د طالبانو د شمال جبهه

ياغيان د افغانستان شمال ته د ورننوتلو په موخه د بادغيس په ولايت کې خپله شتون پياوړی کوي.

د طالبانو د شمال جبهه

ياغيان د افغانستان شمال ته د ورننوتلو په موخه د بادغيس په ولايت کې خپله شتون پياوړی کوي.

.



شمال لوېديځ ته پروت د بادغيس ولايت، چې له هرات او فارياب سره په ګډه پوله پروت دی، د تېرو دوو مياشتو راهيسې د درنو جګړو شاهد دی. ياغيانو د هغه ولايت له اوو ولسواليو څخه درې هغه تر خپل لاس لاندې راوستې دي. همدارنګه هغوی په زياترو ولسواليو کې استخباراتي او عملياتي شبکې پرانيستې دي.



دا په 1997 کال د هېواد په شمال لويدځو سيمو کې د طالبانو لاس ته لومړی ورغلی ولايت و. اوس ياغيان غواړي ختيځ لوري ته د جوزجان، بلخ، (کندوز)، تخار او بدخشان پرتو ولايتونو ته يو ځل بيا د بادغيس ولايت د خپل بري لپاره وکاروي.



طالبانو د بادغيس شمال ته د فارياب ولايت په غرنيو سيموکې د پښو د ايښوولو لپاره ځايونه موندلي او اوس په هغه ولايت ته د خپلې شبکې د ورغځولو په لټه کې دي. طالبانو په تېرو دوو مياشتو کې په دواړو ولايتونو کې يو شمېر بريدونه سرته رسولي دي او ادعا کوي، چې د بالامرغاب، غورماچ او قادس ولسوالۍ يي په بشپړه توګه تر لاس لاندې دي.



په بادغيس کې د طالبانو يو قوماندان، ملا دستګير وويل:"موږ په دې هڅه کې يو ترڅو دا لاره د پخوا په څېر ځانته پرانيزو. زموږ تګلاره دلته بل راز ده. موږ په ښکاره په سهيل کې حکومتي او ايساف ځواکونه په جګړې کې ښکېل کړي دي، خو په شمال کې موږ خپله سيمه په ښايسته ښه ډول پراخوو. حکومت دلته د سهيل په پرتله کمزوری دی. غرونو دلته زموږ د فعاليتونو لپاره موږ ته ښه زمينه چمتو کړې ده."



دستګير ادعا وکړه، چې د بادغيس د غرونو زياتره لوړې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.



هغه وويل: "موږغواړو دا ولايت همدا اوس ونيسو، ځکه د ولايت مرکز، قلعه نو او يو شمېر ولسوالۍ لا تر اوسه د حکومت په لاس کې دي. موږ دا کار ايکې په يوه بريد کولای شو. خو موږ ستروعملياتو ته سترګې په لار يو. زموږ تګلاره داده، چې زيات شمېر ولايتونو ته په يو وخت ورننوزو."



دستګير وويل، طالبان په سيمې کې خپل پوځي شتون زياتوي او ډېر ژر به د اقدام لپاره چمتو شي. هغه زياته کړه: "موږ اوس تر پوښښ لاندې کار کوو. موږ ګورو چې خلک زموږ تود هرکلی کوي. ډېر ژر به شمال ته ورغلې لاره په بشپړه توګه تر لاسه کړو."



طالبانو د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ باندې د سپتمبر په 20 بريد وکړ. په درې ساعته جګړې کې څلور تنه پوليس او 20 تنه ياغيان ووژل شول. دوې ورځې وروسته طالبانو د فارياب ولايت د قيصار په ولسوالۍ باندې بريد وکړ او ددولت له خوا د رسولک په نوم باندې د طالبانو د يو قوماندان په نيولو پای ته ورسېد.



د سپتمبر په 25 د بادغيس ولايت د غورماچ په ولسوالۍ کې د پوليسو په يو موټرباندې د سړک د غاړې يو بم وچاودېد، درې تنه پوليس يي مړه او څلور نور يي ټپيان کړل. چارواکو د هغې پړه په طالبانو باندې واچوله. کله چې په همدې ورځ د ناتو تر مشرۍ لاندې د نړيوال سوله ساتي پوځ يوه چورلکه همدلته وغورځېده، نو طالبانو يي مسووليت په غاړه واخيست. همدارنګه په همدې ورځ د قيصار په ولسوالۍ کې د ياغيانو له خوا د چينيايي شرکت د سړک جوړونې يو کاروکوونکي وتښتول شو.



افغان حکومت د غورماچ او بالامرغاب په ولسواليو کې يو متقابل بريد پيل کړ او د حکومتي چارواکو د رپوټونو له مخې يي طالبانو ته مرګ او ژوبله واړوله او شل تنه يي په کې ووژل. ياغيان دا خبره نه مني.



د بادغيس والي اشرف ناصري دا نه مني، چې ګوندې په دې ولايت کې دې کومه سيمه د طالبانو لاس ته ورغلې وي.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "د غرنيو سيمو د نيولو په اړه طالبانو ادعا د هغوی کمزورتيا په ګوته کوي. هغوی په هواره ځمکه جګړه نه شي کولای. هغوی په غرونو کې پټيږي، چې هلته عادي انسانان نه اوسيږي."



خو په فارياب کې چارواکي په سيمې کې د طالبانو د پرمختګ پخلی کوي.



د فارياب ولايت د امنيې قوماندان، جنرال خليل الله ضيايي وويل: "هو، هغوی زموږ ولايت ته د بادغيس له لارې راځي. هغوی غواړي خلک ځان ته جذب کړي."



جنرال په ټينګار وويل، شمال به د سهيل په لاره لاړ نه شي، چېرته چې ياغيان پراخې سيمې تر لاس لاندې لري. "طالبان د سهيل په څېر دلته پوځي عمليات نه لري. هغوی په پټه بريدونه کوي او استخبارات راټولوي. کله ناکله د موټر سايکلونو په واسطه بريدونه کوي، هغه هم يوازې ددې لپاره چې دلته خپل شتون خلکو ته وښيي."



"د قيصار، المار او کوهستان د ولسواليو په څېر غرنۍ سيمې يو څه لړزنده دي. موږ خپل پوځي او استخباراتي فعاليتونه زيات کړي دي. موږ په يو شمېر تر ګواښ لاندې سيمو کې خپل پوځي شتون زيات کړی دی او آن د بادغيس له پوليسو سره د مرستې لپاره مو غورماچ ته پوځونه استولي دي. طالبان په ښکاره عمليات نه شي کولای."



خو د بادغيس او د نورو يو شمېر شمالي ولايتونو استوګن وايي، چې هغوی په خپل ورځني ژوند کې د طالبانو اغېز ګوري.



د بالامرغاب د ولسوالۍ يو استوګن، فضل الرحمن وويل: "طالبان سيمې ته رسېدلي دي. دا مهمه نه ده، چې حکومت څومره ودانۍ ترلاس لاندې لري. طالبان په کليو کې شتون لري او زيات خلک له هغوی سره يوځای شوي دي. بېروزګاري او له خلکو سره په مرستې کې د حکومت د پاتي والي له امله وضعه داسې بدله شوې ده. طالبان ورځ په ورځ پياوړي کيږي."

د فضل د وينا له مخې د طالبانو او د حکومتي پوځونو د جګړو په پای کې برياليتوب زياتره د طالبانو په ګټه وي.



هغه وويل: "پوليس له عملياتو وروسته خپلو مرکزونو ته ستنيږي، خو طالبان خلکو ته خپل پيغامونه رسوي. حکومت په دې ښه پوهيږي، چې طالبان چېرته راغونډ شوي دي، خو له لاسه يي څه نه کيږي. هغوی د طالبانو له خوا د ځمکې د نيولو ننداره کوي."



افغان حکومت د ناتو په مرسته په دې وروستيو وختونو کې په بادغيس کې د طالبانو له زياتيدونکي اغېز سره د مقابلې لپاره زيات پوځونه ځای په ځای کړي دي. د شمالي زون لپاره د ناتو قوماندان، بريد جنرال ديتر وارنيک د افغانستان په لويديځو سيمو کې د طالبانو له خوا د يو شمېر سيمو د ترلاس لاندې کولو پخلی وکړ، چې له هغو سيمو څخه عمليات کوي.



په سپتمبر کې يو خبرې ناستې ته نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، طالبانو په فارياب کې کمپونه جوړ کړي دي او له هغه ځای څخه د شمال په نورو سيمو باندې يرغلونه کوي.



هغه وويل: "زموږ د معلوماتو له مخې د افغانستان په شمال لويدځو سيمو کې ددې مرکزونو په جوړولو او پراخولو کې پاکستان او ايران د پام وړ رول لوبوي. له دې امله فارياب زموږ په وړاندې يوه ستونزمنه سيمه ده."



د فارياب ولايت مرستيال، ستار بارز د ناتو د قوماندان خبرې مني.



هغه وويل: "اوسمهال اردو، پوليس او د ناتو پوځونه په فاريا ب، په ځانګړې توګه د قيصار په ولسوالۍ، کې ځای په ځای شوي دي. دا يوازينۍ لاره ده، چې د طالبانو د پرمختګ مخه پرې نيول کېدای شي."



هغه په ټينګار وويل، د طالبانو په پوځونو کې په پراخه توګه اجير او بهرني جنګيالي ګډون لري او ځايي خلک ورسره نه شته.



هغه وويل: "ځايي خلک د طالبانو ملاتړ نه کوي."



له بل پلوه د طالبانو د پرمختګ د مخنيوي په هکله د حکومت د هڅو په اړه زيات خلک خوشبين نه ښکاري.



په پارلمان کې د فارياب د ولايت استازي، مولوي شيخ احمد د طالبانو په پرمختګ پړه په نړيوالو پوځونو اچوي.



نوموړي د اکتوبر په مياشت کې د ملېشو د يو قوماندان د جنازې په مراسمو کې ويلي و: "د بهرنيو پوځونو د شتون له امله د طالبانو شمېر زيات شوی دی. مخکې نه طالبان و او نه بهرنيان. اوس سيمې ته د بهرنيانو په راتګ پسې طالبان راغلل. بهرنيانو هغوی ولمسول او په دې کار به خلک له طالبانو سره لاسونه يو کړي. زموږ خلک په سهيل او ختيځ کې د بهرنيانو له شتون څخه ښې خاطرې نه لري."



سياسي شنونکي په دې اند دي، چې په بادغيس او فارياب کې د ناتو او افغان حکومتي پوځونو زيات تمرکز ددې څرګندوونکی دی، چې حکومت دا ګواښ ډېر جدي ګڼي.



په مزارشريف کې يو سياستوال او ورځپاڼه ليکونکي، قيوم بابک وويل: "په بادغيس او فارياب کې د حکومتي او ناتو پوځونو د زيات تمرکزپه اړه د حکومت بيانونه دا څرګندوي، چې طالبان په نوموړو ولايتونو کې ډېر نفوذ لري. تر اوسه پورې حکومت دا ګواښ هغومره جدي نه ګڼلو."
Frontline Updates
Support local journalists