د رايو تر ورکولو دمخه ډېرو کارونو ته اړتيا ده

څارونکې په دې باور دي، چې له کابل بهر د امنيت نشتوالی د وږ ي مياشتې تر پارلماني ټاکنو د شاته لوېدو لامل دی.

د رايو تر ورکولو دمخه ډېرو کارونو ته اړتيا ده

څارونکې په دې باور دي، چې له کابل بهر د امنيت نشتوالی د وږ ي مياشتې تر پارلماني ټاکنو د شاته لوېدو لامل دی.

Friday, 18 November, 2005

په داسې حال کې چې افغان حکومت د پارلماني ټاکنو د شاته لويدو لاملونه تخنيکي او لوژستيکي ستونزې بولي، خو يو زيات شمېر په دې اند دي، چې د پرېکړې شاته له پلازمينې بهر د مرکز د واک د زياتې کمزورتيا لاملونه پراته دي.


د ملي پيوستون د ګوند مشر، عبدالخالق نعمت وايي: ((جنګ سالاران لا تر اوسه په قدرت کې دي او په پبشړه توګه بېوسلې شوې نه دي. له دې امله به خلکو ته ګرانه وي، چې پارلمان ته خپل استازي واستوي.))


پارلماني ټاکنې لومړی د 1383کال د تلې په مياشت کې د ولسمشرۍ له ټولټاکنو سره همهالې په پام کې نيول شوې وې. وروسته بيا هغه د سږکال پسرلي ته په شاولوېدې.


هغه مهال حکومت پړه د ژمي د سړو او يخنۍ له امله د سرشمېرنې د سرته په نه رسېدو اچولې وه، چې دانتخاباتي حوزو د ټاکلو لپاره يې تر سره کول اړين و. له هغې وروسته د ټاکنو کميسون د کب د مياشتې په ٢٥ د پارلماني ټاکنو لپاره د وږي د مياشتې 31 (د سپتمبر 18) نېټه وټاکله.


رايه اچوونکي به 34 ولايتي سيمه ييزو شوراګانو او ولسي جرګې ته خپل استازي وټاکي.


د مرکزي احصايې د سرشمېرنې د رياست مرستيال ، عبدالجبار اسحق زي وويل، شمېرنه اوس پای ته رسېدلې او ډېر ژر به د ټاکنو کميسون په واک کې ورکړاى شي.


د ټاکنو د کميسون مشر، بسم الله بسمل آی ډبيليو پي آر ته وويل: ((لوژستيکي، تخنيکي او د سرشمېرنې ستونزې، د ولايتونو او ولسواليو تر منځ د بېلوونکو نښو نشتوالی د ټاکنو د شاته لوېدو لامل شوي دي.))


افغاني او باندني چارواکي دواړه د شاته لوېدو لامل امنيتي اندېښنې بولې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دمرستې د دفتر، يوناما، تلونکي وياند، ايمانويل دي الميدا سلوا وويل: ((امنيتي موضوعګانې، د رايې د اچولو د ناڅرګندو پولو نشتوالى او د کډوالو د ثبت نيمګړی بهير تخنيکي ستونزي جوړوي.))


هغه په ځانګړې توګه وويل، حکومت بايد هغومره وړتيا ولري، چې د يو سوله ييز کمپاين لپاره د کانديدانو ساتنه او حمايت تضمين کړي او رايه ورکوونکي له ډار پرته دخپل خوښې کانديد ته رايه ورکړای شي.


په داسې حال کې چې د کورنيو چارو وزارت وياند، لطف الله مشعل دا ومنله چې لا تر اوسه زيات تنظيمونه وسلې لري، خو د امنيتي ستونزو خبره يې ونه منله او ويې ويل، د هغه وزارت د هېواد په ټولو ولايتونو کې د رايه ورکوونکو د ساتنې او حفاظت لپاره چمتووالی لري.


د چټک غبرګون يوه زر کسيزه ډله، 35 زره ښه روزل شوي پوليس او د 45 زرو په شاوخوا کې پخواني پوليس، چې د دندو د سرته رسولو وړتيا لري، د ګډوډيو د مخنيولو لپاره بس دى. مشعل وويل، په داسې حال کې چې نړيوال ايتلافي ځواکونه به د مرستې لپاره چمتو وي، افغاني پوليس به د رايې په مرکزونو کې، هغسې چې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې يې امنيت تينګ کړی و، اوس هم امنيت تينګ کړي.


د کرزي يو شمېر مخالفين هم د امنيتي ستونزو خبره بابېزه ګڼي او ادعا کوي، چې ولسمشر ددې لپاره ټاکنې شاته اچوي، چې د هغې پايلې په خپله ګټه پای ته ورسوي.


د اسلامي اتحاد د ګوند مرستيال او د ولسمشر د څوکۍ لپاره مات شوي کانديد، احمدشاه احمدزي وويل: ((ولسشمر کرزي غواړي، د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره خپل ملاتړي ودروي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists