د قدير وژنه به کرزى وازمايي

د حاجي قدير وژنه د کرزي له پاره تر ټولو سخت چلنج دى

د قدير وژنه به کرزى وازمايي

د حاجي قدير وژنه د کرزي له پاره تر ټولو سخت چلنج دى

د ولس مشر د مرستيال حاجي قدير وژنه ښايي د دولت د مشر حامد کرزي له پاره له هغه راهيسته چى اوه مياشتى وړاندى د لنډمهالى ادارى د مشر په توګه ټاکل شوى تر ټولو لوى ازمايښت وي چى هغه ورسره مخامخ دى.


د عادي افغانانو له نظره چى د کلونو کلونو له جګړى ستومانه شوي او د نړيوالى ټولنى، چى لمړى يي د لنډمهالى ادارى او اوس د انتقالي حکومت پلوي کوي، دا چلنج دوه اړخونه لري.


لومړى، که چيرى د کابل واکمن غواړي دا وښيي چى دوى له هغه تخيل چى بهرنيانو يي خوب ليدلي ، دوي بايد قاتلين پيدا او هغوى ته سزا ورکړي. په عين حال کى، دوى بايد په حکومت کى د دوو لويو توکمو يعنى تاجکانو او پښتنو تر منځ هغه تعادل وساتي چى قدير ورته حساس او مهم بلل کيده.


د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو استاد او سياسي څيړونکى عبدالباقي احصاري وايي: زه يقين لرم چى دا وژنه کيدى شي د ملګرو ملتونو د بهير له پاره لوى خنډ وي. که چيرى دوى د هغوى په نيولو که ناکامه شي نو دا به حالت لاپسى کړکيچن کړي.


د حاجي قدير وژنه د دى اصل په پام کى نيولو سره ګرانه نه وه ځکه چى هغه د ولس مشر مرستيال او د افغانستان د جګړى د وخت د دريو ولايتونو غښتلى قومندان وو. هغه د تيرى شنبى په ورځ غرمه د دوو وسله والو کسانو له خوا د د فوايدعامى د وزارت تر مخ چى هغه يي يوازى په دا نژدى کى وزير ټاکل شوى وو وويشتل شو. وژونکي په يوه سپين ګاډي کى وتښتيدل.


کرزى او د هغه کابينه په چابکۍ سره وخوځيده. د شنبى په ورځ ماسپښين د وزيرانو پر کچ يوکميسون د پلټنى له پاره وټاکل شو، او د کرزي د دفتر مشر طايب جواد وويل: وژنى وښوده چى مرکزي حکومت بايد د ډيرو ډلو د بى وسلى کولو په لور په چټکۍ سره وخوځيږي چى د افغانستان پر ډيرو برخو لاتر اوسه حکمراني کوي.


ولس مشر وويل : که چيرى کميسون ونه شي کولىى په څو ورځو کى نتايج تر لاسه کړي نو هغه به د پلټنى له پاره پر بهرنۍ مرستى غور وکړي چى کيدى شي جرمنان او يا امريکايان وي. د ملګرو ملتونو سرچينى وايي: د آسياف پوځي استخباراتي افسران لا دمخه په پلټنه کى ګډون لري.


پداسى حال کى چى دا ګامونه دا خبره واضح کوي چى کرزى به د قدير وژنه همداسى پرى نه ږدي، څرنګه چى د تيرى فبرورۍ په مياشت کى د پخواني ملکي هوايي چلند د وزير سره پيښه شوى وه، خو دا همدارنګه پر هيواد د هغه د حکومت لږ واک ښيي.


د کابل د پوليسو ريس محمد دين جرئت وايي: د دوى ځواکونو دوه کسان نيولي چى مشکوکو کسانو ته ورته والى لري او د هغوى ګاډى يي نيولى دى. خو که چيرى واکمن په څرګنده په دى هکله څه نا څه رڼا ولري چى کوم سازمان يا ډله د دى وژنى تر شاه ده، نو دى بايد ووايي .


د پوځ يوه افسر محمد حنيف وايي که چيرى حکومت د دغو پيښو مخه ونه نيسي نو دا ډول پيښى به دوام ومومي. په حقيقت کى دا د انتقالي حکومت د امنيتي توان ازموينه ده.


قدير د افغانستان په دغه صحنه کى بى سارى ځواک وو. يو چريکي قومندان چى په اتيايمو کلونو کى د شويروي د اشغال پر ضد په جګړه کى يي ونډه درلودى، او په نويمو کلونو کى هغه مهال ملي شخصيت شو چى پر دريو ولايتونو يعنى ننګرهار، لغمان او کنړ يي پرته له مخالفته واکمني درلوده. هغه غښتلى نړيواله سوداګريزه اړيکى درلودى او يو وخت يي په جلال آباد کى خپله هوايي کرښـه چليده.


خو د مرکچي او د سياستوال په توګه هغه په سياسي ډګر حساس شخصيت پيدا کړ. که څه هم د پښتنو په غښتلې سيمه کى رهبر وو، خو د شماي ټلوالى له قومندان احمدشاه مسعود سره يوځاى شو چى د طالبانو پر ضد وجنګيږي.


د هغه اغيز او نفوذ د افغانستان د سياست نوي پير ته د تير دسمبر د بن د کنفرانس له پيل سره هم دوام وکړ. د تيرى مياشتى په لويه جرګه کى هغه يوازينى شخصيت وو چى د ختيځو ولايتونو د ١٤٨ استازو پر رايو يي کنترول درلوده. هغه دا ټولى رايي د کرزي د ولس مشرۍ له پاره وکارول يا په بله ويناد دغو ټولو پلاو څخه يي وغوښتل چى خپلى راى کرزي ته ورکړي او په بدل کى هغه د فوائد عامى وزير او د ولس مشر مرستيال وټاکل شو.


د هغه وژنى به د افغانستان لويه توکميزه ډله يعنى پښتانه په قهر کړي وي، ځکه دوى لادمخه د افغانستان د جاري سياسي صحنى سره ناخوښه دي. لنډمهاله اداره چى چى د طالبانو د نسکوريدو وروسته رامنځ ته شوى ، د شمالي ټلوالى د تاجکانو تر تسلط لاندى ده ځکه دوى يوازينى ځواک وو چى په ټول هيواد کى د طالبانو پر ضد جنګيدل.


پښتنو هيله درلوده چى په لويه جرګه کى به ظاهرشاه ولس مشري په غاړه واخلي او هغه مهال ناهيلى شول چى هغه په ساسي ډګر کى فعاله ونډه رد کړه. که څه هم کرزى پخپله په خټه پښتون دى ،خو دهيواد په ختيځ او جنوب کى د اورپکو له خوا د ډير ملاتړ څخه برخمن نه دى.


حاجي قدير د دغى خلا د ډکولو سره مرسته کولى شوه. د شمير په حساب چى دافغانستان د جګ پوړو ټاکنو حتمي برخه ده، ښايي يو بل پښتون په حکومت کى په لوړ کچ وټاکل شي.خو سم لاسي دا څرګنده نه ده چى دا به څوک وي. د بهرنيو چارو د وزارت وياند عمر صمد وويل چى هغه اټکل نه کوي لږ تر لږه په راتلونکيو څو ورځو کى کومه نوې ټاکنه رامنځ ته شي.


د دې وژنى بل اغيز ښايي دا وي چى کابل ته به د سيمه اييزه غښتليو قومندانانو د راتګ مانع شي څرنګه چى مرکزي حکومت غواړي چى دوىدى راشي.


پاکستاني ژورنالست او ليکوال احمد رشيد وايي: حامد کرزي د سولى او امنيت په لور د خپل حکومت په لمړي قدم کى هڅه وکړه چى جنګ سالاري له منځه يوسي او جنګ سالارانو ته يي په حکومت يي پستونه ورکړل. د دى پيښى له امله به جنګ سالاران و نه غواړي چى کابل ته ولاړ شي. شونى نه ښکارى چى يو دى هم د تګ له پاره په بيړه کى وي.


کرزي د لويې جرګى پر مهال وويل چى له اسماعيل خان سره چى د هيواد په لويديځ کى د هرات خودمختاره والي دى خبرى اترى کوي، چى کابل ته راشي او وظيفه واخلي او دغه راز يي د ازبک جنرال عبدالرشيد دوستم يادونه هم وکړه. شونى نه ښکاري چى يو دى هم اوس کابل ته د راتګ له پاره په بيړه وي.


د ولس مشر د خپل اعتبار خبره هم ده ځکه هغه حاجي قدير ته په ډاګه ويلي وو چى کابل کى پاتى شي او خپلى نوى دندى تر سره کړي. هغه د لويې جرګى په وروستۍ وينا کى د طنز په ډول وويل: حاجي قديره چيرته يي؟ وادى وريدل چى ته بايد په کابل کى پاتى شى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists