د ټاکنو د پايلو ځنډ په پکتيا کې اقتصاد ته زيان اړولی

د ټاکنو د پايلو ځنډ په پکتيا کې اقتصاد ته زيان اړولی

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

د سويل ختيځ ولايت، پکتيا اوسيدونکي وايي اقتصادي فعاليتونه د هېواد د راتلونکي ولسمشر په ټاکلو کې د ځنډ له امله په ټپه ولاړ دي.

د [ټاکنو] بهير د اپرېل د مياشتې راهيسې روان دی چې ولسمشرۍ ته نه ولاړو نوماندانو يوه هم د څوکۍ د نيولو لپاره اړينې رايې په لاس رانه وړې. له يو څه ځنډ وروسته د دوو مخکښو نوماندانو، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ د جون په ١٤ دويم پړاو ټاکنې ترسره شوې. کله چې د لومړنيو پايلو له اعلان څخه وروسته عبدالله عبدالله د  اشرف غني احمدزي په وړاندې ځان بايلونکی وليد، نو د درغلۍ خبره يې راپورته کړه. له ناکامۍ څخه د بهير د ساتلو په موخه يوه خپلواک ټيم ته بلنه ورکړل شوه چې د  ټولو رايو د بيا شمېرنې څارنه وکړي.  

د پکتيا ولايت د سوداگرۍ او صنايعو د خونو رئيس، ډاکټر نصير آی ډبليو پي آر ته وويل، کسبه کارانو، سوداگرو او پانگه اچوونکو خپل فعاليتونه درولي. په داسې حال کې چې سياسي حالت کاواکه شوی او د توکو د نه اکمال له امله د شيانو بيې اسمان ته ختلي دي.

هغه وويل: "که چېرته ټاکنيزې ناندرۍ هوارې شي، نو د پکتيا پر اوسيدونکو به مثبتې اغېزې وکړي. موږ دمخه له ځايي پانگه اچوونکو سره خبرې کړي چې خپلې پانگې بېرته له بهر څخه پکتيا ته راوليږدوي."

د ولايتي شورا غړي، علمير ځاځي وويل، د تت او ناڅرگند حالت له امله نوي سوداگريز فعاليتونه نشته، له دې امله بېروزگاري رامنځته شوې ده.

ځاځي وويل، ټاکنيزې ناندرۍ هرچېرته، آن په اوږدې مودې دموکراتيکو هېوادونو کې عادي کار دی، خو په افغانستان کې دا مهمه خبره ده، ځکه يو نوماند هم تر دې کچې په پارېدونکو فعاليتونو کې ښکېل نه دی چې بې ثباتي رامنځته کړي.

هغه وويل: "غواړم د ټاکنو پر خپلواک کميسون غږ وکړم چې د امکان تر بريده ډېر ژر د رايو د پلټنې بهير پای ته ورسوي او پاکې رايې له ناپاکو جلا او ورسته پايلې اعلان کړي."

په همدې وخت کې د پکتيا دولتي او خصوصي پوهنتونونه د دوبي د رخصتيو له امله تړلي. د لوړو زده کړو وزارت ويلي، چې دا پرېکړه د غيرعادي تودوخې له امله نيول شوې، خو د پکتيا پوهنتون يو محصل، حکمت الله وويل، "دا له پلمې پرته بل شی نه دی."

هغه وويل: "ناڅاپي ځنډ د ټاکنو په اړه د سياسي ناندريو د مخنيوي له امله و."

د پکتيا ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون د څانگې مشر، بشير بهرام آی ډبليو پي آر ته وويل، تگلاره جوړه شوې او ډېر ژر به پلې شي.

هغه وويل: "وروستۍ پرېکړه د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کميسون کار دی. کله چې د ټاکنو خپلواک کميسون بياشمېرنه بشپړه کړه، نو پايله به د ټاکنو د شکايتونو کميسون ته وړاندې کړي. هغوی به په خپل وار عادلانه معيارونه پلي کړي او خلکو ته به د هغې په اړه سم او رښتينې معلومات ورکړي."

عبدالرقيب نوري په پکتيا کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.  

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists