Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د قرغيزستان: هېر شوي انقلابيون

ښځو د (غاټول اوښتون) کې مرکزي رول لوبولى و، مګر اوس د هېواد د نوي مشر له خوا د هېرېدو له خطر سره مخامخ دي.
By Aziza Turdueva

هغه هيلې چې د مارچ اوښتون به په قرغيزستان کې د ښځو حقونو ته پراختيا ورکړي، تېره اوونۍ هغه مهال پرې ليکه وايستل شوه، چې د هېواد محافظه کار پارلمان په کابيني کې درې واړه ښځې کانديدانې ونه منلي.


د روزه اوتونبييوا، اليوتينا پرونينکو او توکتوکان برومباييوا په ګوښه کولو په نوي پارلمان او حکومت کې اوس يوه ښځينه هم نه شته. دا کار د اکايف ورځو څخه آن د يو ګام شاته ته تګ مانا ورکوي، هغه مهال چې په حکومت کې خو څو تنو ښځو ته ځاى ورکړشوى و.


د فرهنګ د وزارت لپاره نومول شوې، بورومباييوا وويل: "هلته نه داسې شخص شته او نه کوم استازی، چې د ښځو په ستونزو پوه شي او د هغوى له حقونو څخه دفاع وکړي."


هغې وويل: "پخوا موږ ددې توان درلود، چې خپلې نظريې تر يوې اندازې پورې بيان کړو. سره له دې چې په پارلمان کې يوازې شپږ تنه ښځې وې."


خلک د فساد په وړاندې (Citizen Against Corruption) د يوې غير حکومتې موسسې مشره، توليکان اسماعيليوا زياتوي: "د جنسيت برابري دړې وړې شوې او اوس ښځې نه شي کولاى په اجرايوي برخه کې کار وکړي. نارينه پارلمان د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي."


د هېواد ترټولو ښه پېژندل شوې سياستواله، اوتون بايوا، چې په نوي رژيم کې د بهرنيو چارو د وزارت کفيله وه، د زيات شمېر قرغيزي ښځو په منځ کې وه، چې په اله ګوله کوونکي او پاريدلي پېښو کې يې مرکزي رول لوبولى و. دا اله ګولې د عسکر اقايف په ليرې کېدوپاى ته وروسېدې.


هغې ته د پاڅون د مشرې په سترګه کتل کېدل او په خپله د اقايف له خوا د مارچ د پېښې ترشا ماشين بلل کېده.


د بهرنيو چارو د وزارت د څوکۍ لپاره هغې له نوي حکومت سره شخړه وکړه او د فساد په ترټلو کې د هر چا په خولو کې وه، چې هغې به د رژيم له تبديلۍ سره سره د پارلمان د له منځه تلو لپاره غږونه کول.


په نارينه پارلمان باندې د تبصرې په لړ کې ايراييم د ښځو د ډلې وياندې وويل: "زموږ استازو وښووله، چې هغوى څومره محدود دي، هغوى څومره بدل (کسات) اخيستونکي دي. "


د ډېرو شکايتونو په لړ کې يو هم، حکومتي فساد و، چې له اوښتون څخه يوه مياشت دمخه لارو کوڅو ته د زرګونو قرغيزي ښځو د راوتلو لامل شو. هغوى همدارنګه د بېروزګارۍ د زياتوالي، د کورونو نشتوالي، له بشري حقونو څخه سرغړونه او خپلو اولادونو ته د خواړو او جامو د چمتو کولو لپاره د پيسو نشتوالى او همدارنګه د اقايف د رژيم له غلطيو څخه پوزې ته راغلي، تر څو تګلارې پلي کړي او د ښځو حالت سم کړي.


د ولايتونو ښځې په مظاهرو ک ېډېر فعالې وې، چې په سيمو کې يې د زېربنا نشتوالى، د پاکو اوبو کمبوت او د سړکونو، ښوونځيو او روغتونونو د ناوړه حالت خلکو ته زياتې ستونزې راپيدا کړي دي.


يوه مېرمن، چې په پخوانى رژيم او مشرتابه يې په څرګندو ټکو او ترخه ژبه نيوکې کولې، کلارا حاجي بيکووا وه. هغې ويل، هغوى هم له وطن سره د مينې په خاطراعتصاب وکړ: "ښځو ځان ته دا هدف په خپل مخ کې ايښى دى، چې د هېواد راتلونکي، د دولت راتلونکې ډاډمن کړي او رښتيني او د درناوي وړ خلک، چې ددې توان ولري، قانوني دموکراتيکه ټولنه جوړه کړي."


د کابينې د ترټلو خبرونو د زيات شمېر ښځينه فعالينو تر منځ مخ پر ودې عقېده نوره هم پسې پياوړې کړه، چې رژيم د هغوی د ژوند په حالت کې بدلون نه دى راوستى. هغوى وايي، که د هغوى ستونزې پرځاى پاتې شوې او حل نه شوې، ښايې يو ځل بيا دې ته اړ ايستل شي، چې کوڅو ته راوځي او د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.


کرامت اوروزوا، چې د باتکين سهيلي سړکونو ته راوتلې وه، نهېلې شوې، چې آن تراوښتون وروسته د هغې ژوند هماغسې ستونزمن پاتې دى.


هغه وايي: "ښځو په خپلو کورنيو کې د سخت حالت امله مظاهرې وکړې.، ځکه د هغوى کوچنيان په ناوړو شرايطوکې ژوند کوي. په کليو کې زياترو کورنيو ته د مياشتې په اوږدو کې غوښه نه رسيږي. نه هره کورنۍ بوره لري. له اوښتون راهيسې، ددې کورنيو شرايطو بدلون نه دى موندلاى."


د جلال آباد ښځو د ډلې مشره، جانا سارالاييوا زياتوي: "موږ له اوښتون څخه په ټولنې کې د مثبتو بدلونونو او د ښځو د حالت د ښه کېدا هيله درلوده. اوس موږ د اوسنې مشرتابه د کارکوونکو له تګلارې خوشحاله نه يو. د اقايف د رژيم کارکوونکي يو ځل بيا لوړې څوکۍ نيولي دي اوداسې


ټاکونکى ګام نه دى پورته شوى، چې له فساداو بډو خوړو سره مبارزه وکړي. په هېواد کې انقلابي نوى والى نه دى راغلى."


يو شمېر بيا په خپل وار زيات خوشبينه دي ، چې ښايي کارونه سم بدلون ومومي، دې ته ګوته نيسي، چې په پرتله ييزه توګه لږوخت تېر شوى دى او له خلکوڅخه د صبر او زغم غوښتنه کوي.


داوماى اينې د غير حکومتي موسسې مشره، سليمې شاريپوا زوويل: : "نوى حکومت همدا اوس جوړ شوى، ښځې دې ته اړتيا نه لري،چې په مظاهرو او اعتصابونو لاس پورې کړي. موږ هيله من يو چې نوى حکومت به د خلکو غم وخوري."


يو شمېرنور بيا د زيات فعال چلن دفاع کوي، وايي ښځې بايد يو ځل بيا نوښت په لاس کې واخلي، تر څو د خپل غږ داورېدو ډاډ حاصل کړي. د کيلم شامې د غير حکومتي موسسې مشره، عزيزه عبدالرسولووا وايي د قانون لپاره مبارزه له راتلونکو ټاکنوڅخه دمخه په به پارلمان او حکومت کې د ښځو لپاره د څوکيو برخه وټاکي.


عبدالرسولووا وايي: "له خپلواکۍ څخه وروسته د ١٥ کلونو لپاره د قرغيزستان کنترول د نارينه وو په لا س کې دى. نتيجه څه شوه؟ اقتصادي او ټولنيز ناتار، فساد او بې روزګاري. اوس موږ ښځې بايد ځانونه زړه وري کړو او د هېواد اداره په لا س کې واخلو. دا ډېره پېژندل شوې ده، په هغه هېوادونوکې چې پوره شمېر ښځې په حکومت کې استازيتوب وکړاى شي، هر څه غوړيږي."