د پټو هنرونو بيا راڅرګنديدل

هغو ارټيسټانو يا هنرمندانو چى د طالبانو د واکمنۍ په وخت کى يي د خپلو هنرونو له امله خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړى وو، اوس ئى خپل دغه هنرونه د کابل په يوه نندارتون کى د نندارى له پاره وړاندى کړيدي.

د پټو هنرونو بيا راڅرګنديدل

هغو ارټيسټانو يا هنرمندانو چى د طالبانو د واکمنۍ په وخت کى يي د خپلو هنرونو له امله خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړى وو، اوس ئى خپل دغه هنرونه د کابل په يوه نندارتون کى د نندارى له پاره وړاندى کړيدي.

Thursday, 3 March, 2005
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

مجسمه جوړونکى عبدالحى فرهمند که د طالبانو د ظالم رژيم په وخت کى د مجسمو د جوړولو په حال کى نيول شوى واى، نو د اعدام له خطر سره مخامخ وو. خو بيا هم نوموړي په پټه سره د لرګيو څخه ډيرى ښائسته مجسمى تراشلي او د خپل کور په زيرخانه کى ئى د سونګ د لرګيو سره پټى ساتلي.


نن د کابل د پوهنتون استاد فرهمند خپلى مجسمى د کابل په مرکز کى د طالبانو د رژيم د پټو هنرونو تر نامه لاندى د يو شمير هغو هنرمندانو د بيلا بيلو هنرونوسره يو ځاى د نندارى دپاره ايښي دي چى د طالبانو لخوا د افغانستان د کلتوري ميراث د له منځه وړلو د مخنوى هڅى يي کولى. طالبان د موسيقي او د هر هغه هنر چى د انسان او يا حيوان شکل پکښى انځوريداى، مخالف وو.


فرهمند دجګړى او سولى د راپور ورکولو ټولنى ته وويل: کله چى طالبان و واک ته ورسيدل، هغوى د مجسمو جوړول غير اسلامى بيان کړل او له همدى امله د کابل د پوهنتون د مجسمو جوړولو څانګه بنده شوه، خو ما د همدى هنر په هکله خپل الهام او هڅى له لاسه ور نه کړى.


نوموړي زياته کړه: ما په پټه سره مجسمى جوړولى او هم مى ځينى وخت د خپل اعتماد وړ زده کوونکو ته پخپل کور کى ښوونه کوله. هغه وويل: کله چى به ما يوه مجسمه بشپړه کړه، نوبيا به مى هغه د سونګ د لرګيو سره پټوله، ځکه چى که طالبانو زه د همدى مجسمو سره نيولاى واى، نو د يوه کافر په تور به ئى اعدام کړى واى.


حتى د طالبانو د واکمنى تر مخه فرهمندپه (١٩٩٢) ميلادى کال کى د مجاهدينو واک ته د رسيدو پر مهال هم د خپل هنر له امله زغم ګاللى وو. د هغه وخت اسلامى جنګ سالاران د طالبانو په شان د هنر مخالف وو او هر چا چى د هغو څخه سرغړونه کوله، سخته سزا به ئى ورکوله. فرهمند وويل: په هغه وخت کى موئږ دومره ويريدلي وو چى د (٥٠) څخه زياتى پخپل لاس جوړى کړى مجسمى مو له منځه يوړلى.


خو يو شمير هنري ټوټى او کارونه بيا هم د هغو تورو کلنو څخه خوندي پاته شويدى. اوس د کابل د پوهنتون د کلتورى اتحادئى لخوا په ترتيب شوي هنرى نندارتون کى (٢٤) د لرګيو او پلستر مجسمى، (٤٥) د نقاشى تابلوګانى او (١٤) د ميناتورى نقاشى د نندارى دپاره ايښودل شويدى.


د نوموړى اتحادئى رئيس محمد اعظيم امين زاده وويل: د همدى هنرى نندارتون څخه زموئږ لومړى هدف دا دى چى د نړى خلکو ته دا ور ښکاره کړو چى افغانانو د سختو کلنو د تيرولو برسيره بيا هم د هنر په هکله خپله علاقه او مينه له لاسه ورکړى نه ده. هغه وويل زموئږ دوهم هدف د پوهنتون څخه بهر د هنرمندانو او د هنرونو د پوهنځى د استادانو او محصيلنو تر منځ د اړيکو ټينګول دي.


د دغه هنري نندارتون يو زيات شمير تابلوګانى د محمد اشرف انځورګر لخوا انځور شويدي چى د جګړه ځپلى افغانستان د تيرو دوو لسيزو ناوړى پيښى ئى په ډراماټيک ډول انځور کړيدي. نوموړي پخپلو همدى تابلوګانو کى غربت، د جګړى اغيز، د هيواد په ليرى پرتو سيمو کى ژوندانه او د مهاجرت دردونو ته ډيره پاملرنه کړيده.


د همدى هنري نندارتون تر ټولو لويه د نقاشۍ تابلو چى نژدى دوه متره جګوالى لرى، پکښى د باميان د بودا د مجسمو له منځه وړلو، پر امريکا د سپټمبر د مياشتى د يوولسمى نيټى د بريدنو د پاته شونو او د متحده ايالتونو د جنګى الوتکو د بمباريو څخه د طالبانو د تيښتى صحنى انځور شويدي.


همدا هنري نندارتون د لوړو زده کړو د وزير محمد شريف فايض لخوا پرانستل شو. هغه وويل: زه په دى ډير وياړم چى زموئږ د هيواد هنرمندانو د طالبانو د ډيرو سختو شرايطو له امله خپله علاقه او مينه له لاسه نه ده ورکړى.


د سپټمبر پر پنځلسمه نيټه د يکشنبى په ورځ د نوموړي هنري نندارتون د پرانستو په مراسمو کى يو زيات شمير د کابل پوهنتون استادانو، هنرمندانو او دهنر مينه -والو ګډون کړى وو. همدا نندارتون به د دوو اونيو دپاره پرانيستى وى او پکښى ټول هنرى ټوټى او کارونه د (٢٠٠) څخه تر (٣٠٠٠) امريکائى ډالرو پورى خرڅيږى. همدا لاس ته راغلي پيسى به د هنرمندانو د تشويقولو دپاره لګول کيږي چى خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړي.


رحيم الله سمندر په کابل کى د جنګ او سولى د راپور ورکولو د ټولنى خبريال دى.


Frontline Updates
Support local journalists