د قران کريم د سوځولو د ادعاګانو په اړه د افغانانو غوسه

د متحده ايالتونو د پوځونو له خوا د قران کريم د څو ټوکونو د سوځولو د اوازو په اړه افغانستان د مظاهرو له څپو سره مخامخ دى.

د قران کريم د سوځولو د ادعاګانو په اړه د افغانانو غوسه

د متحده ايالتونو د پوځونو له خوا د قران کريم د څو ټوکونو د سوځولو د اوازو په اړه افغانستان د مظاهرو له څپو سره مخامخ دى.

Wednesday, 25 November, 2009
. دا تورونه د متحده ايالتونو د ځواکونو د وياند له خوا په کله رد شوي دي.



په سلګونه محصلين په دوو بېلا بېلو مظاهرو کې د اکتوبرپه ٢٥ لارو کوڅو ته راووتل. يوه يې د پارلمان ودانۍ ته مخامخ او بله يوه يې د کابل پوهنتون مخې ته جوړه او بيا د ښار په لور روانه شوه. د مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه نه وو، سره له دې چې د ګڼې ګوڼې د کنترول لپاره پوليس په لاس کې د وضعې د کنترول په موخه هوايي ډزو ته اړ ايستل شوي وو.



د کابل مزاحمتونه د اعتصابونو له هغو لړيو وروستۍ مظاهرې وې چې د وردګو په ولايت کې د قران کريم د سوځولو له پېښې وروسته رامنځته شوې. د محصلينو او د وردګو، جلال آباد، خوست، لوګر اوکندهار ولايتونو ځايي اوسيدونکو له خوا هم د متحده ايالتونو د سرتېرو په واسطه د کابل په ګاونډ، وردګو ولايت کې د قران کريم د سوځولو په وړاندې د مظاهرې رپوټونه خپاره شول.

د خواجه قندول په نامه د کلي يو اوسيدونکي وويل: "سرتيري د خواجه فضل الرحمن کور ته لاړل. دغه مهال هلته يوازې ښځې وې. کله چې يې څوک ونه موندل، د کتابونو له الماريو څخه يې شپږ ټوکه قران کريم واخيستل او د خونې په مينځ کې يې اورته ، ورته کړ."



د قندول د وينا له مخې ښځو نورو کليوالو ته شکايت وکړ. هغوى کور ته ورغلل او د قران کريم سوې نسخې يې وليدې.



دا پېښه د متحده ايالتونو له خوا په ټينګه رد شوه او ګوته يې ونيوه، ښايي طالبانو ددې لپاره دا موضوع رامنځته کړي وي چې په خلکو کې امريکايي ضد احساسات راوپاروي.



په افغانستان کې د متحده ايالتونو د ځواکونو وياندې، تورنې اليزابيت ماتياس وويل: "داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې چې د ايساف ځواکونو قران ته اور اچولاى وي. ايساف او افغان ځواکونو د پېښې په اړه څېړنې وکړې او ورته څرګنده شوه چې ځايي چارواکو له وينا سره سم "د افغانستان دښمنان" د قران کريم د سېځلو مسؤوليت لري."



د وردګو د والي وياند، شاهدالله شاهد د ياغيانو پر ځاى ځايي کوڅه ډبو ځوانانو ته ګوته ونيوه.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "پاک قران په [خواجه ګانو] کې سېځل شوى. خو هغه امريکايي ځواکونه نه وو. هغه د کلي په نشه روږدي کسان وو، چې ورسته وتښتيدل."



د شاهد په وينا د والي دفتر ددې پېښې په اړه څېړنې سرته رسولي دي.

هغه ټينګار وکړ: "امريکايان زموږ دين او فرهنګ ته درناوى لري. تېره اونۍ د متحده ايالتونو پوځونو د سپېڅلې قران څو ټوکه او جاى نمازونه د جلريز ولسوالۍ ځايي شورا ته ورکړل."



د تورنې ماتياس د وينا له مخې له ملي اردو سره يو ځايي کارکوونکي ملا په وردګو کې د مرستو له ويش سره کومک کړى دى.



هغې وويل: "ملا په خپلوتبصروکې وويل چې طالبان څنګه د قران کريم د سوځولو له تاکتيک څخه کار اخلي او بيا پړه پر نړيوالو ځواکونو اچوي چې په څو ولايتونو کې يې د اور لمبې راپورته کړي. [نوموړي ملا دا هم] وويل چې داسې اعمال د اسلام او افغانستان بې عزتي ده."



اوس د مظاهرو او اعتصابونو پاى ته د رسېدو لار نشته او تر اوسه يې پنځه ولايتونه ځپلي دي.



لومړۍ مظاهره د ادعاشوې پېښې يوه ورځ وروسته د وردګو لايت په مرکز، ميدان ښار کې پيل شوه. په سلګونو زده کوونکو او ځايي اوسيدونکو لوى سړک بند کړى او د "مرګ پر امريکا!" او "مرګ زموږ د دين پر دښمنانو!" شعارونه يې ورکول.



ورته پېښې د هېواد په نورو برخو کې تکرار شوې. د اکتوبر په ٢٥، د يکشنبې په ورځ په کابل کې پوليسو هغه مهال هوايي ډزې وکړې چې محصلين د پارلمان د ودانۍ بهر راټول شول، د متحده ايالتونو د ولسمشر، بارک اوباما جوړې شوې څېرې ته يې او ورته کړ او امريکايي ضد ترخه شعارونه يې ورکول.



اعتصابونو اوس ملي او نړيوال پام ځانته اړولاى دى سره له دې مظاهره کوونکو لومړى ويل چې رسنيو پر هغوى سترګې پټې کړي دي.



د وردګو په مظاهرو کې يو تنظيموونکي، اتلس کلن عزت الله وويل: "رسنيو زموږ د مظاهرو په اړه هيڅ ونه ويل."



د ننګرهار محصلينو هم لاريونونه وکړل، يو پرېکړه ليک يې خپور کړ، غوښتنه يې وکړه چې افغان حکومت دې د قران کريم د سوځولو مسؤولين محاکمې ته کش کړي. هغوى پر چارواکو غږ وکړ چې بهرني پوځونه له افغانستان څخه وباسي او اسلامي نړۍ ته يې وويل خپل مذهب ته د بې حرمتۍ د غبرګون د څرګندولو له لارې دې د هغوى ملاتړ وکړي.



د ننګرهار يو مظاهره کوونکي وويل: "امريکايي پوځونه د هر سپېڅلي څېز په وړاندې بې حرمتي څرګندوي. دا کار موږ ته د منلو وړ نه دي. مسلمانان په خپل ژوندد خپل مذهب دفاع کوي او موږ به هم دې کار ته دوام ورکړو."



د امريکايي ضد احساساتو دا څپې ښايي د واشنګټن په وړاندې په دې ناوړه وخت کې نه واى راپورته شوى، ځکه واشنګټن اوس په دې کتنه بوخت دى چې په لس ګونه زره تازه سرتيري افغانستان ته واستوي او که نه.



زياتره افغانان د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې له واکه د طالبانو د غورځولو اته کاله راوروسته وضعه تر ټولو ناوړه بولي. مخ پر زياتېدونکى بغاوت، په ټپه ولاړه بيا رغاونه، ولسمشريزې ناکامه ټولټاکنې او د خلکو نهيليتوب هره هغه هڅه له ګواښ سره مخامخ کوي چې هېواد د ټيکاو او پراختيا لوري ته بيايي.



د پاک قران د سېځولو پېښه، چې مسؤوليت يې د هرچاپر غاړه وي، د غوسې او خپګان د راپارولو لامل شوې ده.



تورنې ماتياس وويل: "زه ځکه اندېښمنه يم چې اوازو تر دې کچې اغېز شيندلى دى."



دا لومړى ځل نه دي.



په ٢٠٠٥ کال کې د نيوزويک په مجله کې د يو ناتاييد شوي رپوټ له مخې په ګوانتنامو کې د متحده ايالتونو پوځونو پاک قران ته سپکاوى کړى او په زيات شمېر هېوادونو کې يې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې راپارولې وې. په افغانستان کې لږه تر لږه پاکستان ته څېرمه پر پوله پروت جلال آباد ښار کې د مظاهرو پرمهال څلور تنه وژل شوي او په لسګونه نو رژوبل شوي وو.



امريکايي اردو اوسني بحران ته د ياغيانو د يوې څرګندې هڅې په سترګه ګوري چې د وضعې د کاواکه کولو له لارې د خلکو ملاتړ تر لاسه کوي.



تورنې ماتياس وويل: "ياغيان زياتره په خلکو زو راچوي چې د امنيت د ګډوډلو په موخه مظاهرې وکړي او اوازې خپرې کړي. موږ خپل همکار افغان ملي اردو ته واک ورکړى چې په وردګو ولايت کې د ادعاګانو په سپيناوي کې د خپل رول او موندنو په اړه په څرګند ډول وغږيږي او ووايې چې د ايساف پوځونو هلته پاک قران سېځلى نه دى."
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists