د سولې له شورا څخه لږه تمه

افغانان له مخالفينو سره د روغې جوړې د خبرو اترو لپاره جوړې شوې شورا ته خوشبيني نه لري.

د سولې له شورا څخه لږه تمه

افغانان له مخالفينو سره د روغې جوړې د خبرو اترو لپاره جوړې شوې شورا ته خوشبيني نه لري.

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه

له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره له اوږده انتظار وروسته د سولې اعلان شوې جرګې ته يو شمېر افغان د شک او بې باورۍ په سترګه ګوري؛ ځکه وايي ددې جرګې ترکيب ناسم دى او طالبان د بهرنيو پوځونو تر وتلو دمخه خبرو اترو ته غاړه نه ږدي.

د سولې عالي شورا د جون په مياشتې کې له جوړې شوې مشورتې جرګې وروسته جوړه شوې ده. ددې جرګې موخه داده چې له مخالفينو سره د هېواد د راتلونکي په اړه يوې پرېکړې ته ورسيږي. د سولې نوموړې عالي جرګه، د جهادي مشرانو، پخوانيو طالبانو او د کمونيستي پېر د چارواکو په ګډون  څه ناڅه اويا تنه غړي لري.

د افغان حکومت وياند، وحيد عمر وويل، په دې شورا کې د پخوانيو متنفذو جنګياليو په ګډون، هغه څوک غوره شوي دي چې د سولې په بهيرکې اغېزمن رول لوبولاى شي.

هغه وويل: "هيله من يو د سولې عالي شورا به له ناتار او جنګ څخه د افغانستان په راوتلو کې مرسته وکړي." 

يو شمېر خلک پوښتنه کوي، ايا طالبان به وغواړي د شورا له هغو غړو سره خبرو اترو ته کښيني، چې ډېر کلونه د نړيوالو پوځونو په وړاندې جنګيدلي او بيا وروسته ورسره يوځاى شوي دي.

سياستوال او په پارلمان کې د کابل ولايت استازي، کبير رنجبر وويل: "زه حيران يم د افغان ولسمشر حامد کرزي حکومت  ولى د داسې جرګو او شوراګانو په جوړولو خپل وخت له لاسه ورکوي؟  ځکه طالبانو لا له پخوا څخه خپل مخالفت څرګند کړى او ويلي يې دي، تر هغه به د سولې په اړوند خبرې ونه کړي، ترڅو بهرني پوځونه وتلي نه وي. په دې صورت کې د جرګې او شوراګانوجوړول څه معنا لري؟ ".

نوموړي زياته کړه: "طالبان به څنګه [د سولې په عالي] شورا کې له شاملو افرادو سره روغه جوړه وکړي؟  [طالبان] هغوى د خلکو د قاتلينو په نامه يادوي. هغوى د ستونزو د رامنځته کوونکو او مفسدو په نامه يې يادوي او په وړاندې يې څو کلونه جګړه کړې." .

په شورا کې د برهان الدين رباني، عبدالرب رسول سياف او جاحي محمد محقق په ګډون د يو شمېر جهادي تنظيمونومشران شامل دي، چې په کورنۍ جګړې کې د يو او بل په وړاندې د جګړې دمخه يې په ١٩٩٠ کلونوکې د شوروي په وړاندې جګړه کړې ده.

د سولې د عالي شورا غړي او په پارلمان کې د ننګرهار د ولايت استازي، مولوي عطاء الله لودين وويل، افغانان له څه دپاسه دېرشو کلونو جګړو څخه ستړي شوي دي. اوس دې ته چمتو دي چې د سولې په لور وخوځيږي.

هغه وويل: "ولسمشر د عالي شورا د غړو په ټاکلو کې له ډېر پام څخه کار اخيستى دى. هغه د ټولو سيمو او سياسي ډلو ټپلو استازي شامل کړي دي. شورا به وکړاى شي د سولې لپاره په ډېرې ښې لارې کار وکړي."

کرزي تر دې دمخه  پر طالبانو د سولې غږ کړى او ورته ويلي يې دي چې خپلې وسلې پر ځمکې کښيږدي او له حکومت سره خبرې اترې وکړي..په داسې حال کې چې طالبانو دمخه تر دې د هغه بلنه نه ده منلې، دا پلا يې هم د سولې د جرګې نوښت په چټکه رد کړ.

د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد وويل: "طالبان به تر هغه خبرو ته حاضر نشي، ترڅو پورې چې بهرنيان په افغانستان کې  موجود وي او د افغان حکومت ملاتړ وکړي. موږ له افغانستان څخه د يرغلګرو پوځونو بشپړ وتل غواړو. له هغه وروسته به خبرو ته کښينو."

"طالبان په دې اند دي چې امريکايان او د هغوى ملګري په دې عمل خپله ماتې پټوي او غواړي تر يوې اندازې د طالبانو پام  له افغانستان څخه د بهرنيو پوځونو له وتلو څخه بلې خوا ته وګرځوي."

همدا راز مجاهد د ناتو او متحده ايالتونو د پوځونو د قوماندان، جنرال ديويد پتريوس  هغه وروستۍ ادعاوې هم رد کړې چې ګوندې د طالبانو لوړپوړو مشرانو له افغان حکومت سره اړيکې نيولي، ترڅو د روغې جوړې په اړه خبرې اترې وکړي.

سياسي کارپوه او ليکوال، وحيد مژده وويل، ياغيان ځکه د خبرو ميز ته د کښېناستو اراده نه لري، چې ورځ په ورځ پياوړي کيږي او کولاى شي بهرنيو پوځونو ته زيان ورسوي. 

هغه وويل: "د [سولې د شورا غړو ته] ناشوني ده، د سولې په اړه داسې يو فورمول رامنځته کړي چې مخالفينو ته دې د منلو وړ وي."

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل،  کرزى د سولې د [مشورتي] جرګې او بيا د [سولې د عالي] شورا د جوړولو تر شا دوه موخې لري.

هغه وويل: "لومړى، هغه غواړي ولس ته څرګنده کړي چې د سولې پلوي دى. دويم، [د شورا] زياتره غړي دنده نه لري. په دې ډول هغه غواړي دوى ته يو څه پيدا کړي او پرې تصويب يې کړي."

داسې بريښي چې عادي افغانان هم د جرګې د کار په اړه شکمن دي. هغوى په دې اند دي چې د [عالي شورا] ډېر غړي له جنګي جنايتونو، جنګ سالارۍ او فساد سره تړاو لري.

د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ يو هټېوال، عبدالغفار وويل، هغه دې نوښت ته هيڅ خوشبين نه دى. ځکه په هغې کې داسې خلک ګډون لري چې د کورنۍ جګړې پر مهال يې جنايتونه سرته رسولي دي.

هغه وويل: "ددې افرادو د نومونو له ليدلو وروسته به مخالفين خپل مقاومت نور هم پياوړى کړي."

نوموړي وويل: په هر ترتيب"حکومت له مخالفينو سره د سولې هڅې ډېر ناوخته پيل کړې. مخالفين د ورځې په تېرېدو ډېر غښتلي شوي دي."

د عبدالودود په نامه  د خوست ولايت يو اوسيدونکي وويل، د سولې هڅې نيمګړي دي، ځکه سوله يوازې د امريکا، افغان حکومت او ګاونډيو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو په پايله کې ترلاسه کېداى شي. 

هغه وويل: "زه يو نالوستى افغان يم، خو دېرش کلنې جګړې ډېر څه رازده کړي دي. زما په اند دا جګړه د امريکا، ايران، پاکستان، هند او يو شمېر نورو هېوادونو تر منځ جګړه ده. که کرزى او امريکا سوله غواړي، نو بايد له دې هېوادونو سره خبرې اترې وکړي. طالبانو ته پاکستان او ايران لارښوونه کوي او کرزي ته امريکا او داسې نور هېوادونه. دا هرڅه د خلکود غولولو يوه هڅه ده او بس."

Afghanistan
Peace
Frontline Updates
Support local journalists