو. په يوه کې سپور شوم او د رايې د ورکولو تر مرکز پورې يې همدا ويل، چې لطفا عبدالله ته رايه ورکړئ."



تر دې د زياتو او سختو درغليو رپوټونه ورکړل شوي وو. دهلمند په ولايت کې خبريالانو وويل، هغوى وليدل چې د ټولټاکنو کارکوونکو د زړو رايه ورکوونکو پرځاى د رايې ورکولو پاڼې ډکولې.



د بلخ په ولايت کې د ټولټاکنو درې تنه کارکوونکي د رايې ورکولو په ورځ د درغليو په ګومان له دندې ګوښه شوي وو.



د بلخ د ټولټاکنو د کميسون مشر، انجنير ( دورمحمد ) په يوې خبرې غونډې کې ددې دريو تنو کارکوونکو د ګوښه کولو پخلى وکړ. هغه وويل: "موږ درې کارکوونکي له دندې ليرې کړل. هغوى د رايو ورکولو پر مهال عبدالله ته کمپاين کاوه."



د انجنير دور محمد د وينا له مخې د نوريې په نامه يوې مېرمنې د رايه ورکوونکو د راتګ پر مهال د عبدالله عکس هغوى ته ښوده. خلکو ويل، هغې به په ورو ويل: "دې ته رايه ورکړئ!"



ويل کېدل چې د نجيبې په نامه د ټولټاکنو له بلې کارکوونکې سره د ټولټاکنو په کاغذونو کې د رايې ورکولو پنځه کارتونه وموندل شول. يو عکاس ادعا وکړه چې د رايې ورکوونکو په لست کې د ليکلو پر مهال يې هغه ونيوه. هغې غوښتل عبدالله ته زياتې رايې ورکړي.



عبدالله په بلخ کې د بلخ د والي عطامحمد نور د پلوۍ له امله زيات شمېر ملاتړي لري. عطا د کرزي پخوانى متحد و، چې اوس له هغه خپه دى.



له عطا څخه د فاطمه بلخي په ليسې کې له رايه ورکولو وروسته د وتلو پر مهال وپوښتل شول، که چېرته کرزى پريالى شي آيا کار به ورسره وکړي. عطا په تونده ژبه ځواب ورکړ: "هيڅکه نه، نه، نه."



رايه ورکوونکو زياته خوشبيني څرګندوله.



د هدايت په نامه يو تن چې د لنډو لسټونو کميس او د خپل اتل د کمپاين بټنه يې لګولې وه، وويل: "دا ټاکنې به عبدالله وګټي. که په رايو کې درغلي ونشي، نو هرو مرو به يې وګټي."



يو شمېر مازې په دې خوښ و، چې په ډلې کې راغلي وو.



د حسنيې مجددي په نامه د کابل د خيرخانې مېنې يوې اوسيدونکې مېرمن وويل: "ما د رايې ورکولو لپاره درې ساعته انتظار ايستلى دى. ما بيګاه شپه خوب وليد چې ټاکنې تېرې شوې او ما خپله رايه نه ده ورکړې. له دې امله دوخته پاڅېدم او راغلم."



له بده مرغه د هغې د رايه ورکولو ځايي ستيشن د هغې لپاره چمتو نه و. هغه مهال چې په اوو بجو دروازې پرانيستل شوې ولسمشرۍ ته د رايې ورکولو پاڼې نه وې رارسېدلې. زيات شمېر رايه ورکوونکي ناوخته راغلل. مواد، لکه د رايه ورکوونکو د کارت ليکلو لست، رنګ او سورى کوونکى ماشين نه پيدا کېدل.



د عطاءالله يعقوبي په نامه يو ځوان، چې له يوې نړيوالې موسسې سره کار کوي، آى ډبليو پي آر ته وويل هغه د بدلون لپاره رايه ورکوي.



هغه وويل: "زما د هېواد سرنوشت زما په لاسونو کې دى. له همدې امله د رايې ورکولو لپاره راغلى يم. زه بدلون غواړم. له پنځو کاله دمخه انتخاب څخه مې هيڅ خوشاله نه يم."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists