د قانون تطبيق

دا چى مليشه عسکر پر پوليسو بدل کړي، چارواکي له ستونځو سره مخامخ دي.

د قانون تطبيق

دا چى مليشه عسکر پر پوليسو بدل کړي، چارواکي له ستونځو سره مخامخ دي.

Wednesday, 2 March, 2005

لږه موده وړاندى دوى د شمالي ټلوالى عسکر وو چى په سختو او ناهمواره غرونو کى چى د جګړى ډګر وو جنګيدل او اوس بايد د هيواد د پوليسو د ځواک په توګه فکر وکړي او وپوهيږي چى څه ډول د ملکي مامورينو په توګه عمل وکړي.


دوى اوونۍ وړاندى د محصلينو پر مظاهرو د ډزو کول، پخپله د رسمي چارواکو په ويناپه حقيقت کى د پوليسو ناکامي وه چى ويي نه شو کولى د محصلينو د هغو مظاهرو په کنترول کى چى د کابل په پوهنتون کى د خپل ژوندانه د شرايطو د ښه والي له امله يي تر سره کولى له ځانه زغم وښيي. خو د دغو افسرانو روزنه چى ډيرى يي پخواني مجاهدين دي، او دا چى د ملکي مامورينو دنده تر سره کړي آسانه کار نه دى.


امير حبيب اله د کابل د ذخيرى د قطعى يو تن افسر دى. هغه وايي له کوچنيوالي مى مينه درلوده چى د پوليسو افسر شم. خو چى لوى شوم د افغانستان په ٢٣ کلنه جګړه کى زه يو مجاهد شوم چى د شمالي ټلوالى په صفوفو کى جنګيدم او د پوليسو د تحقيق د افسر پر ځاى له جنګي اسيرانو څخه مى تحقيق کوه.


حبيب اله وايي پر محصلينو د ډزو له امله خوابدى دى. هغه وايي موږ مسلکي کسان نه وو، پوليسو بايد پر مظاهره کوونکو ډزى نه واى کړي. هغه غواړي چى د پوليسو مسلکي افسر شي خو هغه ډيره لږه زده کړه کړى ده.


له هغو تجربو څخه چى په شمالي ټلواله کى يي تر لاسه کړي هغه فکر کوي د دى مستحق دى چى ورته د ډګرمنۍ رتبه ورکړل شي. خو ستونځه په دى کى ده چى هغه يوازى لمړني زده کړى تر سره کړي او نه شي کولى راپورونه وليکي او يا اداري او تشکيلاتي وظايفو د تر سره کولو هيله چى له يوه افسر څخه کيږي پوره کړي.


خو احمداله د کابل د ذخيرى د ځواکونو يو بل افسر دى . هغه وايي د مسلکي پوليسو له قواعدو او مقرراتو څخه يي نه خوښيږي او د هغى په پرتله په شمالي ټلواله کى د عسکر په توګه له خپلواکۍ او هيجان څخه ډک کار ته ترجيح ورکوي.


هغه وايي سره له دى چى مسلکي زده کړه مى نه ده کړى خو ماته يي د پوليسو د افسر دنده راکړى ده. هغه زياتوي : زه د پوليسو له مسلک سره هيڅ ډول دلچسپي نه لرم خو دا کار کوم ځکه چى بله دنده نه لرم.


دا چى هغه سواد نه لري او هيڅکله ښوونځي ته تللى نه دى ، له همدى امله په دغه مسلک کى خپله راتلونکى روښانه نه ويني. د پوليسو له مسلک سره د دلچسپي په نه درلودو احمداله په رونيزو پروګرامونو کى د شامليدو هرکلى کوي.


د پوليسو اکاډيمي چى اساسا د پوليسو د مسلکي روزنى په برخه کى درى کلن کورس لري او د ډاکتر نجيب اله د حکومت پر مهال جوړه شوى وه ، د هغه د حکومت له ړنګيدو وروسته وتړل شوه او دا دى درى مياشتى وړاندى پس له لس کاله ځنډ د جرمني په مالي مرسته بيرته پرانيستل شوه. د پوليسو اکاډيمي چى استادانو يي په بهر کى زده کړه کړى ، دا اوس مهال ١٥٠٠ زده کوونکي لري. په دى سربيره د پوليسو د ځواک کارکوونکي چى لنډ مهاله کورسونه تعقيبوي هم د دوى په ثبت اوشمير کى راځي.


خو د کابل له پاره د ٩٠٠٠ پوليس افسرانو او د ټول هيواد له پاره د ٧٥٠٠٠ کسانو د چمتو کولو له پاره ډير کلونه په کار دي چى داسى د پوليسو يو مسلکي ځواک پر خپلو پښو ودريږي.


جنرال محمد داود عسکريار د پوليسو د اکاډيمي افسر وايي : زده کوونکي يي ټول د ليسو فارغ التحصيلان دي او هيڅ يو يي جرمي سوابق نه لري. هغه زياتوي چى اکاډيمي دغه راز د کورنيو چارو د وزارت جنرالانو ته چى ډيرى يي مسلکي مهارتونه نه لري کورسونه جوړوي.


يو شمير زده کوونکي په ١٩٩٢ کال خپل د وروستي کال په زده کړو بوخت و او اوس غواړي چى بيرته راشي او د پوليسو د افسرۍ تر درجى ورسيږي.


په تيره لسيزه کى ، حميد د خپل کورني سوداګرۍ د سمبالولو په چارو بوخت و او پلاستيکي کڅوړى يي خرڅولى. هغه کولى شي دغه کار ته دوام ورکړي خو مينه لري چى پوليس شي او دغه راز نه غواړي چى عسکرۍ ته جلب شي. هغه په دى باور دى چى د پوليسو ځواک د هيواد له پاره حياتي ارزښت لري په داسى حال کى چى په هيواد کى ميشت اقوام هغه ومني. هغه فکر کوي هغه افسران چى په دغه دوران کى فارغيږي بايد ډير مسايل زده کړي. د حميد په وينا دوى مسلکي افسران نه دي او له همدى امله د خلکو د حقونو دفاع نه کوي.


محمد عارف د اکاډيمۍ له تړلو وروسته په پکتيا کى خپل کور ته ولاړ او په همدى کلونو کى يي په پاکستان کى د کارګر په توګه کار کاوه تر څو د خپلو څلورو ماشومانو نفقه برابره کړي. هغه له طالبانو څخه د هغوى د قيوداتو له امله کرکه درلوده. هغه هيڅکله فکر نه کوه چى يوه ورځ به بيرته راستون شي او خپلى زده کړى به له سره پيل کړي. هغه وايي: زه غواړم يو مسلکي پوليس افسر شم او خپلى ټولنى ته خدمت وکړم.


عبدالغني د پوليسو په اکاډيمۍ کى د تاکتيک استاد دى او په ١٩٩٢ کال کى پاکستان ته کډه شوى و. په پاکستان کى د اوسيدو په موده کى هغه پلټنۍ کړي او د پوليسو د وظايفو په هکله يي ليکنى کړي، تر دى چى هغه يي بيرته اکاډيمۍ ته دعوت کړ.


هغه وايي زده کوونکي يي د ملکي پوليسو د عملياتو تاکتيکونه زده کوي چى په کى د مظاهرو ، ټولنو، غونډو او مارشونو په وړاندى د ګامونو اخيستل هم راځي، هغه وايي دوى ته ځانګړي تاکتيکونه ښودل کيږي چى څرنګه وکولى شي د خلکو د حقونو مراعات وکړي.


له نوموړي څخه د محصلينو پر مظاهرو د ډزو کولو په هکله پوښتنه وشوه. هغه په ځواب کى وويل چى دا د پوليس د بدو افسرانو کار و.


د کورنيو چارو وزير تاج محمد وردګ وايي چى پوليسو ته شديددستور ورکړ شوى چى پر مظاهره کوونکو ډزى ونه کړي. خو ډيرو دغو پوليسانو ته د ملکي اطاعت د نه مراعات د تاکتيک په اړه روزنه نه ده ورکړ شوى او همدارنګه د خلکو د ټولنو د کنترول له پاره يي کافي وسايل نه درلودل.


هغه وايي د کورنيو چارو وزارت ډيرى ستونځى لري ځکه چى له صفر څخه بايد پيل وکړي. هغه همدارنګه زياتوي موږ اوښلن غاز نه لرو او داسى کسان هم نه لرو چى وکولى شي هغه په سمه توګه وکاروي.


د کورنيو چارو وزير وايي: پوليسو هم د مظاهره کوونکو په وړاندى خپل روحيات له لاسه ورکړي و. خو ويي نه شو کولى دا پوښتنه تشريح کړي چى ولى يي پر مظاهره کوونکو ډزى وکړى. له هغه ځايه چى څرګنده ده پر محصلينو د ډزو د مسلى تحقيق د هغه کميسون له خوا کيږي چى پکښى د څو وزارتونو استازي ګډون لري.


له دى سره سره ټولى هغه ستونځى چى د پوليسو په وړاندى شته وردک ټينګار کوي چى کسان يي ښه خلک دي او قانون ته درناوى کوي. هغه وايي د پوليسانو ډيرى زړه ور مجاهدين دي. خو هغوى سم روزل شوي نه دي او نه هم سم وسايل ورکړ شوي اودغه راز ورته کافي تنخواه نه ورکول کيږي. له دى سره هم ښه کار کوي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists