د طالبانو له خوا د شمال د مشرانو د وژنې يادونه

د طالبانو له خوا د شمال د مشرانو د وژنې يادونه

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر خبريال، سيدظاهر عادلي ليکنه

ويوديوي چارې: کالتورا

دا راديوي ټوټه د ۱۹۹۰ کلونو په وروستيو کې د اتلسو تنو قومي مشرانو او ملکانو د وژنې يوې پېښې ته ګوته نيسي چې هڅه يې کوله  له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته يوه لاره ومومي. 

هغه مهال حکومت د طالبانو په لاس کې و، خو لا د افغانستان د ټولو شمالي سيمو کنترول يې تر لاسه کړی نه و. هغوی په دې اند وو، چې د سرپل ولايت اوسيدونکي «د شمالي ټلوالې»  مرسته کوي، چې د ملېشو يوې ډلې يې تردې دمه د طالبانو مخالفت کاوه. دا اتلس تنه مشران په دې هيله راغلي وو چې د خپلو خلکو د حمايت او ساتلو لپاره د شرطونو په اړه زياتې خبرې سرته ورسوي. د هغوی مړينې دا کار ناشونی کړ.

سيد ظاهر عادلي په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

په دري ژبه چمتو شوی دا رپوټ د آی ډبليو پی آر د افغان څار د پروژې له خوا د انتقالي عدالت د پرمختګ په موخه توليد شوی دی.

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists