د طالبانو د نړۍ په منځ کې

يو خبريال په ګرشک کې د جګړو د ناوړو لاسوندود تر لاسه کولو لپاره د طالبانو منځ ته ورغلی و.

د طالبانو د نړۍ په منځ کې

يو خبريال په ګرشک کې د جګړو د ناوړو لاسوندود تر لاسه کولو لپاره د طالبانو منځ ته ورغلی و.

IWPR

Institute for War & Peace Reporting
Tuesday, 31 July, 2007
. کله چې سترګې پټوم، هماغه انځور مې د سترګو په وړاندې ښکته پورته کيږي. په وينو لړلې يوه آبې رنګه ټوټه په هغه يو ځای کې په تورو خاور کې پرته ده، چې يو مهال د چا کور و.



زه له طالبانو سره د حسن خان کلي ته راغلی يم. دا هلته د ورتګ يوازېنۍ لاره وه، ځکه د ګرشک د ولسوالۍ، حيدراباد ته څېرمه دا کلی د طالبانو په لاس کې و. خبريالان د هغوی له اجازې پرته دې ځای ته نه شي راتللای.



خبرو اترو څه نا څه يوه اوونۍ وخت ونيو. لومړی مو د طالبانو له وياند، قاري يوسف سره خبرې وکړې. هغه نورو ته ورپېژندلو. نورو بيا په خپل وار ځايي قوماندانو ته وروپېژندلو.



په پای کې موږ ته د مخګې تګ اجازه راکړ شوه. زموږ د طالبانو ايلچي موږ ته د تليفون له لارې وويل، چې په حيدراباد کې له چا سره د خبرو او فلم اخيستلو په اړه بايد خورا پام وکړو.



هغه همدومره وويل: "که ستاسې کار د هغوی خوښ نه شي، نو د ژوند څکه به ونه کړئ."



ګرشک د لښکر ګاه شمال ته تقريبا 40 کيلومتره وړاندې پروت دی. دا ولسوالي د حکومتي چارواکو په وينا څو، څو وارې لاس په لاس شوې ده. ما داسې کوم موټر چلوونکی ونه موند، چې هلته د تګ زړه ښه کړي. هغوی ټولو موږ ته په شک کتل. ښايې له دې امله چې موږ پګړۍ نه لرلې او نه مو سمې جامې اغوستې وې. ما يوه کندهارۍ خولۍ په سر کړې وه او يو لوی بکس مې غاړې ته اچولی و، چې کمره او د ثبت نور وسايل په کې و.



په پای کې د يو ژيړ ټکسي، چلوونکي راڅخه وپوښتل، آيا د تګ لپاره مو له طالبانو څخه اجازه تر لاسه کړې ده او که نه. کله چې ما ورته وويل "هو" نو ويل يي راوخېژئ.



کله چې له ګرشک څخه ووتلو او يوې دښتې ته ورسېدو، زموږ موټرچلوونکی، چې سپينه پګړۍ يې وهلې وه، شاوخوا ته ترهوره کتل او يو په بل پسې سګريټ يي څکول.



د سهار څه باندې يوولس بجې موږ لومړی طالب وليد. دوه طالبان د سړک پر غاړه ولاړ و. تورې پګړۍ يي په سر وې، تور څادر يي په اوږو پروت او کلاشيکنوف يي غاړې ته اچولی او له ګوليو څخه ډکې ګردنۍ يي تر ملا راتاوې کړې وې. په لاسونو کې يي د پاکستانی کلدارو او افغانيو بنډلونه نيولي و.



ما خېز وکړاو وډارېدم. "اوه، موږ طالبان يو، تاسو بايد له موږ سره مرسته وکړئ." هغوی موسکېدل. وروسته يي موټر ته سر ښکاره کړاو زموږ د کمرې او وسايلو بکس يي وليد. يوه شېبه جدي شول.



موږ ورته د لسو افغانيو دوه لوټونه ورکړل، هغوی وويل: "ښه ده، تاسې تلای شئ."



خو کله چې مو حرکت وکړ، يو تن يي خپل ګرځنده تليفون راويست او شمېره يي ووهله. دې کار زما اعصاب خراب کړل او خپل ايلچې ته مې خبر ورکړ.



زموږ د موټر چلوونکي د وينا له مخې موږ د "ګاماش" په سيمې کې و. موږ په دښتې کې ډېرشمېر امريکايي موټرونه، ټانکونه، زغره وال وسايط او جيپونه وليدل، چې ټول يي سوې سکور او خراب شوي و. د تيلو سوي ټانکرونه هم تر سترګو کېدل.



داسې برېښېدل، کې په هر ګام کې يو موټر ويجاړ شوی وي.



کله چې د حسن خان کلي ته راورسېدو، د سړک په غاړې مې يو سوې ټراکټور تر سترګو شو. يو څه وړاندې راته کورونه ښکاره شول، چې په بمباريو کې ويجاړ او هوار شوي و. داسې برېښېده چې يو مهال به له ګڼې ګوڼې ډک يو کوچنی کلی و. اوس په کې څوک نه و او بيخې تش پروت و.



موږ دلته د خپل ايلچي، مولوي احمد راتګ ته سترګې په لار و. زه زښت ډېر ډار شوی وم، آن تر دې چې فلم مې نه شو اخيستلای.



څنګ ته يوه کوچنۍ هټۍ وه. موږ وپتېله له هټيوال سره مرکه وکړو.



د هغه نوم ګلزمان و. هغه موږ ته وويل، په بمباريو کې يي يوه خور او درې زامن وژل شوي دي. د هغه کورنۍ په سنګين باندې د ناتو د بريد او بمبارۍ له امله دلته راتښتېدلې وه.



هغه په تريو تندي وويل: "دلته راباندې هم بمباري وشوه. ما خپل درې تنه ورېرونه په دې ځای کې ښخ کړل، ځکه پلرنۍ هديرې ته مې نه شو وړلای. د درېو ورځو لپاره مې د جګړو له امله ښخ نه کړای شول. ما په هغوی يو څخه بوټې واچول او انتظار مې وايست."



هغه وويل، مور او د کورنۍ نور غړي يي د جګړې له وېرې غره ته ختلي او تر اوسه هلته دي.



هغه زياته کړه: "په جګړې کې هرڅوک د خپل ځان غم خوري."



ناڅاپه زموږ غوږونو ته د موټرسايکل غږ راورسېد او يو غښتلي ځوان ورباندې ښکاره شو. دا سړی ملا خالد و، چې د طالبانو ځايي قوماندان، حسن خان کلي ته زموږ د بدرګې لپاره دلته راليږلی و. هغه زموږلور ته راغی او له موږ سره يي روغبړ وکړ.



هغه زموږ وسايل ولټول، په انګليسي باندې ليکل شوي مارکونه يي ولوستل او له نورو خبرو پرته يي موږ کلي ته رهنمايي کړو.



په لارې هر لوري ته کنډوالې، لوېدلي ديوالونه او د خاورو ډېرۍ ليدل کېدې. لومړي مو ډېر شيان مخې ته راغلل، لکه د ښځو شنه څادرونه، د يوې پښې څپلۍ، د غلبېل په څېر د چايو اېشولو سوري، سوري لوښي او نور.



يو زوړ سړی رادمخه شو. پګړۍ يي په غاړه کې ولونه، ولونه ځوړنده پرته وه. داسې برېښېده چې حواس يي له لاسه ورکړی وي.



هغه موږ ته خپل نوم شېر ګل وښود او ويي ويل، په دې بمبارۍ کې يي ماندينه، دوه لوڼې، چې يوه يي اتلس او بله يي دولس کلنه وه او د اوو کلونو او د يوولسو مياشتو په عمر دوه زامن له لاسه ورکړي دي.



د هغه غاښونه د خبرو پر مهال تر ږېرې لاندې ځلېدل، خو دا جوته نه وه، چې هغه د موسکا له امله و او يا د ډېرې غوسې او خپګان.



شېرګل زما لاس ونيو او د خپل کنډواله شوې کور لوري ته يي يوړم. نوموړي هغه ځای راته وښود، چې ماندينې او اولادونو يي په کې ورستۍ څا کښلې وه.



هغه وويل: "د ماښام اته نيمې بجې به وې. موږ په انګړ کې د شپې ډوډۍ خوړه. يو ناڅاپه د تندر په څېر غړومبهار پيل شو. ښځو او ماشومانو کور ته منډې کړې. زه او ورور مې ځای په ځای ودرېدو. بمونه راولوېدل. موږ ځانونه وغورځول او بمونو په ځمکه باندې ميخ کړو. زما غوږونو ته زما د ماندينې زګيروې او نارې راتلې، چې ما ته يي ويل، د خدای لپاره له دې ځای څخه مې وباسه، زما پښې ماتې شوې دي."



"موږ له ځايه ښورېدلای نه شو. ځکه له اسمان څخه د اور باران اورېده. وريندار مې له کور څخه منډه کړه. هغه ټپي شوې وه او خپل ماشوم يي په غېږ کې کلک نيولی و. هغه زما دپاسه ولوېده او سا يي ورکړه. لږه شېبه وروسته زګېروي غلي شو. بمبارۍ هم ودرېده."



کله چې لوګي کېناستل، شېرګل ولېدل، چې په کورنۍ يي څه تېر شوي دي.



هغه وويل: "مېرمن مې له ېوال لاندې پرته وه. پښې يي پرې شوې وې. ما راکش کړه، خو هغه مړه شوې وه. بيا مې خپل کوچنی ماشوم وموند."



شېرګل افغان ولسمشر، حامد کرزي ته ښېرا وکړې او ويي وخندل، خو خندا يي بل راز وه.



هغه وويل: "دا د هغه ښه کار دی، چې موږ ته يي رسولی دی. موږ آن دې ته اړتيا نه لرو، چې خپل مړي هدېرو ته يوسو. وګوره، اوس هرځای هدېره ده."



د سيمې خلک وايي، چې د جون په مياشت کې د ناتو په بمبارۍ کې په دغه شپې کې 135 تنه مړه شول.



د 40 تنو په شاوخوا کې خلکو خپل دار وندار په ټراکټورونو باندې باندې بار کړل او له سيمې ووتل. کلي ته په لاره موږ دا سوې ډېرۍ ولېدې.



د کلي يو زوړ سړي، محمد فاروق وويل: "الوتکو په هغو باندې هم بمباري وکړه. هغوی ټول مړه شول."



فاروق وويل، هغه او د هغه ګاونډی واورېدل، چې د شېرګل په کور بمونه راولوېدل او ټراکټورونه وسوځېدل. هغوی څومره چې شوني و، ډېر ژر د مرستې لپاره ورمنډې کړې، خو د سهار پر مهال يي وليدل، چې هر څه ويجاړ شوي و.



هغه وويل: "زه يو کور ته راغلم، دلته هر څه سوي و. ما د يوې ښځې مړی وليد، هغه لا سوځېده. ما کورته منډې کړې، ترڅو اوبه راوړم او اور مړ کړم."



فاروق وويل، د بريد ډېری ښکار شوي خلک يي په خپلو سترګو ليدلي دي. هغه وويل: "ما د هغو خلکو مړي وليدل، چې د تېښتې پرمهال ويشتل شوي و. هرې خواته مړي پراته و. ځای له مړو ډک و."



اوس هلته شاوخوا په کنډوالو کې ډېر لږ خلک تيت او پرک ليدل کېدل. هغوی موږ او له موږ سره مل د طالبانو قوماندان ته دوه پلا نه کتل. هغوی شاوخوا ياغيان ډېر لېدلې و او اوس د هغوی له لېدلو او شتون نه ډارېدل.



د کلې يو زوړ سړي، محمد نبي وويل: "کله چې شپه سبا شي هرڅوک غرونو ته تښتي. ښځې تر غونډۍ پورې د کروندو په فصلونو کې څملي. دلته هيڅوک نه پاتې کيږي."



زموږ ايلچي، مولوي احمد د څو شيبو لپاره له موږ سره و. د يو بل لاسونه مو کيکاږل او د ډاډ له راکولو وروسته له هغه ځای ولاړ.



په همدې وخت کې زموږ بدرګه کوونکی، ملا خالد ليوال و، ترڅو موږ ته خپلې کيسې وکړي.



هغه وويل: "يومهال د برتانويانو يو پوځي کاروان په دې لار تېرېده. ما ورته په لاره کې له ليرې يو کنتروليدونکی ماين کېښود. د ناتو درې سرتېرې ووژل شول. نورو مړي لېرې کول، بيا مې ورته په موټر کې ماين کېښود او وچاوديد."



خالد وويل، يوه پلا برتانويانو ونيوم، خو بېرته يي پرېښودم.



هغه وخندل او ويي ويل: "ما هغوی ته وويل، چې زه يو لاروی يم. الحمد لله، مخکې له دې چې هغوی مې ونيسي، خپله ټاکي واکي مې وړاندې ګوزاره کړې وه."
Frontline Updates
Support local journalists