د شمال ګډېدونکي هلکان

شته من زبرځواکان تنکي ځوانان د ساعت تيرولو او جنسي اړيکولپاره ساتي په داسې حال کې چې ځايي چارواکي ددې عمل په ودرولو کې بېوسي دي.

د شمال ګډېدونکي هلکان

شته من زبرځواکان تنکي ځوانان د ساعت تيرولو او جنسي اړيکولپاره ساتي په داسې حال کې چې ځايي چارواکي ددې عمل په ودرولو کې بېوسي دي.

:"د چا سپي خوښيږي، د چا ښځې. زما هلکان خوښيږي."



هغه لکه د نورو مخ په زياتيدونکو خلکو له ډلې څخه دی، چې "بچه بازي" کوي. بچه بازي اوږده مخينه لري. د بشري حقونو مدافعينو او ديني عالمانو هغه غندلې ده، چې دادی يو ځل بيا په پرتله ييز ډول په کرار شمالي افغانستان کې بيا راژوندۍ کيږي.



هلکان د زورورو لويانو له خوا ساتل کيږي او په ځانګړو ودونو او محفلونو کې يي نڅوي او له هغه وروسته پرې جنسي تيری کوي. دا هلکان چې د "بچه بې ريش" په نوم ياديږي له څوارلس کلنى څخه بيا تر شل کلنى پورې دا هلکان ساتل کېږي .



څلورڅلوېښت کلن الله داد وويل: "ما د خپلې ځوانۍ پر مهال يو بچه بې ريش درلود، چې په ټولې سيمې کې يي نوم درلود. هغه د کوترې په څېر نڅل... د هغه ځای چا تر اوسه نه دی نيولای. ما هغه درې کاله وساته او کله چې بالغ شو، نو پرې مې ښود."



الله داد د کلونو په اوږدو کې زيات شمېر هلکان ساتلي و. هغه وايي چې خپل دا شوق يي خوښيږي. هغه وويل: "ما واده کړی، خو له ښځو څخه مې هلکان خوښيږي. دلته غونډو او محفلونو ته ښځه څوک له ځان سره نه وړي او نه يي څوک نڅولای شي. دا هلکان زموږ د وقار "سمبول" دی."



بچه بازي د هلکانو د "خاوندانو" له خوا چې د "کاته " په نوم ياديږي په لويو کوټوکې جوړيږي، چې "خوشخانې" ورته وايي. کاته ګان هلته خپل انډيوالان او دوستان راغواړي او د

نڅاوو سيل کوي. له نڅا وروسته د شپې ناوخته هلکان زياتره د جنسي تيري په موخه د نژدي انډېوالانو په واک کې ورکول کيږي.



الله داد د هلکانو د تېر ايستلو په اړه څرګندوني کوي او وايي: "لومړی په يو کلي کې هلکان خوښوو او وروسته يي په چل او ول ځانته راکاږو. يو شمېر يي د پيسو لپاره له موږ سره پاتې کيږي. هغوی ته هره مياشت پيسې ورکوو او د هغې په وړاندې چې يي هرکله وغواړو له موږ سره پاتې کيږي. هغوی تل له موږ سره نه وي. هغوی خپل کارونه هم کوي، خو په محفلونو کې له موږ سره وي."



هغه وويل، که کوم هلک ونه غواړي، چې بچه بې ريش شي، نو څوک يي په زور نه شي اړ ايستلای. هغه په ټينګار وويل: "موږ په هغه زور نه شو راوړلای. يوازې زبرځواکان تل له ځان سره هلکان ګرځوي."



بچه بازان خپل هلکان د ودونو غونډو ته له ځان سره وړي، ترڅو نورو خلکو ته يي وښيي.



الله دادد د خبرو په دوام وويل: "کله چې محفَل پيل شي، هلکانو ته ځانګړې جامې اغوستل کيږي، چې "جامن" نوميږي. وروسته ورته مزاري زنګونه په پښو کې تړل کيږي او له ساز سره نڅا کوي."



هغه وويل، يو شمېر نڅاوې مشهورې دي، چې هر يو يي خپل، خپل تالونه لري. که چېرته يو هلک ونه ناڅي يا خراب ونڅيږي، نو خاوند يي په لرګي وهي.



الله داد وويل: "موږ بايد دا کار وکړو. موږ په دې هلکانو باندې پيسې لګوو، ددې لپاره بايد هغوی وناڅي."



د الله داد اوسنی هلک، چې 16 کاله عمر لري، مرکې ته حاضر نه شو.



يو بل بچه باز خپل هلک ته وويل، چې مرکه وکړي، خو هغه خپل نوم څرګند نه کړ.



نوموړی چې ستړی برېښېد، وويل: "زه بيګاه ګډېدلای يم. له يوکال راهيسي دا کار کوم. بله چاره نه لرم. زه بېوزلی يم. پلار مې مړ شوی دی. دا ما او زما کورنۍ ته د ډوډۍ د موندلو يوازينۍ لاره ده. زه کوسښښ کوم، چې ښه وناڅم، په تېره په لويو محفلونو کې. خلک په ما پيسې شيندي. زه يي وروسته ټولوم. کله ناکله مې له ځان سره بازار ته وړي او ښې جامې راته اخلي."



د هلکانو د ساتلو دود يوازې د افغانستان په شمال کې نه دی، بلکې د افغانستان په سهيلي برخو کې هم دود دی، چې د طالبانو سخت اصول په کې پلي کيږي.



په شمال کې هغې ته ورته بنديزونه نه شته او له څو کالو راهيسي په کې زياتوالی راغلی دی.



د کندوزاوسيدونکي بازګل وويل: "بچه بازې په دې وروستيو کې ډېره زياته شوې ده او اوس هم مخ په زياتېدو ده. پخوا به خلک شرمېدل او په پټه به يي داکار کاو. خو اوس په دې کار نه شرميږي او په ښکاره په دې محفلونو کې ونډه اخلي."



هغه وويل، دا کار د څو لاملونو له مخې زيات شوی دی. يو لامل يي د ځايي زورمندانو ژور اغېز دی، چې بچه بازې د خپل وقار يو سمبول بولي.



د ملېشو دې قوماندانانو بايد خپلې وسلې سپارلای او بې وسلې شوی وای، خو لکه چې آی ډبليو پي آر رپوټ ورکړی و، زيات شمېر يي لا اوس هم هلته شته او د زور او ځواک له لارې ولسي خلک ډاروي.



بازګل وويل، بېوزلي ددې کار بل لامل دی، چې له امله يي دا هلکان په لومو کې نښلي. حکومت ددې ستونزې په له منځه وړلو کي پاتې راغلی دی او په پوليسو باندې خلک باور نه کوي.



هغه وويل: "پخوا به يوازې د ګوتو په شمار خلکو هلکان ساتل. اوس هرڅوک يو هلک لري او حکومت پرې غوږونه نه ګروي. خبره تر دې کچې رسېدلې، چې هيڅ يو محفل د هلکانو له نڅا پرته نه تر سره کيږي. که څوک په واده کې هلکان ونه ګډوي، نو خلک ورته ښه نه وايي. دې کارد هلکانو اخلاق خراب کړي دي او که چېرته په دې هکله کوم ګام پورته نه شي، نو ښايي چې همداسې دوام ومومي."



د يو شمېر خلکو لپاره د بچه بې ريش لرل د وقار او عزت مانا لري.



د بغلان د ولايت استوګن، په نصرو بای مشهور، نصرالدين وويل: "زه هغومره بډاې نه يم. خو يو څه شته من يم. زه غواړم، څومره چې شوني وي، هغومره بچه بې ريش ولرم. په دې توګه چې کله ودونو ته ځم، نو له چا پاتې رانه شم."



نصرو بای ټينګار کوي، چې د هلکانو ګډول يو ښه دود دی.



هغه وويل: "دا ښه کار دی. موږ خپل فرهنګ لرو. په بهرنيو هېوادونو کې ښځې ګډيږي. موږ خپلې ګډا ګانې لرو، چې د نړی په بل ځای کې نه پيدا کيږي."



د ملېشو قوماندانان او نور خلک د ښاپسته هلکانو پېر او پلور کوي او د بچه بازې محفلونه د بازار په توګه کاروي.



د بغلان ولايت د اندراب د ولسوالۍ يواوسيدونکي، نيک محمد، چې زياتره د هلکانو د ګډا غونډو ته ورځي او خپله بچه بې ريش نه لري، وويل: "زياتره خلک خپل هلکان په ودونو کې نڅوي. که د چا کوم يو خوښ شو، نو پيسې ورکوي او هغه اخلي. د محفل په پای کې بچه بې ريش نوی خاوند پيدا کوي."



هغه وويل، په دې پېر او پلور کې ډېرې زياتې پيسې لاس په لاس کيږي.



نيک محمد د نصرو بای په څېر د خلکو مينه او رغبت د بچه بازې د دود يوه برخه بولي.



هغه وويل: "قوماندانان زياتره خپل هلکان بازار ته وړي او د نورو قوماندانانو د پخسولو لپاره ورته ښکلې جامې اخلي. کله خو ورته موټر هم اخلي. دا کار هغوی ته ډېر ښه نوم ورکوي."



ديني عالمان دا دود غندي او هغه تر ټولو ستره ګناه بولي.



د تخار د ولايت يو ديني عالم، مولوي غلام رباني وويل: "د هلکانو ګډول او په هغوی باندی جنسي تيری په اسلام کې په کلکه منع دی. هغه خلک چې دا کار کوي بايد سخته سزا وګوري. هغوی بايد له غره راوغورځول شي او سنګسار شي."



ځايي چارواکي ددې کار زياتوالی مني، خو د مخنيوي چاره يي نه شي کولای.



د بغلان ولايت د څارنوالۍ رئيس، حفيظ الله خالقيار وويل: "هو، بچه بازي، په تېره بيا د خوست اوفرنګ او اندراب په ولسواليو کې ډېر زيات رواج لري. هلکان په زوره نڅول کيږي. په هغوی باندې جنسي تېری کيږي او آن د هغوی پېر او پلور کيږي. په بچه بې ريشانو باندې جنګونه کيږي. داکار ورځ په ورځ زياتيږي او د يو ناتار کچې ته رسييږي."



خالقيار وويل، څارنوالان په دې هکله څه نه شي کولای. هغه شکايت وکړ: "پوليس او ولسوالان له موږ سره په دې کا رکې مرسته نه کوي. هغوی موږ ته د هغوی دوسيې نه راليږي. ځکه موږ کوم کار نه شو کولای."

هغه وويل، د مليشو ښکېل قوماندانان هغومره زور لري، چې آن پوليس هغوی ته ګوته نه شي نيولای.



هغه وويل: "په دې کار کې ځايي قوماندانان ښکېل دي او د هغې ننګه کوي. هغوی پيسې لري، زور لري او وسلې لري. نه پوليس او نه ځايي خلک له ډاره هغوی ته څه ويلای شي."



له دې سره سره خالقيا ر وويل، چې هغه دې کار ته ژمن دی او تر اوسه يي يو شمېر برياليتوبه هم تر لاسه کړي دي.



هغه وويل: "موږ په دې موضوع کې ډېر جدي يو. دا کار د قاون خلاف دی. د هغې سرته رسوونکو ته بايد سزا ورکړ شي."



د بغلان ولايت مرکز د پلخمري په ښا رکې په دې وروستيو وختونو کې پوليسو د بچه بازۍ په يوې غونډې چپاو وکړ او 30 تنه يي ونيول. خالقيار وويل: "د هغوی دوسيې اوس په ستره محکمه کې تر جريان لاندې دي. موږ ددې کار څو تنه مجرمين بنديان کړي دي."



د تخا رولايت د امينت مشر، جنرال سيداحمد سامع هم د اړوندو چارواکو او خلکو د مرستې د نشتوالي له امله سر وټکولو.



هغه وويل: "د بچه بازۍ هرمرکز مو چې موندلای، بند کړی مو دی. موږ سږکال اوه قضيې د ولايت څارنوالۍ ته استولې دي."



پوليس همدومره کار کولای شي. سامع وويل: "دا عمل په دې ولايت کې هغومره اوږده مخينه لري، چې ځايي خلک ورته د يو دروند دود په سترګه ګوري او له موږ سره مرسته نه کوي. دا زموږ د کار په وړاندې يو لوی خنډ دی."



د کندوز د ولايت د امينت امر، جنرال اسدالله امر خيل ددې عمل د مخنيوي لپاره د خلکو مرسته اړينه بولي. تر اوسه په دې ولايت کې له دې عمل سره د تړاو له امله 27 تنه بنديان شوي دي.



د بشري حقونو د خپلواک کميسون لپاره د افغانستان د شمالي برخې مشر، محمد ظاهر ظفري ددې عمل په وړاندې د حکومت په بېوسېتوب باندې خپګان څرګند کړ.



هغه وويل: "له بده مرغه بايد ووايم، چې دا راز ګډا، جنسي تېری او آن د هلکانو پلورل د څو کلونو راهيسې روان دی. دا يو ناوړه رواج دی. په دې عمل کې ښکېل هلکان معمولا بېوزلي، کوچني يا پتيمان وي. هغوی د خپل اقتصادي څرنګوالي له مخې دې کار ته اړ ايستل کيږي."



"دا عمل هم د بشرپالنې او هم د قانون له مخې ټکان ورکوونکی دی. هغه هلکان چې دا کار کوي، ډېره خرابه راتلونکي لري. هغوی تل شرميږي او د يو بېکاره انسان په توګه لوييږي، چې ټولنې ته ګواښ رامنځته کوي. حکومت په دې اړه هيڅ ګام نه دی پورته کړی. له کوچنيانو څخه ناوړه ګټه اخيستنه لا تر اوسه هم روانه ده."



خالقيار هم د بچه بې ريش د زيان په هکله په همدې اند دی او وايي، چې دا کار د هغوی هويت له منځه وړي.

هغه وويل: "که چېرته ملګري ملتونه او حکومت په دې هکله جدي ګامونه پورته نه کړي، د کوچنيانو او نيشه يي توکو د قاچاق مخه ونه نيسي او مجرمانو ته سزا ورنه کړي، نو ښايي چې بيا يي مخه نيول ناشوني وي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists