د ښځينه زندانيانو د بخښنى په وړاندى قهر او غصه

محافظه کارانو د هغو ښځو بخښنه چى د زنا او يا له کور څخه د نا محرمو کسانو سره د تيښتى له امله زنداني شوى وى غندلي دي.

د ښځينه زندانيانو د بخښنى په وړاندى قهر او غصه

محافظه کارانو د هغو ښځو بخښنه چى د زنا او يا له کور څخه د نا محرمو کسانو سره د تيښتى له امله زنداني شوى وى غندلي دي.

Wednesday, 2 March, 2005

د کابل له يوه زندان څخه د روژى د مبارکى مياشتى د رارسيدو له امله د هغو ٢٠ تنو ښځينه زندانيانو خوشى کيدل چى د ښځو د يوه سمبوليکى خپلواکۍ په توګه په پام کى نيول شوي و د هيواد د کليواله محافظه کاره سيمو د غندنى سبب شوى .


د دغو ښځو ډيرى د ټولنيزو جرمونو د تر سره کولو لکه زنا يا له کور څخه د يوه نامحرم سړي سره د تيښتى له امله زندانيان و. ډير نارينه هم د ورته جرمونو له امله په زندان کى دي چى بخښل شوي نه دي.


د کورنيو چارو د وزارت مرستيال حلال الدين حلال وويل تر اوسه موږ ته د حامد کرزي له خوا داسى فرمان نه دى راکړ شوى چى نارينه زندانيان خوشى کړو.


د داسى جرمونو تر سره کول په ځانګړي توګه د لنډمهالى ادارى له تاسيس وروسته مخ په زياتيدو دي. د کورنيو چارو د وزارت يو جګ پوړى چارواکى غلام سخي فکري په دى برخه کى وايي : ډيرو ښځو په جګړو کى خپل خاوندان، پلرونه او ورونه له لاسه ورکړي دى او داسى څوک نه شته چى دوى کنترول کړي.


هغه زياتوي هغه مهال چى لنډمهالى ادارى ښځو ته ډير حقونه ورکړل ، ښځو د هغه هرکلى وکړخو له دغو حقونو څخه ډيرو ښځو په منفي مواردو کى کار اخيستى.


په ټولنيزو جرمونو ټولى ښځى خوشى شوي نه دي. د پوليسو د ادارى ريس بصير سالنګي وويل: يولس (١١) لا هم په توقيف کى دي او پر قضيو يي پلټنه کيږي.


هغه مهال چى بخښل شوى ښځى خوشى کيدى يوى ميرمنى چارواکو ته زارۍ وکړى. هغى وويل: موږ حکومتي چارواکي نه پيژندل او له همدى امله دلته پاتى يو. يوه بله د سالنګي پښو ته وغورځيده او ويي ويل: د خداى له پاره ورونو موږ له دى ځايه وباسۍ. زموږ بچيان په کور کى مور نه لرو. موږ ګرم نه يو او داسى بايد ونه ځورول شو.


د دغو زندانيانو ډيري له ٧ مياشتو څخه زياته موده په بند کى د محاکمى په هيله تيره کړى ده. ځنيو دغو زنداني ميرمنو خپل ماشومان هم له ځانه سره زندان ته راوړي وځکه څوک يي نه درلودل چى له زندان څخه بهر د دغو ماشومانو ساتنه وکړي.


د افغانستان د ښځو د زندان د ګڼه ګوڼى او چټلتيا له امله ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو نيوکى کړي دي.


سليمه يو له خوشى شويو ميرمنو څخه ده. هغه وايي چى نامزاد يي له بل چا سره واده وکړخو کورنۍ يي لا هم ټينګار کوه چى بايد له خپل نامزاد سره واده وکړي. خو سليمى دا کار ونه مانه او د واده کولو پر ځاى يي تيښتى ته ترجيع ورکړه.


ګل افروز يوه بله له دغو زندانيانو ده چى بخښل شوى ده. هغه وايي: زه يي ناحقه په زنا تورنه کړم، پداسى حال کى چى په پټه مى د خپل زوى د واده له پاره برابرى کوه.


خو وروسته له هغى چى ګل افروز يوه موده په زندان کى تيره کړه کورنۍ يي د هغى په بيګناهۍ پوه شول او د هغى په وينا په دى وپوهيدل چى هغه بى ګناه ده او له همدى امله يي د هغى د خوشى کيدو له پاره هلى ځلى پيل کړى.


د ښاغلي کرزي دغه سمبوليک ګام که څه هم د بشر د نړيوالو سازمانونو د شکايتو نو له پاره يوه ځواب و خو د افغانانو له خوا يي هرکلى ونه شو.


ګل څانګه د کابل د ښار يوه معلمه ده. هغه په دى هکله وايي: زموږ په کليوال ژوند کى ښځى له ډيرو ښو عالي اصولو او شرافت سره لويږي. که چيرى يوه نجلۍ له چا سره له کوره تښتي او يا په زنا لاس پورى کوي، په دى پوهيږي چى د وژنى خطر يي په غاړه اخيستى دى.


هغه همدارنګه وايي د بخښنى پر ځاى ښاغلي کرزي بايد دوى ته سزا ورکړى واى چى د نورو له پاره د عبرت په درس بدل شوى واى.


د ناواده شويو کسانو تر منځ جنسي اړيکى د يوى داسى شرموونى او سر د ټيټيدو سبب ګرځي چى د کورنۍ غړي د خپل حيثيت د اعادى له پاره مرتکب شوي کس ته پخپله سزا ورکوي.


مهرنګار چى يوه بله خوشى شوى ميرمن ده وايي: ما نه غوښتل چى له بند څخه ووځم، ځکه پلار او ورونه مى ما وژني. هغه زياتويزه هيڅ راتلونکى نه لرم . نه پوهيږم چى څه به راباندى راځي.


Frontline Updates
Support local journalists