د ښځو په استوګنځي کې د سرخوږى رامنځته کول

په کابل کې دآى ډبليو پى آر اډيټر رحيم الله سمندر

د ښځو په استوګنځي کې د سرخوږى رامنځته کول

په کابل کې دآى ډبليو پى آر اډيټر رحيم الله سمندر

دا پېښه د هغې ورځې په بېګاه رامنځته شوه، چې ملالۍ جويا، د فراه ولايت د ښځو استازې د لويي جرګې د ځينو استازو او مشرانو په وړاندې ترخه ژبه وکاروله؛ هغوى يي جنايت کاران وبلل او د هېواد په ويجاړولو يي تورن کړل او ويي ويل، چې هغوې بايد محکمې ته راکښل شي. د هغې وينا د يو شمېر جهادي استازوتر منځ د شور اوزوږ د رامنځته کېدولامل شوه، چې د لويي جرګې له غوڼدو څخه يي د هغې د شړلو غوښتنه کوله او د کمونيستې او بېدينې په نومونو يي ياده کړه.


نيول شوى سړى، چې نوم يي څرګندنه دى، ښځې هغه مهال له خوبه راويښې کړي، چې د دروازو شاته ودرېد او نوروخلکو ته يي د استوګنې په ځاى د بريد غږ وکړ. د پېښې د ليدونکو د وينا له مخې يو څو شېبې وروسته نارې زياتې شوې او ښځو ته ناوړه الفاظ وکارول شول.


ثريا پرليکا دکابل د ښځو استازې په دې اندده، چې هغه سړي مجاهدپلوه وکيلان وو، ځکه هغوى د الله اکبر شعارونه ورکول. پرليکا وايي: "هغې ډلې نور خلک هڅول چې دروازې او کړکۍ ماتې کړي او په ښځو باندې بريد وکړي. وروسته بيا نور خلک راغلل، چيغې يي وهلې او داسې ناوړه الفاظ يي کارول چې زما په خولې نه راځي."


هغې وويل:"ښځې زياتې ډارېدلې وې. هغوى د خپلو کوټو دروازې وتړلې او بهرراونه وتلې."


يوبلې ښځينه استازې نوريي وصال وويل، چې ښځو د لويي جرګې د غونډو مشر صبغت الله مجددي ته خبر ورکړ. مجددي ژمنه وکړه چې د پيښې عاملين به پيداکوي، خو د جرګې مرستيالې مشرې، صفيي صديقي وويل، ښه به دا وي، چې پېښه زياته ونه چېړل شي. صديقې آى ډبليو پي آر ته وويل، چې موضوع بايد ونه شاربل شي. "ځکه ښځې به د هغوى په راتلونکوکارونو کې له ډار، ترهې او نهيلۍ سره مخامخ او بې زړه شي.


جميلې مجاهد د غونډې سکرترې د بريد پخلى وکړ او ويي ويل، دې پېښې وښوده،هغه ښځې چې غواړي خپل حقوق ترګوتو کړي، له ترهې سره مخامخ کيږي.


د کابل د خلکو استازي، د پيام مجاهد د خپرونې چلوونکى او د جمعيت اسلامي د تنظيم وياند، واقف حکيمي له دې منکر شو، چې د هغوى وکيلان به ددې پېښې تر شا وو. هغه وويل: "هر هغه څوک چې هلته تللى وي، شعار يي ورکړى وي اوناوړه الفاظ يي کارولي وي، موږ ورته د مجاهد نوم نه شو ورکولاى."


د جويا خبرې عامو خلکو ستايلي دي او د بي بي سي د راديو له خولې دافغانستان په جنوب لوېديځ کې د هغه په ملاتړ مظاهرې شوي دي.


په جرمني کې د افغانانو يوې فرهنګي ټولنې د پنجشنبې په ورځ خبر خپور کړ، چې هغوى جويا د هغې د زړورتوب او رښتيا ويلو له امله د سرو زرو په مدا ل ستايلې ده.


Frontline Updates
Support local journalists