د پوليسو بريد

د يو شمېر مېلمستونونو خاوندان شکايت کوي، چې له هغوی سره غيرعادلانه چلن شوی دی.

د پوليسو بريد

د يو شمېر مېلمستونونو خاوندان شکايت کوي، چې له هغوی سره غيرعادلانه چلن شوی دی.

Friday, 18 November, 2005

د کابل پوليسو د بهرنيو رستورانونو او ميلمستونونو په تړلو باندې پيل کړی دی، چې وايي بدلمني په کې روانه او شراب په کې پلورل کېدل.


نهه رستورانونه او مېلمستونونه په پلازمينې کې تړل شوي، او د يو لوړ پوړي چارواکي د وينا له مخې دا شمېر په زياتېدو دی.


پوليس وايي، له هغه وروسته يې پلټنې پيل کړې، چې د کورنيو چارو وزير د ناروا فعاليتونو په اړوند خبر شو او د سترې محکمې له خوا يې په دې هکله په يو ليک کې د خلکو شکايتونه تر لاسه کړل.


د کورنيو چارو حقوقي سلاکار، عبدالجبار ثابت ددې پلټنو مشري کوي او وايي، پوليسو د خپلو پلټنو پر مهال يو داسې ځای وموند، چې نه ميلمستون و او نه رستوران، خو د ګرځندوی رياست ورته اجازه ورکړې وه. هغه وايي: ((هلته بل شی نه و، يوازې شراب خرڅېدل او له افغاني نارينه وو سره بهرنۍ نجونې په غير اخلاقي کارونو کې ښکېل وې. اووه تنه مېرمنې د بار تر څنګ ولاړې وې، چې مشتريانو ته يې شراب ورکول. کله چې مو د هغوی اجازه ليک وکوت، نو په هغې کې دغه ځای د ميلمستون په نوم نومول شوی و، چې په اصل کې (ميلمستون) نه و. هلته نه بسترې وې، نه د ليکلو (ثبت) کتاب او نه د خوړو کوټه. په يوې کوټې کې څلور افغان نارينه او درې بهرنۍ نجونې او په يوې بلې کې دوه افغان نارينه او يوه ښځه وه.))


اووه ځايي سړي او پنځه تنه بهرنۍ ښځې نيول شوي او د ثابت د وينا له مخې دا ښځې ښايي له هېواد وايستل شي.


هغه وايي: ((دا يوه روانه پلټنه ده، ښايي نور ميلمستونونه هم وتړل شي او نور شمېر خلک بنديان شي. هغه ميلمستونونه او رستورانونه به خپل کار ته دوام ورکړي، چې يوازې په بهرنيو باندې شراب پلوري او بهرنيان هم يوازې په خپلو کورونو او يا د هوټل دننه شراب وڅکي، چې افغانان نه وي.))


يو شمېر مجازو مېلمستونونو د پوليسو ددې سخت بېساري تاکتيک له امله شکايتونه کړي، چې هغوی يي د خپلو پلټنو پر مهال کاروي او يو شمېر نورو د خپلو مشتريانو د لاسه ورکولو له امله.


فريد، يو افغان چې په يو چينايي رستوران کې کار کوي، وايي، له دې بريد وروسته د هغوی وسله وال ساتونکي وايستل شول. نوموړی وايي: ((په دې کار مشتريان د ناامنۍ احساس کوي. اوس (د رستوران) کارکوونکي د امنيت مسووليت لري، خو کاروبار په ټپه درېدلی دی. مشتريان د پوليسو راتګ نه خوښوي.))


فريد ومنله: ((له بريد دمخه به د پوليسو او اردو لوړ پوړي چارواکي راتلل او شراب به يې څکل، خو په داسې حال کې چې هېڅ افغان ته (د راتګ) اجازه نه شته.))


د افغان کارت د کمپنۍ مشر، محمد کبير ايماق، چې په رستوران کې په سلو کې نهه ونډه لري،دا مني، چې يوشمېر افسرانو شراب څکل ، خو وايي: ((موږ خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې وه، چې له بهرنيانو پرته چاته د راننوتلو اجازه ورنه کړي.))


ادوارد ګيرارديت، امريکايي خبريال د (چز انا) په نوم مېلمستون لري، چې د نړيوالو خبريالانو او د مرستو د سلاکارانو تر منځ نوم لري، له ځان سره د پوليسو چلن ته ګوته نيسي: ((ما په کور کې د شپې ډوډۍ خوړه، چې نهه تنه په شخصي جامو کې، له بلنې پرته ناخبره زما د استوګنې کوټې ته راننول. يو څو تنه يې وسله وال و. کله چې ما د هغوې د دندې پوښتنه وکړه، نو ويې ويل، چې د کورنيوچارو له وزارت څخه راغلي دي او مايي د پېژندپاڼو دلېدو غوښتنه وکړه.))


ګيرارديت وويل، ما له لوړپوړې هغه څخه د پېژندپاڼې غوښتنه وکړه: ((هغه له فزيکي پلوه زما په ترټلو لاس پورې کړ او شاته يې تيل وهلم او ما ته يې داسې برګې کتل، لکه چې بندي کوي مې. زه په زوره د يو تنو له خوا يو موټر ته يوړل شوم او هلته د يو نيم ساعت لپاره د وسله والو پوليسو سره بند پاتې شوم. وروسته زه خوشې شوم، خو له بښنې پرته. وروسته خبر شوم، چې دا يرغل د فساد او د بدنامو کورونو د تړلو په موخه پيل شوی و، خو زه چا په دې خبره پوه نه کړم.)) آی ډبليو پي آر د ګيرارديت هغه درې پاڼې شکايت ليک تر لاسه کړی دی، چی ولسمشر حامد کرزي په نوم ليکل شوی او په هغې کې يې د ځان په هکله د چلن څرګندوله کړې. هغه وايي: ((د يو خبريال او د افغانستان د 25 کلن دوست په توګه له ماسره هېڅ کله هم افغانانو داسې تريخ چلن نه دی کړی او د قانون حکومونو له پامه نه يم غورځولای.))


ثابت، چې د (چز انا) د پلټنې مشري يې کوله، وويل، دې مېلمستون له لازمو اسنادو پرته فعاليت کاو. ګېرارديت دا خبره نه مني او وايي، چې د ګرځندوی له خوا د اړتيا وړ اجازه ليک ورکړ شوی.


د ګرځندوی رئيس، حسام الدين همراه وايي، د هغه رياست يوازې په دې شرط اجازه ليک ورکوي، چې د ځای څښتن د قانون درناوی وکړي. هغه وايي: ((زه د هغه ځايونو د تړلو هرکلی کوم، چې د افغاني قانون څخه يې سرغړونه کوله. موږ ژمنې تر لاسه کړې وې، چې خلک بايد د افغانستان د قانون او مقرراتو سره سم خپل کار او فعاليت پر مخ يوسي. له بده مرغه د هغوی يو شمېر په خپلو ژمنو نه دي ودرېدلي او د قانون او اسلام په خلاف کارونو کې ښکېل شوي وو.)) وکتل شو!


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists