د طالبانو د واکمنۍ د مهال وزارت بېرته راژوندی کيږي
افغانان د حکومت له خوا د خرابې مشهورې شوې څانګې د بيا پرانيستلو له امله د ډار احساس کوي، چې د طالبانو ظالمانه قانون پلی کوي.
د طالبانو د واکمنۍ د مهال وزارت بېرته راژوندی کيږي
افغانان د حکومت له خوا د خرابې مشهورې شوې څانګې د بيا پرانيستلو له امله د ډار احساس کوي، چې د طالبانو ظالمانه قانون پلی کوي.
د حامد کرزي کابينې د افغانستان د عالمانو د شوری وړانديز تصويب کړ، ترڅو د طالبانو د واکمنۍ د مهال بد مشهور شوی وزارت بېرته راژوندی کړي. نوموړې ادارې به يو شمېر استبدادي قوانين په بې رحمۍ پلي کول، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې، چې د خلکو په مخکې به د وهلو ټکولو او بند ته د اچولو له لارې پلي کېدل.
د نورو کارونو په ليکه کې ښځې د جرابو د په پښو کولو، د پښو د نه پټولو، د مړوندونو، لاسونو او څنګلو ښکاره کولو او د يو نژدې نارينه خپلوان له ملګرتيا پرته بهر ته د وتلو له امله په نښه کېدې. نارينه د ږيرو د لنډولو له امله وهل کېدل.
دا لا څرګنده نه ده، چې د امر بالمعروف د نوې ادارې ځواک به څومره وي او کوم کوم کارونه به سرته رسوي، خو حکومت په ټينګه وايي، چې دا اداره به له زړې هغې سره زيات توپير ولري او وايي، چې د هېوادوالو په شخصي ژوند کې به هيڅ لاسوهنه ونه کړي.
دا هم نه ده څرګنده، چې په بدو کارونو کې کوم کوم شيان راځي، خو د رسنيو د رپوټونو له مخې به په هغې کې الکول، نيشه يي توکي، جنايتونه او فساد شامل وي.
د حج او اوقافو معين، سليمان حامد آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه اداره به پوليسي ځواک ونه لري او د تبليغ او هڅونې له لارې به هېوادوال (سمې لارې) ته رابولي. که چېرته دې لارې سمه پايله ور نه کړه، نو د قانون له پلي کوونکو چارواکو څخه به مرسته غوښتل کيږي.
هغه وويل: ((دا (اداره) به د پوليسو او نورو عدلي ارګانونو سره په تړاو کې خپل کار پر مخ وړي.)) هغه زياته کړه، چې ديني عالمان او خلک دواړه به په دې کار کې ښکېل وي.
هغه وويل: ((دا اداره به د طالبانو په څېر د خلکو پټ کارونه نه پلټي او د خلکو په شخصي ژوند کې به لاس نه وهي. د خلکو د پټو کارونو پلټنه پخپله له قران او اسلام سره يو مخالف عمل دی.))
حامد په دې اند دی، چې افغانستان ته د يو اسلامي ټولنې په توګه ددې ادارې جوړول او موجوديت يوه دنده بلل کيږي.
د بشري حقونو فعالين په دې قانع نه دي، چې هغه دې يوه اړتيا وي او يا دې د طالبانو له تګلارو څخه څه توپير ولري.
د کابل پوهنتون يوه استاده او د ښځو د حقونو يوه فعاله، نسرين ابوبکر ګروس اندېښمنه ده، دا به هغو ورځو ته بېرته ورګرځېدنه وي، چې ښځې به د طالبانو د قانون د ماتولو له امله د پوليسو له خوا وهل ټکول کېدې.
هغه وايي: ((زه ډاډمنه يم، چې دا اداره به يو ځل بيا د خلکو ترمنځ ترهه او ډار خپور کړي. زه پخپله ددې ادارې جوړېدلو ته کومه اړتيا نه وينم. زياتې پيسې به پرې ولګيږي. دا پيسې بايد هغو خلکو ته ورکړ شي، چې د اقتصادي ستونزو له امله ناوړه کارونه سرته رسوي.))
د پارلمان يو غړی د نوم د نه څرګندولو په شرط وويل، هغه په دې اند دی، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره به طالبانو ته ددې واک ورکړي، چې خپل له لاسه وتلی سياسي اغېز يو ځل بيا ترلاسه کړي. هغه وويل: ((په هر کلي او بانډې کې به طالبانو ته لاره هواره شي، تر څو تر دې ادارې لاندې خپل سياسي فعاليتونه پر مخ يوسي.))
نوموړي زياته کړه: ((د داسې يوې ادارې رامنځته کول هغو بسټپالو ته لاره پرانيزي، چې د دموکراسۍ ضد دي، تر څو ددې ادارې له لارې له دموکراسۍ سره خپلې دښمنی ته دوام ورکړي.))
د کابل دولايتي شورا مشر، مولوي حبيب الله حسام بيا په بل اند دی.
هغه ګوري، چې افغاني ټولنه مخ په زياتېدونکي توګه په بدو کې ور ننوزي او يو پياوړي مشرتابه ته اړتيا ويني، چې ددې ادارې له لارې بايد رامنځته شي. اداري فساد، لغړ فلمونه او د الکولو لګښت او پلورل د هغو شيانو په منځ کې دي، چې د هغه په اند يي بايد ډېر ژر مخه ونيول شي.
يو شمېر نور بيا د نسرين ابوبکر ګروس په څېر د افغانستان ددې اختلافي وزارت په هکله د نورو هېوادونو د سوچ کولو له امله اندېښمن دي. خو د حسام په وړاندې د نړيوالې ټولنې او بشري حقونو د ډلو شکايتونه لږ ارزښت لري.
هغه په غوسې وويل: ((موږ په لويديځ کې په سلګونو پېښې ګورو، د بېلګې په توګه، د همجنسانو تر منځ واده، چې د اسلامي شريعت، دموکراسۍ او آن له بشري حقونو سره مخالف کار دی، خو څوک ورته ګوته نه نيسي، چې هغوی ولې دا کار کوي. نو هغوی ولې زموږ په مذهبي کارونو کې لاسوهنه کوي؟))
داسې بريښي، چې حامد هم د نړيوالې ټولنې د نظر په هکله اندېښمن نه دی. هغه وويل: ((که ولس غوښتنه وکړي، چې د بدو مخه ونيسي او ښه پراخه کړي، بايد نړيواله ټولنه يي ومني.))
خو هغه شمېرعادي افغانان، چې د طالبانو له لاسه کړېدلي دي، د خپل حکومت د پرېکړې د نيولو له امله د بشري حقونو د ډلو خوا نيسي.
د کابل د اوسيدونکي، 22 ممتاز په څېر يو شمېر نور ځوانان له دې وزارت څخه ناوړه خاطرې لري. ممتاز د يو خياط په توګه کار کاو، چې د طالبانو د مذهبي پوليسو يوه ډله د هغه هټۍ ته راغله او هغه يي د ږيرې د لنډوالي له امله بندي کړ. د هغه سر يي وخريلو او د اوو ورځو لپاره په بند کې وساتل شو.
د کابل يو بل اوسېدونکی، 42 کلن نورعلم هم د ږيري د لنډوالي له امله د طالبانو مذهبي پوليسو وهلی ټکولی او د دوو مياشتو لپاره يي بندي کړی و. هغه ډاريږي او وايي ښايي هماغسې اداره بيا رامنځته شي.
هغه وويل: ((زما په خپل ژوند کې يو شی خورا بدې راځي او هغه امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی. (همدا) اداره وه، چې د هغې پوليسو زه دومره ووهلم، ترهغې چې عقل مې له لاسه ورکړ.))