د اپيمو کروندګر له بنديز څخه سرغړونه کوي

دهقانان لا هم په ډيرو ولايتونو کى کوکنار کري، او دغه کار ته به تر هغى دوام ورکړي تر څو چى ورته تاوان ورکړ شي يا په بله وينا د خسارى جبران وشي.

د اپيمو کروندګر له بنديز څخه سرغړونه کوي

دهقانان لا هم په ډيرو ولايتونو کى کوکنار کري، او دغه کار ته به تر هغى دوام ورکړي تر څو چى ورته تاوان ورکړ شي يا په بله وينا د خسارى جبران وشي.

Monday, 21 February, 2005

د کوکنار پر کر کيلى د ولس مشر حامد کرزي د ٢٠٠٢ کال د جنورۍ د مياشتى له بنديز سره سره، د تير کال حاصل يو له سترو حاصلاتو و چى په افغانستان کى تر لاسه شوى.


د دغه حاصل له دريو څخه دوى برخى له دوو هغو ولايتونو څخه راغى چى سرغړونه يي کړى يعنى له ننګرهار څخه چى په ختيځ او هلمند څخه چى په لويديځ کى دى، چى په دوديزه توګه دا د هيواد دوه ستر توليدونکي ولايتونه دي. توليد په څلورو نورو سيمو کى هم پرته له کموالي دوام لري.


د هغى کلنۍ سروى په وينا چى د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د ادارى له خوا تر سره شوى وايي ، پايله يي د افغانستان په لر او بر کى د ٣٤٠٠ ټنو اپيمو توليد و ، چى د ټولى روسيي او اروپا لپاره کافي دى.


د اپيمو حاصل تيرکال يو کيلو له ٣٥٠ څخه ٤٥٠ ډالرو پلورل شوى، او په داسى يوه هيواد کى چى د يوى کورنۍ کلنى عايد له ٥٠٠ ډالرو څخه لږ دى ، نو د يوى کورنۍ لپاره د دغه حاصل د کرهنى د اوسط عوايدو معنى ٦٥٠٠ ډالره ده.


کروندګر په پوهيدو سره هم د خسارى د جبران پرته د دغه حاصل له لاسه ورکول نه غواړي، او دا کار په ولايتونو کى د حکومت او د اپيمو د کروندګرو تر منځ د زياتيدونکي تاوتريخوالي سبب شوى دى.


د واکمنو هلو ځلو په دغه برخه کى مختلطى برياوى تر لاسه کړي. پداسى حال کى چى د کوکنارو ځينى کروندى له منځه وړل شوي دي، پوليس په ډيرو کليو او ښارګوټو کى له مقاومت او آن تشدد سره هم مخامخ شوى دى. د ننګرهار په ولايت کى لږ تر لږه يو کس وژل شوى دى.


د فبرورۍ په مياشت کى د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو، وزيرو او آګام په ولسواليو کى واکمن د سيمه اييزه اوسيدونکو د پاڅون له امله وتښتيدل، چى پر پوليسو يي ډبرى ويشتى او په ځنيو قضيو کى يي ډزى هم کولى.


د وزيرو ولسوالۍ د اخونزاده کلي يوه اوسيدونکي محمد حسن او د آګامو د ولسوالۍ د کلي مشر حاجي دواجان د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: واکمن راغلي و چى د کوکنارو کروندى له منځه يوسي خو مخه يي ونيول شوه. سيمه اييزه خلکو پرى ډزى وکړي او دوى و نه شو کولى چى ځواب يي ووايي، نو له همدى امله وتښتيدل. هغه وويل له دى وروسته دوى بيا نه دي راغلي.


د ننګرهار په ولايت کى پوځي قومندان ډګرجنرال حضرت علي ، دا خبره رد کړه چى ګنى د هغه کسان ډاريدلي و. هغه وويل: موږ سږکال حتما د کوکنارو کروندى له منځه يوسو ، ځکه چى دغه صنعت موږ د ټولى نړۍ په وړاندى بى حرمته کړي يو. هغه خبردارى ورکړ که چيرى څوک د دغه بنديز اطاعت ونه کړي نو د پايلو په اړه يي پخپله مسول وي.


سيمه اييزه خلکو د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د فبرورۍ په مياشت کى د بازمحمد په نامه يو کس هغه مهال ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول چى اوسيدونکي د ننګرهار ولايت د شينوارو په ولسوالۍ کى د کوکنارو د کروندو د له منځه وړو پر مهال له پوليسو سره ونښتل.


د حکومت د مخدره موادو سره د مبارزي د څانګى مشر ميرويس ياسيني دا خبره رد کړه چى ګنى باز محمد د کوکنارو د کروندو له امله په اخ و ډب کى وژل شوى، خو دا خبره يي تائيد کړه چى دوه تنه ټپيان شوي و. هغه زياته کړه چى په ځنيو ولايتونو او آن د ننګرهار په ځينيو برخو کى د کرزي له خوا د اعلان شوي بنديز درناوى شوى.


خو د کورنيو چارو د وزارت د مخدره داروګانو د کنترول يوه چارواک، جنرال سلطان محمد قريشي ويلي: د کوکنارو د کروندو يوازى پنځمه برخه له منځه وړل شويده، او دا هغه سيمى وى چى له منځه وړل يي گران کار نه و ، د بيلګى په توګه هغه کروندى چى سړکونو ته نژدى کرل شوي و.


قريشي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د هلمند او قندهار په ولايتونو کى د هغو هڅو په وړاندى چى د دغه بوټي کرکيله کنترول کړي نافرماني شوي، پداسى حال کى چى نور ولايتونه د سيمه اييزه واکمنو له خوا د کنترول له هڅى پرته د کوکنارو کر ته دوام ورکوي. دا په پټو ځايونو لکه د چهارديواريو تر منځ او په هم په غرونو کرل کيږي.


د دغه بوټي په کنترول کى ناکامي نه يوازى د مرکزي حکومت د غير موثرتوب څرګندونه کوي بلکى په هيواد کى نورى سترى ستونځى هم جوتوي لکه جنګ سالاري، غربت، د کرهڼى په برخه کى د نورو متبادله شيانو نشتوالى او بى روزګاري.


بله ستونځه دا ده چى کروندګرو نه غواړي د خسارى له جبران پرته خپل دغه ارزښتمند حاصل له منځه يوسي. د ننګرهار په ولايت کى د مخدره داروګانو د کنترول يو سيمه اييز استازى محمد علم وايي: سيمه اييز خلک د هر جريب (٢٠٠٠ متر مربع) د کوکنارو د کروندى د له منځه وړلو لپاره ٩٠٠٠ ډالره غواړي. هغه وويل چى دا زموږ له وسه وتلى خبره ده.


د باز محمد پلار عابد شينوارى وايي: پرته له تاوان څخه هغه نه شي کولى خپل حاصل له منځه يوسي، ځکه چى هغه ٢٠٠٠٠٠ پاکستاني روپۍ (٣٤٥٠ ډالره) له وخت څخه وړاندى د دغه حاصل د چمتو لولو لپاره اخيستى وى. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل که چيرى حکومت مى کروندى له منځه يوسي نو بايد داسى ځاى ته وتښتم چى څوک مى پيدا نه کړي ځکه چا چى پيسى راکړي هغه به زما لټون کوي.


د مارکو د کلي يوه بل اوسيدونکي بهرام وويل: کوکنار زموږ د ژوند وسيله ده. موږ بايد د دغه حاصل د له منځه وړلو په وړاندى دفاع وکړو.


د ملګرو ملتونو د مخدره داروګانو د کنترول د ادارى اجرائيه مشر انتونيو ماريا هوستا ليکلي: د ملګرو ملتونو د مخدره داروګانو د کنترول د ادارى راپور پوهيږي چى د کوکنارو بشپړ له منځه وړل اوږدمهاله او متداومه هلو ځلو ته اړتيا لري. د اپيمو د صنعت له منځه وړل په پوځي او له زور څخه د کار په اخيستو نه شي کيدى. دا کار پخوا هم ازمايل شوى دى، او دوام يي و نه کړ. دا بايد د دموکراسي، قانونيت او پراختيا د وسايلو په چوکاټ کى تر سره شي.


حاکم خان چاپند په کابل کى خپلواک ژورنالست دى.


Frontline Updates
Support local journalists