د ټاکنو تګلارو رايه ورکوونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي

د وږي (سنبلې) په راتلونکي مياشت کې پارلمان ته د رايه ورکولو پر مهال ددغه قانون جوړوونکي ارګان د غړيو د ټاکلو په اړه زيات شمېرخلک پوره معلومات نه لري.

د ټاکنو تګلارو رايه ورکوونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي

د وږي (سنبلې) په راتلونکي مياشت کې پارلمان ته د رايه ورکولو پر مهال ددغه قانون جوړوونکي ارګان د غړيو د ټاکلو په اړه زيات شمېرخلک پوره معلومات نه لري.

په داسې حال کې چې د افغانستان لومړنۍ دموکراتيکې پارلماني ټاکنې راروانې دي، په دې زيات زور اچول کيږي، ترڅو خلک په دموکراتيکه توګه د رايې د ورکولو په هکله لازمه پوهه تر لاسه کړي. خو هغه پېچلي سيستم دا دنده له ننګونې سره مخامخ کړې ده، چې د هېواد پارلمان ته د غړيو د ټاکلو په اړه تر پام لاندې نيول شوی دی.


د ټاکنو د تنظيم ګډې څانګې (JEMB) د 1600 تنو د ګومارلو له لارې يو کمپاين پلی کړی دی، چې په ښوونځيو، پوهنتونونو، جوماتونو او نور عامه ځايونو کې د رايې ورکولو وړ خلکو ته د رايې ورکولو په اړوند لازم معلومات چمتو کيږي.


سياسي ګوندونه او پارلماني کانديدان وايي، چې د JEMB هڅې ډېرې لږې او ناوخته پيل شوي دي.


د افغانستان د ملي پيوستون د غورځنګ يو لوړپوړی غړی، عبدالرحمن نثار وايي، نوموړې څانګه (JEMB) له هماغه لارو چارو څخه ګټه اخلي، چې د تېرکال د ولسمشرۍ د ټولټاکنو لپاره يې کارولې وې. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پر مهال خلکو کولای شول د اتلسو کانديدانو په منځ کې په اسانۍ يو (تن) غوره کړي. خو پارلمان او ولايتي شوراګانو ته به يو زيات شمېر کانديدان ولاړ وي. خلک د بهير په اړوند ژورې پوهې ته اړتيا لري.))


دا ټاکنې په هرې کچې پېچلې دي. د وږي په 27 به د افغانستان رايه ورکوونکي له 3000 تنو څخه پارلمان ته 249 تنه استازي ټاکي. په ځينو ولايتونو کي به د ولسي جرګې د 20 يا 30 څوکيو لپاره تر 400 تنو پورې کانديدان سياليو ته ولاړ وي.


پر دې برسېره رايه ورکوونکي به ولايتي شورا هم ټاکي. له 3000 تنو څخه زيات خلک به ددې شورا ګانو420څوکيو ته سيالي وکړي، چې د متناسب استازيتوب (نفوس) پر بنسټ ولاړې دي. هره ولايتي شورا به په خپل وار له خپل منځ څخه غړي مشرانو جرګې ته غوره کوي.


رايه ورکولو ته له دريو مياشتو څخه لږه موده پاتې ده. په سيستم باندې د خلکو د پوهولو لپاره زياتو معلوماتو ته اړتيا ليدل کيږي، خو د څارونکو په وينا تر اوسه خلکو ته په دې اړه ډېر لږ کار شوی دی.


سياستوال نثار آی ډبليو پي آر ته وويل: ((زه په کابل کې اوسيږم، خو تر اوسه مې د عمومي بهير په اړه څه اوريدلې نه دي. زه ډاډه يم هغه خلک چې په ولايتونو يا ليرې ځايونو کې اوسيږي، د ټاکنو په اړه به هيڅ معلومات و نه لري. که خلکو ته پوره معلومات ور نه کړل شي، نو زما په اند به يو زيات شمېر (رايه ورکوونکي) برخه وانخلي او يو زيات شمېر ووټونه به له لاسه ووځي.))


د ښځو د اتحاديې مشره او پارلمان ته کانديده، ثريا پرليکا دا خبره مني. هغه وايي: ((د پارلمان د ټاکلو سيستم د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په پرتله خورا زيات پېچلی دی.))


هغه وايي، ستونزه يوازې په رايه ورکوونکو باندې نه څرخيږي. ((يو شمېر کانديدان شته، چې اورېدلي يې دي، د پارلمان غړيو (وکيلانو) ته موټر ورکول کيږي او په ډالرو معاشونه به اخلي، نو له دې امله يې ځانونه څوکيو ته کانديد کړي دي. خو ان په دې نه پوهيږي، چې پارلمان څه ته وايي. دا يوازې رايه ورکوونکي نه دي، چې روزنې ته اړتيا لري. کانديدان هم دې ته اړتيا لري، چې، په قانون جوړولو باندې وپوهيږي. ))


د پرليکا د وينا له مخې د JEMB دعامه پوهاوي يو شمېرکارکوونکي پخپله د سيستم په هکله پوره معلومات نه لري، چې رايه ورکوونکو ته يې ورکړای شي.


پر دې برسېره هغې د JEMB له خوا کانديدانو د نښو (سمبولونو) د رامنځته کولو په اړه هم شکايت وکړ، چې دا کار رايه ورکوونکو ته زياتې ستونزې رامنځته کوي. هغه وايي: ((زما خپل سمبول يو څراغ دی. خو کېداي شي، بل کوم يو کانديد واوسي، چې سمبول يې دوه څراغونه وي. رايه ورکوونکي به څنګه وپوهېږي، چې څوک څوک دي؟))


د JEMB وياند، سلطان احمد بهين د خپلې څانګې د فعاليتونو ننګه کوي، وايي، د هغه موسسه د پارلماني سيستم په اړه د ښه پوهيدا لپاره د ډله ييزو رسنيو او په ټول هېواد کې د خپلو څانګو له لارې دا کار سر ته رسوي.


هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((زه ډاډمن يم، خلک تر يوې اندازې دومره پوهيږي، چې څنګه رايه ورکړي. په دې هکله به هيڅ ستونزه ونه لري.))


داسې نه بريښي، چې تر اوسه دې په کابل کې عادي رايه ورکوونکي په دې بهر کې ښکيل شوي وي.


دوه ويشت کلن محمد اسلم وايي، هغه يوازې اورېدلي، چې ټاکنې کيږي. خو تر اوسه په دې نه پوهيږي، چې ولې او يا څنګه به تر سره کيږي.


هغه وايي: ((زه نه پوهيږم، ولسي جرګه، مشرانو جرګه او يا ولايتي شورا ګانې څه شی دی او يا څنګه خلک هغوی ته رايې ورکوي. ما يوازې دا نومونه اوريدلي او بس. ))


اسلم زياته کړه، هغه معلومات چې په دې برخه کې په تلويزيون کې ورکول کيږي، لږ دي او پوره روښانه نه دي.


په پلازمينې کې يو هټيوال، 50 کلن محمد اسمعيل وايي: ((زه د ټاکنو په اړه هېڅ معلومات نه لرم او تر اوسه چا ماته په دې اړه څه نه دي ويلي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists