د روغې جوړې او ملي يووالي په لور

د افغانستان د ټولو سيموځوانانو په يو ناڅاپي نوښت د ملي يووالي لپاره توکميز توپيرونه شاته غورځولي دي.

د روغې جوړې او ملي يووالي په لور

د افغانستان د ټولو سيموځوانانو په يو ناڅاپي نوښت د ملي يووالي لپاره توکميز توپيرونه شاته غورځولي دي.

له توکميزو تربګنيو څخه پوزې ته راغلي په سلګونه ځوانان، چې د ډېرې مودې لپاره يې افغانستان سره ويشلی و، د هېواد بېلا بېلو برخو ته سفرونه کوي او د سولې او وروګلوۍ تبليغ کوي.


د کندهار يو ښوونکی، حاجي سراج الدين وايي: ((تر همدې پرون پورې زموږ ځوانانو د يو او بل د وژلو هڅه کوله، خو نن هغوی د ملي يووالي په هکله سوچ کوي او غواړي په سولی کې ژوند وکړي.))


حاجي سراج الدين په دې وروسيتو وختونو کې په سهيل کې د کندهار د پښتون مېشته ولايت د يوې ليسې څخه د وو سوو تنو زده کوونکو په مشرۍ په شمال کې پروت د مزارشريف ښار ته راغلل، چې ډېره کې اوسېدونکي يې (افغاني) تاجيکان او ازبيکان دي.


دا دوه سيمې د نوي يمو کلونو شخړو او تاوتريخوالي له امله په پراخه توګه يو له بل څخه ليرې شوې وې.


د تېر اپرېل په مياشت کې د مزارشريف نژدې درې سوو تنو زده کوونکو د هغه ښار په يو هوټل کې د خپلو کندهاري هېوادوالو سره تود روغبړ وکړ او يو بل يې په غېږ کې ونيول.


دا زده کوونکي،چې زياتره يې له شلو کلونو څخه د لږ او يا د شلو کلونو په شاوخوا کې عمرونه درلودل، د کورنۍ جګړې پر مهال کوچنيان وو. درويشت کلن محمدنظر آی ډبليوپي آر ته وويل: ((موږ پوهيږو چې د شخړو له امله د افغانستان د خلکوتر منځ ډېر لوی واټن راغلی و. يوازې د خبرو له لارې ملي يووالی لاس ته نه شي راتلای، له دې امله موږ د کندهار په يو ښوونځي کې د دېرشو تنو په شاوخوا کې زده کوونکي راټول شو او ومو پتېله چې عملي ګامونه واخلو.)) نظر وايي، دې غورځنګ د دېرش کسيزې ډلې په جوړښت په کار پيل وکړ.


نوموړی ځوان وايي، هغوی له ملي پخلاينې پرته کومه سياسي موخه نه لري. هغوی خپل پيغام نه يوازي مزارشريف ته راوړی، بلکې نورو شمالي ولايتونو، لکه پروان، بغلان، تخار او کندوز او همدارنګه سهيلي ولايتونو پکتيا او زابل او پلازمينې کابل او څېرمه پروت د ميدان او وردګو ولايت ته يې هم وړی دی.


نظر وايي له دې ډلې او د هغوی له پيغام څخه په ټولو ځايونو کې تود هرکلی شوی. د زده کوونکو دې ډلې آن له ولسمشر حامد کرزي سره هم وليدل. نوموړي د ز ده کوونکو د هڅې ستاينه وکړه.


نظر وويل: ((موږ پتېلې وه، چې د سفر لګښت په خپله چمتو کړو، خو کله چې د کندهار والي زموږ له کار څخه خبر شو، نو ټول لګښت يې په خپلې غاړې واخيست.))


د کندهار يو بل زده کوونکي وويل: ((د کندهار په ولايت کې د مزارشريف د خلکو په اړوند پروپاګند کېده. موږ په دې سوچ و، چې ښايي زموږ هرکلی ونه شي. خو بيا هم موږ دلته راغلو او د بلخ له ځوانانو سره مو ولېدل. زه اوس داسې انګېرم،چې ګوندې د افغانستان هره برخه زما لپاره کندهار او يا زما خپل کور دی.))


د غونډو په پای کې، په مزارشريف کې زده کوونکو يو او بل په غېږ کې ونيول او د د واړو ولايتونو د زده کوونکو ډلو دا شعارونه يې بدرګه کول: ((موږ نه پښتانه يو، نه تاجيک يو، نه ازبيکان او نه هزاره ګان. موږ يوازې افغانان يو او غواړو د ورونو په توګه په خپل هېواد کې واوسيږو. موږ هيچا ته اجازه نه ورکوو، چې وسلې راکړي او د پخوا په څېر مو وغولوي. د افغانستان هر ولايت زموږ کور دی او موږ غواړو دا کور ودان کړو.))


د فرهاد د وينا له مخې، چې د ميلمنو سفر يې تنظيم کړی و، د بلخ ولايت له زرو څخه زياتو زده کوونکو پتېلې اوغواړي دا پيغام (نورو ځايونو ته) ورسوي.


هغوی غوښتل خپل لګښت په خپله چمتو کړي، مګر والي د مرستې خبره وکړه. د بلخ والي عطامحمد وايي: ((که هغوی وغواړي زه چمتو يم، چې د زده کوونکو ټول لګښت زه پخپله غاړه واخلم.))


د عادي افغانانو دا غورځنګ په پلازمينې کابل کې د چارواکو د حيرانتيا لامل شوی دی. د ځوانانو د چارو دوزارت مرستيال، عبدالخليل قادس وايي، تر هغه چې يو خبريال ورته وويل، له هغې څخه خبر نه و.


يو سياسي څېړونکی او د بلخ د پوهنتون استاد، غلام فاروق خپلواک وايي: ((ددې غونډو جوړول له جګړې څخه د راپاتې شويو ستونزو د له منځه وړلو يوازينۍ لارده. هغه څه چې دا ځوان زده کوونکي يې سر ته رسوي، له بل هر څه څخه ډېر اغېزمن دي، ځکه هغوی په کورنيو جګړو کې ښکېل نه و.))


د مزارشريف د ښار يو اووه پنځوس کلن هټيوال وايي: ((زما په اند هغوی بريالي دي، ځکه هغوی د خپلې راتلونکې په اړه زموږ په پرتله ډېره هيله لري. راتلونکې د ځوانانو ده.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists