د شمالي ولايتونو اوسيدونکي په تېښته دي
په زرګونه خلک د لوږې، بېروزګارۍ او وچکالۍ له امله تښتي. زياتره يې ايران ته مخه کوي.
د شمالي ولايتونو اوسيدونکي په تېښته دي
په زرګونه خلک د لوږې، بېروزګارۍ او وچکالۍ له امله تښتي. زياتره يې ايران ته مخه کوي.
اووه ويشت کلن زلمى، يولداش محمد خپل بکسونه د سرويس تر څوکۍ لاندې ځاى په ځاى کوي. سرويس د بلخ ولايت ته روان دى، خو د هغه وروستى منزل ايران دى.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "زه يو کروندګر يم. ما خپل قلبه يي غوايان او د کرلو نور سامانونه وپلورل. ايران ته روان يم. هيله لرم، هلته پيسې پيدا کړم او کورنۍ ته مې راواستوم."
هغه وويل، کرونده يې د وروستۍ وچکالۍ له امله شاړه شوې ده.
نوموړې په خپګان وويل: "بل څه شى کولاى شم؟ اولادونه مې وږي دي. دلته کوم کار او روزګار نشته. له دې امله ځم، چې کورنۍ مې ژوندۍ پاتې شي."
عزت الله چې د بسونو تمځاى ته په منډه روان و، آى ډبليو پي آر ته وويل، چې کار وبار يې په ټپه درېدلى دى. هغه وويل: "هره ورځ اووه، اته بسونه، چې هر يو يې ٥٠ تنه سپرلۍ لري، د بلخ ولايت ته ځي. ددې سپرليو ډيرى يې ايران ته ځي."
افغانستان له لسګونو کلونو راهيسې ډول، ډول ستونزو ځپلى او اوسيدونکي يې د پرله پسې جګړو او نښتو له امله له هېواد څخه تښتيدلي دي. زيات شمېر يې د طالبانو له سقوط راوروسته هېواد ته راستانه شوي، خواوس د اقتصادي ستونزو او اقليمي شرايطو له امله له هېواد څخه بېرته وتلو ته اړ ايستل شوي دي.
دمګړۍ په ايران کې لږ و ډېر يو مليون او په پاکستان کې دوه مليونه افغانان اوسيږي. دواړه هېوادونه افغانان هڅوي، چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي. په ځانګړي توګه ايران په دې وروستيو کې کلونو کې په زوره د کډوالو د ايستلو لپاره سخت ګامونه پورته کړي دي.
خو بسونه د فارياب د ولايت له مرکز، ميمنې څخه خپل تګ ته دوام ورکوي.
فارياب د افغانستان په شمال کې يو ليرې پروت ولايت دى. کرکيله دخلکو د ژوند تر ټولو مهمه سرچينه ده. کروندګر د خپلې کرکيلې د اوبو کولو لپاره په طبيعي سرچينو، واورې او باران، باندې ډډه لګوي. دلته د اوبو لګولو ويالې نشته او نه د اوبو کولو داسې مصنوعي وسايل شته، چې کروندګر پرې خپلې کروندې خړوبه کړي.
د سختې وچکالۍ له امله، چې د تېر کال راهيسې يې شمالي ولايتونه ځپلي، زيات شمېر بزګران له نېستۍ سره لاس او ګرېوان شوي دي. حکومت هم ددې خطر له امله اندېښمن دى، خو د مرستې لپاره سرچينې نه لري.
د فارياب ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس، محمد عثمان مريد وويل: "بېوزلي، د بيو لوړوالي او وچکالي ځوانان تېښتې ته اړباسي. موږ ورسره څه مرسته نشو کولاى. خلک،په تېره بيا، ځوانان ډله ډله ايران ته ځي."
د عثمان د وينا له مخې په تېر کال کې له ١٦ زرو څخه زيات ځوانان تللي دي. هغه زياته کړه، کره شمېرنه (احصايه) په لاس کې نشته، خو داسې بريښي، چې رښتينې شمېره ډېره لوړه وي. ځکه نشي کېداى د هغو خلکو سم شمېر لاس ته راشي، چې کورونه پريږدي.
ځايي چارواکي وايي،چې د سږني مهاجرت وړاند وينه سخته او ډېره خواشينوونکې ده.
د فارياب والي، عبدالحق شفق د ستونزې ريښه وچکالي او د هغې له امله په فارياب کې راولاړه شوې لوږه بولي، چې نژدې ٦٥ زره تنه يې د اورښتونو د نشتوالي له امله ډېر کړيږي.
هغه زياته کړه: "حکومت ٩٧٠٠ ټنه غنم پر وچکالۍ ځپلو کورنيو باندې ويشلي دي. برسېره پر دې سور صليب، ناروې او اروپايي اتحاديې هم دې خلکو ته مرستې چمتو کړي دي. خو له دې ټولو مرستو سره، سره په سلو کې شل (وچکالۍ ځپلو) ته هغه رسيدلي نه دي."
پنځوس کلنې حميرا ته په ميمنې کې د يوې نهه کسيزې کورنۍ اعاشه ورپه غاړه ده. د وچکالۍ راهيسې خپلې کورنۍ ته پوره خواړه نشي برابرولاى. هغه له ګاونډيانو څخه ډوډۍ په خيرات غواړي.
هغې وويل: "ما خپل دوه زلمي زامن او زوم ايران ته استولي، چې هلته کار وکړي او موږ ته پيسې راوليږي، ترڅو خپل ځان او کوچنيانو ته خواړه چمتو کړو. تر اوسه نه د هغوى له احوال خبر يو او نه حکومت له موږ سره مرسته کړې ده."
والي وويل له هغه سره دومره سرچينې نشته، چې له هر چا سره مرسته وکړاى شي.
هغه وويل: "له دوو ميليونو څخه زيات وګړي په دې ولايت کې اوسيږي. له ټولو اغېزمن شوو خلکو سره مرسته ډېرو سرچينو ته اړتيا لري."
هغه په ټينګار وويل، نړيواله ټولنه او مرکزي حکومت بايد مټې بډ وهي، چې د بشري ناورين مخه ونيسي.
ستونزه ګاونډيو ولايتونو ته خپريږي. د سمنګانو د ولايت چارواکو په دسمبر کې اعلان وکړ، چې هغوى په خپلې سيمې کې له لوږې او کاختۍ سره مخامخ دي.
د اقتصاد د ډګر شنونکي پړه په حکومت اچوي.
د بلخ پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي مرستيال، عبدالواحد واحدي وويل: "په تېرو اوو کلونو کې د حکومت له خوا د اقتصادي مناسبې ستراتيژۍ نشتوالى د بېروزګارۍ د ناورين لامل شوى دى."
خو د فارياب ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيسه، عزيزه له دې خبرې سره موافقه نه ده.
هغې آى ډبليو پي آر ته وويل، "حکومت د کاري فرصتونو د موندلو لپاره تر خپلې وسې وسې پورې هڅه کړې ده. خو له هغې څخه زيات خلک د کار په هڅه کې دي، چې موږ يې اټکل کړى و."
د عزيزې د وينا له مخې د هغې رياست تر اوسه ٣٤٥٩ تنو ته کار موندلى او ١٠٨٢ نورو ته يې د حرفوي په زده کړو روزنه ورکړې ده.
هغې وويل: "حکومت له دې زيات څه شى نشي کولاى. مدني ټولنه او شخصي سازمانونه بايد دا خلک په کارونو وګوماري، چې له هېواد څخه وتلو ته اړ نشي."
د فارياب ولايت د لوړو زده کړو د يوې موسسې استاد او د ټولنيزو چارو شنونکى، سيد زين الدين عابدي د ځوان نسل له لاسه د ورکولو له امله اندېښمن دى.
هغه وويل: "د ځوانو افغانانو کډوالي په هېواد باندې منفي اقتصادي، ټولنيز او سياسي اغېز لري."
په دې وروستيو کې له ايران څخه د سيد علاوالدين په نامه يو شړل شوى افغان د خپلې بدمرغى پړه په افغان ولسمشر، حامد کرزي اچوي.
هغه وويل: "که زموږ په هېواد کې دندې اوفابريکې واى،نو ولې به موږ ايران ته تللو؟ افغانان لومړى خداى وهلي، چې دا وچکالي يې راوستې، بيا د کرزي د حکومت جنګ سالارانو، چې ځانونو ته يې ښکلې ماڼۍ جوړې کړي. هغوى د افغانستان د بېوزلو خلکو هيڅ پروا نه لري."