د شخصي پوهنتونونو د کيفيت په اړه اندېښنې

د خصوصي سکتور يو شمېرمحصلين او استادان د نوو انستيتوتونو د معيارونو په اړه اندېښمن دي

د شخصي پوهنتونونو د کيفيت په اړه اندېښنې

د خصوصي سکتور يو شمېرمحصلين او استادان د نوو انستيتوتونو د معيارونو په اړه اندېښمن دي

Wednesday, 10 March, 2010
.



شخصي پوهنتونونه دا ادعاګانې ردوي او يوشمېر محصلين يې دفاع هم کوي او وايي لکچرونه او تعليمي نصاب د دولتي سکتور په څېر دى او که کومه ستونزه موجوده هم وي، نو لامل به يې دا وي چې د هر نوي کار په پيل کې په طبيعي توګه يوشمېر ستونزې او نيمګړيتاوې موجودې وي.



په افغانستان کې له ٢٠٠١ کال څخه مخکې شخصي پوهنتونونو د کار اجازه نه لرله او د زده کړې ټولې موسسې په دولت پورې تړلې وې. د طالبانو تر سقوط او د نوې ادارې او د ازاد بازار د اقتصادي تګلارو له رامنځته کېدو وروسته د خپلواکو (تعليمي) موسسو تاسيس ته اجازه ورکړ شوه. دا موسسې زياتره لوړ فيس اخلي.



د يو شخصي پوهنتون محصل د پوهنتون په دروازه کې آى ډبليو پي آر ته وويل، دولتي لوړو موسسو ته د کانکور د ازموينې ورکول بې ګټې کار دى؛ ځکه د زده کوونکو شمېر هرکال زياتيږي، خو په مقابل کې يې لږ شمېر زده کوونکو ته د زده کړې چانس ورکول کيږي. هغه د مجبوريت له مخې شخصي پوهنتون ته مخه کړې ده، خو شکايت يې وکړ چې په زده کړه کې نيمګړتيا لري.



هغه شکايت وکړ: "په شخصي پوهنتونونو کې د زده کړې معيار ډېر ټيټ دى. مسلکي استادان نه لرو، روزنيز مواد، ښه او سمبال کتابتونونه، لابراتوارونه او د انټرنيټ اسانتياوې نشته."



هغه زياته کړه: "دا پوهنتونونه محصلين نه ناکاموي؛ ځکه هغوى فيس ورکوي. له دې امله زده کوونکي په لوستونو کې زيار نه باسي. د هغوى موخه داده، چې د تحصيل څلور کلنه دوره بشپړه کړي او د لوست پرته د فراغت تحصيلي سند ترلاسه کړي."



يو بل محصل چې د خپل بکس زنځير يې تړلو، له پوهنتون څخه د وتلو پر مهال آى ډبليو پي آر ته په موسکا وويل: "خلک پوهيږي، چې په دې پوهنتونونو کې د زده کړې کچه ډېره ټيټه ده، خو دلته مازې ددې لپاره راځي، چې برى ليک تر لاسه کړي ... يوازينۍ بريا داده، چې د يوې غونډې په بهير کې خپل برى ليکونه تر لاسه کړو. "



د بلخ په ولايت کې د مولانا، آريا، سعادت، سينا او تاج په نامه پنځو شخصي پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو د وزارت له خوا جوازونه ورکړ شوي او اوس په فعاليت بوخت دي.



ددې پوهنتونونو فيس لوړ دى او زياتره زده کوونکي ددې بيې په وړاندې ښې زده کړې غواړي. په طب پوهنځي کې د ١٦ اوونيو په يو تحصيلي سمستر کې ٨٠٠ امريکايي ډالره او د اقتصاد اوحقوقو په څېر نورو پوهنځيو کې ٤٠٠ امريکايي ډالره فيس اخلي.



د بلخ د دولتي پوهنتون اداري مرستيال، محمدناصر، چې د شخصي لوړو زده کړو يو بل نيوکه کوونکى دى، وايي هغه (شخصي پوهنتونونه) ډېرې نيمګړتياوې لري.



هغه وويل: "د حکومتي موسسو د کمزورتيا له امله د شخصي پوهنتونونو لپاره وضع شوي قانوني شرطونه او اصولونه پلې شوي نه دي."



نوموړي زياته کړه: "تاسيسات ... بايد له حکومتي پوهنتونونوڅخه ښه ترا وي؛ ځکه محصلين لوړ فيسونه ورکوي. دا موسسات د کارکوونکو، روزنيزو موادو او لابراتوارونو د نشتوالي په څېر ډېرې ستونزې لري. هغوى نشى کولاى، آن په مناسبو ودانيو کې تعليمي مقررات مراعات کړي."



ناصر پر شخصي پوهنتونونو تور پورې کړ چې د جواز د تر لاسه کولو لپاره د ټولو تعليمي اسانتياوو د چمتوکولو ژمنې کوي، خو له هغې وروسته بيا دا ټولې ژمنې هيروي. هغه ادعا وکړه چې په حکومت کې د اداري فساد له امله هيڅوک د نوموړو انيستيتونو پلټنه نه کوي.



د لوړو زده کړو د وزارت وياند، عظيم نوربخش دا خبره رده کړه او ويې ويل، د بلخ شخصي پوهنتون په منظمه توګه څارل کيږي. هغه وويل: "د لوړو زده کړو وزارت (نوموړي) موسسات ليدلي او ارزيابي کړي او چارواکو ته يې د نيمګړتياوو د پوره کولو سپارښتنې کړي دي."



نوموړي وويل: "که چېرته هغوى د لوړو زده کړو د وزارت له مقرراتو سره سم بدلونونه رانه ولي، نو په وړاندې به يې جدي ګامونه پورته کړو."



نوربخش وويل، د شخصي پوهنتونونو لپاره د درسي نصاب او د زده کړود تاسيساتو په برخه کې د لوړوزده کړود وزارت اصول او مقررات يو لړ شرطونه او معيارونه لري او په دې خبره ټينګار کوي چې استادان بايد لږ ترلږه د ماسترۍ درجه ولري.



هغه وويل: "د افغانستان د لوړو زده کړو اصول د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتنه کوي، ترڅو په پرله پسې ډول د لوړو زده کړو خصوصي موسسې وڅاري او که کوم يو يې د مقرراتو پر خلاف عمل کوي، نو وزارت يې فعاليتونو ته د پاى ټکى ږدي."



د خصوصي موسسو چارواکي د ټيټو معيارونو درلودل ردوي.



د مولانا (د لوړو زده کړو د موسسې) استاد، پروفيسور محمد نبي انوري وويل د شخصي پوهنتونونو تاسيسات د هېواد د هغو ځوانانو يوه مهمه اړتيا پوره کوي، چې ددولتي پوهنتونونو د کانکور په ازموينو کې پاتې راځي.



هغه دا ادعاګانې بې بنسټه وبللې چې د مولانا (د پوهنتون) په څېر (تحصيلي) موسسات د اړتيا وړ معيارونه، نه لري. هغه وويل: "زه له دې سره موافقه نه لرم، چې زموږ پوهنتون په چمتو شوې تعليمي برخه کې نيمګړتياوې لري. د شخصي پوهنتونونو د تعليمي ټيټ کيفيت په اړه ادعاګانې ناسمې دي."



د شخصي پوهنتونونو يوه بله مدافع، د آريا (د پوهنتون) د خپرونو مديره، زهره مهربان وويل، زده کوونکو ته مناسبې اسانتياوې چمتو شوي. هغې وويل: "موږ له هندوستان، تاجکستان او ايران څخه بهرني استادان استخدام کړي دي. زموږ د زده کړې سيستم پر ټولو مدرنو معيارونو سمبال دي."



هغې دا ومنله چې، شخصي پوهنتونونه نوي رامنځته شوي او کېداى شي يو څه نيمګړتياوې ولري. هغې وويل: "حکومت پر ملياردونو ډالرو بودجې نشي کولاى د حکومتي پوهنتونونو د زده کړې ستونزې حل کړي. موږ نوى يو، کېداى شي يوڅه ستونزې ولرو."



د بلخ پوهنتون د طب د پوهنځي استاد، ډاکټر حکمت فطنت، چې په عين وخت کې د آريا (په پوهنتون کې) درس ورکوي، وايي، د حکومتي او شخصي پوهنتونونو په درسي نصاب کې کوم توپير نشته. هغه وويل: "زه عين مواد په دواړو پوهنتونونو کې تدريسوم. په تعليمي موادو کې کوم توپير نه ګورم."



نوموړي دا خبره وکړه چې شخصي پوهنتونونه د تدريس ستونزه لري. هغه وويل: "د بېلګې په توګه، يو شمېر لابراتوارونه په سمو موادو او وسايلو سم سمبال شوي نه دي. درسي مواد تر اوسه سل په سلو کې بشپړ نه دي، خو دا نيمګړتياوې به په راتلونکي کې ليرې کړاى شي."



د کابل دولتي پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد، عبدالقهار جواد شخصي پوهنتونونه د افغانستان د لوړو زده کړو په ډګر کې يو مثبت ګام ګڼي او د هغوى په وړاندې نيوکې بابيزه بولي.



هغه وويل: "دا ادعاګانې له دوو اړخونو څخه د منلو وړ نه دي: ترټولو لومړى، شخصي پوهنتونونه په خپلو منځونو کې سيالي لري. هر يو يې هلې ځلې کوي، ترڅو ښه شرايط چمتو کړي او زيات شمېر زده کوونکي جلب کړي."



"څنګه چې زده کوونکي فيس ورکوي، هغوى هم باکفيته زده کړه غواړي. دا دوه شيان د کيفيت په لوړلو کې برخه لري."



د آريا پوهنتون د طب د پوهنځي محصله، منيژه هم وايي چې تدريس له دولتي موسسو سره توپير نه لري او له خپلو زده کړو راضي ده. هغې وويل: "موږ د لومړنيو ښوونځيو د لومړي او دويم ټولګي زده کوونکي نه يو، چې د شخصي پوهنتونونو د ادارو له خوا په اسانه وغولول شو. موږ فيس ورکوو، له هغوى څخه د ښه کيفيت زده کړه غواړو."
Frontline Updates
Support local journalists