د ښوونى او روزنى له پاره لاپسى ژور فعاليت

افغانانو په مليونونو ډالر مرسته کړى چى د هيواد رنځوره ښوونځي بيرته په پښو ودروي.

د ښوونى او روزنى له پاره لاپسى ژور فعاليت

افغانانو په مليونونو ډالر مرسته کړى چى د هيواد رنځوره ښوونځي بيرته په پښو ودروي.

د ښوونى او روزنى وزارت هڅه کوي چى د ډيرو کلونو د نه پاملرنى وروسته د هيواد ښوونځي بيرته په خپلو پښو ودروي، خو د پيسو د نه درلودو يا په بله وينا د نيستۍ له امله يي له خلکو غوښتنه کړى چى په دى اړه له دغه وزارت سره مرسته وکړي.


تعليم ته د لوړ ارزښت په ورکولو، افغانانو د ژوندانه د ټولو برخو څخه دغى داعييى سره د مرستى له پاره له پنځو مليونو څخه زياتى پيسى راټولى کړي چى د هغى بوديجى په سلو کى شپږ جوړوي چى حکومت يي د روان کال له پاره وړاندوينه کړى.


د ښوونى او روزنى د وزارت معاون معين مرستيال ويلي د هغه اداره اړه شوه چى له ولس څخه د مرستى غوښتنه وکړي ځکه چى د ملګرو ملتونو او نورو غيرحکومتي سازمانونو پيسى د هغو ستونځو د حل له پاره کافي نه وو چى د هيواد د ښوونى او روزنى کمزورى سيستم ورسره مخامخ وو. دا نوښت دومره بريالى وو چى نور وزارتونه هم وهڅيدل چى په ورته اقدام لاس پورى کړي.


د افغانستان د ملي بانک ريس عبدالقيوم وويل چى په نيويارک، هامبورګ، اسلام آباد او کوټه کى د دوى دفترونه دى ته چمتو دي چى له افغانانو اعانى ټولى کړي.


ځينى مرستى په لوړکچ وى. په جاپان کى د افغانستان سفير رجب علي ٢٥٠٠٠ ډالره ورکړي دي.


خو ډير عادي افغانان چى په معيار برابر ژوند هم نه لري او عايد يي د کال له ٢٠٠ ډالرو زيات نه دى هم يي له دغى غوښتنى وروسته مرسته کړى ده. فريبا احسانزاده چى د ښوونى او روزنى د وزارت کارکوونکى ١٢ ډالره چى د يوى اوونۍ تنخواه يي ده د مرستى په توګه ورکړي دي.


څرنګه چى يوى افغاني ميرمنى وويل : د شوروي اتحاد د نسکوريدو وروسته په هيواد کى د جګړى لامل هم هغه جهل او بيسوادي ده. هغى زياته کړه: زه غواړم چى ماشومان مى تعليم تر لاسه کړي او پر خپلو مسوليتونو وپوهيږي. زه په دى پوهيږم دا پيسى چى زه يي ورکوم هيڅ ځاى هم نه نيسي ، خو که زموږ هيوادوال برخه واخلي نو په کافي مقدار پيسى راټوليدى شي.


د وزارت مرستيال دا خبره مني چى راټولى شوي پيسى د افغانستان د ښوونى او روزنى د اړتياو له پاره داسى دي لکه په سيند کى يو څاڅکى . د هغه په وينا وزارت مکلف دى چى د ٣٠٠٠ څخه تر ٤٣٠٠ پورى ښوونځي ترميم او يا بيا ودان کړي تر څو د دوه نيمو مليونو لومړنيو او متوسطه ښوونځيو د زده کوونکو ستونځه حل کړي چى د طالبانو تر نسکوريدو وروسته يي ښوونځي ته د تلو له پاره نومونه ثبت کړي دي.


په کابل کى د ملګرو ملتونو د پروګرامونو د تخمين پر بنسټ ، د دى له پاره چى د افغانستان د ښوونى او روزنى سيستم پر پښو ودريږي په راتلونکيو پنځو کلونو کى ٦٥٠ مليونو ډارو ته اړتيا ده.


د هيواد د ښوونى او روزنى د بد حالت په اړه هله پوهيدل کيږي چى له پلازمينى څخه بهر پل کيښودل شي. د نرخ په ليسه کى چى ٤٠ کيلومتره لويديځ لور ته له پلازمينى ليرى دى له يوزي څخه موقتي ټولګي جوړ شوي چى هغه هم د زده کوونکو له پاره کافي نه دي او ډير اړ دي چى د سانتي ګراد په ٣٧ درجو کى له ټولګي څخه بهر پر ډبرى کښيني چى نه پرى کوم سيورى دى او نه هم د څکلو اوبه لري.


د ښوونځي ښوونکى محمد عيان ماموزى وايي چى د ٢٠٠٠ زده کوونکو له پاره يوازى ٣٤ ښوونکي لري چى ٦٠ پر ١ کيږي. يو غير حکومتي سازمان د مياشتى ١٠ ښوونکو ته د سړي سر ١٨ ډالره ورکوي او نور بيا په دى هيله دي چى يوه نه يوه ورځ به حکومت د هغوى له حاله هم خبر شي ځکه دوى د تنخوا د اخيستو پرته کار کوي. ماموزي وويل هيله لرو چى زموږ ښوونځى هم وکولى شي د خلکو له خوا د شويو مرستو څخه يو څه تر لاسه کړي.


د سړک په اوږدو کى، د کريم لاد د کلي د نجونو د ښوونځي ښوونکى آمنه دغو مرستو ته څه هيله نه لري. هغه وايي موږ د وزارت د دغه کمپين ملاتړي يو خو فکر نه کوو چى موږ ته به څه ورسيږي ځکه چى اړتياوى ډيرى دي او دا پيسى نه شي کولى چى يوازى د کابل ستونځى حل کړي. موږ له ډيرو ستونځو سره مخامخ يو ځکه دا لومړى ځل دى چى له ٢٠ کلونو وروسته د نجونو د ښوونځيو دروازى پرانيستل شوي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists