د سياسي ګوندونو په مخ کې پروت رېوند کږلېچ

افغاني سياسي ډلې د ټاکنو د بهير لارې چارې زده کوي.

د سياسي ګوندونو په مخ کې پروت رېوند کږلېچ

افغاني سياسي ډلې د ټاکنو د بهير لارې چارې زده کوي.

په افغان پلازمېنې کابل کې د دويزې خيمې تر چترلاندې دکتور محمد هارون نهضت له خپلو اورېدونکو څخه يوه پوښتنه وکړه، چې : "دموکراسي راوپېژنئ."


يو سړي، چې په ځمکه باندې غالۍ يې پلتۍ وهلې وه، وويل: "په خلکو باندې د خلکو حکومت." د خلکو تر شا يو بل ناست برخوا ل وويل: "د بيان آزادي او يو بل ته درناوى."


نهضت ځواب ورکړ، تاسو دواړه سم واياست.


په دې توګه هغه ورکشاپ پيل شو، چې د امريکا د متحده ايالتونو د ملي دموکراتيک انستيتوت (NDI) له خوا د سياسي ګوندونو فعالينو ته جوړ شوى و، تر څو د لومړي ځل لپاره په ټاکنو کې ونډې اخيستلو لپاره چمتو شي.


NDI د ٢٠٠٢ کال د مارچ د مياشتې راهيسې په افغانستان کې کا رکوي او اوس د پلازمېنې په ګډون د کندهار، باميانو، خوست، هرات، کندوز، مزارشريف او ننګرهار په ولايتونو کې د٣٢ تنو کارکوونکو له لارې خپل فعالتيونه پر مخ وړي.


له شلو کلونو څخه د زياتې مودې جګړې څخه وروسته د ميزان د مياشتې د ١٨ او د راتلونکي کال د غويي د مياشتې په پام کې نيول شوي ټول ټاکنې د افغانستان په سياسي ژوند کې د يو لوى بدلون نښه ده.


خلک په افغانستان کې د ټول ټاکنو له لارو چارو سره بلد نه دي. د ټول ټاکنو کمپاين، پټه (سري) رايه اچول، در ايې ورکولو عمومي حق او د غښتليو سياسي ګوندونو جوړښت يوه نوې خبره ده.


د ورکشاپ موخه په افغاني ټولنه کې ددغو بنسټيزو مفهومونو څپړل دي. دکتور نهضت ددې ورکشاپ ١٠١ تنو برخوالو ته وويل، لکه څنګه چې ټول ټاکنې په افغانستان کې يو نوى مفهوم دى، نو له دې امله دا ورکشاپ ډېراهميت او ارزښت لري. هغه زياته کړه: "تردې دمخه په افغانستان کې دموکراسي موجوده نه وه. تاسو بايد خپلو خلکو ته دموکراسي راوړئ، ځکه د پخوانيو ټولو حکومتونو په موده کې له خلکو څخه د کار د وسايلو په توګه کا راخيستل کېده."


افغاني سياسي ګوندونه په دوو غښتليو او کمزورو ډلو وېشل کېداى شي: غښتلي هغه يې په عمومي توګه د وسله والو ملېشو ملاتړ لري او د لومړي ځل لپاره د د شوروي په وړاندې د مجاهدينو د مقاومت پرمهال جوړې شوي او کمزورې هغه يې، چې شمېر يې زيات دى، غير پوځي ډلې دي، چې زياتره له کابل بهر لږې پېژندل شوي او د عمومي شهرت لپاره يو څه سرچينو ته اړتيا لري.


NDI له ګوندونو سره مرسته کوي، تر څوخپله زېربنا جوړه کړي اود ټاکنو اغېزمن کمپاين پلى کړي. په دې مناسبت ددې ورکشاپ برخوال، د سعادت ملي او تنظيم دعوت اسلامي کوچنيو ډلو په ګډون، په شيعه ګانو پورې اړوند د مجاهدينو د تنظيم، د اوسني ولسمشر حامد کرزي پلوي، شيخ محمد آصف محسني تر مشرۍ لاندې دحرکت اسلامي ډلې او د خپلواک کانديد، عبدالحسيب آرين د کمپاين د ډلې کارکوونکي هغې ته رابلل شوي وو.


په هغوى برسېره، د هزاره ګانو شيعه لوى ګوند، حزب وحدت ٤١ تنه غړي، چې ولسمشرى ته د کانديد حاجي محمد محقق ملاتړي،هم ناڅاپي توګه هلته راپيدا شول.


لومړى د سياسي ګوندونو د جوړېدو د څرنګوالي په هکله خبرې وشوې او بيا زياتره خبرې اترې په عادلانه او آزادو ټاکنو باندې ولاړې وې.


يو برخوال ددې پوښتنې په ځواب کې، چې (ټاکنې څه ته وايي) وويل: "د خپل ولسشمر او خپلې راتلونکې د ټاکلو په اړوند د خلکو ګډون." يو بل تن برخوال يو پراخ نظر وړاندې کړ، ويي ويل: رايه ورکول "په خپلې راتلونکې کې د خلکو ښکېلتيا."


د ١٥ برخوالو ښځو له ډلې څخه يوې وپوښتل، چې کېداى شي، د ګوند کاروونکي اجازه ولري، د ټاکنو په ورځ خلک ترخپل اغېز لاندې راولي. دکتور نهضت هغې ته ډاډ ورکړ، چې :"د ټاکنو څارونکي به موجود وي او هغوى به هېڅ ډول درغل او چلوټۍ په اجازه ورنه کړي."


په ورکشاپ کې د ولسمشرۍ يو بېلګه ييز کمپاين او ټاکنې په لاره واچول شوې. برخوال په دريو سياسي ډلو؛ تور، شين او سور او د رايه ورکوونکو په ډله ووېشل شول.


له هغې وروسته چې هر (ګوند) د ولسمشرۍ لپاره خپل خپل کانديد وپېژندلو، خپلې تګلارې يې رايه ورکوونکو ته واورولې.


بيا د ووټ ورکولو وخت راغى. درايې اچونې بکسونه چمتو او د هر ګوند ځارونکي وګومارل شول. لکه هغه راز چې په رښتينو ټاکنو کې تر سره کيږي، د رايه ورکوونکو کارتونه سوري شول او په ګوته يې رنګ واچول شو، تر څو د دويم ځلي رايه ورکولو مخه يې ونيول شي.


له هغې وروسته رايه اچوونکي د رايې اچولو ستيشنونو ته لاړل ، د خپلې خوښې کانديد نوم يې په نښه کړ او کاغذ يې د رايې په صندوق کې واچاو. د ټولو ٨٢ رايو شمېرل هر چا وليدل او نتيجه څرګنده شوه. ګټونکي د ٤٧ رايو په تر لاسه کولو د تور ګوند يوه مېرمن وه. د رايې پنځه کارتونه بې اعتباره وګڼل شول.


يو برخوال په ټوکو وويل، نتيجه: "دامانا ورکوي، چې د (يوازينۍ ښځينه کانديده، مسعوده جلال) به ټاکنې وګټي."


له هغې وروسته د آرين د کمپاين د ډلې غړي، غلام احمد بلال له تمرين څخه خپله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل : "څنګه چې دا د افغانستان د خلکو لپاره په ټاکنو کې د برخې اخيستلو لومړى ځل دى، نو له دې امله دا راز ورکشاپونه زياته مرسته کوي."


په پاى کې شيعه ګانو او سنيانو، د بېلابېلو ګوندونو او توکمونو ځينو برخوالو په ګډه لمونځ ادا کړ.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists