د طالبانو بريدونه د جګړې د نوو تکتيکونو څرګندونه کوي

ياغيان وايي پر کابل او لښکرګاه بريدونه ددې ارادې څرګندونه کوي چې جګړه د حکومت مرکز ته راولي.

د طالبانو بريدونه د جګړې د نوو تکتيکونو څرګندونه کوي

ياغيان وايي پر کابل او لښکرګاه بريدونه ددې ارادې څرګندونه کوي چې جګړه د حکومت مرکز ته راولي.

Wednesday, 24 February, 2010
. دې خبرې خلکو ته دا پوښتنې پيدا کړې، چې که داسې وه ، نو ولې هغه رامنځته شوه او دومره دوام يې وکړ.



د جنورۍ په ٢٩ د [هلمند د] والي دفتر شمال ته په ٢٠٠ مترۍ کې د حاجي عزيزالله د مارکيټ په منځ کې د جګړې د درنو او سپکو وسلو غږونه د هلمند د ولايتي مرکز تر شاوخوا پورې اورېدل کېدل. د ماښام شپږ بجې چې جګړه پاى ته ورسېده، مارکيټ په خارو ايرو اوښتى و، اووه تنه بريد کوونکي، چې وايي د پوليسو يونيفورم يې په تن وو، ټول مړه او لږ ترلږه اته ولسي خلک ټپيان شوي وو.



د ترهګرۍ په وړاندې ولايتي مشر، خان الماس خبريالانو ته وويل، څو ورځې دمخه پوليسو ته داسې خبرونه رسېدلي وو چې طالبان غواړي پر لښکرګاه باندې بريد وکړي. هغه وويل آن د هدف پته، چې د مارکيټ تر جوړېدو لاندې ودانۍوه، ورته معلومه وه.



هغه په داسې حال کې چې جګړه روانه وه، وويل: "اووه تنه ځانمرګي بريدکوونکي دننه ورننوتلي دي. هغوى سره خطرناکې وسلې دي، خو موږ به يې وتلو ته پرېنږدو."

پوليس او سرتېري ښار ته راغلل، د تالاشۍ پوستې يې جوړې کړي اوڅلور لاري کنترولوي. امنيتي ځواکونه تر مارکيټ راتاو شوي دي، د ناتو چورلکې د هغې پر سر په هوا کې ګرځي او پر بريد کوونکو ډزې کوي.



د مارکيټ دننه بريد کوونکي د والي پر دفتر او استوګنځي، د بست پر هوټل، باندې د راکټونو ډزې کوي.



ځايي استوګن ډېر ډاريدلي، ځکه په ٢٠٠٨ کال کې پر لښکرګاه باندې د طالبانو تر بريد راوروسته داسې کومه پېښه نه وه شوې.



دعبدالجبار په نامه يو تنکى ځوان چې په منډه له ښوونځي څخه کورته تښتيدلى و، وويل: "ما مې مور ته وويل چې بايد له ښاره ووځو. طالبانو بريد کړى او وضعه ډېره خرابه ده."



د هلمند د والي مرستيال، عبدالستار ميرزکه وال ماښام د رسنيو په يوې غونډې کې ددې پخلى وکړ چې حکومت ته د بريد اخطارونه رسيدلي وو.



هغه وويل: "موږ درې ورځې دمخه خبر وو، چې يوه وسله واله ډله د ښار دننه د يو بريد اراده لري. موږ ته آن د مارکيټ د ودانۍ په اړه معلومات رارسيدلي وو. موږ د [مارکيټ] له خاوند سره څوځلې خبرې وکړې ... او ورته مو وويل چې يا خپله امنيت ټينګ کړي او يا موږ ته اجازه راکړي چې امنيت ټينګ کړو."



د مارکيټ خاوند، حاجي عزيزالله مارکيټ ته د زيان د رسيدو له امله خپه و او پړه يې پر حکومت اچوله.



هغه وويل: "زما مارکيټ ته ډېر تاوان رسيدلى دى. حکومت ولې دمخه د بريد مخه ونه نيوله؟ هغوى ماته څو پلا وويل، چې ښايي پر مارکيټ بريد وشي. ما ورته وويل، چې بايد امينت يې ونيسئ. دا يوه غميزه ده."



تر اوسه حاجي عزيزالله ته د رسيدلي تاوان کچه څرګنده نه ده، خو هغه وايي چې يوازې د مارکيټ په رنګه ښيښو ٣٠ زره امريکايي ډالره لګيدلي وو.



د والي مرستيال وويل، يو کميسون به جوړ کړي او کېداى شي حاجي عزيزالله ته د رسيدلي تاوان يوه برخه ورکړ شي. نوموړي ټينګار وکړ، چې عزيزالله پخپله پړ دى، ځکه ودانۍ يې د امنيتي ځواکونو واک ته نه وه سپارلې.



د مارکيټ خاوند دا خبره ردوي او وايي: "زه يو ولسي سړى يم. زه پخپله د مارکيټ امنيت نشم ساتلاى او حکومت يې ساتنه ونه کړه. زه به هره ورځ خپل مارکيټ ته تلم. يو شمېر افراد به مې د پوليسو په جامو کې ليدل. هغوى به زما مارکيټ ته ننوتل. چرس به يې څکول او بيا به بېرته تلل. زه څه پوهېدم چې هغوى مخالفين دي؟"



د ملي امنيت د ادارې يو چارواکي وويل د رارسيدلو استخباراتي رپوټونو له مخې مارکيټ تر څارنې لاندې و.



هغه وويل: "موږ خبر شوي وو چې ښايي پر دې ودانۍ بريد وشي. موږ هلته هره ورځ تللو او ګزمې مو کولې، خو نن ځانمرګي بريد کوونکي له موږ څخه دمخه هلته رسيدلي وو."



هغه په ټينګار وويل د پوليسو اقدام يو برى و او آن د يوې سترې غميزې مخه يې ونيوله.



هغه وويل: "طالبانو پلان درلود چې هلته پاتې شي او د شپې بريد وکړي. هغوى غوښتل د بست هوټل او نور مهم ځايونه تر بريد لاندې ونيسي. موږ په خپلوهلوځلو هغوى وموندل."



د ولايتي مرکز يو شمېر اوسيدونکو هم وپوښتل سره له دې چې اخطارونه ورته رسيدلي وو، ولې حکومت د بريد مخه ونه شواى نيولاى؟ خو يو زيات شمېر نورو هغه مهال د کرارۍ احساس وکړ، چې جګړه ولسي خلکو او پوليسو ته د زيات زيان له رسېدا پرته پاى ته ورسېده.



د ميراحمد په نامه يو تن، چې په ښار کې په يوې کراچۍ کې کيلې او کېنو پلوري، تر هغه اندېښمن نه و، ترڅو جګړې زور نه واخيستى.



هغه وويل: "تر غرمې پورې هر څه ښه و. چا اندېښنه نه درلوده. خو کله چې يې تر ماښام دوام وکړ، نو خلک وډارېدل. هغه بايد دمخه پاى ته رسېدلى واى. په زرګونه کورني او بهرني ځواکونه وو. بهرنيان هر راز وسلې لري. ولې يې په سهار کې مخه ونشوه نيولاى؟"



د هلمند امنيتي چارواکي وايي، له دې امله چې بريد د ښا ردننه و، بايد د خلکو د ژوند او شتو په اړه يې پوره احتياط کړى واى.



د هلمند د امنيت آمر، اسدالله شېرزاد وويل: "[د بريد ضد] ځکه زيات وخت ونيو چې د مارکيټ څنګ ته نژدې د خلکو کورونه وو. موږ ولسي خلکو ته د زيان د رسېدو د مخنيوي په خاطر ورو، ورو ګام پورته کاوه. موږ پوهېدو چې د شپې تر را رسېدو جګړه پاى ته رسوو، ترڅو زموږ هېوادوال په کراره بيده شي."



د بريد د پاى ته رسېدو پر مهال پوليس په خپلو کې سره شول. چا ويل د ياغيانو جګړه ما پاى ته وروسوله او چا ويل ما.



د ځانګړو پوځونو د درېم کنډک قوماندان، ډګروال شيرين شاه وويل: "پوليس له ودانۍ راتاو شوي وو. د ماسپښين په درېو بجو ٢٠٠ ځانګړي ځواکونه راورسېدل. موږ د ورځې ناوخته خپل عمليات پيل کړل. موږ دوه تنه وسله وال او يو ځانمرګى وواژه."



مارکيټ ته څېرمه اوسيدونکي عيني شاهدان وايي پوليس په زړورتيا و جنګېدل او نور پوځونه حاضر نه وو.



د ودود په نامه يو تن وويل: "ما هر څه په خپلو سترګو وليدل. ځانمرګي بريد کوونکو ډېره سخته جګړه وکړه. له هغوى سره درنې وسلې وې. له پوليسو سره د ملي پوځ او بهرنيو ځواکونو څوک نه وو. هغوى ودانۍ ته د ننوتلو څو هڅې وکړې، خو شاتګ ته اړ ايستل شول."



د امينت آمر شېرزاد مطبوعاتي غونډې ته وويل چې د هغه پوليس اتلان دي.



هغه وويل: "زه په دې خوښ يم چې زموږ د ولس دښمنانو ونشول کړاى ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوي. زما زړورو سړيو جګړه ودروله. زه د لښکرګاه خلکو ته ډاډ ورکوم، چې پر ښار کې به د بل هر بريد مخه ونيسم."



د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يو روغتياپال (نرس) د نوم د نه ښودلو په شرط آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د ورځې په اوږدوکې ورته اته تنه ولسي ټپيان راوړل شوي وو.



نوموړي روغتياپال وويل: "له اتو تنو څخه يو ومړ. پنځه تنه نور له پانسمان او درملنې وروسته رخصت شول. دوه تنه يې لا تر اوسه په روغتون کې دي."



حکومت ردوي چې کوم ولسي شخص دې ټپي يا وژل شوى وي.



خبريالانو ته د بريد په ماښام اجازه ورکړل شوه، چې مارکيټ ته ننوځي او له جګړې څخه راولاړ شوى حالت وګوري. تشې ګولۍ هرځاى پرتې وې او هغه ښکلې ودانۍ په کنډر اوښتې وه.



د مارکيټ دننه درې وژل شوي جسدونه پراته وو، چې د پوليسو يونيفورم يې په تن کې وو. د يو تن په ځان لا تردې دمه ځانمرګى واسکټ و.



د بريد کوونکو د شمېر په اړه بېلا بېلې ويناوې کيږي. طالبان د شپږو تنو خبره کوي، خو د پوليسو په رپوټونو کې اووه تنه وو. دوو تنو ځانونه هماغه سهار الوځولي وو او درې تنه د مارکيټ دننه وو. معلومه نه ده چې هغه نور څه شول، خو پوليس وايي چې ټول بريد کوونکي وژل شوي دي.



د ملي امنيت د استخباراتو يوې ډاډمنې سرچينې وويل چې تر بريد وروسته يې په مارکيټ کې ٣١ زېرمه شوي راکټونه وموندل. سربېره پر دې امنيتي پوځونو څلور لاسي بمونه، د AK43 ماشينګڼې او درنې وسلې لاس ته راوړي دي.



هغه وويل: "څنګه چې مارکيټ تر ودانولو لاندې و، پوليس نه وو توانيدلي ټول تجهيزات وګوري."



د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي د جګړې له پيل يوازې نيم ساعت وروسته د بريد مسؤوليت پرغاړه واخيست. نوموړي رسنيو ته په يو پيغام کې ادعا وکړه چې شپږو تنو ځانمرګي بريد کوونکو شل تنه افغان او بهرني سرتيري وژلي دي او په سيمه کې يې د بست هوټل او د ملګرو ملتونو دفتر تر محاصرې لاندې راوستى دي.



ددې ادعا رپوټونو د عيني شاهدانو له وينا سره سمون نه درلود، چې ګوندې بريد کوونکي له مارکيټ ونه وتل او د والي د دفتر د وينا له مخې کوم پوليس يا امنيتي پوځ نه وژل شوى او نه ټپي شوى دى. له هوايي مرستې پرته په جګړې کې د بهرنيو ځواکو د ښکېليتا په اړه هم کوم رپوټ نه دى ورکړ شوى.



په روانه مياشت کې دا د طالبانو دويم بريد و. د جنورۍ په اتلسمه اووه تنه ياغيان په کابل کې ښار ته ننوتل او د چارواکو د وينا له مخې په کې پنځه تنه پوليس او يو ماشوم ووژل شول. دې بريد نوموړې سيمې ته د يو پلورنځي په ګډون ډېرزيان ورساوه، چې په خاورو ايرو يې اړولې وه.



قاري يوسف په يوې تليفوني مرکې کې وويل طالبان د بهرنيو پوځونو د شمېر د زياتوالي له امله دې ته اړ ايستل شوي چې خپل تکتيکونه بدل کړي.



هغه وويل: "موږ د کافرانو په وړاندې خپل جهاد ته دوام ورکوو. موږ هغه لاره غوره کوو، چې برياليتوب ته مو رسوي. حکومتي چارواکي درواغ وايي. په کابل کې زموږ په بريد کې په لسګونه حکومتي او بهرني سرتيري وژل شوي دي. موږ په لښکرګاه کې بريالي عمليات سرته ورسول او خپل زور مو وښود."



د طالبانو وياند وويل، ولسي مرګ ژوبله د جهاد بيه ده.



نوموړي وويل: "موږ حق لرو کافران له هېواده وشړو. موږ به هوټل خاوند ته رسيدلى زيان ورنه کړو. خو موږ به ورته دعا وکړو چې خداى هغه زموږ په جهاد کې شريک کړي."

Frontline Updates
Support local journalists