د ښځو لپاره د ځان ډنګرولو (د بدن د وزن د لږولو) مرکز

په افغانستان کې د ښځو لپاره د بدني روزنې لومړی مرکز پرانستل شوی، خو د عمومي اندېښنو له امله د هغه ځای او پته (موقعيت) لاتر اوسه پټ پاتې دی.

د ښځو لپاره د ځان ډنګرولو (د بدن د وزن د لږولو) مرکز

په افغانستان کې د ښځو لپاره د بدني روزنې لومړی مرکز پرانستل شوی، خو د عمومي اندېښنو له امله د هغه ځای او پته (موقعيت) لاتر اوسه پټ پاتې دی.

Friday, 18 November, 2005
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

له بهر څخه نه ښکاري، چې د ښيښو دننه څه روان دي، ځکه د هغې په سور سرليک ليکل شوي: سينګار ځای


خو هلته دننه يوازې د وېښتانو جوړولو، ځان او نوکانو سينګارولو عصري سالون نه دی، چې زياتره د ناويو او نورو مېرمنو لپاره کاريږي، بلکې په افغانستان کې د ټول عمر لرونکو، واده شويو مېرمنو او پېغلو نجونو لپاره د ځان ډنګرولو لومړنی کلب دی، تر څو د ځان بڼه ښکلې کړي.


شپږ درې غټې مېرمنې، چې جاکټونه او پتلونونه يې په ځان او کرمچ يې په پښو دي، په داسې حال کې چې لوېديځ ډوله موسيقي ورته چالانه ده، په ماشينونو سا او تګاه تمرين کوي. په دې شل متره مربع لوی سالون کې د ولاړو بايسکلونو، څرخونو، د ورنونو او ګېډې د تمرين او د وزن د کمولو 13 ماشينونه ايښوول شوي دي.


د طالبانو له رانسکورېدو وروسته ځوانې مېرمنې زياتره په سپورتي فعاليتونو کې ځان ښکېلوي. د 2003 کال له نيمايي څخه را په دې خوا په کابل او د هېواد په بيلا بېلو برخو کې د ډول ډول سپورت 62 کلبونه پرانستل شوي دي، چې يوولس يې د بلخ، هرات، کندهار، کندوز، بغلان او پروان په ولايتونو کې او نور پاتې يې په کابل کې دي.


د سپورت کلبونو ته، چې د کاراتې، جيدو، ځغاستې، فوټبال، هنډبال، تينس، واليبال، باسکټبال، پنګ پانګ او کيک بوکس لوبې په کې تر سره کيږي، زياتره هغه شمېر نجونې ورځي، چې له سپورت سره مينه لري، په يو سيمه ييز کلب کې کار کوي او يا هم غواړي د سپورت دنده خپله کړي.


د ځان ډنګرولو (د بدن د وزن د لږولو) د کابل په دې مرکز کې، چې د هېواد په کچه يوازينی هغه دی، يو شمېر واده شوي مېرمنې د روغتيا او د بدن د ښايست د تر لاسه کولو په موخه د تمرين چانس تر لاسه کوي، چې نه له سپورت سره مينه لري او نه غواړي، له کومې لوبډلې سره يوځای شي.


ښايې پلازمينه د ښځو لپاره د هېواد په پرتله يو ډېر پرمختللی ځای وي، خو څه ناڅه د شلو کلونو په منګ د کلب خاونده، نيما صورتګر په دې اند ده، چې (افغاني) ټولنه لا تر اوسه د ځان ډنګرولو دې ډول کلب منلو ته چمتو نه ده. له دې امله هغه غواړي د کلب نوم او پته يې پټه پاتې شي. هغه وايي، هغې د سينګار ځای خونه په اته سوو ډالرو کرايه نيولې او په دې توګه يې يوه اندازه پيسي سپما کړي دي.


د کابل د پيداګوژۍ د انستيوت ښوونکې، صورتګر پخپله او د کورنۍ په مرسته په 1500 ډالرو په تېر دسمبر کې دا کلب جوړ کړی دی. هغې وويل، د هغې مېړه د هغې د کسب او کار له هڅو سره مرسته کړې ده. هغه وايي، د هغې زياتره مشتريان لکه د هغې په څېر واده شوې او ماشوم لرونکې ميندې دي، چې غواړي، مناسب بدن ا و ښايست ولري، ناواده شوې نجونې، چې غواړي په سپورتي لوبډلو کې شاملې شي، هم دې کلب ته راځي.


هغه د مياشتې دوه نيم زره افغانۍ، چې 50 ډالره کيږي، د کلب د غړيتوب په نامه اخلي. خو له هغه شمېر مېرمنو څخه لږې پيسې هم اخلي، چې ددغه اندازې بيسو ورکولو ته يې وسه نه رسيږي. په دې توګه هغه کولای شي خپل مياشتنی لګښت برابر کړي. هغه وايي تر اوسه يې 15 تنه په منظمه توګه کلب ته راځي او کېدای شي په نورو سيمو کې هم کلب ته پراختيا ورکړي.


د يوې غير حکومتي موسسې کارکوونکي او ددغه کلب غړې، شکيلا وويل: ((موږ د خپل کلب د نوم د ليکلو جرات نه لرو، ځکه خلک به د هغې په هکله منفي فکر وکړي، زموږ کلب به په بمونو وچوي او موږ ټول به مړه کړي.))


هغه وايي، د اتيايمو کلونو په بهير کې ما د خپل بدن وزن د واليبال او باسکيټبال د لوبو له لاري څلوېښت کيلو ګرامه ساتلی و. له هغې وروسته د تمرين کولو د فرصت د نه لرلو له امله مې وزن ډېر شو. هغه وايي: ((په 1992 کال کې واک ته د مجاهدينو له رسېدو وروسته ما واده وکړ. ما له خواړو او خوب پرته بل کوم کار نه درلود. يو ماشوم مې درلود او وزن مې 84 کيلوګرامو ته لوړ شو.))


هغه وايي، چې د دسمبر په مياشت کې د ځان د ډنګرولو په کلب کې له غړيتوب وروسته يې لس ګيلوکرامه وزن بايللی دی او د تمرين د نشتوالي له امله راپيدا شوي دردونه او خوږ يې له منځه تللي دي.


د کلب يوه بله برخه واله، د افغان سوداګرۍ د اتحاديي مشره، يو دېرش کلنه ناهيد صديقي هم د خپل ژوند په هکله ډاريږي، خو خوشحاله ده، چې د هغې پته ناڅرګنده ده. هغه وايي: ((کلب ته د تګ او راتګ پر مهال مو زيات څوک نه ګوري.))


کله چې د کلب په ګاونډ کې له څو هټيوالو څخه د ښکلا د کلب په هکله وپوښتل شول، نو هغوی اندېښنه څرګنده ګړه. د يوې مغازې خاوند، 45 کلن عبدالغني وويل، هغه به د (خپلې کورنۍ) ښځينه غړيو ته دې کلب ته د ورتګ اجازه ورنه کړي. هغه وويل، چې د ښځو لپاره په عمومي کلبونو کې د تمرين وخت لا نه دی رارسيدلی. هغه وويل: ((خلک به دا ونه مني.))


په ګاونډ کې د ګلانو د پلورلو يو بل هټيوال، وحيد وويل: ((موږ له هغه چا څخه د خطر احساس کوو، چې دې کلب ته د ښځو له راتګ سره مخالف دي. زموږ ښار بشپړ امنيت نه لري.))


د ګلانو پلورلو يو بل هټيوال، جاوېد ګوته وڅنډله: ((که کلب يوازې د ځان د ډنګرولو په موخه وکارول شي، نو ښه کار دی، خو که په هغې کې کوم بل خراب کار وشي، نو موږ به هم له خطر سره مخامخ شو.))


يو ځايي ملا هم د ځان د ډنګرولو له دا راز مرکز سره خپل مخالفت وښود. په کابل کې يو ملا، محمد شعيب، د نارينه او ښځو ترمنځ له واده څخه دمخه جنسي اړيکو شونتيا ته په ګوتې نيولو وويل: ((که چېرته يوه ښځه يا نجلۍ له کور څخه بهر په سپورت او يا ساعت تيرۍ باندې د وخت د لګولو چانس ومومي، نو ښايي په غيراخلاقي مزي کې ښکېل شي.))


د افغانستان د بدني روزني د ملي کمېټې د ښځو د برخې مشره، شمس الحيات علم وايي، هغه د ځان د ډنګرولو له دې کلب نه خبره نه ده، خو ويې ويل، په دې باور ده، چې دا راز کلبونه ((به هغو واده شويو مېرمنو لپاره يو لړ فرصتونه چمتو کړي، چې له کور څخه بهر د تګ لږه ازادي لري. موږ به له هغې سره مرسته وکړو.))


د سلو مترو ځغاسته کوونکې، روبينې مقيم يار، چې په اتن کې د 2004 کال د المپيک په لوبو کې د ګډون له امله د هرچا په خولو کې وه، ای ډبليو پي ار ته وويل، هغه د دې نوي کلب په شتون ډېره خوشحاله ده. نوموړې وويل: ((تر کومه به ښځې په کورونو کې ناستې وي او په سپورت کې به برخه نه اخلي؟ ښځې هم سپورت ته اړتيا لري. د اتلتيک سپورت کوونکې مېرمنې د کورنۍ په خوشحالتيا کې ارزښتمن رول لوبولی شي.))


ددې کلب يوه غړې او د کابل د پيداګوژۍ د انستيتوت ښوونکې، 45 کلنه نجيبه د مقيم يار له خبرې سره موافقه ده. هغه وايي: ((د نن ورځې نجونې د سبا ميندې دي. د سبا ورځې زامن روغو (سالمو) ميندو ته اړتيا لري.))


هغه غواړي زيات شمېر نجونې او مېرمنې سپورت ته مخه کړي او د پوهنې له وزارت غوښتنه کوي، تر څو د بدن د وزن د زياتوالي موضوع ته په ټينګه پام واړوي.


د کلب ترڅنک يو لاروي، ښوونکي حشمت الله وويل، هغه ددې ډول کلبونو شتون مني. هغه زياته کړه: ((که موږ يوه سالمه ټولنه غواړو، نو بايد سالمې ميندې ولرو. که موږ سالمي ميندې غواړو، نو بايد په خپلو کورنو کې هغوی ته د سپورت کولو اجازه ورکړو او سپورت ته يې وهڅوو، نو وبه کړای شو، په راتلونکې کې د يو ښه (سالم) نسل خاوندان واوسو.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists