د سړک د غاړو امنيتي خنډونه د ولسمشر کرزي په وړاندې لويه ستونزه ده

افغان ولسمشر حامد کرزي په پلازمينې کابل کې د سړک له غاړو څخه د امنيتي خنډونو د ليري کولو په اړه د خپل فرمان په پلي کولو کې پاتې راغلی او خلکو ته يې دا پوښتنه راپيدا کړي، چې آيا هغه په رښتيا څومره واک او اختيار لري.

د سړک د غاړو امنيتي خنډونه د ولسمشر کرزي په وړاندې لويه ستونزه ده

افغان ولسمشر حامد کرزي په پلازمينې کابل کې د سړک له غاړو څخه د امنيتي خنډونو د ليري کولو په اړه د خپل فرمان په پلي کولو کې پاتې راغلی او خلکو ته يې دا پوښتنه راپيدا کړي، چې آيا هغه په رښتيا څومره واک او اختيار لري.

. هغوی زياتره له هغو کانکريټي لويو خنډونو څخه سرټکوي، چې د سفارتونو، نړيوالو خيريه موسسو او زورځواکو د کورونو په مخکې ايښوول شوي اوسړکونه يې د موټرو دتګ راتګ په وړاندې بند کړي دي.



د سړکونو بندولو د ښار نورې کوڅې په هغه اندازه له ګڼې ګوڼې څخه ډکې کړي، چې يوازې د ګوتو په شمېر څو موټرې کولای شي، له هغو تېرې شي.



ولسمشرحامد کرزی د مرغومي د مياشتې په 11 نېټه د سړکونو له غاړو څخه د ټولو خنډونو د ليري کولو په اړه يو حکم صادر کړ، ترڅو دا ستونزه له منځه يوسي. په حکم کې هغو خلکو ته، چې د خپلو دفترونو او کورونو په وړاندې يې سړکونه بند کړي و، يوه اوونۍ وخت ورکړ شوی و، ترڅو هغه پخپله ليرې کړي او که نه نو حکومت به يې په زوره ليري کړي.



د هغه له ګوت څنډنې شپږ اوونۍ تېرې شوې، خو هغه خنډونه تراوسه په خپل ځای پاتې دي.



د ترافيکو د عمومي رئيس، عبدالشکور خيرخواه د وينا له مخې په کابل ښار کې په 46 سيمو کې په سړکونو کې خنډونه اچول شوي، هغه د بند او د ترافيکي ځنډ لامل شوي دي. هغه وويل، چې په کورنيو چارو وزارت پورې اړوند پوليسو څو څو ځلې په دې هکله له ولسمشر څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.



اوس د خيرخواه لاسونو ته د ولسمشر حکم رسېدلی دی. هغه ډېر لېوال دی، چې په دې هکله ټينګ ګامونه پورته کړي.



نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ دا حکم هرومرو پلی کوو. موږ په دې هکله د چا نيوکې ته غوږ نه نيسو. د ترافيکو د سيستم مسووليت زموږ په غاړه دی. موږ به له سړکونو څخه خنډونه ليرې کړو. هغه خلک چې د خپل امنيت په هلکه اندېښمن دي، له پوليسو سره دې خبرې وکړي. پوليس به د هغوی امنيت وساتي.))



خو د نومړي خبرو تر اوسه پورې عملي بڼه نه ده نيولې. لومړی درنه واوره اورېدلې وه او ورپسې د لوې اختر رخصتي راغله. کانکريټي خنډونه لا تر اوسه په خپل ځای پراته دي.



بهرنۍ موسسې د افغانستان د کاواکه امنيتي حالت له امله په دې اړه په خپل کار ټينګ ولاړې دي. يو شمېر يې ګواښونه کړي، که کانکريټي ديوالونه يې له دفترونو څخه ليرې شي، نو له هېواد څخه به ووځي.



د بېلګې په توګه د اسيا پراختيايي بانک ددې موسسو په منځ کې يوه ده. هغه مهال چې د سلواغې په 19 نېټه پوليسو د هغه بانک له مخې څخه خنډونه لرې کړل، نو ډېر ژر يې خپلې دروازې وتړلې. د اسيا پراختيايي بانک مشر، براين فوسيټ وويل، تر هغه چې امنيتي ديوالونه بېرته ځای په ځای نه شي، خپل دفتر به پرانه نيزي.



هغه په خپګان وويل: ((موږ سړک د خونديتوب په خاطر بند کړی دی. موږ خپل فعاليتونه په افغانستان کې ودرولي دي. که امنيتي ديوالونه بېرته ځای په ځای نه شول، نو خپل دفترونه به وتړو.))



د ترافيکو رئيس، خيرخواه وويل، د هغه رياست به د بهرنيو موسسو ګواښ ته سر ټيټ نه کړي. نوموړي وويل: ((دا د ولسمشر حکم دی او موږ يې پلی کوو. که هغوی کومه ستونزه لري، بايد د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره پرې وغږيږي.))



د اسيا پراختيايي بانک همدا کاروکړ. د فبروۍ د مياشتې په نيمايي کې بېرته خنډونه ځای په ځای کېدل. د بانک مخامخ سړک بېرته بند شوی و. فوسيټ وايي، هغه وړاند وينه کړې وه، چې ډېر ژر به بېرته دفتر پرانيزي.



له هغې سره سره د کورنيو چارو د وزارت وياند، محمد يوسف ستانيزی لا هم ټينګار کوي، چې پوليس به د خنډونود ليرې کولو کار ته دوام ورکوي.



هغه وويل: ((دا خنډونه د ترافيکي ستونزو له رامنځته کولو پرته بله کومه موخه نه لري. زموږ پرېکړه وروستۍ ده. موږ (موسسو ته) وخت ورکړی دی، خو هغوی دا خنډونه لېرې نه کړل. موږ به دا کار پخپله وکړو.))



ستانيزي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تراوسه هيڅ يو خنډ هم نه دی ليرې شوی، وويل، حکومت يو پلاوي ته دنده سپارلې، وګوري، چې کوم هغه يې بايد لومړی ليرې شي.



د امريکا سفارت د نورو په پرتله زيات تېری کړی دی. هغوی خپلو ودانيو ته نژدې خواوشا لارې ټولې بندې کړي دي. زيات شمېر خلک دې ته لېوال و، ترڅو وګوري، چې د امريکا د حکومت او د کابل د پوليسو تر منځ به څه پېښيږي.



د سفارت چارواکي وايي، تر اوسه د هغوی سفارت ته د لارې د پرانيستلو په اړه کوم رسمي ليک نه دی رسيدلی.



وياند، لو فنتور وويل: ((په افغانستان کې زموږ د کارکوونکو خونديتوب زموږ لومړی لومړيتوب دی. د امريکا متحده ايالتونه او افغانستان تل د امريکا سفارت او پوځي ودانيو د مناسب او وړ خونديتوب په اړه خبرې اترې کوي.))



د کورينو چارو وزرات چارواکي په خصوصي ډول وايي، چې د امريکا د متحده ايالتونو سفارت به له دې امر څخه مستثنی وي.



د پارلمان غړی او په امنيتي خنډونو او موسسو دواړو نيوکه کوونکی، رمضان بشردوست د ګام د نه پورته کولو له امله خوابدی دی. هغه پارلمان ته د خنډونو د ليرې کولو په اړه يو وړانديز کړی دی، خو د ولسمشر د حکم له امله خالي لاس پاتې شو.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((له بده مرغه د کرزي د پخوانيو حکمونو په څېر دا هم د کاغذ له يوې ټوټې پرته بل شی نه شو. دا حکم به عملي نه شي، خو زه به د خنډونو د لېرې کولو په اړه تر هغه پورې خپلو هڅو ته دوام ورکړم، چې وضعه ښه شوې نه وي.))



د بشردوست خوابدي يوازې د بهرنيو حکومتونو او بهرنيو غير دولتي موسسو په اړه نه ده. هغه د دفاع د پخواني وزير، محمد قسيم فهيم په څېر د ځواکمنو څېرو په غندلو کې هم لومړی و، چې اوس د مشرانو جرګې انتصابي استازی دی.



بشردوست وايي: ((فهيم خپل کورته تلونکي څو سړکونه بند کړي دي. يوازې سفارتونه او بهرنۍ موسسې نه دي، دا هم يوه ستونزه ده.))



عادي افغانان له دې خنډونو څخه خوشحاله نه دي او نه په دې خوشحاله دي، چې په هېواد کې د بهرنيانو د شتون د اغېزمن کېدو په خاطر د حکم په پلي کولو کې د خپل ولسشمر بېوسي ګوري.



د کابل ښار اوسدونکي، 40 کلن نثاراحمد وويل: ((کله چې ولسمشر له سړکونو څخه د خنډونو دلېرې کولو حکم وکړ، نو خلک خوشحاله شول. موږ فکر وکړ، چې له دې وروسته به په سړکونو باندې ساعتونه ساعتونه انتظار ونه باسو. خو اوس ګورو چې څوک د ولسمشر په حکم باندې غوږ نه ګروي.))



د کابل يو بل تن اوسېدونکی، 28 کلن حبيب الله دا خبره مني اووايي: ((د کرزي حکمونه آن په افغانانو اغېز نه لري، څنګه ددې تمه ولرو، چې په بهرنيانو دې اغېز ولري؟))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists