د پوهنتون محصلا لا تر اوسه هم ورک دي.

چارواکي لا تر اوسه هم د هغو محصلانو په هکله چې په يو امنيتې تلاشى کې د کابل د پوهنتون په ليليې کې نيول شوي ول، څه نه وايي.

د پوهنتون محصلا لا تر اوسه هم ورک دي.

چارواکي لا تر اوسه هم د هغو محصلانو په هکله چې په يو امنيتې تلاشى کې د کابل د پوهنتون په ليليې کې نيول شوي ول، څه نه وايي.

Tuesday, 9 September, 2003

چارواکي د کابل د پوهنتون د هغو ديرش تنو پښتنو محصلينو د سرنوشت په هکله چې په يوه تلاشى کې د کابل د پوهنتون په ليليې کې چيرته چې توکميزې لانجې په لوړه کچه روانې دي،نيول شوي ول، نه غواړي مالومات ورکړي.


امنيت ملي چارواکو د دغو محصلينو په هکله چې د آګست د ١٤ نيټې په سهار بنديان شوې ول، د آى ډبليو پي آر پوښتنو ته د ځواب ورکولو نه ډډه وکړه. دغه تلاشي پس له هغه وشوه چې د کابل په خوشال مينه کې د يو بم د چاودنې له کبله د طب د محصلان مړه او دانجنيرى يو محصل ټپي شو.


د پوهنتون چارواکي او د نيول شو محصلينو خپلوان چې ډيرى يې پښتانه دي په دې نه پوهيږي چې دوى چيرې بنديان دي.


آى ډبليو پي آر دا راوسپړله چې په دې تلاشى کې امنيتي چارواکو په پښتنو محصلينو باندې حمله کړې وه او د نيول شويو کسانو په منځ کې ډير يې سياسي فعاليت درلود.


د دې تلاشى د لامل په هکله چاروکو ضد او نقيص دلايل وړاندې کړل. د يوه په خبره دا پريکړه وروسته له هغه وخت وشوه چې پته ولګيده چې د بم په جوړلو کې دا خلک مړه او خوږ شوي ول.


د لوړو زده کړو وزير عبدالمنير مهرور وويل: (( کله چې مړه کسان وپيژندل شول چې محصلان دي حکومت پريکړه وکړه چې د دې له پاره چې له نورو ورته پيښو نه مخ نيوى وشي بايد ليليه تلاشي شي.))


د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين هلال الدين هلال چې له آى ډبليو پي آر سره له مرکې نه يې ډډه وکړه د کابل اونيزې ته يې درې نور لاميلونه ښودلي ول. په ليليه که محصلانو وسلې درلودې، د ځينو خلکو په هکله چې د پوهنتون په شاوخوا کې ليدل شوي ول تشويش راپيدا شوى وه او د ليليې مسوول چې يو پښتون وه په خپلې دندې کې نه وه.


يوه محصل چې وې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي د پيښې په هکله يې آى ډبليو پي آر ته يې وويل چې د کابل د ګارنيزيون سرتيريو د شپې په شاوخوا دولس بجو د کابل د پوهنتون ليليه يې محاصره کړه او وسله والو پوليسو او استخباراتو د ليليې ودانى ته ننه وتل او د کوټو په پلټنه يې تيل وکړ. د وويل : (( دوى د الماريو کلفونه مات کړل او د کتابو او آن پاڼو منځ يې ولټو.))


يو بل محصل چې له غوسې نه ريږديده وويل چې امنيتي چارواکو مخکې له دې نه چې د کوټې پلټنه وکړي پوښتنې يې کولي چې له کوم توکم او قوم نه يې. او يوازې هغو کوټو ته ورننه وتل چې پښتانه ول. ده وويل: (( زموږ ګناه دا ده چې موږ پښتانه يو او ځينې موږ ته د طالبان، القاعده او تروريست نومه اخيستل کيږي.))


دا پلټنه يوازى څو اونى وروسته له هغې جګړې چې د پښتنو او تاجکو محصلينو تر منځ نښتې وه، وشوه.


ځينې بيا دې کار د يوه عادلانه بدل په سترګه ګوري. د کابل د وترنرى محصل محمد شفيق وويل: (( اوس چې پوليس د محصيلينو کوټې تلاشي کړې پښتان په غوسه دي. دوى هيره کړه چې طالبانو زموږ کورونه يې وپلټل ان د ښځو جامې يې هم وکتلې.))


د دغو بنديانو په منځ کې يو څو کسه يې د افغان ملت د ګوند چې يو پښتو آزاد ګوند دى او انورالحق احدي يې مشر دى، ول. د دې ګوند وياند داسې ادعا وکړه چې دا د دې ګوند د ضعيفولو له پاره يو عمل وه. د زياته کړه. (( اپرچونستان غواړي چې خپل مخالفين له پښو راولوي. دوى غواړي چې زموږ د حزب د سياسي کارونو مخه ونيسي.))


د آى ډبليو پي آر خبريالانو څو ځلې هڅې وکړې چې د لوړپورو چارواکو سره په دې هکله وغږيږي خو کله چې به دوى د دغو محصلينو نوم اخيسته د دوى سره به بد چلند کيده. داسې کمان کيږي چې هغوى د امنيت ملي په نظارتخانه کې په کابل کې بنديان دي.


پښتانه محصلين وايي چې اوس د ډار بړستنه په ليليې کې خپره ده. (( ډيرى محصلين د وضع په هکله باور نه لري او ان پوهنتون يې خوشې کړى.))


يوې تاجک توکمې محصلې د دغې وضعې په هکله وويل چې د پوهنتون کړکيچ او سياسې فعاليتونه ټول د هغو ستونزو چې زموږ ټولنه ورسره لاس او ګريوان ده، ښوونکې ده دې زياته کړه: (( وروسته له دغې پيښې زه پوه شوم چې ولې زموږ هيود په دې تيرو څو لسيزو کې په دومره ستونزو اخته وه. دا ځکه چې سياسي ګوندونه او ډلې زموږ ځوان نسل د خپلو سياسي ګټو له پاره کاروي.))


که څه هم چې هغې هيله درلوده چې د پوهنتون په ليليې کې وضع ډير ژر ښه شي او زياته يې کړه: (( له نيکه مرغه د پوهنځيو ريسان او ښوونکي په دې هڅه دي چې د محصلينو په منځ کې دا کړکيچ ودروي.))


حفيظ الله ګردش په کابل کې د آى ډبليو پي آر خبريال او رحيم ګل ساروال په کابل کې آزاد خبريال.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists