د پوليسو لخوا د جنايت د تر سره کيدو ويرى

د چارواکو لخوا د کابل په سلوګو نو پوليسو ته د معاشو نو نه و رکو لو داسى ويرى رامنځ ته کړي چى ګڼ شمير پوليس به ښايي په جنايت لاس پورى کړي.

د پوليسو لخوا د جنايت د تر سره کيدو ويرى

د چارواکو لخوا د کابل په سلوګو نو پوليسو ته د معاشو نو نه و رکو لو داسى ويرى رامنځ ته کړي چى ګڼ شمير پوليس به ښايي په جنايت لاس پورى کړي.

دکا بل پو ليسو ته له څو مياشتو را هيسى تنخواه ګانى نه دي ور کړ شوي ، او هغوى دخپل ژوند د پرمخ بيولو له پاره دکا بل عادي خلک شکوي. د کا بل د پوليسو نژدى (٠٠ ١٥ ) کسيز ځواک ته د نهو مياشتو را هيسى تنخواه نه ده ور کړ شوى ، او د دوى ځينى کسان د سيمى له خلکو څخه د اړتيا وړ پيسى يا وړ يا ما لونو د تر لاسه کولو له پاره له تهديد او زور څخه کار اخلي.


د کابل د ګن شمير اوسيدونکو ويره داده که چيرى دا ستونځه ژر تر ژره حل نه شي، نو ډير پوليس به په دغه جنايت لاس پورى کړي .


دا پوليس اکثره د شمالي ټلوالى جنګياليان دي چى دطا لبانو دواکمنۍ له نسکوريد وروسته يي کابل ونيوه. په ١٩٩٢ کال کى د پوليسو د ځواک د انحلال سره مجاهد جنګياليو د ښار د نظم د اعادى مسوليت په غاړه واخيست. خو چارواکي وائي: چى د دغو جنګياليو ډيرى په رسمي توګه استخدام شوي نه دي، نو سره له دى چى له خدمت څخه يي يو کال تيريږي دوى نه شي کولى چى تنخواه ورکړي .


د څلورمى نا حيى دپوليسو يو افسر سميع الله وايي : کابل ته له راتګ وروسته موږ ته معاشونه نه دي راکړل شوي او يوازى په اختر کښى يو ميلون افغانۍ (٢٥ امريکائي ډالر) راکړل شوي دي .


ځينى همداجنګياليان داسى احساس کوي چى دوى ته دسياسى انګيزو له امله


تنخوا ه ګانى نه ورکول کيږي. هغوى په حکومت کى پر ځينو کسانو شک کوي چى دوى ئى له دى امله خوښ نه دي ځکه چى له شمالي ټلوالى سره نژدى اړيکى لري او دغه رازد کابل اوسيدونکي به د دوى دمعاشونو په نه ورکولوخواشينى نه شي ځکه چى دوى دکابل دزياتى برخى د ورانيدو مسؤل بولي.


دکابل د دوهمى ناحيى دپوليسو سرمامور عبدالوحيدشريفي و ويل: زموئږ (٢٠٠) تنو پوليسو ته معاشونه ورکړ شوي نه دي او هغوى ټول دشمالي ټلوالى مجاهدين دي. ده زياته کړه: دوى پنځه کاله د طالبانو پر ضد جنګيدلي دي او نوى حکومت يي واک ته رسولى دى ، چار واکي غواړي چى د مجاهدينو نوم بد کړي. دوى په دى خبره ښه پوهيږي چى که مجاهدينو ته تنخواه ور نه کړي ، نو دوى به د بډو په اخستو، غلا اود خلکو په شکولو لاس پورى کړي.


د پوليسو يو بل مامور چى د خپلى پيژندګلوۍ څخه ئى ډډه کوله، وويل: موئږ له طالبانو څخه د خپل هيواد په ژغورلو کى مرسته وکړه. نوموړي زياته کړه: که موئږ ته معاشونه را نه کړل شي، نو موئږ به د خپل ژوند د پر مخ بيولو له پاره د بډو په اخيستو مجبوره کړي.


د هغوى د بډو د اخستو تهديد او ګواښ ډير حقيقى دى، ځکه چى مليشه همدا اوس په جنايت کولو تورن دي.


سفي الله چى د ښار په يوه بازار کې دوکان لري، د جنګ او سولى راپور ورکوونکې ټولنى ته يي وويل: پوليس هره اوونۍ د هغه څخه پيسىغواړي، او که هغوى ته معاشونه ور نه کړل شي، نو بيا به دا کسان زموئږ په شان د نادارو او مسکينو خلکو څخه د پيسو د شکولو هڅى نه کوي.


د سړک پر غاړه د شيانو پلورونکى محمدګل هم چى د پوليسو لخوا په زور د پيسو ورکولو قرباني دى، وايي: که موئږ هغوى ته پيسى ور نه کړو، نو هغوى موئږ دلته د شيانو پلورلو ته نه پريږدي او هم مو وهي.


د ټکسى يوه چلونکي چى د خپل نامه له اخيستو څخه يي ډډه کوله، وويل: چى موئږ له يوه پوليس څخه د خپلى کرائي غوښتنه وکړو، هغوى په ځواب کې را ته وائي چى موئږ ته د نهو مياشتو راهيسى تنخواه ګانى نه دي راکړل شوي ، او بيا هم موئږ ستاسو خدمت کوو. هغه زياته کړه: که موئږ د خپلى کرائي پر غوښتنه ټينګار وکړو، نو بيا هغوى موئږ وهي او بد او رد را ته وائي.


هغه وويل: د همدى مليشو ګڼ شمير جدي ځوان هلکان دى چى که څوک د هغوى سره د بحث کولو هڅه وکړى، بيا پر هغه بريد کوي. هغه زياته کړه: که همدى مليشو ته ژر معاشونه ور نه کړل شي، حالت به نور خراب شي.


پوليسو دومره خپله روحيه له لاسه ورکړى چى ګڼ شمير ئي د خپلو دندو د خوشى کولو ګواښ کوي. د لومړۍ ناحيى د پوليسو سرمامور ميرزا محمد صافي وويل: زه غواړم چى د کورنيو چارو وزارت ته خبردارې ورکړم چى که پوليسو خپل کارونه خوشى کړل، نو دا کار به د افغانستان پر امنيتى حالت ډير ناوړه اغيز وکړي.


د کابل د پوليسو عمومى سرمامور بشير سالنګي پر همدى موضوع دجنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى سره د خبرو کولو څخه ډډه وکړه او همدا موضوع ئى د کورنيو چارو وزارت ته راجع کړه.


د کابل د پوليسو په مرکزي دفتر کى يو مامور چى د خپل نوم له څرګندولو څخه يي ډډه کوله، دا خبره يي تائيد کړه چى د دوى (١٤٥٠) تنو پوليسو ته تنخواه ګانى نه دي ورکړ شوي. خو هغه ادعا وکړه: د همدى پوليسو يو ګڼ شمير د کورنيو چارو د وزارت لخوا استخدام شوي نه دي او هم د هغوى ډيرى د پوليسو دندى د تر سره کولو توان نه لري او دا ټول تنکي زلميان دي. ده وويل: چى د معاشونو د ورکولو آوازه خپره شي، نو د همدى پوليسو په شمير کى په ناببره توګه زياتوالى را منځ ته شي.


هغه زياته کړه: دغو پوليسو ته به يوازى د کورنيو چارو د وزير په امر معاشونه ور کول کيږي. دا چى په دى اړه د کورنيو چارو د وزارت دريځ څه دى، د مکررو تماسونو او کتبي غوښتنو سره سره له ځواب ورکولو ډډۀ وکړه.


چارواکو د روان ميلادى کال د مارچ په مياشت کى اعلان وکړ چى هغوى به (٢٩٠٠٠) تنه نوي پوليس د کابل او شاو خوا سيمو له پاره روزي او استخداموي به يي، خو تر اوسه داسى نښى نښانى نه شته چى دا طرح به څه وخت عملي کيږي.


د کابل د دوهمى ناحيى د پوليسو سرمامور عبدالوحيد شريفى وويل: دا حالت په دغه ډول ادامه نه شى پيدا کولى او که د کورنيو چارو وزارت دا پوليس نه غواړي، نو بايد د کابل نوي کدورنه وروزي او استخدام يي کړى.


حبيب الرحمن ابراهيمى د کابل يو آزاد او خپلواک ژورنالست دى.


Frontline Updates
Support local journalists