د رايو ورکوونکو د اړايستلو ادعا

د جنرال دوستم په پلويانو تور لګېدلی،چې د سپتمبر په ټولټاکنو کې د کانديدو لپاره له ټګۍ برګۍ کار اخلي.

د رايو ورکوونکو د اړايستلو ادعا

د جنرال دوستم په پلويانو تور لګېدلی،چې د سپتمبر په ټولټاکنو کې د کانديدو لپاره له ټګۍ برګۍ کار اخلي.

د جوزجان په ولايت کې رايه اچوونکي وايي، چې د جنرال عبدالرشيد دوستم پلويان د هغوی د رايو ورکولو کارتونه (په زوره) اخلي، ترڅو د وږي په مياشت کې د پارلماني ټاکنو لپاره د ځان د ټاکنو مشروعيت تر لاسه کړي.


دا کارتونه تېرکال د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پر مهال وېشل شوي و او سږکال د (پارلمان لپاره) د خپلې خوښې کانديد د ټاکلو لپاره د رايو ورکولو په منظور هم کارېدای شي. د ټولټاکنو د مقررې له مخې د رايې اخيستلو لپاره بايد د 500 تنو موکلينو کارتونه يا د هغوی کاپيګانې د نوم ليکلو څانکو ته وسپارل شي.


دا بهير بايد له يوې مخې په خپله خوښه وي. له خلکو څخه په زوره د هغوی د کارتونو اخيستل منع دي.


يو حکومتي کارکوونکي، رحمت الله آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د هغه امر، د دوستم يو پلوي، له هغه څخه د هغه د کارت غوښتنه وکړه. هغه وايي: ((له هغه وروسته چې هغه زما د کارت کاپي واخيسته، هغه يې بېرته بله ورځ راکړ.))


رحمت الله دا ادعا هم وکړه، چې د هغه د ماندېنې د رايې ورکولو کارت هم د ښوونځي د امر له خوا، چې د جنرال يو پلوي دی، د هغې له خوښې پرته ورڅخه اخيستل شوی و.


دوستم د پخوانيو جنګ سالارانو له ډلې څخه يو تن دی، چې په حکومتي لوړې څوکۍ د هغه ټاکنه د اختلافونو لامل شو. دوستم دولسمشرۍ د تېرکال په ټولټاکنو کې د حامد کرزي په وړاندې له ودرېدو وروسته د ولسمشر له خوا د وسله وال پوځ د درستيز وال په توګه وګومارل شو. هغه له دې ټاکنې څخه وروسته د جنبش ملي اسلامي د ګوند له مشرۍ استعفا وکړه، چې د افغانستان په شمال کې د وسله والو ملېشو لوی ملاتړ لري.


رحمت الله وويل، هغه ډارلري، چې د پورته خبرې د ښکاره کولو له امله به ځايي مامورين له هغه کسات واخلي.


يو بل رايه ورکوونکي، چې ويې غوښتل نوم يې د کسات د اخيستلو له امله وانه اخيستل شي، وويل، ځايي قوماندان په زوره د هغه د رايې ورکولو کارت ورڅخه اخيستی دی. هغه وويل: ((دې قوماندان، چې د جنرال دوستم يو پخوانی قوماندان او د سيمې يو مشهوره څېره ده، ماته امر وکړ، چې خپل کارت ورته ورکړم. د ژوند له ډاره څوک ددې قوماندان مخالفت نه شي کولای.))


توقع ده، چې د سپتمبر د ټاکنو لپاره ټول لس زره تنه کانديدان خپل نومونه وليکي. افغانان به ولسي جرګې ته ټول 249 تنه غړي وټاکي. د نوم د ليکنې بهير د اپرېل له دېرشمې څخه د می د مياشتې ترنولسمې پورې دوام مومي.


يو بل حکومتي کارکوونکي، چې د نوم د نه اخيستلو په شرط يې خبرې کولې، وويل: ((ددې قوماندانانو ترلاس لاندې خلک به په څرګنده خپل کارتونه او رايې هغوی ته ورکړي.))


د جنبش مرستيال، عزيزالله کارګر دا شکايتونه رد کړل. کارګر ويل، د هغه ګوند د نوم ليکنې لپاره کارتونه نه غلا کوي او نه دې کا رته اړتيا لري. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((جنبش زيات پلويان لري. موږ په زوره له خلکو څخه د هغوی د کارتونو داخيستلو اړتيا نه لرو. ))


د جوزجان والي، روزمحمد نور له دې کار سره مخالفت وښود. هغه وويل: ((زه په زوره له خلکو څخه د هغوی د رايې د ورکولو د کارتونو له اخيستلو سره موافق نه يم. ما خلکو ته څو څو ځلې ويلي، چې زورځواکو ته رايې ورنه کړي او يوازې هغو خلکو ته رايې ورکړي، چې په رښتينې توګه د هغوی استازيتوب کوي. که کوم چا دا کار په زوره وکړ، نو ماته دې راشي، زه به هغه حل کړم، ځکه زه په زوره د کارت له اخيستلو سره موافق نه يم.))


د هېواد له نورو برخو څخه په زوره د کارتونو د اخيستلو رپوټونه رارسېدلي دي. سياسي څېړونکی قسيم اخګر اندېښنه لري، چې د زور له لارې د کارتونو اخيستل به له درغليو ډکو ټاکنو او بې اعتباره پارلمان د رامنځته کېدو لامل شي.


هغه وايي: ((د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جنګ سالارانو په شتون ټاکنې يوازې د يو نمايش لپاره کيږي. له دې امله چې په نزدې راتلونکې کې ددې ټولو ټوپک والو له منځه وړل ناشوني دي، نو دا به په دې مانا وي، چې ټوپک والا به په پارلمان کې ډېرواک ولري.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists