د طالبانو بريدونو لويديځ ضد احساسات راپارولي دي

ياغيان وايي چې په ښارونو کې د چاودنو له امله ولسي خلکو ته مرګ ژوبله د نړيوالو پوځونو په وړاندې د کرکې راپارولو يوه لاره ده.

د طالبانو بريدونو لويديځ ضد احساسات راپارولي دي

ياغيان وايي چې په ښارونو کې د چاودنو له امله ولسي خلکو ته مرګ ژوبله د نړيوالو پوځونو په وړاندې د کرکې راپارولو يوه لاره ده.

The Darulaman area of Kabul is home to Afghan as well as foreign military facilities. The massive Darulaman Palace is a landmark, a shell of a building destroyed in years of fighting in the 1990s. (Photo: ISAF/US Air Force 1st Lt. Joost Verduyn.)
The Darulaman area of Kabul is home to Afghan as well as foreign military facilities. The massive Darulaman Palace is a landmark, a shell of a building destroyed in years of fighting in the 1990s. (Photo: ISAF/US Air Force 1st Lt. Joost Verduyn.)
Thursday, 17 June, 2010

په کابل کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه

کېداى شي طالبانو داسې انګېرلې وي،  په کابل کې پر بهرينو پوځونو بريدونه، چې هرو مرو په کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اړوي،  د ايتلافي پوځونو د موجوديت په اړه نور هم د خلکو احساسات راوپاروي.

دولس تنه ولسي افغانان د (روان کال) د مى د مياشتې په ١٨ هغه مهال په ځانمرګي بريدونو کې مړه او ٤٨ نور ژوبل شول چې د بهرنيو پوځونو يو کاروان د کابل په سهيل کې له دارالامان څخه تېرېده. شپږ تنه بهرني سرتيري په دې بريد کې هم ووژل شول.

له درېو مياشتو راهيسې دې لومړني لوى بريد د ځايي خلکو د خپګان سپرغۍ وشيندلې، چې وايي ايتلافي ځواکونه د پلازمېنې ګڼ مېشته سيمو ته په ننوتلو د ولسي خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

څارونکي وايي ياغيان زيار باسي چې بهرنيو پوځونو ته پرمرګ ژوبلې سربېره لويديځ ضد احساسات راوپاروي.     

د اسد الله واحدي په نامه يو سياستوال او د سرنوشت د ورځپاڼې چلوونکى انګيري چې د طالبانو ځانمرګي بريدونه د دوو موخو ترلاسه کولو لپاره تنظيميږي. 

لومړى طالبان غواړي خپلو عمده دښمنانو، بهرنيو پوځونو،  ته زيان واړوي. خو دا هم غواړي عادي افغانانو ته دا پيغام ورسوي چې له بريدونو څخه هغوى ته خطر متوجه دى او نړيوال ځواکونه له هغوى څخه په لاسي توګه د "بشري سپر" په توګه کار اخلي. ښکاري دا تکتيک ددې لپاره کارول کيږي، چې خلک د طالبانو پر ځاى د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې پړه پر بهرنيو پوځونو واچوي.

هغه وويل: " له بهرنيو پوځونو څخه د خلکو د کرکې اصلي او پياوړى لامل په ځانمرګي بريدونو، د سړک د غاړې په بمونو يا هوايي بمباريو کې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې رسېدل دي."

"که چېرته بهرنيان ددې کرکې او بداېسېدنې د کچې راټيټېدل غواړي، نو بايد ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې د رسېدو مخه ونيسي، له ښارونو څخه ووځي او په ولسي ګڼ مېشتو ځايونو کې له تګ راتگ څخه ډډه وکړي."

د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد له آى ډبليو پي آر سره په يوې تليفوني مرکې کې وويل، په دې پېښو کې ولسي خلکو ته د مرګ ژوبلې په رسېدو خواشينى دى، خو خلکو ته يې دمخه خبر ورکړى چې د بهرنيانو د تګ راتګ سيمو ته له راتګ څخه ډډه وکړي. 

هغه وويل: "موږ وسلې د خپل هېواد، دين او خلکو د ساتلو لپاره راخيستي. نو څنګه هغوى ووژنو؟ زموږ هدف بهرنيان دي، که  په هر ځاى کې يې وګورو بريد ورباندې کوو."

"که موږ په ولايتونو او ولسواليو کې پر بهرنيانو بريدونه وکړو، بيا هغوې کلي او کورونه بمباروي او بېګناه خلک وژني. که په ښارونو کې ورباندې بريدونه وکړو، نو د ولسي خلکو په منځ کې ځانونه پټوي. اوس دې خلک فکر وکړي، چې څوک يې د سپر په توګه کاروي او وژني يې؟"

ښايي دا خبرې د يو شمېر کابل اوسيدونکو زړونو ته پرېوتې وي او پر ايتلافي پوځونو پړه واچوي چې د پلازمېنې د پنځو ميليونو اوسېدونکو ژوند په خطر کې اچوي.

د ملي شورا د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې مشر، نورالحق علومي وويل: "بهرني پوځونه او ترهګر دواړه قصدا خلک د سپر په توګه کاروي. ولې بهرنيان، سره له دې چې له بريدونو څخه خبر دي، د خلکو په منځ کې ځانونه پټوي او مرګ ژوبله رامنځته کوي؟"

علومي، چې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازى دى،  وويل، بهرنيانو ته اړتيا نشته چې د هېواد په کوم ښار کې ګزمې وکړي. 

نوموړي زياته کړه: "زه نه پوهيږم، چې هغوى خلک ساتي او که د خلکو په واسطه ځانونه ساتي."

علومي ددې پوښتنې په ځواب کې، که چېرته بهرني پوځونه په تړل شوو سيمو کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي، نو ايا ولسي خلکو ته به د مرګ ژوبلې شمېره راټيټه شي، وويل، نړيوالو پوځونو پخوا هم په دې سيمو کې د نه تګ راتګ ژمنې تر پښولاندې کړي دي.

د کورنيو چارود وزارت وياند، زمري بشري وويل دوه کاله دمخه د ناتو تر مشرۍ لاندې له ايساف پوځونو سره د يوې موافقې له مخې بهرنيو سرتېرو په ښاري سيمو کې ګزمې بندې کړي او مسؤوليت يې پوليسو او ملي اردو ته سپارلى دى.

هغه وويل: "په ښار کې ليدل کيدونکي ګاډي د سلاکارانو دي، چې هره ورځ خپلو دندو ته ځي او راځي. موږ به خپلې هڅې جاري وساتو چې په ګڼ مېشتو سيمو کې د سلاکارانو تګ راتګ هم محدود کړو او ډاد تر لاسه کړو، چې ترهګر ونشي کړاى ولسي خلکو ته زيان ورسوي."

بشري وويل دا طالبان او القاعده دي چې دچ ولسي خلکو ته د زياتره مرګ ژوبلې مسؤوليت پر غاړه لري.

هغه وويل: "دا ترهګر دي چې د ولسي خلکو په منځ کې ځانمرګي بريدونه سرته رسوي او مرګ ژوبله وراړوي. که هغوى مسلمانان وي بايد دا کار ونه کړي."

د ايساف د ګډې قوماندې يو اړوند چارواکي، ډګرمن تود ويسيان ټينګار وکړ چې د کابل امنيتي چارې د افغان حکومت د پوليسو، استخباراتو او اردو پر غاړه دي.   

هغه وويل: "د ايساف سيمه ييزه قومانداني له ځايي پوځونو سره شريکه ده، خو مشرتوب يې په څرګند ډول د افغانانو په لاس کې دى. په حقيقت کې په دې ورستيو کې د وسلو د زېرمو پيدا کول او د (مخالفينو) بندي کول د افغان امنيتي ځواکونو له خوا رهبري شوي، پلان شوي او سرته رسيدلي دي."

نوموړي زياته کړه چې د مى د مياشتې د اتلمسې بريد په ګزمې کې د ايساف په واحد نه و تر سره شوى، بلکې په يو لړ ګاډو تر سره شوى و، چې له يوې چوڼۍ څخه بلې ته د تګ په حال کې و. ويسيان له خلکو سره د خواخوږۍ په څرګندولو وويل، که بهرنيان په کابل کې وي او که نه وي، ياغيان به د کابل پر اوسيدونکو باندې خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.

هغه وويل: "دا بريدونه د ځايي او نړيوالو رسنيو د پام د راګرځولو په موخه ترسره کيږي. هغوى حکومتي تاسيسات او نړيوالې موسسې تر بريد لاندې نيولي، لکه څنګه چې يې زياتره د ايساف پر ځواکونو او تاسيساتو بريدونه کړي دي. موږ خپل عمليات ډېر محدود کړي ترڅو کابل ښاريانو ته زيان ونه رسيږي او د ياغيانو د بريدونو فرصتونه مو لږ کړي دي. دا بريدونه په پټو سترګو کيږي (نامشخص دي) او تل د بېګناه خلکو د مرګ ژوبلې لامل کيږي. ياغيان ددې پروا نه کوي چې د خپلو افراطي موخو د ترلاسه کولو لپاره چاته زيان رسوي."

ولسي خلکو ته مرګ ژوبله له اوږدې مودې راهيسې د افغان حکومت او نړيوالو پوځونو تر منځ  يو حساسه موضوع او د اختلاف ټکى دى.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون خبر ورکوي، چې د ٢٠٠٩ کال په اوږدو کې په بېلا بېلو پېښو کې ١٤٤٢ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. په وژل شوو خلکو کې ٤٠٣ نارينه، ٢٦٩ ماشومان او ١١٨ ښځې او نور شامل دي، چې پېژندنه يې شوې نه ده. د رپوټ له مخې ٦٠ سلنه خلک په ځانمرګو بريدونو او د سړک د غاړې په بمونو کې وژل شوي او ٤٠ سلنه د نړيوالو پوځونو له خوا وژل شوي دي. کميسون وړاندې وايې چې دا شمېره کره نه ده، ځکه کارکوونکي يې له هغو سيمو څخه شمېرې راټولې کړي، چې ورتللاى شول.  

په کابل کې د افغان بشري حقونو د کميسون مشر، لعل ګل وويل چې بهرنيو ځواکونو، افغاني چارواکو او طالبانو ته يې خپله اندېښنه په ډاګه کړې ده.

هغه وويل: "موږ باور لرو هر هغه عمل چې د ولسي مرګ ژوبلې لامل کيږي، ښايي له بشري حقونو څخه د سرغړونې په سترګه ورته وکتل شي. داسې بريښي چې بهرني ځواکونه د طالبانو په پرتله (ولسي) خلک زيات د سپر په توګه کاروي."

هغه وويل، په ښاري سيمو کې  پوځي ګاډي نه يوازې د ځانمرګي بريدونه خطر زياتوي، بلکې ترافيکي بندښت رامنځته کوي او ژوند له ګډوډۍ سره مخامخ کوي.

هغه زياته کړه: "موږ معلومات لرو چې کله څلور لارې د بهرنيو پوځونو له خوا تړل شوي، روغتون ته په لارې ناروغانو د ترافيکي بندښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى."

سياسيتوال او ليکوال، وحيد مژده وايي، افغان ملي اردو او پوليس د ښارونو د ساتنې وس لري. له دې امله په ښارونو کې د بهرنيو پوځونو د تګ راتگ اړتيا نشته.

هغه وويل: "بهرني پوځونه خلک د سپر په توګه کاروي. هغوى د ښارونو په منځ کې، چې اړتيا ورته نشته، پوځي کمپونه جوړ کړي او ها خوا دې خوا ګزمې کوي."

په همدې ډول د کابل ښار يو شمېر اوسيدونکي پر بهرنيو پوځونو د ولسي خلکو د قصدي مرګ ژوبلې پړه اچوي.

څلوېښت کلن رحيم الله چې د دارالامان په بريد کې يې خپل د تره زوى له لاسه ورکړى، په غوسه وويل: "کمونيستانو به ويل چې لويديځ، په تېره بيا امريکايان، نړۍ خواره امپريالستان دي. موږ ته مسخرې برېښېدې، خو اوس يې په خپلو سترګو ګورو. دا لويديځوال وحشي خلک  په رښتيا هم نړۍ خواره او وينو ته تږي دي."

"زه هغوى ته دا وايم چې موږ د هغوى د دموکراسۍ، بشري حقونو او د بيان غولوونکو سوغاتو ته اړتيا نه لرو. له دې زيات زيان مه رارسوئ او له هېواده مو وځئ!"

د کابل د مکروريانو د سيمې اوسيدونکي، ٢٥ کلن احسان الله وويل: "په ولايتونو کې خلک د هغوى د وحشي بريدونو له ډاره ويده کېداى نشي او په کابل ښار کې يې خلک په ګزمو کې وژل کيږي. دا څه راز بشري حمايت يا دموکراسي ده؟"

هغه زياته کړه: "دې ښاغلو ته به، چې دلته د سولې په نامه راغلي دي، دا ښه وي، له ښارونو څخه وځي او په خپلو پوځي اډو کې واوسيږي يا په هغه ځايونو کې ګزمې وکړي، چې جګړه په کې روانه ده. که نه نو، امنيت به نه وي."

يو شمېر نور خلک پړه پر طالبانو اچوي او وايي چې ياغيان بايد له ولسي سيمو وړاندې د جګړو په ليکو کې له بهرنيو ځواکونو سره وجنګيږي.

د ٣٠ کلن قيس په نامه د پروان ولايت اوسيدونکي، چې د دارالامان په بريد کې يو ورور له لاسه ورکړى و، وويل: "طالبان خوشحال دي چې په ښارونو کې داسې بريدونه سرته رسوي. هغوى غواړي خپل زور وښيي او جوته کړي چې کنترول لري. دويم دا چې غواړي د خلکو په منځ کې د بهرنيانو په وړاندې خپله کرکه وښيي."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists