د طالب کيسه

د هلمند يو اوسېدونکی خپله کيسه کوي، چې څنګه هغه د سپتمبر له يوولسمې څخه دمخه د طالبانو له خوا جګړې ته راکښل شو او بيا څنګه وتښتېد.

د طالب کيسه

د هلمند يو اوسېدونکی خپله کيسه کوي، چې څنګه هغه د سپتمبر له يوولسمې څخه دمخه د طالبانو له خوا جګړې ته راکښل شو او بيا څنګه وتښتېد.

Wednesday, 11 April, 2007
. هغه مهال زه اتلس کلن وم. سره له دې چې په هلمند کې زيږېدلای وم، خو ټول عمر مې په پاکستان کې تير کړی و.



هغه مهال افغانستان له خطر څخه خورا ډک و. دلته هرځای جګړې وې. لومړی له روسانو سره، بيا د جنګ سالارانو خپلمنځي جګړې. زما پلار زه پېښور ته واستولم. هلته په ښوونځي کې شامل شوم. هغه او د هغه ورور په لښکرګاه کې پاتې شول. هلته يي يوه هټۍ درلوده.



د 2001 کال په لومړيو کې چې لا طالبان په واک کې و، زه هېواد ته په ميلمستيا راغلم. دا افغانستان ته زما لومړۍ پلا راتګ و.



په لومړۍ ورځ مې د پلار په هټۍ کې ناست وم، چې يوه نجلۍ مې وليده.



زه يو ساده سړی يم. په دې شيانو څه پوهېدم. په پېښور کې شيان بل راز و. موږ له نجونو سره يوځای زده کړه کوله. هغوی څادرۍ نه پر سرولې.



دلته يوه داسې نجلۍ وه، چې مخ يي ما کتلای نه شو. هغې ماته يو ليک راکړ او ويي چې مينه راسره لري.



له څو اوونيو ليدو کتو وروسته ما له هغې څخه د څادرۍ د پورته کولو غوښتنه وکړه. له هغې وروسته زه هم مين شوم.



کله چې مې پلار خبر شو، نو زيات خپه شو. هغې راته وويل، چې ځه، بېرته پاکستان ته لاړ شه. خو زه د څادرۍ په نجلۍ مين شوی وم.



زه هملته په هلمند کې پاتې شوم او له دې ځايه ستونزې پيل شوې.



طالبانو د ځمکې له خاوندانو څخه يو، يو نفر د جګړې لپاره وړلو. زما کورنۍ بډايه وه او ډېره ځمکه يي درلوده. ددې تر څنګ موږ پيسې هم درلودې. يو بل نفر مو د 600000 افغانيو په بدل کې د ځان له خوا واستولو. هغه زما پر ځای ولاړ.



بله پلا چې طالبان بيا راغلل، هغوی د هرې هټۍ پر سر يو جنګيالی غوښتلو. موږ بل جنګيالي وموند او پيسې مو ورکړې. دا پلا مو 900000 افغانۍ ورکړې.



هغوې بېا راغلل. دا پلا هغوی د هرکور په سر يو نفر اخيسته، دا پلا يي زه له ځانه سره بوتلم.

هغوې زه په خپل محبس کې بندي کړم. دا ډېر ناولی ځای و او دلته يي د دوو ورځو لپاره له نورو ډېر خلکو سره وساتلم. له هغه وروسته يي موږ ټول شل نفره په يو موټر کې سپاره کړو او کندهار ته يي ولېږدولو. په بله ورځ يي کابل ته راوستلو.



په کابل کې يي زه د جمهوري رياست ماڼۍ ته راوستم. دا هغه ځای و، چې اوس په کې ولسمشر حامد کرزی کيني. دلته مو د افغانستان د شمال لپاره د طالبانو له قوماندان ملا قيوم سره وليدل.



هغوی موږ ته وويل، په کندوز کې جګړه روانه ده او موږ بايد جهاد ته ولاړ شو. موږ ته وسلې، راکټونه او کلاشينکوف راکړ شول. هغوی زموږ د روزنې خپال ونه ساته. ځکه په افغانستان کې آن ماشومان دا کارونه کولای شي.



له کابل څخه په الوتکه کې د ارچې په دښته کې راکښته شو. دلته د جګړې لومړۍ ليکه وه.



دشپې له خوا دلته راورسېدو. موږ ته هيڅ شی نه ښکارېده.



زه په خاورو دوړو پټ وم. ما د ځان د پرېمنځلو لپاره اوبه وغوښتې. يو جنګيالی يا طالب راته سيند په ګوته کړ. راته يي وويل، چې روښنايي له ځان سره يونسم، ځکه هغه بلې غاړې ته دښمن پروت دی. تکه توره تياره وه، هيڅ شی مې نه ليده او په اوبو کې ولوېدم. اوبه ډېرې يخې وې. زه لوند شوم. ما له خپل ټوپک او راکټونو څخه ځانته بستره جوړه کړه. له لمانځه وروسته خوب يوړم.



په سبا يي دښمن بريد پيل کړ. زما په فکر هغوی د احمدشاه مسعود د ډلې خلک و. زموږ سره پاکستانيان، عربان او افغانان و.



طالب قوماندان ملا قيوم په اردو سمې خبرې نه شوای کولای. پاکستانيانو سره په خبرو نه پوهيد. زه د هغه ژباړن شوم. له دې وروسته مې کارونه سم شول. زه هغه ته ډېر نژدې شوم. هغه ماته د خپل د زوی په سترګه ګتل.



ما له طالبانو سره دوې مياشتې او 17 ورځې تېرې کړې. وروسته کيسه ډېره خرابه شوه، موږ اورېدل چې دښمن طالبان نيسي، په کانتينرونو کې يي اچوي او په دښتو کې يا تر اوبو لاندې يي ښخوي.



يوه ورځ ملا قيوم ته د "امريکايانو د راتګ" خبر ورسيد.



هغه ماته وويل: "هوښيار اوسه. ځه کورته لاړ شه. ښايي دلته ستونزې پيداشي."



هغه ماته 1600000افغانۍ او يو موټر راکړ. له نورو دوو طالبانو سره رارهي شوم. اووه بنديان يي هم راکړل، چې بايد تخار ته مو رارسولای وای.



خو کله چې هلته راورسيدو، يو طالب ودرولو او راته يي وويل، د امريکايانو بماري پيل شوې ده. په سړک باندې تګ له خطر څخه ډک و. موټر او بنديان مو په ځای پرېښودل او د غرونو له لارې راروان شو.



له ماسپښين څخه تر سبا سبايي پورې مو ډېر ساعتونه مو لاره ووهله. يو موټر مو مخې ته راغی، چې د باميان له هزاره ګانو څخه ډک و.



هغوی زما د ځای او ځايګي پوښتنه وکړه. ما ورته ځان پکتياوال وښود. په دې پوهېدم کې مه ورته د هلمند ويلای وای، نو وژلای به يي وای. د هزاره ګانو طالبان بد ايسېدل. ځکه هغوی په باميانو کې ډېر خلک وژلي و.



دې هزاره ګانو له ما سره ښه چلن وکړ. هغوی له ځان سره په موټر کې يوړم او پاکې جامې يي راکړې. هغوی ويل: "که ته سپينې جامې واغوندې او ووايي، چې سوداګر يي نو له ستونزو سره به مخامخ نه شي."



ما کابل ته د رسېدو لپاره دوه ورځې او يوه شپه لاره ووهله. کله چې کابل ته ورسېدم، نو د طالبانو مرکز ته ولاړم. هغوی راباندی د تېښتې تور ولګولو. هغوی راڅخه ټولې پيسې واخيستې ويي لټولم او راته يي وويل، چې دلته اوسه.



ما نور پلانونه درلودل. زه د سرويسونو تمځای ته لاړم او د کندهار په موټر کې سپور شوم. کله چې دلته راورسېدم، د پيسې بدلوونکي مې وموندل، چې د پلار دوستان مې و. هغوی ماته پيسې راکړې او هلمند ته يي واستولم.



زما په لېدو ټول خوشحاله شول. مور مې راته ډېر وژل.



کور ته له ستنېدو يوه اوونۍ وروسته مې کوژده وکړه. خو له هغه نجلۍ سره نه، چې ورباندې مين شوی او په هلمند کې ورته پاتې شوی وم. زما کورنۍ غوښتل خپله د تره لور راته واده کړي. دا د هغوی پرېکړه وه. ما هم بايد منلی وای. ما هغوی ته وويل، چې له زه له بل چا سره واده کول غواړم. هغوی وويل: "اندېښنه مه کوه، هغه به درته هم وکړو."



خو تر اوسه مې له هغې سره واده نه دی کړی. ځکه د هغې کورنۍ نه غواړي هغه په بن ورکړي.



زموږ له ليدنې څخه وروسته شپږ کلونه تېر شول. هغه زما انتظار باسي. هغه وايي که ماته يي رانه کړي، نو ځان به ووژني.



زه اوس د يو زوی خاوند يم. ما د خپلې د څادرۍ د نجلۍ نوم په خپل مټ انځور کړی دی. زما هيله داده، چې له هغې سره يوځای واوسم. که هغه ماته راکړي، نو د هېواد تر ټولو ستر سړی به يم. زه به له کرزي او نورو څخه ډېر ستريم.



ژوند اوس بل راز دی. نور نو طالب نه يم، بلکې اوس يو سوداګر يم. هټۍ لرم او پيسې ګټم.



له اوسني حکومت څخه هيله لرم، ترڅو مو امنيت ټينګ کړي. خو نه يي شي کولای.



طالبان هر ځای شته. هغوی په ټول هلمند کې شته. حکومت د هغوی په وړاندې هيڅ هم نه شي کولای.



ما وليدل چې طالبانو زما د کور ترمخه يو سړی وواژه. هغوی لس تنه په موټر سايکلونو سپاره و. پوليس هم هلته موجود و. خو د طالبانو تر تګ پورې په خپل موټر کې ناست و.



دا حکومت زما څه په درد وخوري. څه چې مې تر لاسه کړي دي، په خپلومټومې د شخصي اړيکو له لارې تر لاسه کړي دي.



زه له طالبانو سره دوستانه اړيکې لرم. هغوی ما پېژني او ورته ګران يم. هغوی زموږ کور ته راځي او له موږ څخه شيان غواړي.



په حقيقت کې هغوی زما نه خوښيږي. که هغوی د پخوانيو طالبانو په څېر وي، نو ښه به نه وي. زه نه غواړم بيا مې څوک جنګ ته يوسي. که هغوی امنيت راولي نو دا به ښه وي.



زه نه له طالبانو څخه ډاريږيم، نه له حکومت څخه. يوازې له دې ډاريږيم، چې که مينه مې، د څادرۍ نجلۍ، مې له لاسه ووځي.
Frontline Updates
Support local journalists