د ښوونى او روزنى پرمختګ

مقامات په دى عقيده دى چى دوى د افغانستان د ښوونى او روزنى د ويجاړ سيسټم د بيا را ژوندى کولو يوه ستراتيژي موندلى ده.

د ښوونى او روزنى پرمختګ

مقامات په دى عقيده دى چى دوى د افغانستان د ښوونى او روزنى د ويجاړ سيسټم د بيا را ژوندى کولو يوه ستراتيژي موندلى ده.

په افغانستان کى حکومت د ښوونځيو په ويجاړ سيسټم کى د لويو بدلونو د راوستلو پلانونه په ډاګه کړيدى، خو ښوونکي او زده کونکي ګمان نه کوى چى نوموړى پروګرام به بريالى شى.


د ښوونځيو بيا ودانول، دښوونکو پر معاشونو بيا غورکول او د نجونو دپاره ډيره ښوونه او روزنه د دغه لوى پلان د (٣٥٠) پروژو له ډلى دي چه بيه ئى يوه مليارد ډالرو ته رسيږى. همدا پلان د ښوونى او روزنى د وزير محمد يونس قانونى لخوا په ډاګه شو.


قانونى چى د شمال د اتحاد د وژل شوي مشر احمد شاه مسعود د استخباراتو پخوانى مرستيال وو، خپل همدا پلان نړيوالو سازمانونو، حکومتى مامورانو او د سفارتونو استازو ته تيره اونى د کابل په نړيوال هوټل کى د يوه کنفرانس په ترڅ کى وړاندى کړ.


پخوا نوموړي د کابل د يوه ښوونځي په تالار کى زرګونو راغونډو شويو ښوونکو او د ښوونى او روزنى د وزارت مامورينو ته وويل: د ښوونى او روزنى وزارت بلاخره وکړاى شواى چى د ډيرو کلنو ناکامه پاليسيو او تګ لارو څخه وروسته يوه بريالۍ ستراتيژي وړاندى کړي.


نوموړي زياته کړه: مرسته کوونکي سازمانونه به نوموړى پروژى عملى کوى او هم به ئى د بوديجى مسؤليت پر غاړه اخلى.


د دغه پلان په اساس، ښوونکو ته به کورونه او پر وخت معاشونه ورکول کيږى او هم به هغوى ته د خوراکي موادو او ترانسپورټ کوپونونه برابريږى. همدارنګه به په ښوونځيو کى د نجونو شمير زياتيږى او مهم سامان الات او تجهزات لکه چوکۍ، کتابونه او قرطاسيه به ټولو زده کونکو ته ورکول کيږي.


همدا پلان په داسى يو وخت کى اعلان شويدى چه د ښوونى او روزنى په ډګر کى ستونځى مخ پر زياتيدو دي او د ښوونکو او زده کونکو مورال او روحيه ډيره ټيټه شويده.


د کابل د ښار په مرکز کى د ښوونى او روزنى د وزارت څخه يوازى درى کيلومتره ليرى د غازى په ليسه کى (١٧) کلن محمد شکيب چى د خپلو زده کړو سره لاس په ګريوان وو، د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: زموئږ ښوونځى بى شميره ستونځى لرى.


نوموړي زياته کړه: زموئږ په ټولګي کى (٦٧) تنه زده کوونکي دي، خو زموئږ ټولګى د يوى (١٥) کسيزى خيمى څخه جوړ شويدى او اکثره زده کوونکي د ښونځي په غولى کى تر تاوده لمر لاندى زده کړى کوي.


هغه وويل: د ښونځي لخوا ما ته يوازى درى کتابونه راکړلشويدي او ما (١٤) نور کتابونه په بازار کى رانيولى دي. نوموړي زياته کړه: د پايتخت د ښوونځيو دا حال دى، نو د ولايتونو د ښوونځيو به څه حال وي؟ هغه وويل: زه د حکومت په همدى نوى پلان باندى تر هغه وخته پورى باور نه شم کولاى، تر څو ئى عملى بڼه پخپلو سترګو ونه وينم.


په ولايتونوکى ښوونکى د يوه داسى سخت حالت سره مخامخ دي چى ډيرو ئى د خپل شق او دندى د خوشى کولو پريکړه کړيده. د کابل د لويديځ په (٢٥) کيلومترى کى د وردګو د ولايت د نارخ د ليسى مدير فضل الرحمن وويل: موئږ د مقاماتو په هکله خپله حوصله او زغم له لاسه ورکړيدى.


په پايتخت کى د سپين کلي د ليسى يوه ښوونکى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: زه د ژوند کولو له پاره په کافى اندازه پيسى نه شم ګټلاى. نوموړي زياته کړه: دوى وائى چى موئږ په افغانستان کى د ښوونى او روزنى دپاره کار کوو، خو که تاسو دا د پخواني حالت سره پرتله کړۍ، نو د ښوونکو په ژوند کى هيڅ بدلون نه دى راغلى.


هغه وويل: د يوه ښوونکى د مياشتى معاش (١٨٠٠٠٠٠) افغانى دى چه د (٤٥) ډالرو سره برابر دى، خو دا معاش پر خپل وخت نه ورکول کيږى. نوموړى زياته کړه: د روغتيائى ستونځو په هکله خبرى کول هيڅ لازمى نه دى او زموئږ ښوونکو ژوند ډير سخت دى.


د ښوونى او روزنى ځينى ماهران او کارپوهان د نوي پلان د مناسبى بوديجى په هکله پوښتنه کوي. د وردګو د فاطمة الزاهرا د ښوونځى يوه ښوونکى نرگيس د بهرنيو مرستو د پيسو په هکله شک لرى او وائى: زه فکر نه کوم چى چارواکي پيسى په منظم او سمه توګه لګوى او دهمدى پيسو يوه زياته برخه شخصى جيبونو ته د هغوى د خپلو مقصدونو د تر سره کيدو دپاره ځى.


قانونى دا ډول ادعاګانى رد کړى او اعلان ئى وکړ: د ښوونى او روزنى د وزارت حسابونه به د عامه کره کتنى دپاره پرانستى وي او ښوونکي او ماموران به کولاى شى چى دا معلومه کړى چى پيسى چيرى لګيدلى دي.


د ښوونى او روزنى د وزارت يو لوړ رتبه مامور محمد معين مرستيال د خپل وزارت د تر سره شويو کارونو څخه دفاع وکړه او و ئى ويل: زه دا منم چى موئږ زياتى ستونځى لرو، خو موئږ ډير مهم کارونه هم کړيدى.


vد جګړى په کلنو کى د (٧٥٠٠) څخه زياتى ښوونځي وران شويدي. د موجوده دريو ميلونو زده کونکو دپاره يوازى (٦٥٠٠٠) ښوونکى پاتى دي. يو نيم ميلون نور زده کوونکي د ښوونکو او تجهيزاتو د کموالى له امله ښوونځيو ته د داخليدو له پاره انتظار باسى.


که د همدى نوو پروژو مالى ملاتړ د سعودى عربستان، امريکاد متحده ايالتونو او اروپائى هيوادونو په شان د لويو مرسته کوونکو هيوادونو لخوا و نه شى، د ښوونى او روزنى د وزارت او زده کوونکو تر منځ به اړيکى نورى خرابى شي.


د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د عمومى منشى ځانګړي استازى الخضر براهيمى د همدى لوى پلان د جذئياتو د اوريدلو دپاره کابل ته راغلى وو. نوموړي وويل: موئږ د ښوونى او روزنى د وزارت د ستونځو د حل له پاره د يوه فعاله رول لوبولو ته چمتو يو، خو په اوسنى حالت کى د يوه مليارد ډالرو برابرول يو سخت کار ښکارى. هغه زياته کړه: موئږ به په همدى پلان کى تر خپله وسه ګډون وکړو.


vد يونسکو استازي لطف الله صافى دا په ګوته کړه چى دوى د افغاني ښوونځيو دپاره ډير کار کړيدى او و ئى ويل: موئږ په بيلابيلو سکټورونو او برخو کى مرستى کړيدى چى په هغوى کى د ميزونو، چوکيو او قرطاسى برابرول، د سيمينارونو دپيسو ورکول، د کورسونو تر سره کول او داسى نور شامل دى.


vهغه زياته کړه: يونسکو کولاى شى چى د ښوونى او روزنى د وزارت سره په راتلونکي کى په تعيمراتى چارو کى مرسته وکړى.


محمد حکيم بشارت د کابل يو آزاد او خپلواکه خبريال دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists